مجاهد: د ښځو زده کړې او کار 'د افغانستان کوچنۍ داخلي' موضوعګانې دي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د افغانستان د وضعیت د ارزولو لپاره د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غونډې بحثونو ته په غبرګون کې ویلي، چې ددغې شورا بحثونه او نظرونه یوازې د دوه کوچنیو او کورنیو موضوعاتو (د ښځو تعلیم او کار) په لویولو سره منحرف شول.

ذبیح الله مجاهد ویلي، چې په دې غونډه کې په افغانستان کې له سرتاسری امنیت، عمومي عفوې، سولې او ثبات، اقتصادي پرمختګ، د امنیتي ځواکونو جوړیدو، د داخلي عوایدو څخه د بودیجې چمتو کیدلو، ټول هیواد ته د تعلیمي بهیر غځیدو او لسګونه نورو پرمختګونو اصلا بحث ونشو او اهمیت ورنکړل شو.

ښاغلي مجاهد د سپټمبر په ۲۷ ( تلې پنځم) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په خپله پاڼه لیکلي: "لازمه خو دا وه چې د ملګرملتونو په سازمان کې د تور لیست په ختمیدو، بندیزونو په لرې کیدو، د افغانستان د غصب شوو پيسو په ازادیدو او په نهایت کې د افغانستان د اسلامي امارت په رسمیت پيژندلو او د افغانستان څوکۍ افغانانو ته په سپارلو بحث شوې وای او حل لار ورته پیدا شوې وای".

د طالبانو د حکومت ویاند ویلي، چې داچې ددې موضوعاتو په اړه د فشارونو په هکله هيڅ اشاره ونشوه دا "څرګندوي چې مغرضې حلقې لا هم زمونږ سره په جګړه اخته دي او د ملګرو ملتونو سازمان يې هم یرغمل کړی او زمونږ په وړاندې يې کاروي".

ذبیح الله مجاهد ادعا کړې، چې د افغانستان خلک د طالبانو په رژیم او ددغې ډلې په مشرانو باندې باور لري او ورڅخه کلک ملاتړ کوي.

هغه ویلي: "د افغانستان خلکو ته د خپل دین لارښونې اولویت لري او د خپل هېواد ملې ګټې ورته مهمې دي. د همدې سترو هدفونو لپاره يې کلونه قربانۍ ورکړې او کلکه پالنه او ساتنه به يې کوي".

افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړې استازې روزا اوتنبایووا د سه شنبې په ورځ سپټمبر۲۶ (تلې څلورم) په امنیت شورا کې د افغانستان د وضعیت د ارزولو لپاره جوړې شوې غونډې ته وویل، چې له طالبانو سره د نظر لوی اختلاف لا هم په خپل ځای دی او تعامل ورسره په ښه لوري روان نه دی.

روزا اوتنبایووا وویل، چې له طالب مقاماتو سره په غونډو کې د ښځو او نجونو د زده کړو، کار او همه شمول حکومت د جوړولو په ګډون د نظر په یو لړ اختلافاتو خبرې کړي.

میرمن اوتنبایووا وویل له "طالبانو سره د تعامل د مثبتې لارې د نشتوالي" په اړه "ډېره اندېښنه" لري او که دا همداسې ورو "روان وي، نه به د نړیوالې ټولنې اندېښنو" ته، نه به د طالب واکمنانو غوښتنو او نه به هم د افغانانو ضرورتونو ته ځواب وویل شي.

نوموړې وویل چې په عامه ژوند او تعلیمي برخو کې د ښځو د منزوي کولو په اړه د طالبانو د څه باندې ۵۰ فرمانونو په خپرولو سره له دغې ډلې سره د یوناما د تعامل تګلاره کمزورې شوې.

میرمن اوتنبایووا وویل چې د طالبانو تګلارې ښځې محروموي او نړیوالې ټولنې ته د منلو نه دي.

خو بیاهم د ملګرو ملتونو دغې چارواکې له طالبانو سره په تعامل او مذاکرې باندې ټېنګار وکړ. نوموړې وويل چې له طالبانو سره خبرې د هغوی د رسمیت پېژندلو په معنی او ورسره تعامل د هغوی د تګلارې د منلو په معنی نه دي، بلکې د دغو تګلارو د بدلولو یوه هڅه ده.

اوتنبایووا له طالبانو سره د تعامل لپاره د یوې بلې ارزول شوې تګلارې غوښتنه وکړه، داسې تګلاره چې د هغې په وینا طالبان په کې د افغانانو او په ځانګړي ډول د ښځو د هوساینې مسئولیت ومني او داسې میکانیزم هم ولري چې د افغانستان د واکمنو مقاماتو اندېښنو ته ځواب ووايي بین الافغاني مذاکرات هم په کې شامل وي.

هغې ټېنګار وکړ چې له طالبانو سره د خبرو دروازې باید ونه تړل شي.

په همدې حال کې د ملګرو ملتونو د ښځو د برخې مشرې سیما بحوث وویل چې د طالبانو له بیا واکمن کېدو وروسته ملګرو ملتونو یو شمېر پرېکړه لیکونه خپاره کړي او د افغان ښځو ځپل یې غندلي دي.

هغې وویل چې په هرو پنځو نجونو کې څه باندې څلور تنه یې، چې باید په زده کړو بوختې وای، له تعلیم څخه محرومې کړل شوې دي.

هغې وویل چې دا محدودیتونه د اجباري کار او اجباري ودونو لامل کېږي. نوموړې زیاته کړه چې په اینده کې باید د افغانستان د ښځو خبرې واورېدل شي، په هغوی باندې پانګونه وشي، ننګه یې وشي او په برخلیک ټاکونکو موضوعګانو کې شاملې کړل شي.

د ملګرو ملتونو په دغې غونډې کې د امریکا استازي رابرټ ووډ له طالبانو څخه وغوښتل چې په ښځو او نجونو باندې لګول شوي بندیزونه لېرې کړي او هغوی ته د تعلیم اجازه ورکړي.

هغه وویل چې د بشري مرستو په وېش کې د ښځو کار حیاتي دی او باید هغوی ته د ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو سازمانونو کې د کار اجازه ورکړل شي.

دغه امریکايي مقام وویل چې طالبانو د هغو ادارو لپاره وضعیت ډېر سخت کړی، چې د افغانستان د خلکو لپاره مرستې برابروي. هغه زیاته کړه چې د بشري مرستو هر ډول انحراف او په هغوی کې مداخله د منلو نه ده.

په همدې حال کې د چین استازي وویل، چې د افغانستان موقت حکومت په تېرو دوو کلونو کې د وضعیت د ثبات، اقتصاد او ژوند د ښه والي لپاره یو لړ ګامونه اخیستي دي او په خبره یې باید دا پرمخګتونه تشویق او ومنل شي.

خو د چین استازي بیا له طالبانو څخه وغوښتل چې همه شمول حکومت دې جوړ کړي او «منځلاری» حکومت دې وکړي. ده له امریکا څخه وغوښتل چې د افغانستان ټولې ګنګل شوې شتمنې پرېږدي او په طالب مشرانو باندې لګول شوي بندیزونه لېرې کړي.

طالبان، چې په ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې بیا واک ته رسیدلي دي تراوسه د هیڅ کوم هیواد یا نړیوال سازمان له خوا یې حکومت په رسمیت نه دی پیژندل شوی.

نړیوالې ټولنې د طالبانو د حکومت د رسمیت پیژندلو لپاره په افغانستان کې د طالبانو له خوا د ښځو، نجونو، قومي او مذهبي اقلیتونو حقونو ته د درناوي په ګډون ځینې شرطونه ایښي دي.

همداشان په دغو شرطونو کې د تروریستي ډلو سره د اړیکو د پرې کیدو او د یو ټولشموله حکومت د جوړیدو شرطونه هم شامل دي.

طالبان وايي، چې حکومت یې ټولشموله دی او هم د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د ښځو ټولو حقونو ته دا حکومت ژمن دی.

همداشان د طالبانو چارواکو په افغانستان کې د نجونو او ښځو په تعلیم باندې محدودیت دایمي نه دی ګڼلی.

د طالبانو چارواکو په پرله پسې ډول ویلي، چې هیچا ته ددې اجازه نه ورکوي، چې د افغانستان خاوره د کوم هیواد په خلاف وکاروي.