د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست په مشرۍ یو پلاوی د مسکو فارمت ناسته کې د ګډون په موخه مسکو ته روان شو

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times


د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي په مشري یو پلاوی د روسیې فدراسيون په رسمي بلنه مسکو فارمت ناسته کې د ګډون په موخه مسکو ته روان شو.

د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیاء احمد ویلي، چې افغان پلاوی به دوه ورځې مسکو کې وي او وروسته به د روسيې فدراسيون تاتارستان جمهوریت مرکز کازان ښار ته د مسکو فارمټ ناسته کې د ګډون په موخه ولاړشي.

د یادونې وړ ده، چې د مسکو فارمټ ناسته به سږ کال د سپټمبر پر ۲۹مه ترسره کېږي.