لاوروف: د طالبانو سره خپل تماس پراخوو؛ لویدیځ دې بیا هیڅکله افغانستان او سیمې ته رانشي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د جمعې په ورځ سپتمبر ۲۹ (تلې ۷) وویل چې هیواد یې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان سره خپلې اړیکې په مختلفو برخو کې پراخوي.

لاروف دا څرګندونې پداسې حال کې کړي چې هېواد یې د مسکو فارمټ په غونډه کې د طالبانو د یو پلاوي کوربه دی.

د مسکو فارمټ غونډه د جمعې په ورځ د روسیې د تاتارستان ایالت په مرکز کازان ښار کې د روسیې، هند، ایران، قزاقستان، قرغزستان، چین، پاکستان، تاجیکستان، ترکمنستان، اوزبیکستان او د طالبانو د استازو په ګډون پیل شوی ده.

د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې له افغانستان څخه د امریکايي او ناټو ځواکونو له وتلو وروسته، روسیې او چین له ژورو ایډیالوژیکو او تاریخي اختلافاتو سره سره له طالبانو سره د خبرو اترو له لارې له خلا څخه ګټه پورته کړې ده.

لاوروف د مسکو فارمټ غونډې ته په لیږلي بیان کې ویلي: "تر هغه چې په موږ پورې اړه لري، موږ به له افغانستان سره د څو اړخیزو اړیکو پراختیا ته دوام ورکړو."

روسیه د جمعې په ورځ سپتمبر ۲۹ د سیمه ایز امنیت په اړه د خبرو اترو لپاره د طالب مشرانو کوربه ده. روسیه هڅه کوي د افغانستان له نویو واکمنانو سره اړیکې ټینګې کړي او ځان په سیمه کې د یو لوی ځواک په توګه معرفي کړي.

طالبان د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵ مه له افغانستان څخه د امریکا په مشرۍ نړیوالو ځواکونو له وتلو وروسته یو ځل بیا په دې هیواد واکمن شول. طالبانو وروسته له هغه په تدریجي ډول په ټول هیواد کې په ښځو او نجونو باندې سخت شرعي قوانین نافذ کړل هغه اقدام چې نه یوازې د طالبانو د سیاسي او نظامي مخالفینو له خوا، بلکې د نړیوالې ټولنې او د بشري حقونو د مدافعینو له خوا هم پرې نیوکې شوي دي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د مسکو فارمټ غونډې ته په وینا کې ویلي، چې د افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو وتل «بشپړه ناکامي» وه او زیاته یې کړه چې هیله من دی چې هیڅکله هم غربي نړۍ بیا افغانستان او ګاونډیو هیوادونو ته یې رانشي.

هغه همداشان وویل:"موږ د افغانستان خاورې او د هغه ګاونډیو هېوادونو ته د امریکا او ناټو د پوځي بنسټونو راتګ د منلو وړ نه ګڼو."

دغه جګپوړي روسي ډپلوماټ همداراز هیله څرګنده کړه، چې د طالبانو چارواکي به "د ترهګرۍ او نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې د هڅو د ګړندي کولو لپاره هر ګام پورته کړي" ځکه چې د ده په وینا مسکو امنیتي اندېښنې لري.

روسیه په رسمي توګه طالبان د یوه "ترهګر ډلې" په توګه پیژني. پخواني شوروي اتحاد پر افغانستان د خپل پوځي یرغل پر مهال، په تېره بیا په ۱۹۸۰ لسیزه کې د سخت دريځو اسلامپالو پر ضد، چې طالبان یې یوه برخه وه، جګړه وکړه.

لاوروف دا څرګندونې څو ورځې وروسته له هغه کوي چې د افغانستان ګاونډي ازبیکستان د امریکايي چارواکو سره د پوځي اړیکو پر پیاوړتیا د خبرو اترو .

د ۲۰۰۰ کال په لومړیو کې، اوزبیکستان امریکایي ځواکونو ته اجازه ورکړه چې په افغانستان کې د K-2 هوايي اډې څخه پوځي عملیات پیل کړي. همداشان، په ۲۰۲۰ کال کې اوزبیکستان هم له امریکايي ځواکونو سره ګډ پوځي تمرینونه ترسره کړل.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت تر دې څرګندونو یوه ورځ مخکې د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي و، که طالبان خپل مکلفيتونه په سمه توګه سرته ورسوي او د مشروعيت د ترلاسه کولو شرايط پوره کړي، ښايي روسيه په راتلونکي کې د دغې ډلې حکومت په رسميت وپېژني.

کابلوف وویل: "طالبان باید د یو ټول شموله توکمیز سیاسي حکومت د جوړولو غوښتنې ته ځواب ووايي. که دوی دا ګام پورته کړي، د روسیې لپاره به زمینه برابره شي چې ممکن د طالبانو رژیم په رسمیت وپیژني."

کابلوف د طالبانو د یو توکم او یوې ډلې حکومت ته په اشارې سره وویل: "دا چې طالبان نه غواړي واک له بل چا سره شریک کړي د درک وړ دي. سربېره پر دې د بریالیتوب څځه د هغوی شور او زوږ لا ندی کم شوې. خو که طالبان غواړي چې د یو مسوول ځواک په توګه عمل وکړي، دوی باید جوړجاړی وکړي."

د افغانستان لپاره د مسکو غونډې له ۲۰۱۷ کال راهیسې هر کال جوړېږي. د ۲۰۲۲ په نومبر کې دا غونډه د طالبانو د استازو له ګډون پرته جوړه شوې وه، خو د ۲۰۲۱ کال غونډې ته د طالبانو استازي بلل شوي وو.