عباس ستانکزي په پاکستان او ایران کې د افغان کډوالو سره په چلند انتقاد کړی

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال شیر محمد عباس ستانکزي په پاکستان کې د افغان مهاجرینو سره د پولیسو په ناسم چلند باندې انتقاد کړی او له پاکستاني چارواکو یې غوښتي، چې د خپل هیواد د کورنیو ستونزو مسوولیت دې په افغانستان نه اچوي.

ښاغلي ستانکزي د چهارشنبې په ورځ سپټمبر ۲۷ (تلې پنځم) کابل کې د تروریزم پر وړاندې د مبارزې د نړیوالې ورځې په مناسبت یوې غونډې ته په وینا کې په پاکستان او ایران کې د افغان کډوالو د نیولو او افغانستان ته ستنولو ته په اشارې د خپلو دغو دوو ګاونډیو هیوادونو څخه له افغان کډوالو سره د ملګروملتونو د کډوالو د معیارونو له مخې د انساني چلند غوښتنه وکړه.

همداشان د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د سیمې او ګاونډیو هیوادونو څخه وغوښتل، چې په افغانستان کې د سولې او ثبات په ټینګیدو کې دې مرسته وکړي.

ښاغلي ستانکزي وویل: "مونږ د خپلو ګاونډیو ایران او پاکستان څخه په دې منندویه یو، چې افغان مهاجرینو ته یې ځای ورکړی او د دوی کوربانه دي. خو په دې وروستیو کې، چې زمونږ په ګاونډیو هیوادونو کې په مهاجرو باندې څه راځي دا هم د زغملو نه دی. مونږ په دې خپلو دوستو هیوادونو باندې غږ کوو او دا ورته په زغرده وایو چې زمونږ مهاجرو سره چې په ګاونډیو ملکونو کې دي او د نړۍ په نورو ملکونو کې دي د مهاجرت د نړیوالو معیارونو له مخې رفتار وکړي."

ښاغلي ستانکزي د پاکستان څخه په ځانګړي ډول وغوښتل، چې افغانستان ته د مهاجرینو د ستندیدلو تر مهاله دې د افغان مهاجرینو له نیولو په بند کې د اچولو او ځورولو څخه لاس واخلي. همداشان هغه د ایران څخه هم ورته غوښتنه وکړه.

ښاغلي ستانکزي همداشان په خپلو څرګندونو کې پرته له دې چې د پاکستان د حکومت د چارواکو نوم واخلي وویل، هر هیواد چې په خپل ملک کې دننه امنیتي او اقتصادي ستونزې لري هڅه دې وکړي چې خپلې ستونزې پخپله هوارې کړي.

ستانکزي وویل: "د بې ځایه تورونو او په نورو د مسوولیت اچولو په برخه کې هرڅوک باید هڅه وکړي، چې خپل خلک راضي وساتي ترڅو پر وړاندې یې مخالفت شتون ونلري".

د طالبانو د حکومت دغه چارواکي ادعا وکړه، چې نن په افغانستان کې خلک د طالبانو له حکومت راضي دي چې له امله یې د طالبانو حکومت پر وړاندې مخالفت نشته دی.

ښاغلي ستانکزي په دې اړه وویل: "د سیمې د هیوادونو څخه مو غوښتنه داده چې خپلې کورنۍ ستونزې پخپله هوارې کړي نه دا چې د ځینو ستر او کوچنیو قدرتونو د خوشالولو لپاره په خپلو نورو ګاونډیانو باندې تورونه پورې کړي. مونږ تل په څرګند ډول نړیوالو ته اعلان کړی، چې افغانستان هیڅکله د نړۍ په هیڅ هیواد کې غیرقانوني فعالیتونه نه دي ترسره کړي... بیا هم چاته اجازه نه ورکوو چې د افغانستان له خاورې د نورو هیوادونو په ځانګړي ډول د ګاونډیو هیوادونو په خلاف کار واخلي."

هغه وویل، چې که په کوم ځای کې ستونزې وي او طالبانو حکومت یې د ستونزو په هوارولو کې مرسته کولی شي نو دوی چمتو دی، چې که ورته اړتیا وي، د یو ورور او ښه ګاونډي هیواد په توګه په خپله وسه د ستونزو په هوارولو کې مرسته وکړي.

ښاغلي ستانکزي زیاته کړه: " همدا نیوکې او په هرځای او هره غونډه کې او په هرکنفرانس کې او بې ځایه تورونه لګول ددې سبب کیږي چې خدای نخواسته د هیوادونو ترمنځ اړیکې خړې پړې شي او د هیوادونو ترمنځ اړیکې خرابې شي او دا زمونږ د یو په ګټه هم نه دي.

د طالبانو دغه جګپوړی چارواکی دا څرکندونې پداسې حال کې کوي چې په دې وروستیو اونیو کې د پاکستان د حکومت ځینو لوړ پوړو چارواکو په ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو کنفرانسونو کې د طالبانو په حکومت د پاکستان د حکومت وسله والې مخالفې ډلې تحریک طالبان پاکستان ته د پټنځایونو د برابرولو او د دغه هیواد په خلاف د افغانستان د خاورې د کارولو په اړه ادعاوې کړې دي.

همداشان په دې وروستیو اونیو کې په پاکستان کې د افغان کډوالو د نیولو په زندانونو کې اچولو په اړه رپوټونه ورکول کیږي. د پاکستان د کراچۍ په ښار کې میشتو د افغانانو د ټولنې د معلوماتو له مخې، یوازې په تیرو څه باندې دوو اونیو کې په دغه ښار کې له اوو سوو څخه زیات افغان کډوال نیول شوي او په زندانونو کې اچول شوي دي.

په کراچۍ کې د افغانستان د قونسلګرۍ سرکنسل عبدالجبار تخاري چې د طالبانو له خوا اداره کیږي رسنیو ته ویلي، چې د تیرکال راهیسې یې شاوخو۲۷۰۰ افغان کډوال د سیند د ایالت په ځانګړي ډول د کراچۍ له زندانونو خوشې کړي دي.

ښاغلي تخاري ویلي چې اوس هم د سیند د ایالت په زندانونو کې له ۹۰۰ څخه زیات افغان کډوال بندیان دي. همداشان پاکستاني رسنیو ددغه هیواد د پولیسو له خوا په پنچاب، خیبرپښتنخوا او بلوچستان ایالتونو کې د سلګونو افغانانو د نیولو او په زندانونو کې د اچولو خبرونه خپاره کړي دي.
په اسلام اباد کې د سیاسي چارو یو کارپوه حسن خان وايي، چې پاکستان په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان د ډلې د فعالیتونو او د سرحد هغې غاړې ته په پاکستاني امنیتي ځواکونو باندې د بریدونو په اړه اندیښنې لري. دې وايي، چې پاکستاني چارواکو په پرله پسې ډول خپلې اندیښنې د طالبانو حکومت ته هم رسولي دي.

حسن خان وايي، پاکستان هڅه کوي، چې په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان د وسله والو د شتون مسله د طالبانو د حکومت سره د خبرو له لارې هواره کړي.

د پاکستاني رسنیو د رپوټونو له مخې، د پاکستان حکومت له دغه هیواد څخه د قانوني اسنادو د نه لرونکو افغان کډوالو د ایستلو پریکړه کړې ده. پاکستان کې میشت ځینې افغان کډوال وايي، چې پاکستاني پولیسو له وړاندې د افغان کډوالو د نیولو بهیر پیل کړی دی، چې په ترڅ کې یې د قانوني اسنادو د نه لرونکو ترڅنګ د قانوني اسنادو لرونکي کډوال هم نیول کیږي.

د پاکستان د سیند ایالت د کورنیو چارو وزیر حارث نواز تیره اونۍ د امریکا غږ اردو خپرونې سره په مرکه کې ددغسې افغانانو د نیولو امکان رد نکړی. ښاغلي نواز وویل، چې حکومت یې پتېیلې ده چې ټول غیرقانوني کډوال له پاکستان څخه وشړي. هغه تور پورې کړ چې ناقانونه کډوال زیاتره ددغه ایالت په مرکز کراچۍ کې په جنايي جرمونو کې لاس لري.

د ملګروملتونو د کډوالو د عالي کمیشنرۍ د معلوماتو له مخې، اوس مهال په پاکستان کې ۳.۷ میلیونه افغان کډوال اوسیږي، چې یوازې ۱.۴ میلیونه یې د کډوالۍ قانوني اسناد لري.

پاکستان د حکومت د راپور له مخې، د ۲۰۲۱ کال د اګست د میاشتې وروسته له افغانستان څخه تر ۶۰۰ زرو پورې افغان کډوال دغه هیواد ته تللي دي.