ازبکستان کې چاودنې یو کس وژلی او ۱۶۱ یې ټپي کړي دي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د ازبکستان په پلازمېنې تاشکند کې تر يوې چاودنې وروسته د لګېدلي اور له کبله يو کس وژل شوی او ۱۶۱ ژوبل دي.
اسوشيېټېډ پريس د سېپټېمبر ۲۸مه د ازبکستان د روغتيا وزارت د چارواکو له خولې ويلي چې چاودنه په یو ګودام کې د برېښنا (بجلۍ) تارونو شارټ کېدو له کبله شوې چې تر هغې وروسته اور ولګېد.

د چارواکو په وينا، چاودنه په هغه ګودام شوې چې پکې برېښنايي یا برقي ګاډي زېرمه شوي ول.

دوی زیاتوي چې ۲۵ کسان په روغتون کې تر درملنې لاندې او پاتې زخمیان کورونو ته ستانه شوي دي.