اوتنبایووا: له طالبانو سره د تعامل دروازې باید ونه تړل شي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي‌ منشي ځانګړې استازې روزا اوتنبایووا د سه شنبې په ورځ سپتمبر ۲۶ (میزان څلورمه) د امنیت شورا په غونډې کې وویل چې له طالبانو سره د نظر لوی اختلاف لا هم په خپل ځای دی او تعامل ورسره په ښه لوري روان نه دی.

نوموړې وویل چې له طالب مقاماتو سره په غونډو کې د ښځو او نجونو د زده کړو، کار او همه شمول حکومت د جوړولو په ګډون د نظر په یو لړ اختلافاتو خبرې کړي.

اوتنبایووا وویل چې له «طالبانو سره د تعامل د مثبتې لارې د نشتوالي» په اړه «ډېره اندېښنه» لري او که دا همداسې ورو «روان وي، نه به د نړیوالې ټولنې اندېښنو» ته، نه به د طالب واکمنانو غوښتنو او نه به هم د افغانانو ضرورتونو ته ځواب وویل شي.

نوموړې وویل چې په عامه ژوند او تعلیمي برخو کې د ښځو د منزوي کولو په اړه د طالبانو د څه باندې ۵۰ فرمانونو په خپرولو سره له دغې ډلې سره د یوناما د تعامل تګلاره کمزورې شوې. دا وايي د طالبانو تګلارې ښځې محروموي او نړیوالې ټولنې ته د منلو نه دي.

بیا هم د ملګرو ملتونو دغې چارواکې له طالبانو سره په تعامل او مذاکرې باندې ټېنګار وکړ. نوموړې وويل چې له طالبانو سره خبرې د هغوی د رسمیت پېژندلو په مانا او ورسره تعامل د هغوی د تګلارې د منلو په مانا نه دي، بلکې د دغو تګلارو د بدلولو یوه هڅه ده.

اوتنبایووا له طالبانو سره د تعامل لپاره د یوې بلې ارزول شوې تګلارې غوښتنه وکړه، داسې تګلاره چې د هغې په وینا طالبان په کې د افغانانو او په ځانګړي ډول د ښځو د هوساینې مسئولیت ومني او داسې میکانیزم هم ولري چې د افغانستان د واکمنو مقاماتو اندېښنو ته ځواب ووايي بین الافغاني مذاکرات هم په کې شامل وي.

هغې ټېنګار وکړ چې له طالبانو سره د خبرو دروازې باید ونه تړل شي.

اوتنبایووا همدغه راز په خپلو خبرو کې د افغانستان لپاره د بشري مرستو د بودیجې د کموالي خبره هم وکړه. نوموړې زیاته کړه: «له دوو اونیو راهېسې د بشري حقونو طرحې ۸۷۲ میلیون ډالر ترلاسه کړي دي، د ۳.۸ میلیارد غوښتل شویو ډالرو څخه یې یوازې ۲۸ سلنه.»

هغه وویل په داسې حال کې ژمی را روان دی، ډېر بشري پروګرامونو د بودیجې د کموالي له کبله په تړل کېدو دي.

د افغانستان په اړه د بېلابېلو استازو خبرې

په همدې حال کې د ملګرو ملتونو د ښځو د برخې مشرې سیما بحوث وویل چې د طالبانو له بیا واکمن کېدو وروسته ملګرو ملتونو یو شمېر پرېکړه لیکونه خپاره کړي او د افغان ښځو ځپل یې غندلي دي.

هغې وویل چې په هرو پنځو نجونو کې څه باندې څلور تنه یې، چې باید په زده کړو بوختې وای، له تعلیم څخه محرومې کړل شوې دي.

هغې وویل چې دا محدودیتونه د اجباري کار او اجباري ودونو لامل کېږي. نوموړې زیاته کړه چې په اینده کې باید د افغانستان د ښځو خبرې واورېدل شي، په هغوی باندې پانګونه وشي، ننګه یې وشي او په برخلیک ټاکونکو موضوعګانو کې شاملې کړل شي.

د ملګرو ملتونو په دغې غونډې کې د امریکا استازي رابرټ ووډ له طالبانو څخه وغوښتل چې په ښځو او نجونو باندې لګول شوي بندیزونه لېرې کړي او هغوی ته د تعلیم اجازه ورکړي.

هغه وویل چې د بشري مرستو په وېش کې د ښځو کار حیاتي دی او باید هغوی ته د ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو سازمانونو کې د کار اجازه ورکړل شي.

دغه امریکايي مقام وویل چې طالبانو د هغوو ادارو لپاره وضعیت ډېر سخت کړی، چې د افغانستان د خلکو لپاره مرستې برابروي. هغه زیاته کړه چې د بشري مرستو هر ډول انحراف او په هغوی کې مداخله د منلو نه ده.

په همدې حال کې د چین استازي وویل، چې د افغانستان موقت حکومت په تېرو دوو کلونو کې د وضعیت د ثبات، اقتصاد او ژوند د ښه والي لپاره یو لړ ګامونه اخیستي دي او په خبره یې باید دا پرمخګتونه تشویق او ومنل شي.

مګر د چین استازي بیا له طالبانو څخه وغوښتل چې همه شمول حکومت دې جوړ کړي او «منځلاری» حکومت دې وکړي. ده له امریکا څخه وغوښتل چې د افغانستان ټولې ګنګل شوې شتمنې پرېږدي او په طالب مشرانو باندې لګول شوي بندیزونه لېرې کړي.

په همدې حال کې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق وویل چې په تېرو دوو کلونو کې په افغانستان کې وضعیت ښه شوی نه دی او لا پسې خراب شوی دی.

هغه وویل: «د طالبانو په حاکمیت کې، ټولنیز وضعیت پام وړ شاته [خراب شوی] تللی دی. د ښځو او ټولنو حقوق او ازادي اخیستل شوې او په جدي توګه محدود کړل شوي دي.»

نوموړي له ملګرو ملتونو څخه وغوښتل چې د افغانستان د خلکو د نور کړاو د مخنیوي لپاره باید جدي عمل وکړي او په افغانستان کې دې د دایمي او رښتینې سولې اساس دې کېږدي.