فضلي بي بي سي سره ځانګړې مرکه کې: افغانستان کې د جګړې بشپړ مخالف یوو

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د افغانستان د پرځېدلي جمهوري حکومت د چارو ادارې رئیس فضل محمود فضلي وايي، "دوی افغانستان کې د جګړې بشپړ مخالف دي."

د نوموړي په باور جګړه افغانستان کې د سیمه ییزو استخباراتو لاسوهنې ته لار هواروي.

ښاغلي فضلي دا څرګندونې له بي بي سي سره په یوه ځانګړې مرکه کې کړې. افغانستان کې د جمهوري نظام له پرځېدو وروسته دا لومړی ځل دی چې ښاغلی فضلي، چې د ولسمشر غني د حکومت یو له تر ټولو پیاوړو چارواکو بلل کېده، د افغانستان د حالاتو په تړاو علني خبرې کوي.

ښاغلی فضلي وايي جګړه ستونزه نه هواروي، "کله چې موږ په حکومت کې وو د یوه مشروع نظام له آدرسه، جګړې د هېواد د دفاع لپاره مشروعیت درلود. خو اوس که ډلې ځي او افغانستان کې جګړه پیلوي، طبعا دوی به د سیمې له استخباراتو پیسې او وسلې اخلي او د افغانانو وینه به بهوي. موږ په بشپړه توګه د دې مخالف یو."

خو د تېر نظام ځینې غړي بیا استدلال کوي چې طالبان خبرو ته نه دي حاضر، نو له جګړې پرته بل غوراوی نشته.

ښاغلی فضلي بیا په دې باور دی چې د طالبانو واکمني، چې دی یې "استبدادي" بولي، په دې ډول دوام نشي کولی نو دغه لوړپوړی پخوانی چارواکی وايي، اړتیا ده چې روڼاندي افغانان ټول تر یوه واحد چتر لاندې را غونډ شي.

ګوتنیونکو د افغانستان مخکنی حکومت درې کسیز جمهوریت باله او ادعایې کوله چې ګواکې واک ارګ کې حاکمې ډلې انحصار کړی و او ټولې پرېکړې ولسمشر غني، د هغه د امنیت شورا سلاکار حمدالله محب او د چارو د ادارې رئیس فضل محمود فضلي کولې.

د حکومت د نسکورېدو لویه پړه هم پر همدې دریو کسانو اچول کېږي. خو فضل محمود فضلي چې ولسمشر غني ته تر ټولو نژدې کس بلل کېده له دوه کلنې چوپتیا وروسته له بي بي سي سره په ځانګړې مرکه کې وویل، هغه دوی و چې سولې لپاره یې ریښتونې هڅې کولې خو حکومت کې ورګډې نورې کړۍ بیا تر ډېره واک کې د ونډې غم وړي وو.

دی وايي، "یوازینۍ مرجع چې سولې لپاره یې په بشپړه توګه کار کاوه هغه افغان حکومت و، نورو سیاسیونو یوازې د خپلو شخصي فیصدیو لپاره مذاکرات کول."

دوحه کې طالبانو هم واکمنه کړۍ او ولسمشر غني سولې لپاره په نه لېوالتیا تورنول. د طالبانو یوه لوړ پوړي مشر عباس ستانکزي ان وویل چې ګواکې دوی (حاکمه کړۍ) د خپل واک د غځولو لپاره جګړې ته دوام ورکوي.

خو ښاغلی فضلي بیا دا کیسه برعکس بولي. د بي بي سي د پوښتنې په ځواب کې د پرځېدلي حکومت دغه لوړ پوړي چارواکي وویل، دوی هڅه وکړه چې دوحه کې په خپله له طالب پلاوي سره اړیکه ټینګه کړي. په وینا یې تماسونه ټینګ شول خو طالبان خبرو ته نه حاضرېدل او په وینا یې وخت وژنه یې کوله.

دی وايي "طالبان اوس هم خبرو ته نه حاضرېږي، نه له ولس سره او نه هم له سیاسیونو سره."

که څه هم په تېرو دوو کلونو کې ولسمشر غني او د هغه د امنیت شورا سلاکار پر دوی د لګېدلو تورونو په تړاو څرګندونې کړې او خپل دریځونه یې څرګند کړي خو په دې برخه کې د ښاغلي فضلي چوپتیا د پام وړ وه او د ډېرو پام ورته اوښتی و.

ښاغلی فضلي اوس د خپلې دغې چوپتیا د توجیه لپاره استدلال کوي چې د ده په وینا د نظام د سقوط په تړاو یو ناسم یا کاذب روایت وتپل شو او د خلکو ذهنیتونه واړول شول او دوی یې په وړاندې کمزوري و، نو فکري ملګرو یې غوره وبلله چې غلي پاتې شي، ځکه د دغه روایت د ننګولو لپاره یې دریځ یا ستېج نه درلود.

فضل محمود فضلي چې اوسمهال په سویډن کې په یوه دولتي روغتون کې د ډاکټر په توګه دنده تر سره کوي وايي له ولسمشر غني سره په منظم ډول په تماس کې دی او ډاډه دی چې د افغانستان په راتلونکې او د ده په وینا یوه مشروع نظام ته د منتخب ولسمشر په توګه د واک په لېږدولو کې به ونډه ولري.

دا په داسې حال کې ده چې افغانستان کې د حکومت له پرځېدو وروسته د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت یوه لوړ پوړي چارواکي یوې امریکايۍ رسنۍ سره په مرکه کې د یوې پوښتنې په ځواب کې چې "ایا له سقوط وروسته له ولسمشر غني سره په اړیکه کې دي او که څنګه؟" ویلي وو، "هغه نور د افغانستان له حالاتو سره کوم تړاو نلري."

يادښت: له فضل محمود فضلي سره ځانګړې مرکه راتلونکې دوشنبې د بي بي سي پښتو پر فېسبوک، يوټيوب او راديو خپرېږي.