د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د نړیوال جام سیالیو کې د ګډون په موخه هند ته روانه شوه

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د افغانستان کرکټ ملي لوبډله په متحده عربي اماراتو کې له لس ورځې تمریناتو وروسته نن ماښام په نړیوال جام کې د ګډون په موخه د هند په لوري وخوځېده.

د افغان لوبډلې له روانېدو وړاندې په یوه غوڼده کې د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رییس میرویس اشرف هم ګډون کړی و چې افغان لوبډلې سره یې په ګډه دعا وکړه، ترڅو په دغو سترو سیالیو کې لاسته راوړنې ولري.

په دې غونډه کې میرویس اشرف افغان لوبغلړو ته په خطاب کې وویل چې افغان ملت له تاسې ډېرې تمې لري او هیله ده چې په خپلو غوره لوبو سره افغان ملت ته ویاړ ور وبخښئ.

ټاکل شوې د ۲۰۲۳ کال د یو ورځنیو سیالیو نړیوال جام لوبې د اکتوبر میاشتې په ۵ مه نېټه هند کې پیل شي.