امریکا د سوريې پر حکومتي او ايران ملاتړ لرونکو ملېشو بمبار کړی

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

امريکايي ځواکونو د لومړي ځل لپاره د ایران په ملاتړ پر ملېشه ځواکونو او د سوريې پر يوه حکومتي کاروان بمباري کړې ده.

د امريکا دفاع وزارت د پنجشنبې په ورځ وويل چې امریکا د سوريې پر حکومتي او ايران ملاتړ لرونکو ملېشو هوايي بمباري کړې ده ځکه روسيه د دوی په مخنیوي کې پاتې راغله چې هغې سیمې ته دننه نشي چې امریکا پکې د داعش ډلې پر ضد د جګړې تياري کوي.

د سوریې ایتلافي ځواکونو امریکايي سرتېري او ايتلافي ياغي ځواکونه ګواښل.

امریکايي ځواکونه او ياغيان د سوريې او اردن تر منځ پر سرحدي سیمه التنف کې فعالیت کوي.

ملېشه او حکومتي ځواکونه وروسته له هغه د امریکا تر هوايي حمله لاندې راغلل چې د روسیې له خوا د خبرداري ډزو اغېز ونه کړ.


د امریکا له دفاع وزیر څخه پوښتنه وشوه چې ایا دا حمله په دې معنی ده چې امریکا د سوريې په جګړه کې خپل رول پراخوي؟ د دفاع وزير جنرال جېمز متېس وويل چې موږ د سوريې په کورنۍ جګړه کې خپل رول نه پراخوو خو موږ به د خپلو ځواکونو دفاع کوو.

چارواکو ويلي چې دا بمباري د سوريې ولسمشر بشار اسد ته هم د خبرداري په معنی وه چې خپل ځواکونه له هغې سیمې دباندي وساتي چېرته چې د اردن، سوريې او عراق سرحدونه سره یو ځای کېږي.

دغه سیمه د امریکا او روسيې د موافقې له مخې د جګړې په ساحه کې نه راځي.

په همدې سيمه کې له بغداده يوه لويه لاره دمشق ته ځي چې ايران يې سوري ځواکونو ته د وسلو رسولو لپاره کاروي.

د سوريې د بشري حقونو د څار اداره وايي، په حمله کې له اتو وژل شویو کسانو څخه ډېری یې سوریان نه وو.

دغې ادارې ويلي چې په بمباري کې څلور موټر هم له منځه تللي دي.

امريکا په سوريه کې له ۲۰۱۴میلادي کال راهيسې پر داعش جنګياليو بمباري کوي خو مخکې يې له سوري ځواکونو او ايران په ملاتړ ملېشو سره په جګړه کې له ښکېلېدو ډډه کړې ده چې په سوريه کې د ياغيانو پر ضد جګړه کوي.

د امریکا د دفاع وزارت وايي چې په التنف سیمه کې له مياشتو راهيسي متحد ځواکونه روزي چې د داعش پر ضد جګړه وکړي.

د پنجشنبې په ورځ د سوريې په نورو سیمو کې داعش ډلې د سوريې په مرکزي سيمه کې پر ګڼ شمېر کليو حملې وکړې چې د حکومت تر کنټرول لاندې دي او په نتيجه کې يې لږ تر لږه يو کلی ونيوه.

د داعش په حملو کې۵۲ کسان ووژل شول.

په وژل شويو کې تر څلرويشت زیاتې ښځې او کوچنیان شامل دي.

له ځينو يې سرونه پرې کړل شوي دي چې پکې د سوريې حکومتي سرتېري هم شامل دي.

د سوريې د څار ډلې ويلي چې د داعش له خوا دا حمله د سږ کال تر ټولو له تشدده ډه حمله وه.