استاد پوهاند حسن ضمير ساپى اودهغه ياد 

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

دسمون ساپي په قلم

ديوه افغان له پاره په دې نړۍ کې دسفر ښه پاى دا وي چې له مرگه وروسته په خپله پلرنۍ هديره يا مړستون کې خارو ته وسپارل شي ۔ په خلکواو عوامو کې باورونه ډير دي ۔ يو ښه باور دادى چې وروستى مسافر په هغه دونيا کې له خپلو اسلافو سره ليده کاته کوي اويا دهغو ارواح سره گډيږي اويو دبل پوښتنه کوي ۔ درسم اودود له مخې په پښتنو کى دا يوپخوانى دود دى ۭچې پښتون په هر ڂاى کې چې ومري نودهغه مړى دهغه وارثان بالاخره خپلې پلرنۍ هديرې ته رسوي اوهلته يې ښخوي ۔

استاد پوهاند حسن ضمير ساپى يو له هغو څو تنو په شمار معاصرو علمي اواکاديميکو شخصيتونو څخه وو ۔ چې دازادى غوښتنې جذبه اواحساس يې له هر څه ډير پياوړى اوپه پوهنتون کې په خپل وخت کې ديوه زړور اوپه هيواد مين استاد په توگه پيژندل شوى وو ۔ هغه په درسي ساعتونو کې هم دچا دمقام اودچا دقدرت پروا نه کوله اونه خو يې دمقام اوڅوکۍ له پاره کومه هله ځله کړي ده ۔ هغه دهيواد له خپلواکۍ اوآزادى سره مينه درلوده ۔ اوپه همدې روحيه نوموړي د هغه پرديو ڂواکونو چې افغانان مريي کول غواړي په کرکه کتل او دخپل هيواد تاريخ ته معتقد اوباوري وو ۔

په دې څو تيرو ورڂو کې پوهاند حسن ضمير ساپي خپل روح اوامانت حق ته وسپاره اوله دې فاني نړۍ يې سترگې پټې کړې ۔ دهغه کورنىۭ زامن ۭ وريرونه اودقوم مشران اوسپين ږيري دوروستې ڂل له پاره له هغه سره دخداى پامانۍ په خاطر په لغمان کې دهغه په پلرني کلي کې راټول شول ۔ چې په درانه دود يې خاورو ته وسپاري ۔ وايي چې استاد ضمير ساپي ډيره هيله درلوده او وصيت يې کړې و ۔ چې دهغه جسد په خپله پلرنۍ هديره کې خاورو ته وسپارل شي ۔ دهغه کورنې هڅه وکړه چې همداسې وکړي ۔ خو دهغه پلرنۍ هديره دامهال دايوې امريکاېې قطعې له خوا نيول شوي اوهلته يې کيمپ جوړ کړى و ۔

امريکايانو هيڅ چا ته اجازه نه ورکوله چې هلته اويا دغه هديرې ته ولاړ شي ۔ داستاد کورنۍ له امريکايي چارواکو سره تماس نيولى چې هغو ته دورتگ اودقبر کيندنې اجازه ورکړي خو امريکايانو له ډيرو مشورو وروسته ويلي چې يوازي څلورو تنو ته اجازه شته چې قبر وکيني او نور څوک حق نه لري ۔

بالاخره جنازه تياره شويده اوخلک دهديري په لور روان دي چې غواړي جسد په پښتنې اواسلامې دود خاورو ته وسپاري خو امريکايانو دکلي خلکو ته اجازه نه ورکوي چې دقبر خواته نږدې ورشي ۔ ديو لړ خبرو اترو وروسته بالاخره په جنازه کې گډون کوونکې هديري ته په کلکه منع کيږي اوباالاخره خلک دې ته اړ کيږي چې داستاد جنازه په يوه بله ليرې هديره کې خاروو ته وسپاري ۔ اوجنجال ختم شي ۔

خبره داده چې پوره اوه کاله زيات وکم کيږي چې امريکايان په افغانستان ورختلي دي ۔ دوى طالبان و ڂپل اودهغو حاکميت يې ړنگ کړ ۔ خو افغانستان پر ڂپل ڂاى پاتې دىۭ هغه څوک شاته نه شي اچولې اودسمندورونو ها خواته يې نه شي وړلاى ۔ ۭ هغه چې څنگه ړنگ وو هماسې ړنگ پاتې دى ۔ بهرنۍ څيړنيزې اداري اټکل کوي چې اويا په سلو کې خاوره دطالبانو ترحاکميت لاندې ده ۔ واقعيت داسې نه دى بلکې داسې دى چې دکرزى اوامريکايانو له کنترول څخه هرڅه وتلي دي ۔ اوس دخلکو دقهر اوغضب لاندي دي ۔ خلک نه له طالبانو اونه له کرزي دفاع کوي خو دخپل ننگ اوناموس څخه اودخپلو سننو څخه په کلکه دفاع کوي ۔ اوپه هغو وياړي ۔

نه پوهيږو هغوى چې ددغه اداري غلامان اومرييان دې اوپخپلپه داسې کسان هم په کې شته چې يوه ورڂ نه يوه ورڂ خو به يې داستاد حسن ضمير اوحسن کاکړ او نور وپوهانو درس ته هم غوږ ايښى وي ۔ نو دومره وجدا ن خو دې ولري چې دې خپلو بادارونو ته په افغانستان کې کيڼ اوښي لاس وروښۍ ۔ اوکنه نو دروسانو پوڂ هم ډير زورور اوډير ڂواکمن و خو دافغانستان دخلکو دقيامونو په وړاندې ويلې شو۔

داستاد پوهاند ضمير ساپي دمرگ پيښې هم دا دخپل مرگ په بيه ثابته کړه چې په يوه اشغال شوي هيواد کې دکور اوپټي واک خو څه کوى چې دمړستون يا هدېرې واک هم دپرديو سره دى ۔په افغانستان کې اوسنى پاڅون څه په بشپړه توگه مذهبي اوعقيدوي هغه نه دى ۭ بلکې ددې منشا اوسرچينه په هغه پاټک شاهيو ۭ غلو چور اوتالان ددولتي ڂمکو غصبول ۭ دوادونو په محفلونو باندې بمبارد ۭ په جنازو بمبارد ۭ په جوماتونو کې په جرگو بمبارد ۭ اودتاريخ دډېري بې کفايته اداري نصبول ۭ اودهيواد ادارې ته دپيزې ددوکان اودرستورانت په حيثيت کتلو ۭ اودبهرنيانو کاوبايي ډوله کبرجنو عملونو نتيجه ده ۔ اوبس ۔

داپاتريس لوممبا خبره چې کله ټول هيواد زندان شي ۭ کوچنې زندان مانا نه لري ۔ خو داستاد روح اوس په دې پوهيږي ۭکله چې ټول هيواد مړستون شي پلرنى مړستون مانا نه لري ۔

استاد حسن ضمير ساپى دې خداى وبخښي ۔ جنتونه دې ورپه برخه شي ۔

دسمون ساپي په قلم