ملگرو ملتونو ویره ښودې چې د چین نه پاکستان ته اقتصادي لاره (سي پیک) کیدی شي د هند او پاکستان ترمنځ سیمه ایزه او سیاسي شخړه نوره هم زیاته کړي.د ملګروملتونوا په یو خپور شوي رپورټ کې دا اندیښنه هم ښودل شوې چې په افغانستان کې سیاسي بې ثباتي هم د یادې پروژې ګټې د کابل او کندهار د ښارونو پورې محدودوي ځکه د افغانستان په جنوب او ختیځ کې طالبان فعالیت کوي. رپورټ زیاتوي د کشمیر پر سر د هند او پاکستان لانجه د اندېښنې وړ ده.
د ملگرو ملتونو دغه رپورټ د چین په خواست تیار کړل شوی دی او سر خط يي دی یوه پټۍ –یوسړک (ون بیلټ اینډ ون روډ انیشیټیو).
راپور دا هم وايي چې د پاکستان او هند ترمنځ د کشمیر لانجه هم د سي پیک په وړاندې ننګونې جوړوي.
په راپور کې دا هم راغلي دي چې ددغې پروژې له امله یو شمیر ټولنیزې ستونزې هم رامنځته کیدای شي د بیلګې په توګه ځایي خلک بې کوره کولی شي.
همدارنګه په بلوچستان کې دا ویره هم شته چې له نورو سیمو څخه دغې صوبې ته د خلکو په ورتګ به بلوڅان په لږکیو یا اقلیت باندې بدل شي.
د یادو ستونزو ترڅنګ راپور دې ته هم اشاره کړې چې سي پیک به د چین، پاکستان، ایران، هند، افغانستان، او منځنۍ اسیا هیوادونو ترمنځ د سوداګرۍ په کچه کې زیاتوالی راولي.
د پاکستان د حکومت لخوا لا پدې اړه څه نه دي ویل شوي.
د چین - پاکستان اقتصادي راهدارې یو څیړونکی فضل سعید وایي چې مسلې شته خو چین د مسلو هواري لپاره خپل کوښښونه هم کوي.
دې زیاتوي چې افغانستان کې امن راوستو او له هند سره د تجارت په لړ کې یې هم خبرې روانې دي.
د هند لخوا د چین ــ پاکستان اقتصادي راهدارې په اړه هم په دا ورستیو کې اعتراض شوی وو او ویلي وو چې سي پیک د پاکستان ترواک لاندې کشمیر باندې تیرېږی چې لانجمنه سیمه ده خو چین هغه وخت ویلي وو چې سي پیک د کشمیر له شخړې سره هیڅ تړون نه لري.
هندوستان په بیجنگ کې د یوې پټۍ یوه سړک تر نامه لاندې غونډې ته خپل رسمي پلاوی نه وه استولی که څه هم په هند کې د چین سفیر پدغې غونډه کې د ګډون لپاره هند ته بلنه ورکړې وه.
نه یواځې دا بلکه هند د چین په نړیوال اقتصادي نوښت باندې نیوکې هم کړې وي او د هیوادونو ترمنځ د موجوده ستونزو د زیاتیدو سبب یې ګڼلی وه.
هند وايي ددغه پروژي په وجه به کوربه هیوادونه د چین د قرضو د بوج لاندې راشي.
پاکستان ددې برعکس نظر لري او په حکومتي کچه سي پیک د هیواد د اقتصادي خوشحالۍ زیری گڼي.
یادگیرنه: ددې خبر ځینې برخې د مشال ریډیو نه اخستل شوي دي