غني: د سولې لپاره موقع تر ابده پرانیستې نه ده

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times


زموږ تګلاره دا ده چي په دې سیمه کي له خپلو ټولو ګاونډیانو سره پیاوړې سیاسي او اقتصادي ‌اړیکې جوړې کړو
افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي "د سولې لپاره یوه موقع ورکوو خو دا هم باید روښانه وي چي دا يوه تر ابده پرانیستې موقع نه ده ". ولسمشر وویل په وروستي ځل له طالبانو غواړم چې د سولې له پروسې سره یو ځای شي.
ولسمشر غني د سولې او امنیت په موخه په کابل کې جوړې شوې نړیوالې غونډه ته وویل "موږ چمتو یوو چي سولې ته د لارې هوارولو په موخه مذاکره وکړو خو هیڅ څوک دې کله هم دا نه انګېري چې ‌موږ به تر ویرې او فشار مذاکره وکړو ".
د دې ترڅنګ ولسمشر غني یو ځل بیا پر پاکستان غږ وکړ چې د مذاکرې لپاره ‌دې خپله اجنډا او میکانیزم را وړاندې‌ کړي ‌چې په مرسته یې سولې ‌او ښېرازۍ ته ورسېږو.
د سولې پروسې تر عنوان لاندې دا غونډه په داسې مهال کې ترسره کېږي چې څو ورځې وړاندې یوې سترې چاودنې په کابل کې ۹۰ کسان ووژل او شاوخوا ۴۶۰ یې ټپیان کړل. له برید وروسته د افغانستان ملي امنیت ادارې وویل برید د پاکستان استخباراتي ادارې ای ایس

ای په مستقیمه مرسته او لارښونې د حقاني شبکې لخوا پلان شوی دی. خو پاکستان دغه تورونه بې بنسټه وبلل.
د سولې پروسې غونډه
په دې غونډه کې د ایران، پاکستان، امریکا، برتانیا، سعودي عربستان، قطر په ګډون له شلو ډېرو هېوادونو او مهمو موسسو استازو ګډون کړی.
غني: له هر چا سره سوله غواړو، خو دا په دې مانا نه ده چې افغانان کمزوري یا تر فشار لاندې دي.
غني: له هر چا سره سوله غواړو، خو دا په دې مانا نه ده چې افغانان کمزوري یا تر فشار لاندې دي.
له دې غونډې افغان حکومت دوه موخې لري، هېوادونه دې ته هڅول چې د افغانانو په مشرۍ له مخالفو وسلوالو سره د سولې ملاتړ وکړي.
دویم، سیمې او نړۍ ته دا ښودل چې له امنیتي ننګونو سره سره کابل لا هم د داسې نړیوالو غونډو د جوړېدو وړتیا لري.
کابل کې د غونډې لپاره کلک امنیتي تدابیر نیول شوي او ښار کې رخصتي ده.

سرتاج عزیز: پر پاکستان بې ځایه تورونه د افغانستان راتلونکی زیانمنوي
په دغه غوڼده کې د افغانستان بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني چې د جمعیت اسلامي ګوند سرپرست مشر هم دی ګډون نه دی کړی. تېره ورځ نوموړي پر امنیتي چارواکو نیوکې وکړې او د دوی د ګوښه کېدو غوښتنه یې وکړه.
ولسمشر غني غونډې ته د وینا پر مهال د کابل چاودنه د جنیوا کنوانسیون خلاف وباله او ویې ویل دا برید د بهرنیو سفارتونو سره نږدې وشو، خو یو ډيپلوماټ ته هم په کې مرک ژوبله وا نه وښتله. د هغه په خبره، په دغه برید کې یوازې افغان ولسي وګړي ووژل شول.
افغان ولسمشر د کابل او لندن بریدونو قربانیانو ته د درناوي لپاره له ګډونوالو وغوښتل چې د یوې دقیقې لپاره چوپتیا غوره کړي.
د ترهګرۍ پر ضد لږ غبرګون
اشرف غني په خپله وینا کې وویل، چې څوک ترهګریز بریدونه کوي، په هېڅ اصولو ولاړ نه دي.
"بې ګناه انسان وژل په اسلام کې نه شته، دوی په زرګونو بې ګناه افغانان وژني، نشه يي توکي، ترهګري او شوکې ټول په دین کې تقبیح شوي دي، ځکه دوی ترهګر دي ".
نوموړي دا هم وویل، چې د ملګرو ملتونو رپوټونه ښيي چې ترهګریز بریدونه او له هغوی مرګ ژوبله زیاتېږي، خو دا نیوکه یې وکړه، چې د دې ترهګرو او ترهګرۍ په مقابل کې غبرګون پوره نه دی.

اشرف غني د غونډې له ګډونوالو وغوښتل چې نړۍ باید د ترهګرۍ ضد جګړه کې له افغانانو سره مرسته وکړي.
٬٬زه له نړۍ هیله کوم چې له موږ سره پر ژمنو ودرېږي، موږ د سیمې او نړۍ د دفاع لپاره د ترهګرۍ مقابل کې په لومړۍ کرښه کې ولاړ یوو.٬٬
نوموړي زیاته کړه، چې د ترهګرۍ د له منځه وړلو لپاره باید له افغانانو سره مرسته وشي او همدې موخې ته د رسېدو لپاره باید سیمه ییز او نړیوال توافق را منځ ته شي او ټولیز چوکاټ جوړ شي.
افغان ولسمشر وویل، چې په سیمه کې اقتصادي نږدېوالی غواړي. او له دې لارې په سیمه کې سوله او ټیکاو را وستلی شی.
اداري سمون
د اشرف غنی په خبره، افغان حکومت د ترهګرۍ ضد کې پرېکند دی او د همدې موخې لپاره یې په امنیتی ځواکونو کې سمون راوستلي او دا بهیر روان دی.
د ارګ پر ټوېټر د ولسمشر له خولې لیکلي شوي چې افغانستان د پاکستان لخوا د یوې نااعلان شوې جګړې ځورېږيد انځور حقوق

د ارګ پر ټوېټر د ولسمشر له خولې لیکلي شوي چې افغانستان د پاکستان لخوا د یوې نااعلان شوې جګړې ځورېږي
هغه په ځانګړي ډول د کورنیو چارو وزارت کې سمون ته اشاره کړه او ویې ویل چې په دې برخه کې سمون راولي.
اشرف غنی د پولیسو د قربانۍ یادونه وکړه، خو زیاته یې کړه، چې دغه امنیتي ارګان کې فساد شته.
له پاکستان سره سوله
ښاغلي غني وویل، چې د افغانستان او پاکستان د پرمختګ او په دغو هېوادونو کې د بې وزلۍ له منځه وړلو لپاره له اسلام اباد سره سوله غواړي.
اشرف غني وویل، چې پاکستان باید اجنډا ورته وړاندې کړي، داسې اجنډا چې له مخې یې کابل او اسلام اباد سولې ته ورسېږي.
نوموړي دا هم وویل، چې پا واکمنېدلو سره یې په حساسو شرایطو کې پاکستان ته د دوستۍ لاس ور اوږد کړ، خو د هغوی له لوري رد شو.
اشرف غني دا هم وویل، چې له هر چا سره سوله غواړی، خو دا په دې مانا نه ده چې افغانان کمزوري یا تر فشار لاندې دي.