له داعش سره شپږ یوځای کېدونکي نیول شوي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

افغانستان کې د داعش ډلې د پخواني مشر حافظ سعید تر وژل کېدو وروسته عبدالحسیب د ده ځای ناستی و.
د افغانستان ختیځ ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر وايي، د یوه ایراني او درو پاکستانیانو په ګډون یې هغه شپږ کسان نیولي، چې غوښتل یې له اورپکې ''اسلامي دولت'' (داعش) ډلې سره یوځای شي.
سرچینې پر فیسبوک د نیول شویو کسانو یوه وېډیو هم خپره کړې چې وايي، پاکستان کې د عبدالرحمن په نوم یوه کس یې افغانستان ته د تللو لارې چارې سمبالولې.
یو نیول شوی وايي، کله چې افغانستان ته راغی او دلته یې پخپلو سترګو د افغانستان وضعیت ولید، پر خپلو کړنو پښېمانه شو.
دی وايي، ځینو خلکو چې ورته وویل، داعش ډله له عامو خلکو سره تر خپلې وسې زورزیاتی کوي، نو دوی هم هوډ وکړ چې له دغې ډلې سره یوځای نه شي.

کندهار کې ایرانی وګړی د 'جاسوسۍ' په تور نیول شوی
'اچین کې د ځايي خلکو او داعش ډلې وسله والو تر منځ نښته شوې'
"د داعش وژل شوي مشر د غني واکمني ننګوله"
خو معلومه نه ده چې ایا دغو کسانو له نیول کېدا وروسته له وېرې دا څرګندونې کړې او که رښتیا هم د خپل زه حال یې ویلی.
یو نیول شوی وايي، ځینو ملګرو یې ورته وویل، که یوځل له داعش سره یوځای شوئ، بیا به تر مرګه ترې وتل ناشوني وي، همدا وو چې ده دې کار ته زړه ښه نه کړ.
دی وايي، د خیبر پښتونخوا نوښار کې د عبدالرحمن په نوم یو کس، چې ظاهراً یې ځان افغان ښکاره کاوه، دیو یې له داعش ډلې سره یوځای کېدو ته هڅول.

په یوه وېډیو کې دغه نیول شوی کس وايي، د ایران لوېدیځ اذربایجان دی
یو بل نیول شوی بیا وايي، د ایران د لوېدیځ اذربایجان اوسېدونکی دی، چې د ټلیګرام له لارې یې له داعش سره د یوځای کېدو هوډ کړی دی.
ټلیګرام، چې د خواله رسنیو یوه برخه ده، په ایران کې ډېر کارول کېږي او ویل کېږي چې په دې هېواد کې لږترلږه ۲۰ میلیون کاروونکي لري.
دی وايي، له ایرانه نیمروز ته تللی او بیا یې کابل کې دوې ورځې تېرې کړې خو وروستي تمځي د ننګرهار چپرهار ولسوالۍ ته تللی.
د ختمېدونکې مې میاشتې پر ۱۶مه د سوېلي کندهار ولایت امنیتي سرچینو وویل، یو ایرانی یې د افغان دولت له وسله والو مخالفانو سره د اړیکې او جاسوسۍ په تور نیولی دی.
چارواکو ویلي وو، یاد کس د وسله والو مخالفانو په مټ افغانستان ته د هرات له لارې راغلی او بیا کندهار ته رسېدلی او د دغه ښار شپږمې امنیتي حوزې اړوندو کې نیول شوی.
افغان او امریکايي ځواکونو د ۲۰۱۷ مارچ میاشت په لومړیو کې د "اسلامي دولت" نومې ډلې پروړاندې ختیځ ننګرهار ولایت کې پراخه عملیات پیل کړل چې هدف یې په افغانستان کې ددغې ډلې د پټنځیو له منځه وړل وو.

داعش اورپکې ډله تر ډېره د افغانستان ختیځ ننګرهار ولایت کې چې له پاکستان سره ګډه پوله لري، فعالیت کوي.
داعش اورپکې ډله تر ډېره د افغانستان ختیځ ننګرهار ولایت کې چې له پاکستان سره ګډه پوله لري، فعالیت کوي.