سورة بقره څلورم لوست

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times


بسم الله الرحمن الرحیم

وَاِذَاقِیْلَ لَهُمْ آمِنُوْاکَمَاآمَنَ النّاسُ قَالُوْااَنُؤْمِنُ کَمَاآمَنَ السّفَهآءُ اَلآاِنّهُمْ هُمُ السّفَهَآءُ وَلکِنْ لاّ یَعْلَمُوْنَ(۱۳)وَاِذَالَقُوْالّذِیْنَ امَنُواقَالُوْاآمَنّاوَاِذَاخَلَوْ اِلی شَیطِیْنِهِمْ قَالُوْا اِنّامَعَکُمْ اِنّمَانَحْنُ مُسْتَهْزِءُوْنَ(۱۴)اللهُ یَسْتَهْزِءُ بِهِمْ وَیَمُدّهُمْ فِیْ طُغْیَانِهِمْ یَعْمَهُوْنَ(۱۵)

ژباړه : هرکله چی دی (منافقینو)ته وویل شی ایمان راوړۍ !لکه چی نورو(صحابه کرامو) ایمان راوړی دوۍ وایی ایامونږ دهغه بی عقلوپه څیر ایمان راوړوخبر دار همدوۍ بی عقله دی لیکن دوۍ نه پوهیږي (۱۳)هرکله چی دوۍ(منافقین)مؤمنانو سره مخامخ شی ورته وایی مونږهم ایمان راوړی اوکله چی خپلو مشرانوته ورشی ورته وایی مونږ تاسوسره یوهغوۍ (مؤمنانو)پوری ټوقی کونکی یو(۱۴)الله ﷻ به سزادټوقوورکړی دوۍته اومهلت ورکوي دوۍ ته په سرکشۍ ددوۍ کي حال داچی دوۍ حیران دي .

لنډتفسیر: اول ایات کریمه کی دمنافق په وړاندی دایمان یو معیار کیښودل شو چی هغه دصحابه کرامو ایمان دی ځکه په هغه زمانه کی صحابه کرامو ایمان راوړی وو څرګنده شوه چی هغه ایمان معتبر دی چی دصحابه کرامو دایمان په څیروي په کومو شیونو په کومه اندازه دصحابه کرامو ایمانوو که هغه شان وی قبول اوکه هغه شان نه وی ندی قبول دصحابی ایمان یو محک(زرکاڼی) دی چی دټول امت مسلمه ایمانونه به پری اندازه کیږی . دهغه زمانی جاهلانو صحابه کرامو ته ناپوهه ویل همدغه طریقه دهری زمانی دناپوهانو ده څوک چی ورته دالله ﷻ اورسول ﷺ لار ښایی دوۍ یی ناپوه اوجاهل بولی قرآن څرکنده کړه چی همدغه کسان بی عقله اوناپوه دی چی دالله ﷻ په ښکاره نښانوایمان نه راوړي .

دوهم ایات کی دمنافقینو دوه مخی پالیسی بیانوی چی مسلمانانو ته ځان مسلمان اوکافرو ته ځان کافر څرګندوی .مسلمانانو سره یواځی دوۍ پوری دمسخروکولولپاره مخ کیږی .

دریم ایات کی الله ﷻ فرمایی چی دامنافقین فکر کوی چی مونږ مسلمانانو پوری مسخری کوو اوهغوۍ څخه موبی عقله جوړکړی حالانکه همدۍ خپله بی عقله دی الله ﷻ دوۍ ته په سرکشۍ کی وخت ددی لپاره ورکړی چی دامنافقین خپل ځان پوری دخندااسباب براوي .

دلته خبره داستهزا(مسخرو)په جواب کی وه نو ځکه تری په مسخرو تعبیروشو.