'د کندهار والي پر میلمستون برید پاکستان کې پلان شوی و''

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د ملي امنیت رییس په وینا هغه برید کې دوه خورا زورور بمونه کاروول شوي وو
د افغانستان ملي امنیت ادارې رییس معصوم ستانکزي د کندهار د والي په دفتر کې د کال په لومړیو کې د بمي چاودنې د پلټنې د بشپړېدو خبر ورکړی.
هغه وویل چې د کورنیو او نړیوالو پلټونکو پایله داده چې برید طالبانو کړی او په پاکستان کې یې پلان کړی دی.
نوموړي یوې خبرې غونډې ته وینا کې ویلي، د هغو څېړنو پایله کې، چې افغان حکومت د امریکا استخباراتي ادارې ایف بي ای، برتانوي سکاټلنډ یارډ او عربي متحدو اماراتو د ترهګرۍ ضد چارواکو سره په ګډه تر سره کړي، معلومه شوې، چې دغه برید د میلمستون اشپز د خپل همکار په مرسته تر سره کړی دی.
د روان میلادي کال په لومړیو کې د کندهار هغه مهال والي همایون عزیزي په میلمستون کې هغه مهال چاودنې شوې وې، چې د متحدو عربي اماراتو سفیر جمعة محمد عبدالله الکعبي او یو شمېر لوړ پوړي چارواکي او دیپلوماتان د نوموړي میلمانه وو.

هغه برید کې د متحدو عربي اماراتو د سفیر په ګډون ۱۲ کسان وژل شوي وو.
ښاغلی ستانکزی وايي معلومات ښيي، چې دغه سړي له برید مخکې درې ځله د پاکستان چمن ښار ته تګ راتګ کړی دی:
''د دې څېړنو په پایله کې جوته شوې چې په برید کې د مېلمستون آشپز لاس درلود. دی نیول شوی دی. همدې کس د خپل یو شاګرد په مرسته بمونه مېلمستون ته راوړي وو او تر کوچ لاندې یې ایښي وو. دا هم مالومه شوې چې دی درې ځله چمن ته تللی و. هلته یې له درییو کسانو سره لیدلي وو. ده د همدې کسانو په مرسته چاودېدونکي توکي تر مېلمستونه را رسولي. زه د دې درییو تنو نومونه نه اخلم، خو د پاکستان له حکومته مو رسمي غوښتنه کړې چې افغانستان ته یې وسپاري. له پاکستان سره مو په دې اړه ټول اسناد شریک کړي او هېله ده چې په دې برخه کې به پرمختګ وشي ''
نوموړي ویلي، خپل استخباراتي مالومات یې له اماراتو او پاکستان سره شریک کړي او له پاکستانه د درېیو مشکوکو کسانو د ورسپارل کیدو غوښتنه کړې.
د متحدو عربي اماراتو سفیر کندهار ته د یوه دارلایتام بنسټ ډبرې ښوولو لپاره تللی و
له بریده څو ورځې وروسته د افغانستان ملي امنیت په یوه خبرپاڼه کې راغلي و، د افغانستان د امنیتي ځواکونو لومړني معلومات ښيي چې دا برید له افغانستان نه بهر سمبال شوی و.
وسله والو طالبانو هغه مهال ویلي و په دغې پیښه کې لاس نه لري، خو د افغان ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر چې کندهار ته د دغې پېښې څېړلو لپاره تللی و ویلي و د کندهار چاودنې د طالبانو کار دی.