افغانستان له چین سره د کونړ پر سیند د برېښنا پروژه لاسلیک کړه

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times


د افغانستان او چین ولسمشرانو محمد اشرف غنی او شي جین پېنګ استانه کې لیدنه کړې
د افغانستان او چین ولسمشرانو محمد اشرف غنی او شي جین پېنګ له ترهګرۍ سره پر ګډه مبارزه او د سیمه ییزې اقتصادي همکارۍ پر پیاوړتیا خبرې وکړې.
د دې تر څنګ چین او افغانستان د اورګاډي لیکې او د کابل - کونړ پر سیند د برېښنا بند جوړولو په اړه هم دوې تفاهمنامې لاسلیک کړې دي.
د ولسمشرۍ ماڼۍ له لوري په یوه ټویټر پیغام کې ویل شوي، د کابل ـ کنړ به اوبو د برېښنا پروژې د سروې او طرحې کار به چینايي کمپنۍ اجرا او په شپږو میاشتو کې بشپړ کړي.
دواړه مشران د شانګهای تړون په سرمشریزه کې د ګډون له پاره د قزاقستان پلازمېنې، آستانې ته رسېدلي دي. کابل هیله من دی چې د غونډې په څنډه کې له بهرنیو مشرانو سره د ولسمشر خبرې په سیمه کې د ترهګرۍ پر وړاندې د یوې ټلوالې جوړېدو ته لار هواره کړي.
دغه راز ویل شوي، ددغه هوکړه‌ لیک له ‌مخې به د شیرخان بندرـ هرات د اوسپنې پټلۍ مطالعه، سروې او د طرحې چمتو کول ۱۲ میاشتو کې بشپړ شي.‌
د آستانې د سرمشریزې یوه مهمه پرېکړه به هند او پاکستان ته د اصلي غړیتوب ورکول وي. د شانګهای ټولنې پخوانی سرمنشي دیمتري میزینڅوف وایي چې د غړو د ډېرولو پرېکړه د ټولنې د بنسټیزو اصولو له مخې شوې ده:
'' دا د شانګهای تړون او په یورو اسیا سیمه کې د امنیتي سیسټم لپاره یوه تاریخي شېبه وه. د لومړي ځل لپاره د غړو ډېرولو بهیر روان دی. ''

د آستانې سرمشریزې په تړاو د افغان ولسمشر یوه ویاند دواخان مینه پال د بي بي سي داود جنبش سره مرکه کې ویلي، د افغان ولسمشر او چین د ولسمشر تر منځ ډېرې خبرې د اقتصادي همکاريو او د ترهګرۍ سره مبارزې کې د دواړو هېوادونو تر منځ په ګډه همکارۍ شوې دي.
ښاغلی مینه پال وايي:
''ترهګري د افغانستان او چین پر وړاندې ګډ ګواښ دی او دواړه هېوادونو تر منځ د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې لړ کې د ګډ دریځ او لید لوري پر رامنځته کېدو خبرې شوې دي. ''
دغه غونډه کې د هند او پاکستان مشران هم ګډون کوي. تمه کېږي، چې افغان ولسمشر به د غونډې څنډه کې له یو شمېر مشرانو سره وویني. خو افغان چارواکي وايي، د پاکستان حکومت له غوښتنې سره هم دوی تر اوسه د ولسمشر غني او پاکستاني مشرتابه تر منځ د لیدنې غوښتنه نه 
د شانګهای تړون غونډه د کابل بهیر له غونډې وروسته کېږي. په هغه غونډه کې یوه مهمه مساله دا وه، چې د ترهګرۍ ځپلو لپاره به افغانستان د سیمې هېوادونو یوې ټلوالې جوړولو غوښتنه وکړي.
د ښاغلي مینه پال په وینا د شانګهای غونډې ته وینا کې به د ولسمشر غني د وینا مهم ټکي د ترهګرۍ خطرونو او ورسره د ګډې مبارزې پر لارو چارو راڅرخي او په خبره یې د دې تر څنګ به ولسمشر غني په سیمه کې د اقتصادي همکارۍ رامنځته کېدو په تړاو وغږیږي او د سوداګرۍ او ټرانزیټ پر مسایلو به ټینګار وکړي.
هند او پاکستان په دغه غونډه کې د شانګهای تړون سازمان بشپړ غړیتوب تر لاسه کوي. د هغې پوښتنې په ځواب کې، چې ایا افغانستان به دغې ټولنې له لارې وتوانیږي، چې پاکستان سره د خپلو مسایلو پر سره خبرې وکړي او یا د سولې په لړ کې پرمختګ وشي، ښاغلی مینه پال وايي:
''زموږ ډېره هڅه به دا نه وي، چې پاکستان ته ځان نژدې کړو، خو د افغانستان ډېره هڅه به دا وي، چې د ترهګرۍ ستونزې د حل لپاره شانګهايي غړو هېوادونو یو څرګند دریځ او لید لوری رامنځته کړو. ''
ولسمشر غني د چهارشنبې په ورځ د ملي امنیت شورا د سلاکار حنیف اتمر په ګډون له یوه جګپوړي پلاوي سره په دې په سرمشریزه کې د ګډون لپاره د قزاقستان پلازمېنه استانا ته ورسېد.