د طالبانو حکومت لخوا د افغانۍ دودولو هڅه؛‌ "تر ټاکلې نېټې وروسته قانوني چلن کېږي"

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د طالبانو په حکومت کې د افغانستان بانک چارواکو د هغو ولایتونو خلکو او سوداګرو ته چې په سیمه ییزو اسعارو په کې راکړه ورکړه کېږي، خبرداری ورکړی چې که تر ټاکلې نېټې خپلې راکړې ورکړې په افغانیو نه کړي نو له قانوني چلن سره مخامخېدای شي.

د افغانستان بانک په کندهار، هلمند، زابل، اروزګان او دایکندي ولایتونو کې پر بهرنیو اسعارو د راکړې ورکړې بندېدو ته د لړم/عقرب میاشتې ۲۲مه نېټه ټاکلې ده.

په دغو او ځینو نورو ولایتونو کې په پاکستانۍ کلدارو، ایراني تومن او نورو سیمه ییزو اسعارو راکړې ورکړې کېږي.

د چارواکو وینا ده چې په ټول هېواد کې د افغانیو د ترویج طرحه د افغانیو د ثبات ساتنې او بانکي سکتور د پیاوړتیا په موخه جوړه شوې او له خلکو نه یې په دې بهیر کې د همکارۍ غوښتنه کړې ده.

ځیني سوداګر وايي ټول کاروبار یې په کلدارو دی او که دوی یې افغانیو ته واړوي تاواني کېږي.

پژواک خبري آژانس لیکلي چې کندهار کې ځینو سوداګرو په بهرنیو اسعارو د راکړې ورکړې بندېدو لپاره د ټاکلې مودې د غځېدو غوښتنه کړې، چې دوی خپلې پخوانې معاملې راټولې کړای شي.‌

دغه راز په ځینو ولایتونو کې یو شمېر خلک او سوداګر شکایت کوي چې په بانکونو کې کافي افغانۍ نشته ځکه نو دوی اړ کېږي چې په بهرنیو اسعارو راکړه ورکړه وکړي.

خو د مرکزي بانک چارواکي وايي چې دوی په ولایتونو کې د نغدو افغانیو کافي امکانات لري او دې برخه کې ستونزه نشته.

افغانۍ
بلخوا د طالب چارواکو په لاسلیک د نویو بانک نوټونو انځورونه هم خپاره شوي دي.

که څه هم په رسمي توګه د نوی بانک نوټونو په اړه د طالبانو حکومت څه نه دي ویلي ، خو ځینو طالب چارواکو پر ایکس یا ټویټر د نوی بانک نوټونو انځورونه خپاره او ورسره یې لیکلي چې په لومړي ځل د دوی د مشرانو په لاسلیک نوي بانک نوټونه چاپ شوي دي .

ویل کیږي، چې نوي بانک نوټونه د طالبانو تر واک لاندي د افغانستان بانک د پخواني مشر حاجي ادریس او مالیې پخواني وزیر ملا هدایت الله بدري په لاسلیک چاپ شوي دي .

صرافان او عام اوسیدونکي وایي تر دې دمه د افغانیو لسګون، شلګون، پنځوسګون او سلګونه نوي بانک نوټونه بازار ته وړاندې شوي، خو پنځه سویز او د زرګون بانک نوټونه بازار کې نشته.

د افغانستان بانک چارواکو د افغانیو د ترویج لپاره یوه کمیټه هم جوړه کړې او په دې تدریجې بهیر کې یې د سوداګرو او خلکو د همکارۍ غوښتنه کړې ده.