د امریکا سفارت: نړیواله ټولنه له افغان حکومت سره په کلکه ولاړه ده

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

په کابل کې د امریکا سفارت د چهارشنبې د ورځې د خونړۍ چاودنې د غندلو ترڅنګ وايي، اوس وخت دی چې افغانان او نړیوال ملګري يې د دښمنانو پر وړاندې یو موټي شي.

په کابل کې د امریکا شارزدافیر هوګو لورینز ویلي د روانې جون میاشت په ۶ په کابل کې جوړېدونکې نړیواله غونډه به ټولو هغو ته چې غواړي افغانانو او افغانستان ته زیان ورسوي بیا دا پیغام ورسوي چې نړیواله ټولنه له افغان حکومت او ولس سره په کلکه ولاړه ده.

د متحده ایالاتو د سفارت په اعلامیه کې چې نن خپره شوه د ښاغلي لورنیز په حواله ویل شوي چې د افغانستان دښمنان نشي بریالی کېدای او هېڅکله به کامیاب نشي.

هوګو لورینز ویلي اوس وخت دی چې له خپلو نړیوالو شریکانو سره بزدله دښمنانو ته په لوړ غږ او ښکاره دا ووایو چې دوی به د یوه سوله ییز،شفاف او سوله ییزه افغانستان د جوړولو لپاره د زموږ هوډ مات نه کړي.

په افغانستان کې د متحده ایالاتو شارزدافیر د افغانستان له حکومت او خلکو سره د امریکا د ملاتړ په دوام هم ټنیګار کړی او ویلي دي چې متحده ایالات به له افغانانو سره د هغوی د یوه روښانه راتلونکې لپاره اوږه پر اوږه ولاړ پاتې وي.


د امریکا شارزدافیر هوګو لورنیز د کابل په پرونۍ مظاهره کې رامنځته شوي تاوتریخوالي ته هم اشاره کړې او ویلي چې سوله اییز اعتراض په ډیموکراسۍ کې د خلکو حق دی او د افغانانو پرونۍ مظاهره د غوسې او نا هیلۍ څرګندول وو.

خو د ښاغلي لورینز په خبره یو شمېر وړو سیاسي عناصرو له دې سوله اییزې مظاهره څخه د ځان لپاره ګټه پورته کړه او تاوتریخوالی ته يې لمن ووهله.

روفي او سعیدي: پدرام او مسعود له مظاهرې د سیاسي ګټې اخیستو هڅه کوله

په کابل کې د متحده ایالاتو سفارت وايي، دښمن هڅه کوي د خلکو غوسه او خفګان د ځان په ګټه وکاروي او د افغانانو ترمنځ درز او تاوتریخوالی رامنځته کړي.

د امریکا متحده ایالاتو، ملګرو ملتونو لوېدیځو هېوادونو او اسلامي نړۍ د کابل د چهارشنبې ورځې خونړی حمله چې شااوخوا سل کسان په کې ووژل شول او څه د پاسه څلور سوه نور ژوبل شول په کلکو ټکو غندلې ده.

د افغانستان حکومت وايي، د کابل خونړی برید حقاني شبکې د پاکستان د استخباراتي ادارې ای ایس ای په مرسته په دغه هېواد کې پلان کړی.

پاکستان بیا د کابل په برید کې د دې هېواد لاس لرل رد کړي دي.