طالبان په پاکستان کې د بريدونو د مخنيوي په موخه پوستې جوړوي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

دا ګام په چترال کې د پولیسو پر پوستو د وسله والو تر بريدونو وروسته پورته کیږي، چې لږ تر لږه شپږ پاکستاني عسکر پکې وژل شوي ول او ويل شوي ول چې دغه وسله وال په کونړ او نورستان ولایتونو کې له خپلو پټنځایونو څخه ورغلي ول.

د پولې له بلې غاړې څخه دا بريدونو چې په دې وروستیو کې ډېر شوي دي، ويل کيږي چې د پاکستاني طالبانو له خوا ترسره کیږي او د پاکستان او د طالبانو د حکومت ترمنځ یې اړیکي خړې پړې کړي دي.

لږ تر لږه دوو استخباراتي سرچينو ویلي دي چې د طالبانو د دفاع وزير ملا يعقوب، له يوه پاکستاني پلاوي سره چې کابل ته یې سفر کړی وو، ژمنه کړې چې د بريدونو د مخنيوي په موخه به دا پوستې په ننګرهار، نورستان او بدخشان ولایتونو کې جوړې شي.  

دې چارواکو چې د نوم نه ښوولو په شرط یې خبرې کولې، وويل چې «دا به د هغو کوټلو ګامونو يوه برخه وي چې افغان چارواکي یې پر موږ د بريدونو د مخنيوي له پاره پورته کوي.»

د پاکستان پوځ له ۲۰۱۴م کال راهيسې د عملياتو د يوې لړۍ په ترڅ کې وسله وال د افغانستان خاورې ته شړي ول خو هغوی په دې وروستيو کې احتمالاً په کونړ او نورستان ولایتونو کې په خپلو پټنځایونو کې بيرته ځان منظم کړی دی.

د پاکستاني طالبانو له د تاوتريخوالي په ترڅ کې تر اوسه تقریباً ۸۰ زره پاکستانيان وژل شوي دي.

د دواړو استخباراتي سرچينو او په کابل کې د طالب چارواکو په حواله افغان طالبانو ژمنه کړې ده چې د هغو تر درې ميليونو ډېرو افغان کډوالو څخه به یې يو په درېمه برخه چې له کلونو راهېسې په پاکستان کې ژوند کوي، بيرته هېواد ته ستانه کړي.