پېښور کې افغان کډوال د پولیسو له ځورونې شکایت کوي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

په داسې حال کې چې د پاکستان په بيلابيلو سيمو کې د افغانو کډوالو د نيولو او په زندانونو کې د اچولو لړۍ چټکه شوې. په پېښور کې مېشت افغانان وايي، د پوليسو د نيولو او ځورولو سره مخامخ دي.

یو شمېر افغان کډوال وايي، پولیس د کډوالۍ د قانوني اسنادو لرونکي افغانان هم نیسي او په دې پلمه ورڅخه پیسې اخلي.

په پېښور کې افغان کډوال فرمان غلام سخي وايي پولیسو په داسې حال کې ونیو چې د کډوالۍ د ثبت کارت ورسره و.

هغه امریکا غږ ته وویل: "ما ورته کارت وښودو. بيا يې هم زه او درې نور ځوانان ونيولو او بيا يې د پيسو په بدل کې پرېښودو. موږ سره دا کارت هم وي، بيا هم موږ نيول کيږو او ځورول کيږو."

د پېښور د خزانه کمپ اوسېدونکى ياسر خان هم د پولیسو له ورته چلند سره مخامخ شوی دی.

هغه وویل: "د کارت پوښتنه يې وکړه، ما ورته خپل کارت وښودو. وايي دا خو له منځه تللى نو ما وويل، څه اعلان خو نه دى شوى. نو بس ځان سره يې بوتلم او پيسې يې وغوښتې. اوس موږ نه بازار ته وتلى شو او نه کلي کې ګرځيدای شو."

کډوال ملک اول ګل چې د خپل ژوند ۴۴ کاله يې په خزانه کمپ کې تير کړي، د پاکستاني پولیسو له دا ډول چلند څخه سخت خواشينى دى. هغه او د سيمې نور اوسيدونکي د افغان کډوالو په خلاف د پاکستان د حکومت له وروستیو اقدامات څخه شکایت کوي.

ملک اول ګل وویل: "پاکستان زموږ نه د هندوستان فلمونه جوړ کړي دي. زه د ملل متحد او نورو نړيوالو ادارو نه هيله کوم چې نورې مرستې دې پاکستان ته ورنکړي. زموږ خپل هېواد ته دې يې ورکړي. موږ بيرته خپل هېواد ته ځو. "

د پاکستان د سند ایالت د کورنیو چارو سرپرست وزیر حارث نواز وايي چې د غیر قانوني کډوالو په خلاف د اقدام پرېکړه د پاکستان د مرکزي حکومت له خوا شوې او د پاکستان د نورو برخو په څېر د سند په ایالت کې هم پلې کیږي.

خو پاکستاني مقاماتو ویلي چې یوازې د هغو کډوالو په خلاف اقدام کوي چې د کډوالۍ قانوني اسناد نلري.

د پېښور پوليسو د عملياتو مسئول افتاب عباسي امریکا غږ ته وویل: "که کوم افغان کډوال چيرته ودرول کيږي او هغه نه د اسنادو يا کارت پوښتنه کيږي نو که ورسره نه وي يا هم وخت يې پای ته رسيدلى وي، موږ به ورسره د قانون پر اساس چلند کوو."

د ملګرو ملتونو د تازه شمېرو له مخې، په پاکستان کې دا وخت شاوخوا ۱.۳ میلیونه راجستر شوي کډوال اوسیږي او ۸۸۰ زره نور د کډوالۍ قانوني اسناد لري چې د جواز موده یې په ختمېده.

افغان کډوال وايي د ملګرو ملتونو د کډوالو له ادارې غوښتنه کوي چې د کډوالۍ د کارتونو موده یې وغځوي.

په ۲۰۲۱ کال کې په کابل کې د طالبانو د بیا واکمن کېدو راهیسې شاوخوا ۶۰۰ زره افغانانو پاکستان ته کډه کړې چې زیاتره یې د کډوالۍ قانوني اسناد نلري.

په پېښور او کراچۍ کې د افغان استازولیو مسئولین وايي، دا مهال د سند په زندانونو کې ۹۰۰ او د خيبر پښتو نخوا په زندانونو کې ۵۰۰ افغانان بنديان دي.