ښځی بايدخپل حق واخلی

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ليکونکی : حبيب اله غمخور



بنی آدم اعضای یک دیگرند که در آفرینش ز یک گوهرند
چو عضو به درد آورد روزگار دیگر عضو ها را نماند قرار
تو کز نعمت دیگران بی غمی نشاید که نامت نهند آدمی


تر هرڅه وړاندي دښځې ستر اوله عظمته ډک ،پاک اوسپېڅلی مقام ته دتل پشان يوځل بياددرناوی اواحترام په دودسرټيټه ولوسره ددې نيکمرغي ورځي په مناسبت په گران افغانستان اوله هغه نه بهرټولوافغانی ميندو اوخويندوته دزړه له کومي مبارکی په ويلوسره هيله مند يم چي يوه ورځ زموږ دهيواددازورېدلې اوژړېدلې مور اوخور وخاندي ،دومره په کټ کټ وخاندي چي دنړيوالو غوږه کانه کړې اودځنگلونو مرغئ پرېوناڅي .
انسانانودبشري ټولنودمختلفواړخونودتکامل مختلفي مرحلې ترځان شاته پرې ايښي دي ،دانسان پوسيله پر انسان دظلم اودهغه له قوت ،انرژی اواستعدادنه دبل چا لخوادځان په گټه استفاده دغلامی له دوري نه راپيل شوه.بورژوازي مناسبات که څه هم دفيوډالي مناسباتو په نس کي رازيږې مگر دفيوډالي مناسباتو په پرتله داقتصادي ،سياسي ،اجتماعي او فرهنگی پلوه پرمختللي دی ،پدغه مر حله کي چي تر اوسه ئي د بقااوپايښت موده مخ پر زياتيدو درومي د فيوډالي مناسباتو په پرتله يي له ځان سره دولسونواو خوارو انسانانو په مقابل کي دظلم ، استثمار،ښکيلاک ، ز بيښاک ډيرمغلق او پيچلي اصول اوميتودونه له ځان سره راوړی . دهمدغو پيچلو اقتصادي مناسباتو پر اساس پانگوال دکارگرانو او مزدورانو له استعداد او انرژئ نه په گټي اخيستني سره زياتي سرمايې پلاس راوړي .
په سرمايداري ټولنوکې دسرمايدارانو بې عدالتۍ، استثماراودکارناوړه شرايطوکارگران اوکارمندان مجبورکړه چي دفابريکو دخاوندانو پر خلاف د اعتراض ږغ پورته کړی . هغه وخت دکارگرانو سره ډير ظالما نه او له انساني کرامت نه ليري برخورد کيده ،يعنې دډير اوستونځمن کار په مقابل کي لږمعاش ورکول کيده ، دکار شرايط او دکارمحيط دومره نا منا سب و چي دډيري لږې مودي کارکولونه وروسته کارگرانو دکار تواناي دلاسه ورکول .
ښځې چي دبشري ټولني دنفوسوتر نيمايي زيات جوړوی دبشر په تاريخ کي يې تر نارينه و زيات دظلم او تيرئ دروندبارپراوږو اخيستی دی . هغه تل دکارفرما دناوړه اوغير انساني سلوک اوحوسونوسره لاس په گريوان وه ، ترنرو لږ معاش ورکول کېده اودکار شرايط يي ددوي لپاره دتحمل وړه نه وه .
له نن څخه ۱۵۰کاله پخواپه ۱۸۵۷ ز کال دمارچ دمياشتي په اتمه نيټه د نيو يارک دښار داوبدلو دفابريکو ښځينه کارگرانو دکار د ښوشرايطو، دکار دوخت دکمښت او معاش دزياتوالي په خاطرمظاهرې ولرې او دښار واټنوته راووتلې ،دفابريکو دخاوندانو پر خلاف يې دخپل حق غوښتلو داعتراض اوازپورته کړ؛ددوي دا گوت نيونه اوحق غوښتنه دپانگوالو لپاره دخطر زنگ او داحرکت يې ددموکراسي اوآزادی ترلاسه کولو پيل وباله ، ځکه يي ددغه انساني حرکت دخفه کيدولپاره لاس پکار شول اوپر حق غوښتونکو يي مرگوني گزارونه وکړه.
دغومرگونو اودپانگوالو راپارېدلي غوسې ونشوه کولاي دهغوي د ظلم او استبداد په مقابل کښي دتر استثمارلاندي کارگرانودنفرت بل شوی اورهغه لمبې خاموشه کړې کومې چې ددغه مټينگ اولاريون دقربانيانو په وينو نورې هم شعله ورې شوی وې .
ددې تاريخي او نه هيريدونکي ورځې د ترخې خاطري په ياد په 1908 ,1907 او 1909زکلو کښي په نيويارک او دنړۍ په يوشميرنورو هيوادو کي ياد غونډي جوړي شو ې .
په نړۍ کي دښځينه اونوروسياسي سازمانودپرله پسې تلاښونو اومبارزو په پايله کښې ديوشمير هيوادو غيرتي ښځوداتوان پيداکړ چې دزمان وغوښتونوته داپانگوال سر ټيټ کړي ؛ په ۱۹۱۰ زکال د ډنمارک پلازمېني دکوپنهاگن په ښار کي دنړۍ دسوسيا ليستو ښځو دوه هم نړۍ وال کنفرانس د ((۱۷ » هيوادو نه دراغلو (( ۱۰۰)) تنو ښځينه نماينده گانو په گډون جوړ شو، دهمدي کنفرانس په وروستۍ ورځ د المان پيژندل شوې سياسي څيرې اغلي ” كلارا زيتكين ” لخوا دغونډي برخه والو ته وړانديز وشو چې د ۱۸۵۷ زکال دنيويارک دښار دنساجي د اوبدلو فابريکو د ښځينه کارگرانو دتاريخي غونډې او هغوي سره د وخت دحاکمانو دوحشيانه چلنداو پوليسود حملې دقربانيانودهميشنی ياد په خاطر دي دا ورځ ” دښځو دنړۍ وال پيوستون ”دورځې په نامه ونومول شي او پدې ورځ دي دنړۍ د ښځوسره دملا تړاود هغوي د انساني او طبعي حقوقو ددفاع په خاطرغونډي جوړي شي .
دانږدې ((۱۰۰))کاله کيږي چې دنړۍ په مختلفو هيوادو کښي ددې تاريخي اونه هېرېدونکې ورځ په مختلفو بڼو يادونه کيږي .
په 1911زکال دلمړي ځل لپاره دمارچ په اتمه نيټه په المان، اطريش،سويس او ډنمارک کې دښځو دنړۍ وال پيوستون په نامه غونډي جوړې او لاريونونه وشول . پدغو غونډو کښي ښځو ته په انتخاباتو کې درايې حق،دکار ،ښوني ،تحصيل او مسلک د انتخاب دواک دتر لاسه کولواو دهيواد په قوانينو کي د دښځو دمسلمو او طبعي حقو قو ددفاع ،د دموکراسۍ دپلي کيدو په گټه دتغيراتو د راوستلو ، په سياسي ، اقتصادي ، فرهنگي او ټولنيزو چارو کښي دنارينه و سره دبرابر حق دورکولو غوښتني ا وړانديز ونه وشول .
هغه وخت چي لا د لمړۍ نړۍ والي جگړي داور لوگي پورته کيدل په (1915 ، 1916) کلنوکي هم د مارچ اتمه د نړۍ په گوټ گوټ کي ((ښځې دجگړې پلوی نه دي)) تر شعار لاندي ونمانځل شوه، ښځو دجگړې دسمدستي دبنديدو،په سوله او ښومناسباتوکي ژوند کولو ته نړۍ وال راوبلل، او په جگړه کښي د ښکيلو هيوادو د رهبرانو نه ئې په کلکه دجنگ دختم غوښتنه وکړه .
ښځو د اوږدو مبارزو ،تلاښونو او قربانيو په پايله کښې دلمړۍ ځل لپاره د نيوزيلاندپه پارلماني ټول ټاکنو کې ښځوته درايې ورکولو حق ورلړه شو،دا حق داسترليا ،فنلنډ او ناروي ښځوتر لمړۍ نړۍ والې جگړي مخکې تر لاسه کړئ و . مگر دپخوانې شوروي اتحادښځو په 1917، دفدرالي المان ښځو په 1918،د انگلستان ښځو په 1919 ، د امريکاښځو په 1920، د افغانستان ښځو په 1934زکال، په ايټاليا او فرانسه کې ښځو تر دوهمې نړۍ والي جگړي وروسته او په يمن کښې په 2003 زکال داحق ترلاسه کړه ،مگر په سعودي عربستان کي چي دعدالت اوبرابرۍخبري کوې په 2005 زکال حتي دښارو ا لۍ په ټاکنو کې هم ښځو ته دگډون حق ورنکړه شو. تر اوسه په سعودې عربستان کې ښځه دموټر چلولو حق نلري ، دسعودي عربستان يوې پېغلی تابوشکنی د((رياض انجوني )) تر نامه لاندي تير کال دسپتمبر په مياشت کي په لبنان کي له چاپه راووت ،پدي کتاب کښي اغلی ليکوال تلاش کړئ په سعودي عربستان کي دښځو ،خوپه چانگړې توگه دپېغلوټوژوند انځورکړی .په کتاب کښې هغي ټولي هغه ناخوالي راسپړلی کوم چي دسعودي عربساتن ښځې ورسره لاس اوگريوان دی . ددې کتاب يوه لوستونکی هغې ته په ايمل کښي ليکلې : دکتاب لوستلوزه په ژړا راوستلم اوکله چي مي کتاب پوره ولوست پدغه ټولنه کي مي دښځو موقف دقيق درک کړ ،پرېکړه مي وکړه چي پسله دېنه خپل لور د هغو شيانوپه منلو مکلفه نکړم چي ديوې ښځي آزادي گاني ترپښولاندي کوي .
تر اوسه دنړۍ په يوشمير هيوادوکښي ښځې ودولتې ارگانواو شوراگانو ته دځان لخواداستازي دټاکلوڅخه پداسې حال کښي محرومې دې چې دهغو هيوادو دنفوسودشمير پوره نيمايي او ياکله هم تر هغه زيات وگړي جوړوي؛ زموږ په هيواد کښي هم کله چې په اساسي قانون کښي ښځوته په ټاکنو کښي دحق ورکولومسأله مطرح شوه ،يوشمير بنسټپالو اودموکراسۍ مخالفوکسانولخوا ښځوته دنارينه سره برابر حق ورکول سره مخالفت وشو،خو دهغو بهرنيانو يې کور ودان چې دخپلو سياسي امکاناتوڅخه په استفادې سره يې وکولاي شول ،تر ستم لاندي افغاني ښځو له حقوقو او آزاديو څخه دفاع وکړی .
له بده مرغه تر اوسه دنړۍ په گوټ گوټ کښې ښځوهغه حقوقوته چي دبشر دحقو قو داعلاميې په ۱۸ ، ۱۹ ،او۲۷ مادو کښې څرگند بيان شوېدې نه دې ورکړه شوی،او نه هم د ۱۹۸۴ زکال د دسامبرد ((لسمي)) نېټې دښځې توهين تحقير او غير انساني مجازاتو ضدکنوانسين دپريکړو،دملگرو ملتو د سازمان د ۱۹۷۵،۱۹۷۹ ز کال دښځو سره دهر نوع تبعيض ، تحقيراوتيري پر خلاف پريکړه ليکونو کښي درج شوې ټکوته دولتي چارواکوپاملرنه نده کړې . اونه هم ښځو ته بيله هر ډول تبعيض څخه دټولني په اقتصادي ،اجتماعي،سياسي او فرهنگي برخو کي دفعال گډون امکانات برابري شويدي . که رښتياوويل شې دنړۍ په اکثريت هيوادوکښي ښځو ته دحق ورکولو څخه عجيب او غريب تعبيرونه کيږې ايا دا ظالمانه نده چې نارينه اوښځو دواړو ته دانسان خطاب کيږي ،په قوانينو کښي يو شان مسؤليت اومکلفيت لرې ،مگر کله چې دصلاحيت ،برابرۍ اوحقوقوخبره راشي بيا ښځو ته ددومې درجې انسان مقام ورکول کيږې ؟؟؟
دنړۍ ددغه شان علمي او تخنيکي پر مختگونوسره يوځاي تر اوسه ښځو ته دا شرايط ندې برابر شوی اوهغو ي ته دا حق او آزادي چانده ورکړې چې دهغو په رڼاکي وکولاي شي ځانونه له دغه زړه بوږنونکو شرايطو ، اجتماعي ناخوالواو نارينه و دبې عدالتۍ نه خلاص کړي . دتاسف وړ خبره ده چي ددښځوپه مقابل کي دهرډول تبعيض سره دمخالفت کنوانسيون چي په ۱۹۷۹ کي تصوب شو تر اوسه دنړئ ۱۷۹هيوادو چي دملگرو ملتو د سازمان غړيتوب لري ندی لاسليک کړی ، يوازي د ۹۸ هيوادولخوا لاسليک شوی دی .
په ۲۰۰۵ کال دنومبر په ۲۸ نيټه دلومړی ځل لپاره ايراني ښځو سپورتي لوبغاړي ته چي هلته نارينه هم ناست وه هغه وخت اجازه پيداکړه چې دتهران دښار دآرارت په سپورتی لوبغاړې کښي دايدزدناروغی سره دمبارزي پرضد تبليغ لپاره دفټبال مسابقه جوړه شوي وه . په ايران کښي ښځي دخپل انساني حق او آزاديودترلاسه کيدوپه خاطر هره ورځ قرباني ورکوي،اوددولتي چارواکولخواپه ډير بي رحمانه ډول په زندانو کي شکينجه کيږي. دمارچ په ۴ نيټه دبشر دحقوقو دمدافع سازمان ۳۸نه تر ۵۰ تنو ښځې چي دايران دستري محکمې مخته يې دښځو دحقه حقوقوددفاع په خاطر سوله ايزه مظاهره کول دايراني اخوندانولخوازنداني شوې ،داکار پداسي حال کي کيږي چي دايران داساسي قانون ۲۷ مادې له مخې هغوي دسوله ايزه مظاهرې حق لري.. له دغو زند ا نيانوسره دامنيتي چارواکوناوړه سلوک ښځې وهڅولې چي دتهران ښارواټوته راووزی اودزنداني شويوښځو سره دانساني سلوک اودهغوي دبې قيداوشرط نه دخلاصون غوښتنه وکړي . اخبار روز ،۵ مارس ۲۰۰۷
دتاريخ په اوږدو کي ښځو ته دنارينه سره مساوي حق ندي ورکړه شوئ ،او نه هم دښځو دحقه حقوقو ددفاع او ملاتړ په منظورکارنده کارونه سرته رسيدلي دي . په ځينو هيوادو کي ښځه له ميراث نه محرومه شوې او په ځينو کي بيا دوهمه کله هم دريمه برخه ورکول کيږي . په ډيرو هيوادوکي د مذهبي او دوديزو مناسباتو پر اساس دښځې ژوند په ميړه پوري داسي تړل سوۍ دۍ کله چي ميړه يې مړ شي ددغه مکلفيت په منلوسره چي بايد ښځۀ ترمرگه په همدغه کورکي وه اوسې مجبوره اومکلفه ده ،که ئې زړه غواړي يانه دميړه ورور او يا دهغه بل کوم نږدې خپل که هغه ماشوم وي يا سپينږ رۍ ميړه کړی .دښځي نظر نه تنها داچي دهغې دسرنويشت په ټاکلو کې نه غوښتل کيږي همداډول دانتخاب حق هم نه ورکول کيږي ، دښځو سره دغلام په څير برخورد دنړۍ په زيات شمير هيوادو کي دوديز گرځيدلئ دۍ . په اقتصادي اړيکوکې ښځه دنړۍ په زياتو هيوادو کې دنارينه سره يو شان کارکوي مگر دسرمايداري ټولنې داقتصادي غير عادلانه روابطو پر اساس ښځو ته ترنارينه و کمه او يا کله کله دنارينه و دتنخوا نيمايې ورکول کيږي . دداډول چلند اوظلم مثالونه په اسياافريقا او لاتينه امريکا کي بي شميره دي . دايراني چارواکو دعدالت دټولوتبليغاتوسره کله چي يوښځه دکورنی تاوتريخوالی له امله طلاق اخيستلوته مجبوريږې محکمې ته مرا جعه وکړی دنکاح تړلوپه وخت کښي ټاکل شوی مهر دترلاسه کولو لپاره له يولړستونځوسره لاس اوگرېوان وي .
ليلا اسدی درهنمايي خانواده حقوق پوه وايي :۳ يا ۴ په سلوکښي ښځې کولاي شي دطلاق نه وروسته ټاکل شوی مهر ترلاسه کړی .
اساسي خبردا ده چې په نړۍ کښي همدا اوس هم تر هر چا زيات دښځوسره دژوند په ټولو اړخونو کښي زورزياتۍکيږې ،نه يوازي دا چې تر اقتصادې استثمار لاندي دې ،متاسفانه په زياتو ځايونوکښي دنارينه ودوخت ښه تېرېدنی ديوې وسيلې دتوکو په دود په بازارونوکې پلورلوته وړاندي کيږې ، او يايې زيات شمير دژوند داسي شرايط لرې چې مجبورېدي ځانونه اوخپل عزت د جنسي پېرېدلوپه بازارونو کې خرڅلاوته وړاندې کړې . زما په نظر تر اوسه لا دبشريت نارينه اړخ پدې ندې توانيدلۍ او يا نه غواړي داحق ته غاړه کښېږدې چې ښځه له دغو بدمرغيواو بې عزتيو څخه وژغورل شې . دښځو سره دهمدې ناوړه چلندپايلې دي چې دنړۍوال روغتيا يي سازمان داحصايي له مخي هر کال په جهان کښې تر (( 40 )) زرو زياتي ښځی خپل خوږ ژوندلاسه ورکوې ، په هر ثانيه کښې يو ه ښځه په ډول دډولونوپه کورنۍ يا ټولنه کښي تر تهديدلاندي ده . سربيره پردغه چي ښځي دکورکاروکړي ،اولادونه زيږوې او روزې ،په روزمره کارو کي د خاوند سره مرسته او همکاري کوې په يو شمير هيوادو کي مکلفيت لري چي بايدبيرون دخپل خاوند سره د کرکيلي په کارو ښي هم کار وکړي .
دلاتيني امريکا په بعضو هيوادوکي اميدواري ښځې ته کارنه ورکوي اوکارته د استخدامولو په وخت کي ښځه بايد ځانگړې معاينه تر سره کړي تر څو معلومه شي چي اميدواره ده او که نه؟ اميد واري ښځي ته چي دلوږي مري څوک کار نه ورکوي . همدلته دياد ولو وړ بولم په داروپا کي چي شپه اوورځ دښځو او ماشوم دحق ددفاع ناري سورې وهل کيږي دفابريکواونورواقتصادي مؤسسوخاوندان هم ډيرکوښښ کوي په يوه اوبله بهانه هغه ښځو ته چې اميدواره وې او ياکوچنې ماشومان ولري دکارورکولوڅخه ډډه وکړې،حتا په دولتي اداروکي هم دکارگرواوکارمندانوداستخدام په لمړنيو پوښتنو کي دماشوم ددرلودلو سوال حتمي دۍ .
دهمدې اقتصادي ستونزو له امله دنړۍ په زيات شمير هيوادو کې ښځي، ځواني پيغلي ځان خرڅوني ته مجبوريږې په نړۍ کي دفحشاو ډير والۍ دښځو د عياشۍ بيلگه نه بلکي ددوي دژوند دناوړو اقتصادي شرايطو،دټولنيزوظالمانه اوغير عادلانه اړيکواو مناسباتو روښانه بېلگه ده . هر کال داسيايې هيوادو ،پخواني شوري جمهوريتونو،روسي ،بلغاريا ،رومانيا البانيا ،چک او سلواک ،چين کموديا ،ايران اونورودهيوادنونه تر دوو ميليونو زياتي انجوني چي عمر ئي له 16 نه شروع تر 23 کلنو پوري وې د اروپا ،امريکا ،تايلند ،هنکانگ،جاپان ،هند او عربي هيوادوته دجنسي گټي اخيستني بازار وته وړاندې کيږي هرکال په امريکاکښي په سلهاو زره انجوني دجنسي تجاوزاو تيرې قرباني کيږي همدا علت دۍ چي په نړۍ کې د ايډز مرض پراختيا مومی، له بده مرغه په نړۍ کې داسي هيواد نه پيداکيږي چي هلته دي دغه مرگونې مرض په پېخر بېلگې نه وي ، دکورنيو جگړواومهاجرتونوله امله په افغانستان کې چې هيچا فکر نه کاوه د ايډز په مرض اخته تر((۲۰۰))زيات کسان ثبت اوراجسترشوې دي،زموږ لپاره دا ځکه لويه غميزه ده چې دعقيدې او افغاني دود له مخې پدي مرض اخته کسان نه غواړې ډاکتر ته ورشي اوبله لادا چي موږ خو شفاخانه او ډاکټر هم شکر نه لرو مريض به چا ته مراجعه وکړې ؟ او زموږ دا نالوستئ ولس به ددي غم لړې مرض په علايمو څنگه پوه شي؟
دايډزمرض چي دښځودبيوزلۍ غريبۍ او پردوی باندي دجنسي تيريو په اساس هره ورځ مخ پر زياتيدو دۍ د جنوبي افريقا په سلو کې۳۵، په سودان ،سوماليا او نورو افريقايي هيوادو کي سره لدې چي په ځينو هيوادو کي يې بيچاره ښځي سونتوې خو بيا هم ددي وژونکي مرض کچه ډيره لوړه ده ،په کنياکي تر دوه نيم ميليونه زياتي ښځې او ماشومان پدي مرض اخته دي . دنړۍ په يو شمير هيوادو نوکي جنگ جگړو دا امکانات زيات کړي چي دوسله والو کسانو لخوا پر ښځو په انفرادي او ډله ايزه توگه تيرۍ وشې په سيراليون، چچنيا، کانگو ،پخوانۍ يوگوسلاويا، رواندا، کامپو چيا ،سومالياو نورو هيوادو کې دجگړو په جريان کې په زرهاو ښځي بي پته شوي او پر هغوي جنسي تيرۍ شوئ دۍ .
په نړۍ کښې دښځو او ميندو دژوند شرايط ستونځمن دي د مثال په توگه هر کال تر 3,3 مليونه زيات ماشومان مړه دنياته راځې ،همدا شان هر کال ( ( 4 )) مليونه ماشومان د 28 ورځو ژوندکولو نه وروسته او 6,6 مليونه تر پنځوکلونو وروسته ژوند دلاسه ورکوې . هر کال دولادت په وخت کښې تر (( 529000 ))زياتې ميندې خپل خوږ ژوند دلاسه ورکوې ( 25,04.05 دايزويستياورځپاڼه دعلمې تحقيقاتو برخه ) . متاسفانه دولتي چارواکي اوسياسي گوندونه دښځو دحق څخه ددفاع او ملاتړ شعارو په پورته کولو سره يوازي دسياسي پلويانو دپيدا کولو په منظورگټه پورته کوې .
زموږ په هيوادکي دښځو سره چال چلندبياديوشميرزياتونورو هيوادودښځودژوند تر شرايطو زړه خوږه وونکۍ دئ ؛ ځکه دلته دود ،دستور او عنعنات تر بل هر هيواد زيات مسلط دۍ ،کله کله له مذهبي عقايدو څخه هم ناوړگټه اخیستل کيږې . زموږ ټولنه يو سنتې ټولنه ده ،زه دښځو په اړوندزموږ دټولنې ديو شمير عنعنواودودسره موافق يم مگرمتل دۍ وايې : ((هر چه ازحدگذرد رسوا شود))، دا به ومنو چې زموږ ټولنه دښځودمسلې او هغوي ته دحق ورکولو په اړوند ځانگړي مذهبي، تاريخي ، سنتي او عنعنوې ارزښتونه لرې چي دا ارزښتونه زموږ دژوندانه يوه برخه گرځيدلې ده ، مگر په پښتو کي يو متل دي وايې (( که شپه تياره ده خو مړې په شمار دې)) ،هيڅوک زموږ په ټولنه کې ددې غوښتونکئ ندی چي هر څه دی تر پښو لاندي شي کلتور او عنعنات دې هير شې او نه هم افغاني ښځې دا غواړې ولې هدا اوس دښځو دحقوقو او آزادۍ دمسلې سره بر خورد کاملا له انصاف نه ليري دئ ، په سلهاو داسي بېلگې شته چي ددغي مسلې سره برخورد دعنعنو او مذهب له نامه څخه په استفادي سره ډيره افراطي بڼه لري ، کله کله زموږ په ټولنه کښي ځيني واکداران او دپيسو څښتنان له دود اودستور نه داسي شۍ جوړ کړې چې پلې کول يې د وجدان له مخي غير عادلانه برېښې دبيلگې په توگه د (( نهه » کلني انجلۍ او يا ځوانه پيغله يوه (( 60 »کلن سړي ته په نکاح کول نو کوم انصاف دی ؟،خير دۍ که دا صاحب ډيرې پيسې او واک لرې ،خوهغه دچاخبره داانجلۍ هم خداي لري ، يعني دخداي بنده ده يو څه رحم خوپرې پکاردۍ ،متاسفانه زموږ په ټولنه کې داډول له بدبختيو نه ډک دودتر اوسه پخپل ټول قوت پر ځاي پاته دۍ . ولي يوازي داسي ذهنيت موجود دۍ چي ښځه اخلاقي ضعف لري ؟ که متوجه شو همدا نارينه دۍ چي ښځه غولوي او هغه په خپلو ناروااو ظالمانه کړنو بد لارۍ ته ټيل وهې ،ولي ښځه حق ونلري چي له ښوونځۍ نه بيا تر عالي تحصيلاتو تحصيل وکړي ؟ ولي ښځه دا حق ونلري چي دستري محکمي ريسه ،څارنواله ،افسره ،وزيره ،صدراعظمه او بالاخره ولسمشره شي ؟ همدا او س زموږ په هيواد کي که د ښځو رول او نقش ته که بيطرفانه ځير شو دا به را ته جوته شې چي افغانې غيرتمنو ښځو د نارينه و سره د هيواد د آزادۍ د تر لاسه کولو نه نيولې ، بياپه اقتصادي ،سياسي او اجتماعي خدمتونو کي تر نارينه و شاته ندې پا ته شوې هغه ښځه او پيغله چي دقلم خاونده ده د قلم په مرسته علمي او فرهنگي چو پړ سرته رسوې ،ځيني اولادونه روزي او دکورنۍ ژوندسمبالوې او پر هغه سر بيره په پټې کښي دخاوند سره په کرکيلې کې مرسته او کار وکوې ، کوچۍ غيرتمنه د ميړه سره رمې پيايې ،او دگور وان سره غوايې . افغانې ښځې دا کار تر هر چا په صداقت او ميړانه کړئ ، او افغانې ښځې دکورنۍ لعنتې تپل شوې جگړي په دوران کې تر هر چا زياتې قربانۍ ورکړېدي ځکه هغې پلار، مور، ميړه ،زوي او لور له لاسه ورکړې دا کونډه شوې ده ،د افغاني ښځي ښکلا، اخلاقو، پاک لمنۍاو کورنۍ وفا دارۍ ته خوټول نړيوال حيران پاته دي .
دبشردحقوق دخپلواک کميسيون مشري سيما ثمر دژورنالستانوسره په يوه خبري کنفرانس کښې څرگنده کړه چې ((نهه)) کلني انجونې سپين ږيرو ته په زور ودېږې له ((60)) نه تر (( 80 )) په سلو کښي داانجوني بايددجنسي تجاوز فشار تحمل کړي کله چې داماشومه ونشي کولاي په دوامداره توگه تجاوز تحمل کړې له کوره فرارکوي اوبل چاته پناه وړې ، دغه وخت دۍ چې دهغې جزابيا وژنه ،ځان سوځونه او ياسنگساردۍ . دکوم انصاف او عدالت له مخې دمنلووړ ده چې ښځه ياپيغله په بدۍ کې ورکړه شي؟ ددغي ښځي څه گناه ده جنايت او قتل نارينه کړی اما ښځه يې جزا وينې دا کوم عدالت او انصاف دۍ ؟؟ زماپه عقيده دښځوسره داډول چلند داسلام دمقدس دين ، بشرې عاطفي، انسانيت او بشرد حقوقوداعلامې خلاف کار دی . له بدمرغه د1992 زکال نه راپدي خوازموږپه هيوادکې نورهم دښځو پر جونگړه دزيات وخت لپاره تياره وغوړېده ، او بدمرغۍ يې ورځ په ورځ نوري هم زياتي شوې . دټوپک سالارو او جنگ سالارولخوا دښځو سره ناروااوظالمانه چلنداو پر هغوي جنسي تيرۍ ، دښځو سپکاوۍ ، دهغوي پر مخ دمکتبو او عالي تحصيلاتود دروازودخلاصولو سره په يوه اوبل نامه مخالفت ،هغوي له دولتي کارو گوښه کول ، په زياتو ځايو کښي دنارينه و سره يو ځاي پر کارکولو باندې بنديز لگول، ښځه بيله محکمې سنگسار ،تيرباران او يا د خلکو په مخ کې په دورو وهل ، په راډيو او تلويزيون کښې دښځود سندرو او د ښځو په اواز او ياپه تلويزيون کې دهغوي دراښکاره کېدو سره دمذهب له نامه څخه په ناوړه استفادې سره مخالفت ،دتوپک په زور خلک په ږيري پريښودلو مکلفول اوپه سلهاو نورې وحشيانه کړنې دا هغه تحفې دي چي له پاکستان ،ايران اوعربي هيوادونه تنظيم سالارو او قوماندانانوافغانې ټولني او ښځو ته له ځانه سره راوړې دي . دا چي دوي پخپله ياددوي قوماندانان او پلويانو ((16 )) کلنه انجلۍ ” 70 ” کلن سړي ته په نکاح کوي دا دخداي لار ده؟ همداوس هم هر قوماندان او دواک خاوند چي زړه يې وغواړي او کومه پيغله ئې خوښه شي هغه دټوپک په زورځانته په نکاح کوي اويابيله نکاح کولوله هغي نه استفاده کوې ، ايا دا بي انصافي نده چې ښځي ته په ميراث کې برابر حق نه ورکول کيږې ؟ په نړۍ کې هر کال په لسهاو زره ښځي دناموس وژني قربانې کيږي چي افغانستان په هغه کې لمړۍ مقام لري ،اياهمداوس اوس چي په هيواد کي زموږخويندي په ځان سوځونه لاس پورې کوې اوتر ((۷۰۰ )) زيات قربانيان يې پر ځاي پرې ايښې دا ددو ي سره دښه برخورد او چلند ثمر دۍ ؟ ايادا دبشر دحقو قو پر ضد بربنډ تيرۍ او تجاوز ندۍ ؟
له بده مرغه دطالبانو دحاکميت تر ړنگيدو وروسته يو ځل بيادښاغلی کرزي دحاکميت ترنامه لاندي هغه چا ته واک ورسيد چي دوطن په خرابيدو تر هر چا ښه پوهيږي .
که څه هم د اساسي قانون په ” 22 ”ماده کي واضح راغلي چي : دافغانستان داتباعو تر منځ هر راز تبعيض او امتيازمنع دی .دافغانستان اتباع دقانون په وړاندي مساوي حقوق اومکلفيتونه لري،اودهمدي قانون د ” دوويشتمي ” مادې په يو جز کي راغلي : دولت دانسان دآزادۍ او کرامت په درناوي او ساتنه مکلف دۍ . مگر دولت دغه مکلفيت لکه چي لازمه ده سرته ندي رسولی . ددي لپاره چي زموږ دهيواد د پوره نيمايې وگړو يعني ښځو ته دټولنې په اقتصادي ،سياسي ،اجتماعي او فرهنگي چارو کي د فعال حضور او ونډي اخيستنې امکانات برابر شوي وي لازمه بريښي په او سنيو قوانينو کي دا سي تغيرات او تعديلات راوستل شي کوم چي دهغو په اساس د ښځوحقوق په قانوني بڼه داجتماعي ژوند په ټولو اړخونو کي خوندي ساتل شوي وې . تر څو د همدغو قوانينوله مخي دهغوې پر طبعي حقوقو له تيرې او تجاوزڅخه دا سړې وژونکې اودبشر دحقو قوحرفوې دښمنان لاس پر سر شي . او هره ورځ ښځي دځينوچارواکودفتوا گانوله منگولو نه خلاصي شي ؛څرگند حقيقت دادۍ که په يو هيواد کې چي قانون وې دفتوا گانو و صادريدو ته کومه اړتيانشته .
که په رښتيا سره اوسنۍ حاکميت اوپه ځانگړې توگه دښاغلي کرز ی غواړي په هيواد کې زموږ خويندې او مندې له ظلم او اسارت نه خلاصي شې پر ځاي به وي چي دهغوي دژوند ټولو اړخونوته ځانگړې پاملرنه وشي . دابايد هيره نشې پداسي يو هيواد کې چي دنړۍد(( شپږو ))خوارو او غريبو هيوادو په قطار کې راځې دغه څو دولتې مقامونه اوياپه پارلمان کښي دښځينه استازو موجوديت به د هيوادد مليونو ښځوپه ژوند کي کوم مثبت او اساسي تغير راولي . همدا اوس افغاني ښځي (( 95 )) په سلو کې نالوستی دي ،لازمه داده چي په هيواد کي دښځو دنهضت دپر مختيا لپاره بيله کوم ډارنه غښتلي او قوې گامونه اوچت شي ،زموږ دهیواد ښځې دنږيوالو بشرې سازمانو،يونيسف ،يونسکو او ملگروملتووځانگړو پاملرنواو قانوني حمايو ته دبل هر هيواد تر ښځو زياته اړتيا لرې .
په اساسي قانون کې دبنيادې تغيراتو له مخې بايد د ښځو خرڅول ، دکوچنيو انجونو په نکاح کول، ښځه په ميراثي ډول بي دهغي له خوښي نه تر لاسه کول ، په بدو کې دښځي او انجلۍ ورکول ، پر ښځو فردي او يا ډله ايز جنسي تيرۍ ،دښځو جسمي ، رواني ازار ،د ښځوسنگسار، تيرباران ،اعدام او په دورو وهل ، په زور او جبر ښځه دنارينه سره په گډ ژوند مجبورول او داسي نوري کړنې چي په هغو کښې انساني کرامت تر پښو لاندي کيږي منع اعلان شي . ښځو ته دهيواد په ټولو دولتي او غير دولتي ادارو او مؤسسو کي دنارينه و سره دگډکارحق ، په مرکز او ولاياتو کي دمور او ماشوم دحمايي په منظور ځانگړو ادارواو په ټول افغانستان کي د امکان تر سرحده وړکتونونه اوماشوم ته دشيدو ورکولو ځايونو جوړول،په وزگار وخت کي دښځو لپاره ددوي په گډون ، دښځو په منځ کې د نالوستوب پر خلاف دمبارزي په خاطر د ليک لوست د زده کړي دکورسونو ،د موسيقي ،سپورت ،لاسي کارنوو اوداسي نور مختلفو فرهنگي انجمنو او ټولنوجوړونه به دښځو دنهضت د پر مختيا اوهغوي ته دهيواد په دولتي او سياسي چاروکې دپراخ گډون لاره هواره کړی .
داچې په افغانستان کې دمنځنيو پيړيو دوديزو مناسباتود مليونوانسانانو دژوندډول او شيوه دنړی دنوروهيوادوتر کچې راکښته کړې ده،همدا لامل دۍ چې اوس زموږ په هيواد کښي مينه جرم اوخپله خوښی ښکاره کول جنايت گڼل کيږې ،دسرغړونکې جزايي ځان وژنه اويا سوځونه ده . تر اوسه ((۹۰))په سلوکښي نشې کولاي ښونځۍ ته ولاړې شې .
درسمي رپوټونو له مخې هره ورځ د ((۶۰۰)) په شاوخواکې ماشومان خپل ژوند دلاسه ورکوې او هره ورځ ((۵۰)) په سلو کې ميندي دماشوم دزېږېدوپه وخت کې ژوند دلاسه ورکوې . داچې څومره ميندي دځان او خپل ماشوم لپاره خواړه ،کالي او درمل نلرې ،داچې څومره ښځې هره ورځ دمختلفوبهانواو دلايلو په توروديوالو کې په سرو اوښکو ناست دې ،داچې هره ورځ دښځې په کور بله بنه (دوهمه ،يادريمه مادينه) په کور ورننه باسي په شمير پوهېدلو يې دوجدان خاوند انسان ليونۍ کيږې .
ديونيسف داعلاميي په اساس ((۹۰)) په سلو کي دماشوم زيږول دروغتيايي اصولو خلاف سرته رسيږي ،په همدې خاطر په هرو سل زرو ماشومانو کي چي دنياته راځې (( ۱۹۰۰)) ماشومان ضايع کيږې . په منځنۍ توگه ښځه دعمر په اوږدو کي شپږ ځله اوميدواره کيږې داقتصادي او روغتيايي ناوړه شرايطو په اساس دوينې په سرو کروياتو کي داوسپني دنشته والې او وينې دلږوالې له امله (( ۷۰ )) په سلو کښې اميدوارې ښځې ددتبر کلوز په مرض اخته کيږې .
دملگرو ملتودسازمان دځانگړې داستازي مرستيالي دروغتيا دنړيوالې ورځي په مناسبت د BBCسره په مرکه کښې دافغاني ميندو اوماشوم حالت د(( خاموشي سونامي )) په نامه نومولئ دۍ هغې وويل : دمور او ماشوم دا شان حالت يوه لويه فاجعه ده بايد دافغانستان اړونده چارواکي او نړيوال دا سونامي پرځاي په ټپه ودروې . ديونيسف دادارې دکوچنيانو دحمايي صندوق مسؤلينويو ځل بيا چارواکو ته خبر دارۍ ورکړ چي په افغانستان کي دميندو مرگ او مير په ډير بد حالت کي قرار لرې ،دهمدې سازمان دراپور په اساس په هيوادکي په هرو(( ۳۰)) دقيقو کي دولادت په وخت کي يوه مور ژوند دلاسه ورکوې .
دافغانستان دروغتيا وزير په وينا هره ورځ له (( ۵۰)) نه تر(( ۷۰)) ښځې او تر((۷۰۰)) زيات ماشومان چي عمر يي تر پنځو کلو کم دۍ دمختلفو ناروغيو دهغي جملي نه دتبرکلوز او ملاريا دمرض په اخته کيدو سره ژوند دلاسه ورکوې ، دا هغه ډول مريضۍ دی چي اوس دنړۍ په زياتو هيوادو کي مخ پر ورکيدو دی او يا هيڅ نشته اما متاسفانه زموږ په هيواد کي ددولتي چارواکودبي غورۍ په اساس هره ورځ له افغان ماشوم او مور څخه ژوند اخلي . درسمي احسايي په اساس په هرو زرو ماشومانو کي )) ۲۵۷ ((ماشومان ترزيږيدو وروسته تر پنځه کلنۍ پوري ژوندله لاسه ورکوي . ټولو دولتي اړونده چارواکي ددغه زړه خوږونکۍ حالت په مقابل کي بې تفاوته بريښې . يوازې دمور اوماشوم لپاره دروغتيايي خدمتونو دسرته رسولو په خاطر هرکال نړيوالي مؤسسې او نور هيوادونه په ميليونو ډالره راليږې يوه مور هم پوه نشوه چي دا پيسې چيرې ځې او پرڅه مصرفيږې ؟ زموږ دولتي چارواکو يي لاره ميندلې ده چي څنگه او دچاپه نامه له بهرنيانو نه مادي او مالې مرستې تر لاسه کړې ، او څنگه مصرف کړۍ ، پدې ملک کښې بيله هغه هم څوک له چانه دحساب غوښتنه نشي کولاي .
دطالبانو درژيم دړنگيدو راپدې خوا بيا تر ننه پوري متاسفانه دښځو دحقوقو ددفاع او هغوي ته په ټولنيزژوند کې دازاد او فعال گډون دامکاناتو برابرولو نارې سورې يوازي شکلي بڼه لرې .
همدا علت دۍ زيات شمير ښځې چي ليک اولوست يې زده دۍ بيا هم بيکاره دي او ياداسي کارو ته گمارل کيږي چي سرته رسول يې هغو ته گران وي .
همدا اوس چي دنړې ۳۷ هيوادونه دافغان ولس په غميزه کي راښکيل پاته دي اوپه افغانستان کي دسياسي حضورپه څنگ کښي پوځی ځواکونه هم لري ،اوهغوي تل دا وايي چي دوي به په افغانستان کي دښځوله حقه حقوقونه دفاع اوملاتړ کوي دښځو سره دواکدارو دميل اوخوښی پر اساس چال چلند په هيوادکي قانونې بڼه اختيارکړې ،ښځه په افغاني ټولنه کي محروم اوتحقير ترين انسان څخه شميرل کيږي ،اود همدې ظالمانه او وحشيانه کړنو،جنسي تيريو اواقتصادي ستونځو قرباني ده.
دښځودنړيوال پيوستون جشن پداسي شرايطو کي لمانځل کيږي چي لاتر اوسه دښځوپه مقابل کښي تبعيض اوددوي دحقوقوخلاف قوانين دنړی په زيات شمير هيوادو کښي پلي کيږي ،اوښځه د انساني کرامت خلاف قوانينو له مخي دخپل انساني حق نه محرومه ساتل کيږي. جگړې غوښتونکو زموږ په هيواداودنړی په يوشمير سيمو کښي دخلکو څخه دارامی احساس اخيستی دی ،دبشر حقوق بربنډ تر پښو لاندکيږي ،دغه حالت دښځولپاره تربل هرچازيات زورونکی دی ،همدالامل دی چي ښځې بايد په هيوادنئ اونړيواوله کچه دهرډول تبعيض ،نابرابريو،اوبې عدالتيوپر خلاف دخپل حق ترلاسه کيدولپاره سرسختانه مبازره وکړي .


ښځې بايدپدې باور ولرۍ چې دهغوي حق هيڅوک په خپله خوښه نه ورکوې اونه تر اوسه دبشرپه تاريخ کې چاته حق په خوښه ورکړه شويدۍ . دحق دترلاسه کيدولپاره تر هرڅه وړاندي په هغه پوهېدل او داچي چا اوپه څه ډول يې دښځوحق اوآزادي له منځه وړې اويايي له جدي گواښ سره مخامخ کړې اړينه برېښي چي تر هر څه وړاندي تعليم اوتحصيل ته مخه وکړی . په ټول توان اوطاقت ددي پر خلاف مبارزه حياتي ارزښت لري چي غواړې دښوونځيو اوعالي تحصيلاتودروازي په يوه اوبل نامه دانجونوپر مخ وتړې . دښځو ټولنيز سازمانونه اوپه دغو هيوادوکښې روڼ اندي اوسياسي گوندونه چي په ټولنه کي دحق اوعدالت ،انسانيت ،مساوات اوبرابری لپاره مبارزه کوي دقربانيوترکرښی بايددښځو دروا اوانساني حقوقوپه دفاع کي له هيڅ ډول زيار ،زحمت اوتلاش نه دريغ ونکړی . که ديو هيواد ښځينه دتعليم اوتحصيل له نعمت نه محرومي وي دا هغه سړي ته ورته دی چي په پښه گوډ وی ،متاسفانه گوډ انسان يوازي دومره کولاي شي دبل په مرسته دخپل ژوند دبقالپاره څه وکړی اوبس . دهر ډول ظلم او بې عدالتۍ په مقابل کښي بايد دمعقولو لارو چاروپکار وړلو سره مقاومت وشی . ددولتې ارگانو اويابل کوم ځواک هغه کړنو او فتواگانوپرخلاف کوټلي گامونه پورته کول چي دښځو مقام او انسانيت ته سپکاوۍ وې دهر افغان دنده ده .
وياړ په هغو پاک لمنو افغانو ښځو او پيغلوچې دخپل ژوند په قيمت يې دخپل رواحق دترلاسه کولو لپاره خپل خوږ ژوند دلاسه ورکړيدۍ . پاي