ترهګري د پاکستان کاروبار دى

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

معلم صلاح الدين

هر کاروبار يو ښه بازار او هر بازار ښې سودا ته اړتيا لري. پاکستان د ترهګرۍ د کاروبار لپاره يو داسې بازار موندلى چې يواځې امريکا نه بلکې ګرده نړۍ ورته د څه ناڅه پېرودلو لپاره راوتلې ده. د هر کاروبار دا اصول دي چې پلورونکي د کوم شي په پلورلو کې علاقه لري بايد فابريکو والا هغه شيان زيات جوړ او بازار ته راوباسي.
همدغه اصول پاکستان ښه پلي کړي دي او په دې نړيوال بازار کې د خرڅولو لپاره يې د ترهګرو د جوړولو، تربيه کولو، مشهورولو او بيا خرڅولو لپاره خپل ټول استخباراتي بانډونه په کار اچولي دي.
که تاسې د دغه هېواد په تاريخ غور وکړئ نو بنسټ يې د نورو په ورانولو ايښودل شوى دى. انګرېزان چې کله له هند څخه وتل نو د هند او افغانستان د کمزوري کولو او په سيمه کې د يوې اډې د ساتلو لپاره يې د پاکستان په نامه يو داسې هېواد جوړ کړ چې تاداو يې د هند د مسلمانانو په سرونو او د افغانستان د پښتنو په خاوره کېښودل شو. يانې دا هېواد د هند او افغانستان د ورانولو په صورت کې منځ ته راغى. او کله چې منځ ته راغى نو هم دغه د ورانکارۍ کار ته يې دوام ورکړ. د دغه هېواد پوځ او استخباراتي بانډونه په دې لټون کې شول چې چېرته ورانى او تخريب وکړي. کله کشمير، کله هند، کله افغانستان او بالاخر د نړۍ په هر ګوټ کې يې د تخريب لپاره لاسونه وغځول. که تاسې وګورئ په برطانيه، امريکا، عربي هېوادو، اروپا او اسيا کې چې چېرې هم د ورانکارۍ هلې ځلې کېږي د پاکستانيانو لاس به پکې وي.
په همدې ترڅ کې چې کله افغانستان ته روسان راغلل او امريکا ورته د "جهاد" په نامه سنګر ونيوه نو د پاکستان پوځ او استخباراتي بانډونو، ديني مدرسو او نورو جنايتکاره ډلو دا د يو طلايي چانس په توګه وپېژنده او د امريکا په خدمت کې يې خپل هر څه تقديم کړل. امريکا د وسلو او ډالرو په زور دغه جنګ وګاټه او خپل ضد يې پوره کړ. پاکستان په دغه امريکايي جهاد کې د ډالرو د ګټلو ترڅنګ نورې ډېرې ګټې هم ترلاسه کړې لکه د افغانستان ملي اردو او نظام له منځه وړل، د ګرد هېواد سيمې او نظامي جوړښتونه پېژندل او هلته خپل خلک کېنول، د جهاد او سياست په نامه خپل تربيه کړي مداريان په کابل کې حاکمان کول او هغوى ته کله د شريعت، کله د جهاد، کله د امنيت او کله د امر بالمعروف جامه وراغوستل.
دغه ټولې کيسې روانې وې چې د يولسم سپتمبر پېښه وشوه او امريکا خپله جهادي غلطي په سختۍ سره احساس کړه. امريکا ته معلومه شوه چې کوم ماران يې ساتلي او تربيه کړي وه د هغوى خلاص پرېښودلو د لوى خطر سره مخ کړې ده ځکه چې مار ته که هر څومره د اخلاقو درس ووايې او هر څومره ښه خصمانه يې وکړې خو چې چانس په لاس ورغى ټک به درکوي. همدغه وه چې امريکا خپل پخواني "اتلان" د قلم په يو کش سره ترهګر اعلان کړل او پاکستان ته يو بل ګټور بازار په لاس ورغى. پاکستان ددې لپاره ډېرې دعاګانې کړې وې ځکه چې د جهاد د پلورلو بازار بېخي ختم شوى و او پاکستان نور د سختو مشکلاتو سره مخ و.
د امريکا د يو چارواکي د يو تليفون په کولو سره د پاکستان تر ټولو ستر پوځي قوماندان جنرال پروېز مشرف خپله ټوله جهادي عقيده او جذبه بدله کړه او د ترهګرۍ په ضد جنګ کې هم Front Line Ally شو. تاسې اوس فکر وکړئ چې د کوم هېواد د اتومي پوځ تر ټولو ستر قوماندان په يو تليفون خپله عقيده بدلوي او د تر ټولو سترې مدرسې ستر مشر يې ځوان هلکان او جلکيانې په سنګر کې پرېږدي او په خپله په چادرۍ کې تښتي، هغه هېواد زمونږ لپاره جهاد کاوه او اوس پرې وياړ هم کوي چې شوروي ته مو ماتې ورکړې ده. د حقيقت نه زمونږ ساده افغانان اوس هم يا خبر ندي او يا خبر دي خو ځانونه يې په ناخبرو کې اچولي دي چې ټول زور د ډالرو او د دينارونو و.
په هر حال، کله چې امريکا د افغانستان د شمال له لوري د ترهګرو په ټکولو لاس پورې کړ نو دغه ترهګر چې دوه نوي فيصده يې په پاکستان کې تربيه شوي وو بېرته د پاکستان په لور په تېښته شول او ځانونه يې يو ځاى بل ځاى پټ کړل. ځينې غټ غټ پکې پاکستان ونيول او امريکا ته يې ورکړل، امريکا چې د هغوى په بدل کې پرې د ډالرو باران وکړ نو پاکستان له يې خوند ورکړ او خپل استخباراتي بانډونه يې په دې کار وګومارل چې د افغانستان څخه تښتېدلي ترهګر يو ځل بيا فعال او په کار واچوي. کله چې دغه ترهګر د پاکستان په مدرسو کې له يو څه وخت تېرولو وروسته افغانستان ته راشي او په پاکستاني مطبوعاتو کې يو څه مشهورتيا ترلاسه کړي نو بيا يې يا خو د پاکستان امنيتي قواوې ووژني يا يې امريکا ته په لاس ورکړي او نور ډالر ترلاسه کړي. په دې توګه پاکستان د ترهګرو د خرڅولو يو کاروبار روان کړى دى او ورسره پاکستان د ترهګرۍ د يوې فابريکې څېره غوره کړې ده.
ښکاره خبره ده چې زاړه ترهګر يا خو وژل کېږي او يا هم نيول کېږي نو د کاروبار د جاري او بريالي ساتلو لپاره اړينه ده چې د ترهګرو يو پوځ دې موجود وي، کوم چې وژل کېږي او امريکا ته په لاس ورکول کېږي بايد د هغوى په ځاى نور وروزل شي او کار روان وساتل شي. ددې لپاره پاکستان خپل پوځ، خپل استخباراتي بانډونه، خپل ملايان او ان دا چې خپل مطبوعات تقسيم کړي دي او بېل بېل کار يې ورته سپارلى دى. ځينې يې د ښکاريانو په توګه تنکي هلکان يا د ديني زده کړو په نامه په خوښه بوځي او يا يې تښتوي، بيا يې تربيه کوي او ترهګريزو فعاليتونو ته يې چمتو کوي. ځينې کړۍ بيا دغه هلکان خپلو ټاکلو ځايونو ته بوځي او هلته يې په خپل کار پوهوي. ځينې کړۍ ددوى د مشهورولو لپاره په مطبوعاتو کې کار کوي او ځينې يې افغانستان ته د رارسولو لپاره دنده په سر لري. او تر ټولو ستره ډله هغه ده چې کله مېوه پخه شي نو خرڅه يې کړي. يانې کله چې دغه ترهګر پياوړي، فعال، مشهور او "برابر" شي نو بيا يا خو د پاکستان په کومه سيمه کې ووژل شي يا ونيول شي او امريکا ته په لاس ورکړل شي.
ددې مانا دا چې پاکستان د ترهګرۍ پر ضد روان جنګ کې هم د ترهګر رول ترسره کوي او هم د امريکا تر ټولو پوخ ملګرى دى. په نورو ټکو کې په دوو بېړيو کې يې پښې ايښې دي چې ددې کار پايله تل په منځ شلېدل وي او اوس چې د ګردې نړۍ د پاکستان دې رول ته پام شوى دى نو داسې ښکاري چې د پاکستان شلېدل هم رانژدې شوي دي. يواځې او يواځې د تاسف او وير ځاى دادى چې ددغه بې پلاره هېواد ددغه کړنو له امله د ګردې نړۍ مسلمانان د يو عذاب سره مخ دي. د دغه هېواد د کړنو له لاسه اسلام بدنام، افغانستان وران او ټول مسلمانان د داسې وضعې سره مخ دي چې لار ترې ورکه او کار ترې خطا دى. د مسلمانانو لپاره پکار دي چې په دې حساس پړاو کې اوده پاتې نشي، بلکې د ترهګرۍ په وړاندې راپاڅي او بدي په خپل کور کې له منځه ليرې کړي، چې د خپل کور بدي له منځه يوړل شي بل څوک به دا زړه ونکړي چې دوى ته لاس ورواچوي. ښه پوهېږئ چې په کوم کور کې بدلمنه ښځه وي د کور خاوند هيڅوک هغه کور ته د ورتللو څخه نشي منع کولى. مطلب مې دادى چې تر څو پورې زمونږ په هېواد او زمونږ په مينځ کې ترهګر موجود وي او فعاليتونه کوي مونږ هيڅوک ددې نه نشو منع کولى چې په مونږ دې بريدونه او بمباريانې نه کوي.