د بلخ برید؛ د افغانستان دفاع وزیر او لوی درستیز استعفا وکړه

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د افغانستان د دفاع وزیر عبدالله حبیبي او لوی درستیز قدم شاه شهیم له خپلو دندو استعفا کړې ده. په یوه خبري غونډه کې دغو امنیتي چارواکو د خپلو استعفاوو لامل ملي ګټې وبللې.
ښاغلی حبیبي وايي "د ستونزو د حل په خاطر او د ملي یووالي ساتلو " لپاره یې استعفا کړې. د نوموړي په وینا غواړي په دې کار سره "د یوه اخلاقي دود بنسټ کېږدي، چې د دفاع راتلونکي وزیران هم د ستونزو پر مهال کې

قربانۍ ته چمتو وي."
د دفاع وزیر سره په ګډه خبري غونډه کې لوی درستیز قدم شاه شهیم وویل"د افغانستان په ډېرو سیمو کې زموږ هېوادوال غمجن دي او موږ غواړو د دغه مصیبتونو سبب و نه اوسو او یا دا چې د کار دوام د افغانستان د ستونزو لامل نه شي، استعفا مې وکړه."
+ کرزی:‌ طالبانو ته نور ورور نه وایم؛ د افغانانو وژونکي ترهګر دي
+ بلخ کې د وژل شویو سرتېرو شمېر ۱۴۰ ته رسېدلی
+ پر شاهين قول اردو د بريد له امله ملي ماتم اعلان شوی
د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وايي د افغانستان د دغو دوو لوړپوړو دفاعي چارواکو استعفا د نن ورځې (دوشنبه، ثور/غویي ۴مه) په امنیتي ناسته کې مطرح شوه او ولسمشر غني د هغوی استعفاوې منلي دي.
د دې تر څنګ ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي د پوځ د څلورو قول اردو ګانو قومندانان تبدیل شوي او یا هم پرځای نور کسان ټاکل شوي دي.
ولسمشر غني د دغو دواړو چارواکو استعفاوې منلي دي.د انځور حقوق
ولسمشر غني د دغو دواړو چارواکو استعفاوې منلي دي.
د افغانستان حکومت اجراییه ریاست یوه چارواکي بي بي سي ته ویلي، د کورنیو چارو وزارت مرستیال طارق شاه بهرامي د ملي دفاع وزارت سرپرست او شریف یفتلي د لوی درستیز په توګه ګومارل شوي دي. دا خبر تراوسه په رسمي ډول نه دی تایید شوی.
د افغانستان په شمالي ولایت بلخ کې پر ۲۰۹ شاهین قول اردو د طالبانو تر خونړي برید وروسته، د ټولنیزو شبکو کاروونکو په توندو نیوکو سره د لوړپوړو امنیتي چارواکو په تېره بیا دفاع وزیر د لرې کېدو غوښتنه کوله.
د افغانستان دفاع وزارت هم تایید کړې چې په دغه برید کې لږ ترلږه ۱۰۰ سرتېريو ته مرګژوبله اوښتې، خو نورو حکومتي سرچینو د وژل شویو شمېره له ۱۴۰ پورته اعلان کړې او ویلي یې دي چې تر ۱۵۰ ډېر نور سرتېري ټپیان شوي.
د قول اردو د قومندانانو بدلون
ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي، ولسمشر غني د ملي دفاع وزارت لخوا د پوځ د څلورو قول اردو ګانو د قومندانانو د بدلون او ټاکلو وړاندیز منلی دی.
رسنیو ته د ارګ په لېږل شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د افغانستان په لویدیځ کې د ظفر قل اردو قومندان ډګر جنرال امان الله په بلخ کې د تورن جنرال مهمند کټوازي پرځای د ۲۰۹ شاهین قول اردو قومندان ټاکل شوی او هغه د احتیاط په بست کې د لوی درستیز کادر او پرسونل ریاست ته تبدیل شوی دی.
د ۲۰۳ تندر قول اردو لومړۍ لوا قومندان جنرال محمد ناصر هرات کې د ظفر قول اردو قومندان ټاکل شوی.
همداراز ډګر جنرال امام نظر د دویمې ضربتي لوا قومندان کندهار کې د تورنجنرال داوودشاه پرځای د ۲۰۵ اتل قول اردو قومندان ټاکل شوی او هغه د احتیاط په بست کې د لوی درستیز کادر او پرسونل ریاست ته تبدیل شوی.
جنوب ختیځ ولایت پکتیا کې د ۲۰۳ تندر قول اردو د دویمې لوا قومندان ډګر جنرال عبدالواسع د همدې قول اردو قومندان ټاکل شوی.
ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي، د ملي دفاع وزارت د چارو ښه والي، امنیت ټینګښت او د قانون لا حاکمیت په هدف ولسمشر ته د دغو بدلونونو وړاندیز کړی دی.