د ډاکټر نجيب الله زموږ د هيواد د تيري پېړۍ وروستی اتل او لوی ملي شخصیت د شهادت د ديارلسمي کليزي په مناست !

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

سپېڅلی

د پيام وطن د پاڼي و چلونکو او تنظيموونکو ته سلام او درناوی وړاندي کوم !

تاسو څوک نه پېژني چي څوک ياست او څه هدف لری او څه غواړی خو بياهم چي د لوی شهيد ډاکټر نجیب الله د لوړ شخصیت د لمانځلو خبره راسي نو بيا ټول با سپاسه افغانان و هغه ته د ارادت سرونه ټيټه وي او که ستاسو د لاري هم وي، هغه ابرازوي .



اجازه راکړی تر هر څه نه ړومبی د لوی شهيد ډاکټر نجيب الله د شهادت ديارلسمه کليزه هم ستاسو د پاڼي د لاري او هم د ټولو ملي، وطني او غيرګوندي پاڼو دلاري د هغه شهيد و کورنۍ ته ، دهغه شهيد و پتمني مېرمن ډاکټر فتانې نجيب ته او د هغه شهيد و خوږو اولادو ته، بيا د افغانستان و باسپاسه ، او عزتمنو شا ځلمو ته ،د هغه شهيد د آرمانجن ګوند د وطن ګوند و سپېڅلو او پر وطن مين غړو او لارويو افغانو ته، د هغه شهيد د يوه ارمانجن ملګري او ارادتمند په حيث ټولو ته يادونه وکړم او ورته د زړه تسليت ووايم .



ډاکټر نجیب الله زموږ د وطن د تيري پېړی وروستۍ نه هېرېدونکۍ وياړ وو، زموږ د وطن و نوي نسل ته،زموږ د وطن و راتلونکي سرنوشت ته يو الهام بخښونکی رهبر او لوی سالار وو، دهغه د پوهي او عمل کارنامې و نوی نسل ته، دا نسان، افغان ، افغانيت او اسلاميت د لوړو ملي اهدافو او خپلواکه ايډيالونو و تحقق ته، يو رياليسټ رهبر او وهغه ته د رسېدا يو جامع مکتب وو ، هغه بايد درک او توضيح سي .



د شهيد ډاکټر نجيب الله پر لوړو انساني ، ملي او افغاني ارمانونو بايد سياسي تجارت ونسي ، دهغه لوړ شخصيت او تلپاتي کارنامې بايد يوازي د څو کليشه ای پيغامونو په خپرولو سره چي د وطن د ګوند د موقته تشکيلاتو د انسجام لخوا خپريږي، خلاصه نشي . د داسي لوړ ملي شخصیت درناوی په داسي کوچنيو سازماندهيوباندي بايد سپک نشي .



پر ځای خودا وه چي پروني مرد او نامرده د ګوند مشران، د شهيد ډاکټر نجيب الله د يوه ارمان لارويان، د مرکزي کوميټې غړي بايد را مخته شوي وای ، لومړی يې خپل سرونه دهغه و لوړ شخصیت ته ټيټ کړی وای او بيا يې د تيرو حوادثو دحق او حقيقت و بيان ته ځانونه تسليم کړي وای .



ډاکټر نجيب الله نن د پرګنو په زړو کي د سولي، راستۍ او ا افغاني سپېڅلتيا يو رښتنۍ او د افغاني اصيلو ارزښتونو يو واقعي سمبول دی ، تاسو دومره ظلم مه کوی چي دهغه د شخصیت لمانځنه يوازي په فقیر محمد ودان وکړی او يا د نجيب شفقیار په پيغامو او يا په همداسي څو دوه درېو نورو تنو وکړی . تاسو لاړشی د وطن و پرګنو ته، د هغوی نه و پوښتی چي دهغوی په زړو کي د ډاکټر نجيب الله د شخصیت په هکله څه وايي او د هغه عظمت څومره وزن لري .



واقعيت خو دادی چي خلک نه غواړي و هغه شهيد ته د خپل ارادت اندازه د سالمو او ناسالمو ګوندي پاڼو د لاري بيان کړي . بهتره داده چي که تاسو د هغه شهيد د لوړ شخصیت درناوی کوی نو په داسي مصنوعي او بې کيفيته طريقو يې مه کوی ، تاسو خپل ځان د هغه شهيد په لمانځلو سره مه لوړوی .



نن افغان ولس په داسي يو حالت کي قرار لري چي هم ستاسو خبري څاري او هم مو عمل تر زره بين لاندي ګوري . هغوی په دې پوهيږي چي تاسو څه کوی ، لطفاً په داسي ګومه کي خپل دغه کمپاين مه بدنامو ی، د ډاکټر نجيب الله د شخصیت لمانځل داسي مه بې قدره کوی ، چي بس يوازي خپل ځان چي هويت مو هم ندی معلوم برجسته کوي او بيايې سپکوي .



لطفاً دغه ليکنه لومړی په خپله بې آدرسه پاڼه کي خپره کړی او بيا يې هم و ډاکټر فتانې نجيب ته واستوی او هم دا چي ټوله و پوهيږي چي داسي يوه روحيه ددغه په اصطلاح ګوند د باندي ولي راغلې او ولي بايد موجوده وي !



په درناوي

سپېڅلی

۲۷/۹/۲۰۰۹