حکمتیار د افغانستان د ستونزو د حل لپاره یوه نوې طرحه لري

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار وايي چې افغانستان د تصمیم نیونې یوې ملي اجماع ته اړتیا لري چې دی یې په لټه کې دی.

ګلبدین حکمتیار زیاته کړه چې د افغانستان د ستونزو د حل لپاره یوه نوې طرحه لري چې له مخې یې باید د ټولو ډلو په شمول یوه ملي اجماع جوړه شي.

ښاغلي حکمتیارد پنجشنبې په ورځ په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې دی اوسنی نظام د یوه واقعیت په توګه مني چې ناکامول یې د هېچا په ګټه نه‎دي خو د جګړو په ختمولو کې ورسره مرسته کول د ټولو کار دی.

ده وویل چې دی د روانو ستونزو د حل لپاره د داسې یوې اجماع په لټه کې دی چې سولې ته غاړه ایښودونکي طالبان او د اوسني نظام مخالف او موافق ټول لوري په‎کې شامل وي.

نوموړی وايي:

"موږ چې کومه طرحه لرو هغه له مخکنیو سره توپیر لري، د اوس لپاره په دولت کې شامل، له دولته بهر، د دولت ملاتړي او یا ناراضه باید په خپلو منځو کې سره کښیني، د طالبانو سره د سولې د خبرو د څرنګوالي ترڅنګ ستر ملي مسایل وڅېړي، موږ غواړو چې د تصمیم

یوه مرجع پیدا کړو نن په دې برخه کې تشه شته چې باید ډکه شي."

ښاغلی حکمتیار وايي، دا مجمعه به تبلیغاتي، تفاهمي، مشورتي او سیاسي غونډه نه‎وي بلکې پریکړې به یې الزامي وي.

نوموړي هیله وښوده چې د روژې تر پایه د تصمیم نیونې دا ادرس جوړ او په کار پيل وکړي.

ښاغلی حکمتیار دا څرګندونې داسې مهال کوي چې په افغانستان کې دا وخت ګڼ سیاسي جریانونو او اجماع ګانې فعاله دي چې تر ډېره مشورتي او انتقادي رول لوبوي.

د ولسمشر غني او حکمتیار ترمنځ د سولې تړون لاسلیک کول.
د ولسمشر غني او حکمتیار ترمنځ د سولې تړون لاسلیک کول.
د حزب‎اسلامي مشرګلبدین حکمتیار په دې وروستیو کې د حکومت او حزب‎اسلامي ترمنځ د سولې تر هوکړې وروسته کابل ته راغی او دا یې تر راتګ وروسته لومړنی خبري کنفرانس و.

د یادونې ده چې ښاغلی حکمتیار دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې په پلازمېنه کابل کې د حکومت پر خلاف اعتراضونو زور اخیستی او سیاسي ناندرۍ زیاتې شوي دي.

د سیاسي چارو کارپوه ودیر صافی وايي چې د افغانستان ستونزو حل ته یوازې افغانان حل لارې موندلای شي او د دې کار لپاره د ګوندونو او سیاسي جریانونو ملي اجماع او همغږي خورا مهمه ده.

د سیاسي چارو کارپوه ودیر صافی
د سیاسي چارو کارپوه ودیر صافی
دی وايي:

"حکمتیار په ښه وخت کې اقدام کړی که دا خلک سره راټول شي هر څه کیدلای شي، موږ که ملي اجماع ونه لرو سیمه‎ییزو او نړیواله اجماع هېڅ معنا نه لري ټوله نړۍ زموږ ستونزې نه‎شي حلولای ترهغې چې افغانان خپلو کې سره یو موټی نه‎شي."

ولسمشر مانۍ او ولسي جرګې هم په هېواد کې د وروستیو خونړیو پېښو وروسته د ملي اجماع د جوړېدو خبره کړې ده ویلي چې د روانو حالاتو په اړه د افغانانو په مشوره باید مناسب اقدامات ترسره شي.