د جمعیت اسلامي په پراخ بدلون کې د عبدالله نوم نه شته

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

جمعیت اسلامي د افغانستان په اوسني حکومت کې یو شمېر وزارتونه او څو مهمې ادارې په خپله برخه کې لري
د افغانستان جمعیت اسلامي ګوند په رهبرۍ کې د بې اتفاقۍ له ګونګوسو وروسته دغه ګوند د مشرتابه شورا د ۶۴ غړیو نومونه اعلان کړي.
په دغه لست کې د دوو پخوانیو مخکښو غړیو عبدالله عبدالله او امرالله صالح نومونه نه شته.
د جمعیت ګوند مشرتابه غړی محمد نسیم فقیري بي بي سي ته وویل، د افغان حکومت اجرائیه مشر عبدالله عبدالله نور له دوی سره رسمي غړيتوب نه لري:

''دې کې کوم شک او شبه نه شته، چې ښاغلی عبدالله یو مجاهد سړی دی او د جهاد او مقاومت پر مهال یې رول مهم و، خو د جمیعت ګوند غړی نه دی او په غونډو کې یې هم ګډون نه لري، خو د یوه معزز او درناوي وړ شخصیت په توګه ټول ورته درناوي کوي.
صلاح الدين رباني د جمعیت سرپرست وټاکل شو
عطا محمد نور: د عبدالله سیاسي پرېکړو کولو پر وړتیا باور نه لرم
نور د عبدالله پر شخصیت او سیاسي وړتیا کلک ګوزار وکړ
جمعیت اسلامي ګوند ارګ سره د عطا محمد نور د خبرو ملاتړ وکړ
پخوا د دغه ګوند د مشرتابه شورا غړي یوازې ۹ تنه وو. خو په دغه نوی ۶۴ کسیزه ډله کې یې په لومړي ځل ۳ ښځو او د بېلابیلو قومونو کسانو ته ځای ورکړی دی.
د جمعیت اسلامي مشرانو د دغه ګوند د پخواني مشر برهان الدین رباني له وژل کېدو وروسته هڅه کوله چې په دغه ګوند کې پراخ بدلونونه را ولي.
څه موده وړاندې د جمعیت اسلامي اجراییه مشر عطا محمد نور ویلي و له عبدالله عبدالله یې لاره بېله کړې ده او په وینا یې عبدالله عبدالله په تېرو دوو نیمو کلونو کې ډېر کمزوری عمل کړی او نور يې پر سیاسي پرېکړو بشپړ باور نه لري.
نوموړي عبدالله یو بې زړه، بې وسه او مذبذب کس بللی و.
ښاغلي عبدالله تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
خو ښاغلی فقیر وايي "اوس جمعیت هڅه کوي د ښاغلیو عبدالله او او عطا تر منځ د اختلافونو کمولو کې رول ولري ''.
اوسمهال د دغه ګوند موقتي مشر د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني دی او دویم مهم کس په کې د بلخ والي عطا محمد نور دی.
جمعیت اسلامي د افغانستان په اوسني حکومت کې یو شمېر وزارتونه او څو مهمې ادارې په خپله برخه کې لري.

ښاغلي نور دا وروستیو کې ویلي و له عبدالله عبدالله یې لاره بېله کړې ده
جمعیت ګوند له شپږو کلونو وروسته د ځان را ټولیدو هڅې بیا پیل کړې دي.
افغانستان کې د وروستیو بدلونونو او د جمعیت ګوند د پخواني سیاسي سیال ګلبدین حکمتیار په راتګ سره د ګوندونو ظاهري خوځښتونه زیات شوي.
د جمیعت اسلامي غړي وايي، راتلونکی ګام به یې د دغه ګوند د کنګرې رابلل وي.