کابلوف: د مسکو غونډه کې به ډېر تمرکز افغانستان کې پر ټول‌شموله حکومت جوړولو وي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ټاکل شوې د افغانستان په باب د مسکو غونډه د سیمې هېوادونو په ګډون نن د روسیې کازان ښار ولګا سیمه کې جوړه شي. "ټاس" خبري اژانس په یوه راپور کې ویلي چې په نننۍ غونډه کې به یوه له مهمو مسلو افغانستان کې له قومي او سیاسي اړخه د ټول‌شموله حکومت رامنځته کېدل وي.

ټاس د افغانستان لپاره د روسیې د ځانګړي استازي ضمیر کابلوف له قوله ویلي، چې په دې برخه کې کم پرمختګ نه دی شوی او تمه دا ده چې د کازان غونډې ګډونوال به پر دې مسله خبرې وکړي.

یاده سرچینه د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر سرګي لاوروف له قوله وايي "روسیه ګوومان کوي چې د طالبانو په لاس جوړ شوی افغان حکومت (په روسیه کې ناقانونه شوی) یو حقیقت دی. په هر صورت، "مسکو به د طالبانو حکومت تر هغه په رسمیت ونه پېژني چې په نړیواله کچه یې پېژندل شوي مکلفیتونه پوره کړي نه وي.‌ یعنې نه یوازې په قومي لحاظ، بلکې په سیاسي لحاظ هم د حکومتي ادارو ټولګډونوالی".

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زخارووا هم ویلي چې په دې غونډه کې به د افغانستان پر وضعیت، بین الافغاني پخلاینې، د سیم ییز امنیت پر تامین او له جګړې وروسته د بیا رغونې په اړه خبرې وشي او تمه دا ده چې د غونډې پای کې یوه ګډه اعلامیه خپره شي.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو د چارسمبالي امیر خان متقي په مشرۍ یو پلاوی هم دې غونډه ته ورغلی دی.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت وايي، مسکو د امیر خان متقي له سفر وروسته ورسره مل پلاوی د مسکو د لوی جومات له ملا امام او لوی مفتي راویل عین الدین سره وکتل.

امیر خان متقي مسکو ته له رسېدو وروسته د افغانستان د سفارت د لیدو پرمهال ویلي چې له نړۍ سره د طالبانو د حکومت اړیکي د هرې ورځې په تېرېدو د پراخېدا په حال کې دي.

"له اکثره هېوادونو سره مو دیپلوماتیکې اړیکې ډېرې ښې دي، بلکې ورځ په ورځ وده کوي او پر مخ ځي".‌

نوموړي دا خبرې داسې مهال کړې چې تر اوسه د نړۍ هېڅ کوم هېواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

ښاغلي متقي د مسکو ناستې له جوړېدا مخکې د روسیې د ولسمشر له سلاکار سره هم کتلي او پر سوداګریزو او اقتصادي او روزنیزو مسلو یې خبرې کړې دي.

امیر خان متقي ویلي، په روسیه کې د طالبانو سفارت باید سوداګرو ته اسانتیاوې برابرې کړي چې افغاني محصولات تر روسیې پورې ورسول شي.

مسکو ته تللي پلاوي ویلي، نن به د مسکو فارمټ غونډه کې د سیمې پر ثبات، سیاسي او سوداګریزو او اقتصادي همکاریو بحث وشي.

ددغه پلاوي یوه غړي او د طالبانو حکومت کې د اقتصاد وزارت مرستیال عبداللطیف نظري ویلي، په مسکو فارمټ غونډه کې به بحث او د نظر تبادله د سیمې پر ثبات، همکاریو او د اقتصادي وضعیت د ښه کېدو پر لارو چارو ورټول وي.

ښاغلي متقي د مسکو ناستې له جوړېدا مخکې د روسیې د ولسمشر له سلاکار سره هم کتلي او پر سوداګریزو او اقتصادي او روزنیزو مسلو یې خبرې کړې دي.

د مسکو فارمټ دغه پنځمه مشورتي غونډه کې د طالبانو پر استازو سربېره، د روسیې، هند، ایران، قزاقستان، قرغزستان، چین پاکستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان استازي حضور لري.

د غونډې له ‌پیلېدا مخکې د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویلي، په افغانستان کې د ټولشموله حکومت لپاره نظر د خیر لپاره دی، خو مخکې د طالبانو حکومت لوړپوړو چارواکو ویلي وو، حکومت یې ټولګډونی دی او د نظام څرنګوالی یې پر نورو هېوادونو پورې هېڅ تړاو نه لري.

د افغانستان په اړه د مسکو بڼې یا فارمټ په ۲۰۱۷ کال کې ددې لپاره جوړ شو، چې په دې هېواد کې د ملي پخلاینې د بهیر پر مخ بېولو لپاره هلې ځلې وشي.

ددغه فارمټ مخکنۍ غونډه د ۲۰۲۲ کال په نومبر میاشت کې شوې وه، چې قطر، متحده عربي اماراتو، سعودي عربستان او ترکیې د څارونکو په توګه په دې غونډه کې حضور درلود.

طالبانو د افغانستان په اړه د مسکو د غونډې هرکلی کړی و او په راتلونکو مشورو کې یې د ګډون هیله څرګنده کړې وه.