نا تو په افغا نستا ن کی ورته ستونزو سره مخامخ دی کوم چی روسیی په (۱۹۸۵) کی مخامخ وه

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

سرچینه : له ټایم څخه .

نیټه : داکتوبر (۲۴) کال (۲۰۰۹)

ژباړونکی : پوهندوی دوکتور سیدحسام (مل)

په (۱۹۸۵) کی دشورویانو جنګی عملیات اولښکرکشی د خپل پا یلی او عطف نقطی ته رسید لی وه ،میخایل ګرباچوب په تازه ګی سره د روسیی د کمونست ګوند سرمشریزه ترلاسه کړی وه،د سره لښکرمشران داضافی سپاهیانوغوښتنه کوله،میخایل ګرباچوب له افغانستان څخه دخپل سپاهیانواودمحدودونظامی قطعاتودرایستلو پر پلان
اوستراتیژی باندی غور کاوه ، له بلی خوا څخه ګرباچوب اوروسی نورو لوړ پوړو چارواکو دافغانستا ن پر جمهور ریس ببرک کارمل باندی کوم چی په کال (۱۹۷۹) کی د شوروی اتحاد ددولت اود نظام په مټ قدرت اواقتدار ته رسیدلی ؤ خپل باور اواعتبار دلاسه ورکړی ؤ اوهغه داچی ببرک کارمل دخپل تسلط په وروستیو وختونو کی ضعیف اوکمزوری شوی و اود کارکولو زیات انرژی يې نه درلوده حتا چی له خپله ځایه هم نشو ښورید لی ،نو په دی بنیاد د شوروی اتحاد لوړپوړیو چارواکو پریکړه وکړه
چی له افغانستان څخه ووځی او ښپی سپکی کړی .دیادونی وړمطلب دادی چی دهغه وخت وضع له موجوده وضع سره یوڅه شان ورته والی لری اودا به بی ځا یه نه وی چی د روسانو جنګی عملیات د ناتو دجنګی عملیاتو سره په افغانستان کی په موازی ډول پرتله نه کړو .د یادونی وړ اصل دادی چی ښاغلی اوباما د امریکی جمهور ریس اوس اوس د یو شمیر ورته چلنجونو سره مخامخ دی لکه هسی چی هغه د افغانستان په اړه دیوې پریکړی د نیولو سره لاس او ګریوان دی او په ډیر احتیاط سره ګامونه پورته کوی، دهغه ډارد افغانستان په مسایلو او قضایاوکی دا دی
چی مبادا لکه دانګریزانو په څیر په نولسمه پیړۍ اود روسانو په څیرچی په شلمه پیړۍ کی کوم چی د شرموونکی ناوړی اومفتضحانه ماتی سره په افغانستان کی مخامخ شول مخامخ نشی .نو په همدی بنیاد اودهمدی واقیعت په نطر کی نیولو سره هغه یعنی اوباما دجګړه مارو د ځپلو دپاره د افغانستان د ګاونډی هیواد پاکستان څخه وغوښتل چی آزاد قبایلی سیمو ته تر (۸۰۰۰۰) پاکستانی سپاهی او لښکریان ولیږی ، لکه څنګه چی د هغه غوښتنه هم ترسره شوه، اواوس په قبا یلی سیمو کی توده جګړه روانه ده ،دپورتنیو یادونو سره سره
بله ستونزه دا دی چی ښاغلی اوباما خپل باور دیو نژدی متحد ملګری په بڼه پرحامد کرزی باندی د مختلفو دلایلو پربنیاد لکه هغسی چی روسانوخپل باورپرښاغلی کارمل د لاسه ورکړی ؤ دلاسه ورکړی دی .
دروسانو د جنګی عملیاتو یو لوړ پوړی چارواکی او د میخایل ګرباچوف باوری صلاح کار مشاور (اناتولی چرنیف)په دی باور ؤ چی په افغانستان کی زمونږ داوږدی مودی پاتی کیدو (نه دایمی) د پاره مونږ کارمل ته ضرورت لرو نه کارمل مونږ ته .
دیا دونی بل مطلب دادی چی ښاغلی حامد کرزی په دی باور دی چی هغه د نومبر د میاشتی د اوومی نیټی په دوهم دور انتخاباتی ټول ټاکنو کی به بری تر لاسه کړی اوپخپل مقام کی به پاتی شی . اوپه همدی انتظار سره ځان سره پتلی چی که چیری بیا واک تر لاسه کړی ،نو دی به یوقوی متحد او ملی حکومت جوړ کړی اوپر ستونزو باندی به لاس بری پیدا کړی . دحامد کرزی غټه ستونزه دټول ټاکنو په دوهم پړاو کی چی هغه ګټی اویا که نه ګټی پرهغه باندی دخلکو دباور مسله ده ځکه چی هغه دانتخاباتو په لمړی دوره کی دهغه درغلیو او تقلباتو له امله چی د هغه په وټونو کی راڅرګند شو خپل مشروعیت دلاسه ورکړی دی ،خو سره له هغه یوشمیر سیاستوال او دیپلوماتیکی کړی په دی نظر دی چی که چیری حامد کرزی دوهم پړاو انتخابات وګټی او بیا دافغانستان دجمهور ریس په توګه لوړه وکړی هغه به د خپل غربی متحد ینو د اعتماد دراجلبولو د پاره ډیره هڅه او اند وکړی او پخپل راتلونکی جد وجهد اوکړنو کی به یو لړ درامتیک بدلونونه راوړی ، نو دهمدی اصل په نظر کی نیولو سره دناتو دغړو هیوادو نظامی کارپوهان په برتسلاو کی سره غونډه وکړ اود افغانستان دموجوده وضع په هکله خپل نظرونه سره رد اوبدل کړل او د امریکی ددفاع وزیر ښاغلی رابرت ګیتس د خپل اروپایی متحد ینو څخه وغوښتل چی افغانستان ته د اضافی سپاهیان په لیږلو سره خپل ونډه تر سره کړی اودناتو دغړو هیوادو استاذی هم خپل وړاندیزونه یوبل پسی دکنفرانس ګډونکونکو ته وړاندی کړل ،چی دهغه وړاندوینو له جملی څخه یوهم د د نمارک ددفاع وزیر وړاندی وینه وه ،هغه پحپل وړاند وینه کی څرګند ه کړه چی مونږ مخکی دسپاهیانودلیږلو څخه له هر څه نه مخکی باید وګورو چی د دوهمی دوری انتخاباتی پایلی به څه وی اوراتلونکی جمهور ریس به زمونږ سره څه ډول چلند کوی .
په کابل کی یوشمیرغربی رسمی مامورین د افغانستان د موجوده وضع د سمون د پاره یو لړ لمړیتوبونو مخکی کوی چی دهغه په سرته رسولو سره وضع به سم شی . دغه لمړیتوبنه عبارت دی له :
لمړی : له ټولو نه مخکی ضرور بریښی چی په افغا نستان کی یووالی او د اتفاق په راوستلو باندی کار ترسره شی اوهغه داچی عبد الله عبدالله دافغانستان د باندنیو چارو مخکینی وزیر چی دانتخابات په لمړی پړاو کی دوهم مقام تر لاسه کړ اود دوهم انتخاباتی پړاو دکاندیدونیت هم لری هغه دهغه دپلویانوسره باید جوړ جاړی ته راوبلل شی ،دوکتورعبدالله عبدالله نیمایی تاجک تبار او نیمایی پښتونتبار شخص دی چی دشمال میشتو تاجکانو په مینځ کی د شهرت خاوند دی ، حامد کرزی د انتخاباتو په دوهم پړاو کی دعبدالله عبدالله سیال په خټه پښتون او په جنوب کی دپښتنو په مینځ کی پلویان لری کوم چی په لمړی دوره ټول ټاکنو کی له همدی منطقی څخه ډیر رایی تر لاسه کړی ول .
ددی هدف د تر لاسه کولو دپاره په اصطلاح ضرور نه بریښی چی په نوی او راتلونکی کابینه کی دی هرو مرو مخالف شخصیتونه شامل شی لاکن دا به داهمیت وړ مطلب وی چی که چیری په کابینه کی هغه غړی کوم چی د حزبونو دخپل مینځی مرکی له مخی چی د لوی دودیز لوی جرګی مشوری سره سمون ولری شامل کړل شی ګټه به یی زیات وی .
دوهم لمړیتوب :د فساد اود بډی اخیستلو سره کلکه مبارزه اوپه سرکی د مخد ره ټوکو د تجارت او دقاچاق وړونکو د فعالیتونو مخه نیوی او د همدی اصل په پیروی سره دقاجاقبرانو اود رشوتخورو ډلو ټپلو نمایندګان او استاذی ته په نوی او راتلونکی کابینه کی ځای نه ورکول شامل دی .
دریم : دحکومت او د راتلونکی دولت په ټولو برخو اوادارو کی اصلاحی اقدامات باید تر سره شی اوهغه په دی معنی چی باید د معاصر او د منل شو اوصولو او ریالیستیکی اساساتو په پلی کولو کی موجوده خنډونه لری کړل شی ، هڅه دی وشی چی په دولتمداری کی له قوم ګرایی پالسیی څخه پوره ډډه وشی .
په هرصورت دلته دناتو دغړوهیوادونودځنی غړی اند یښنی او تشویشونه هم د یادونی وړ بریښی ،مثلاً بریتانیا په دی تشویش لري چی دهلمند والی ګلاب منګل کوم چی یو لایق او کار پوه سړی دی دهغه عمر تقاعد ته نژدی شوی دی ، او دهغه نه وروسته که شیرمحمد اخند زاده کوم چی دانګریزانو له خوا په ۲۰۰۶ کی دهغه دکور په لاندینی پوړ کی (۹) ټنه آپین او هیریون کشف او له وظیفی څخه لری کړل شو له سره والی شی څه پیښی به مینځ ته راشی .
له بلی خوا څخه په دی کی به شک نه وی چی حامد کرزی ددی نمونوی ډول زیاتو بی ځایه غوښتنو په مقابل کی مقاومت ونکړی مګر د هغه ستونزه په دی کی هم ده چی هغه دهغو جنګ سالارانو سره کوم چی هغه ته په انتخاباتو کی دهغه دبیا ټاکل کیدو ملا تړ او مرسته کړی اوکه دلوړو مقامونو او دچوکیو غوښتونکی وی څه چلند وکړی ، که چیری دراتلونکی حکومت په پالیسی کی لکه چی په پورته ډول تری نه یادونه وشوه سمون را نه وړل شی نو په هغه صورت کی خارجی قوتونه او سپاهیان به له افغانستان څخه ووځی اودا ځکه چی د خلکو باور له حکومت څخه شکیږی او په هیواد کی بی باوری لا پسی ډیریږی .
یوه بله خبره چی د یادونی وړ ده هغه دا ده چی په موجوده شرایط کی د کودتا امکانات ډیرمحدود اوغیرممکن بریښی .
بروس رید ل د سی ـ آی- آی مخکینی لوړ پوړی چارواکی اوباما ته د افغانستان په هکله داسی توصیه او مشوره وړاندی کړی : [ مونږ په دی جګړه کی بایلونکی یاستو یعنی مونږ دا جګړه بایلو ] او دا ځکه چی ښاغلی میخایل ګرباچوف په (۱۹۸۵) کی د ورته پایلی سره مخامخ شو، اوپریکړه یې وکړه چی کارمل له قدرته واچوی اود سره لښکر د سپاهیانو شمیر دافغانستان له وتلو څخه (۱۹۸۷) تر سلو زروته لوړ کړی مګر پایلی داشوي چی د کارمل په لری کیدو او دسپاهیانو په ډیریدو سره بیاهم ماتی وخوړل او ګټه یی تر لاسه نکړه . ښاغلی نجیب الله د سره لښکر د محدودو قطعاتود وتلو رجیی نطاره کول اومخکی له دی چی داخلی جګړه په وطن کی پیل شی په (۱۹۹۲) کی ملل متحد ته په کابل کی سیاسیی پناه ویوړه اود ملل متحد په یو ځانګړی تعمیر کی میشت او څلور کاله وروسته کله چی طالبان کابل ته راغلل د نجیب د اوسیدواود پناهده ګی په مقر کی داخل هغه یی مړ او په قتل ورسولو اودهغه مړی یی د ټرافیک په یوه ستنه و ځړوه .