پاکستان پر افغان ټرانزیټي مالونو لس سلنه محصول لګوي، افغان سوداګر یې دا پرېکړه ناقانونه بولي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

پاکستان کې ګمرک چارواکي وايي، د افغانستان لپاره یې د دې هېواد له لارې پر وارد شویو ځینو سوداګریزو توکو لس سلنه (پروسس فیس) یا مالیه لګولې ده.

د افغانستان دسوداګرۍ خونې یو مشر خان جان الکوزی بیا وايي د پاکستان اوسنۍ پرېکړه قانوني نه ده او د ترانزیټي سوداګرۍ له اصولو سره په ټکر کې ده. د هغه په وینا دا چاره به په افغانستان کې د توکو نرخونه لوړ کړي.

خو پاکستاني چارواکي د دې چارې هدف بېرته پاکستان ته د هغو توکو قاچاق او پاکستاني بازارونو کې یې د پلور مخنیوی بولي چې د افغان ټرانزیټ سوداګریزې هوکړې له مخې افغانستان ته د پاکستاني بندرونو له لارې واردېږي.

د پاکستاني رسنیو په رپوټونو کې د پاکستان ګمرکونو ادارې د اعلامیې له قوله ویل شوي، چې د افغانستان لپاره د وارد شویو توکو اصلي بیې ته په پام به دا لس سلنه مالیه لګول کېږي او دا پیسې به په مقدماتي ډول اخیستل کېږي.

د بیکرۍ چمتو شوي خواړه او خواږه، شکولات، پیزار، بېلا بېل ماشین الات، کمبلې، په کورونو کې کارېدونکي ټوکران او کالي هغه توکي دي چې پاکستان حکومت به پرې له افغان سوداګرو لس سلنه مالیه اخلي.

رپوټ کې ویل شوي، پر هغو توکو به نوې مالیه نه لګول کېږي، چې د روانې اکتوبر میاشتې له دریمې مخکې د افغان ټرانزیټ هوکړې له مخې راغوښتل شوي دي.

د دې رپوټ چمتو کېدو تر مهاله په افغانستان کې د طالبانو حکومت چارواکو د پاکستان تازه پرېکړې په هکله څه نه دي ویلي، خو د افغانستان سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال خان جان الکوزی بیا د پاکستان دا پرېکړه د سوداګرۍ او ټرانزیټ له نړیوال قانونه سرغړوونه بولي او په خبره یې هېڅ یو درېیم هېواد حق نه لري، چې په وچه کې د ایسار افغانستان پر ټرانزیټي توکو له خپل لوري محصول ولګوي.

ښاغلي الکوزي د بي بي سي له سپین تڼي سره یوه مرکه کې په دې هکله د خبرو پر مهال د پاکستان تازه پرېکړه یوه پلمه وبلله:

د افغانستان د سوداګرۍ خونه وایي، هېواد کې وروستیو سیاسي شخړو او په تېره بیا د ارګ او عطاء محمد نور ترمنځ نانندریو د سوداګرۍ کچه ټیټه کړې ده.د عکس سرچینه،بي بي سي پښتو

''په ټوله نړۍ کې داسې نه کېږي، چې یو دریېم هېواد ځانګړی ګمرکي محصول واخلي، د ډبلیو، ټي، او یا بل هېڅ یوه نړیوال سوداګریز قانون له مخې پاکستان دا حق نه لري، موږ نه پوهېږو چې دا سیاسي موضوع ده او که امنیتي مسئله ده، خو په تېر تاریخ کې هم داسې هېڅکله نه دي شوي او نه هم اوس پاکستان د افغان ټرانزیټ لړ کې یوازې د خپلو خدماتو لپاره له خپل لوري اضافي محصول لګولو حق لري. ''

ښاغلی الکوزی وايي، د اپټا ټرانزیټ تړون له مخې همدا اوس پاکستان د افغانستان له لارې د مرکزي اسیا هېوادونو ته سوداګریز توکي استوي، خو بل لور بیا د افغانستان پر سوداګریزو توکو محصول لګوي، چې حق یې هم نه لري:

''د اپټا تړون په هېڅ یوه پروټوکول کې نه دي راغلي چې یو یا بل لوری به د سوداګریزو توکو پر سر محصول اخلي یا به یې مخه نیسي، دې کې پاکستان خپله هم زیان کوي، موږ هر کال له پنځو تر یو میلیارد ډالرو پورې دوی ته د خدماتو لړ کې ورکوو، همدا راز دوی مرکزي اسیا ته زموږ له لارې سوداګریز توکي استوي، ان اوس خو نفت او ګاز له مرکزي اسیا انتقالوي، نو په داسې صورت کې خو دوی هم تاوان کوي، خو زه نه پوهېږم دوی په څه هدف داسې اقدامات کوي.. ''

د یادونې ده، چې په ۲۰۱۰ کال کې د امریکا متحدو ایالتونو په منځګړیتوب د افغانستان او پاکستان تر منځ د ټرانزیټ لړ کې د اپټا په نامه یو تړون لاسلیک شو، چې د افغانستان مخکیني جمهوري حکومت پر مهال هم افغان چارواکو او سوداګرو ادعا کوله، چې پاکستان تل له دغه تړونه په یو اړخیز ډول ډېره ګټه اخیستې او له دې سره سره چې پاکستان د افغانستان له لارې منځنۍ اسیا ته صادرات پیل کړي، خو بیا هم پاکستان افغانستان ته اجازه نه ورکوي چې د پاکستان له لارې د افغانستان او هند تر منځ سوداګري ترسره شي

د پاکستان صنعت او سوداګرۍ وزارت په مشرتابه پلاوی پروسږ کال کابل ته راغلی و.

د تېر کال په جولای کې کابل ته د پاکستان صنعت او سوداګرۍ اړوند یوه پلاوي له راتګ وروسته دواړو لوریو ویلي و، چې د دوه اړخیزې سوداګرۍ او ټرانزیټ په برخه کې مثبتې خبرې او موافقې شوې.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد هغه مهال ویلي وو، چې د پاکستان صنعت او سوداګرۍ وزارت په مشرتابه پلاوي سره خبرو کې موافقه شوې چې د دواړو هیوادونو باربري لارۍ به اجازه ولري چې افغانستان او پاکستان ټولو سیمو ته ازاد تګ راتګ وکړي، پاکستان به په هغو ټرانزیټي توکو چې ددوی له خاورې افغانستان ته داخلیږي هېڅ زماني قید نه وضع کوي او افغانستان له خپلې خاورې څخه پاکستان ته د توکو د لېږد موده له ۵ ورځو څخه ۸ ورځو ته پورته کړه.

ښاغلي مجاهد ویلي وو، پاکستاني لوري څرګنده کړې چې د (اپټا ۲۰۱۰) سوداګریز تړون ته د نوي تړون تر لاسلیک پورې ژمن دی، او د پاکستاني هوايي ډګرونو له لارې د افغان سوداګرو د مالونو د لېږد، سکېن او بررسي لپاره اسانتیاوې برابرول په دې موافقو کې شامل دي. طالبانو هغه مهال ویلي وو، چې په مذاکراتو کې پاکستاني لوري ډاډ ورکړی چې د واګه سرحد له لارې هند ته د افغاني مالونو په صادرولو هېڅ ډول محدودیت نه شته.

په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته تېر کال په وروستیو کې افغان سوداګرو وویل، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ په برخه کې د یو لړ ستونزو له حل سره له افغانستانه ټرانزیټ ډېر شوی دی او د افغانستان له لارې پاکستاني توکي هم د منځنۍ اسیا هېوادونو لکه ازبکستان او تاجکستان ته ځي او له هغو هېوادونو بېرته د افغانستان له لارې پاکستان ته توکي لېږدول کېږي.

خو دا وروستیو کې بیا د تېر په څېر د افغانستان او پاکستان تر منځ ټرانزیټ سوداګري د تورخم او سپین بولدک بندرونو بیا، بیا تړل کېدو له کبله له خنډ او ځنډ سره مخامخ شوې، چې د پاکستان له لوري د نوي محصول له لګېدو سره ښايي د ټرانزیټ او خپل منځي سوداګري لړ کې شته ستونزې د هوارېدو پر ځای لا ډېرې شي.a