غني: د قومي ډلبندیو له پټې نابودۍ سترګې نه شو پټولی

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

موږ نه شو کولای له هغې غلې نابودۍ سترګې پټې کړو چې له قومي ډلبندیو سرچینې اخلي
افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، په افغانستان کې قومي نارضایتي ډېره پېچلې، خو د درک وړ ده چې د تېر مهال له ناپامۍ او تبعیضي چلنده سرچینه اخلي.
افغان ولسمشر چې نن یکشنبه د چنګاښ ۱۸مه د افغانستان د همغږۍ او څارنې له پلاوي (JCMB) سره په غونډه کې خبرې کولې، وویل، په افغانستان کې د نارضایتۍ احساس ورځ تر بلې قومي بڼه غوره کوي:
"موږ نه شو کولای له هغې غلې نابودۍ سترګې پټې کړو چې له قومي ډلبندیو سرچینې اخلي. بې پروا مشران او هغوی چې ملي ګټي له خپلو شخصي ګټو قرباني کوي، کولای شي ټولمېشته (پلورالیسټه) ټولنه کې لاس ووهي، خو موږ هیڅکله د دغسې یوه کار اجازه نه شو ور کولی."
هغه زیاته کړه، دولت د دغو زهرو پاشل کېدو ته اجازه نه شي ور کولی. د خلکو د مشورو اخیستلو لپاره به یو ملي بحث ته چې د خلکو اندېښنې پکې په نښه شي، جوړ کړي چې له هغوی سره ازادې خبرې وکړي او په ټولیزه توګه هېواد له ډلبندي کېدو وژغوري.
ښاغلي غني ژمنه کړه، چې په دې برخه کې به تر نورو لومړی دولتي کارکوونکي چې د حکومت تر ولګې لاندې دي، تر څېړنې لاندې ونیسي چې ډاډمن شي په افغانستان کې له ټولو قشرونو سره عادلانه چلند کېږي.

ښاغلي غني په ټینګار وویل، موږ باید یو موټی ملت هم جوړ کړو.

اشرف غني: اړتیا ده چې د اورېدو، د دردونو او زخمونو د درک ظرفیت په ځان کې وروزو
افغانستان کې۴۰ کلونه دوامداره جګړه شوې ده. اړتیا ده چې د اورېدو، د دردونو او زخمونو د درک ظرفیت په ځان کې وروزو.
ښاغلي غني، په افغانستان کې مشوره کول اړینه وبلله او زیاته یې کړه، د هېواد په کچه د داسې یوې پراختیايي ستراتیژۍ جوړولو ته ځان ژمن بولي چې په ځانګړي ډول به له دیني عالمانو، مشرانو، ځوانانو، ښځو، بې وزلانو او سوداګرو جوړه وي.
موده وړاندې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي په کابل کې وروستیو لانجو ګونجو ته په اشارې د ملګرو ملتونو امنیت شورا په غونډه کې وویل، که په افغانستان کې د حکومتوالۍ په بڼه کې بدلون را نه شي، نو دا هېواد به له نویو کړکېچونو سره مخامخ شي چې راکابو کول به یې بیا اسانه نه وي.
امنیت لپاره شپږ میاشتې وخت راکړئ
افغان ولسمشر د امنیتي وضعیت او د کابل وروستیو خونړیو بریدونو ته په اشارې وویل، د امنیت په اړه مو اندېښنې پر ځای دي:
"زه د کابل ټولو اوسېدونکو ته خبرې کوم او وایم چې ستاسو امنیت زموږ اصلي لومړیتوب دی. موږ له مخکې نوي امنيتي ګامونه اوچت کړي دي."
نوموړي وویل، د کابل د امنیت د ښه کېدو لپاره به په راتلونکو اونیو کې څارنه، د وسله والو د نفوذ او ښې څارنې لپاره به د موټرو کنټرول او د کابل د امنیتي چارواکو روزنې ته پاملرنه ډېره شي: "لومړۍ میاشتې به سختې وي، خو له کابل ښاریانو غواړو چې د کابل د امنونې لپاره د ملي وحدت حکومت ته شپږ میاشتې وخت ور کړي."

ښاغلي وویل، د اوبو مدیریت د پرمختګ راز او په افغانستان کې د لوږې د کمښت کیلي ده.
اوبه د افغانستان اصلي سرچینه
ښاغلي غني وویل، اوبه د افغانستان یوه بله سرچینه ده او دولت به له دغې سرچینې د ګټې اخیستنې لپاره قانوني اساسات جوړ کړي.
نوموړي وویل، افغانستان د اوبو په زېرمو او بندونو د کرهڼې د زیاتوالي او ښه والي په موخه پانګونه کړې او په دې برخه کې به د فني طرحې تر بشپړېدو وروسته پانګونه زیاته کړي.
ولسمشر غني په خپلو خبرو کې کوم ځانګړي هېواد ته اشاره ونه کړه، خو وړاندې تر دې د ایران ولسمشر د جولای درېیمې نیټې په غونډې کې د دوړو او ګرد سره د مقابلې په غونډې کې ویلي وو چې د اتیا سلنه دوړو سرچینه بهرنۍ ده او له هغې ډلې یې په افغانستان او ترکیې کې د بندونو جوړولو ته اشاره کړې وه:
"د هغه څه په وړاندې چې زموږ د اوسېدو چاپیریال زیانمنوي بې پروا نه شو پاتې کېدای. د افغانستان په شمال او جنوب کې د کجکي، کمال خان، سلما او نورو بندو جوړولو زموږ د سیستان بلوچستان او خراسان ولایتونه اغېزمن کړي دي."
د دې ویجاړۍ پر وړاندې به د افغانستان زغم پای ته ورسیږي
ولسمشر غني په خپلو خبرو کې وویل د ملي یووالي حکومت د جوړېدو له پیله سولې ته ژمن وو. " موږ خپله سیاسي پانګه او ژوند د سولې ټینګېدو ته ورکړی دی، خو هغه لاس چې موږ د سولې لپاره وړاندې کړی تر اوسه چا نه دی نیولی."
ښاغلي غني ټینګار وکړ چې له پاکستان سره د دولت - دولت ترمنځ د بې طرفۍ تضمین غوښتنه لا هم نه ده عملي شوې. افغانستان د سولې ټينګېدو ته ژمن دی، خو نړیواله ټولنه باید دا درک کړي چې زموږ د دغو ورانیو په وړاندې زموږ د خلکو زغم پای ته رسیږي.
هغه وویل طالبان باید پوه شي چې وخت د هغوی په ګټه نه دی، هغوی کولای شي ریښتینې سولې او پخلاینې ته غېږ پرانیزي یا دې هم دې ته په تمه شي چې د نړیوالې ټولنې له خوا د یوه ترهګریز سازمان په ډله کې شامل شي.

افغان ولسشمر وویل نړیواله ټولنه باید روښانه کړي، کله چې ټول نړیوال قوانین تر پښو لاندې کیږي، پر سفارتونو او دیپلوماټانو قصدي بریدونه کیږي، پټه خوله یې ځواب نه دی.
هغه وویل افغانستان د خپل ځان او نړۍ څخه د دفاع په لومړۍ کرښې کې دی: " که موږ په قاطعیت او یووالي سره ګامونه اوچت نه کړو نو دا روښانه ننګونې چې شته دا به بدترې شي. "
افغان ولسمشر وویل: "هغه څه چې نړیواله ټولنه یې له موږ څخه غواړي هغه څه دي چې زموږ خلک یې غواړي، راځئ سره یو شو چې راتلونکی نسل مو خوندي اوسي."