بیا هم دنوې ستراتیژې غوښتنه کیږې

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

رحمت اله روان

تقریبا څه دپاسه اته کاله تیریږی چه جهانی ټولنه دترهګرې سره په مبارزه کی په افغا نستان اوپه دی نژدی ورڅو ګی په پاکستان کی بوخته ده ،ددی تیرو اتو کالو په جریان کی ددی مبارزه لپاره کومه واحده او کا میا به تګلا ره پیدا نشوه ،دنړی څه کم ۴۰ هیوادونه چه په دغه مبارزه کی عملا ښکیل دې هر یو یی دخپل څان لپاره بیل بیل نظرونه او تګلاری(ستراتیژی) لری،هر خارجی هیواد د افغانستان په یوه ولایت کی دخپل څان لپاره نظامی قرارګاوی جوړی کړي دی اودخپلواهدافو لپاره په یوازی توګه مصروف دی،اکثره خارجی هیوادو نو په سفارتی اړیکو سر بیره دافغا نستان لپاره خاص نما ینده ګان غوره کړی دی ، او دهر یوه له لوری هره ورڅ دتلویزیونوله لاری ښه په زړه پوری مصاحبی خپریږی که سړی ددی خبروته غوږ شی نو داسی فکر به وګړی چه ولا نور نو افغا نستا ن جوړ شو او وطن ودان شو مونږ دا څو ورڅی مخکی دامریکا دخاص نماینده،دفرانسی ،جرمنی اوڅو نورو خا صو نما ینده ګانو دمصا حبو شاهدان ؤ هر یوه یی دافغا نستان په روانو حالاتو ښه خوږی خوږی خبر ی کولی ،ولی متا سفانه چه تر نن ورڅی پوری دهغو خبرو څخه یوه هم دعمل په ډګر کی پیاده نه شوی هر څه دکا غذ او میز پر مخ پا ته شوي دی ،ددی ټولو اقداماتو او تد بیرونه سره بیا هم دافغا نستان سیاسی،اقتصادی او امنیتی حالات ورڅ تر بلی خرا ب شوی دې دجنګ او جګړو لمن پراخه شوی ده ان دهیواد تر شمالی ولا یتونو پوری رسیدلی ده .
ددی ټولو جنجالونو علت په دی کی دی چه دافغا نستان لپاره یوه مشخصه اومنظمه واحده لاره نه ده سنجوله شوی دمثال په ډول با ید وویل شی یوه ورڅ دمخالفینو سره دخبرو په باب تصمیم نیول کیږی بله ورڅ دنظامیانو دزیا تیدو اود جنګ په لارو چارو با ند ی خبر ی کیږی،جهانی ټولنه هم تر اوسه پوری دتروریزم سر ه دمبارزی په لارو چارو باندی په شک او تر دید کی ده د افغا نستان او پا کستان له ولسمشرانو او نورو کار پو هانو څخه هم لا ره ورکه ده او وار خطا معلو میږی او په دغه نژدی ورڅو کی ټول دا ناری وهي چه دترهګری سر ه دمبارزی لپاره باید نوي ټګ لاره جوړه او عملي شې،کله دزور او جنګ څخه خبری کوی او کله بیا په خبرو او مذاکراتو با ندی ټینګار کوی په دغسی حالاتو عام خلګ په دولت با ندی بی اعتماده کیږی او له دولت څخه فا صله اختیار وي ،په لا ندی توګه دغه ضد اونقیض نظرونه په ښه توګه تشریح کیږی .
– د پاکستان پخوانی ولسمشرپروېزمشرف وړمه ورڅ وویل چې باید له وسله والو طالبانو سره خبرې پیل شي او د افغانستان ربړه د زور ترکارولو له سیاسي لارې ښه غوڅېدای شي( نوموړی یوازی افغا نستان یا ده وی او به دی نا خبره ده چه د ربړو مرکز په افغا نستان کی نه بلکی دننه په پاکستان کی ده ) .
دا په داسې حال کې ده چې د ښاغلي مشرف له څرګندونو سره په یووخت ولسمشرکرزي هم ویلي چې په افغانستان کې د عسکرو زیاتول د ستونزې حل نه دی او له وسله والومخالفانو سره باید د خبرو په یوې ستراتیژۍ باندې کار وشي .
دافغانستان دولسمشر حامد کرزي په وینا ېوازې پوځي عملیات کافي نه دي، موږ باید په خپلو کارونو له سره غور وکړو او کنه نو په حالاتو کې به ښه والی رانه شي؟ .
د پاکستان پخواني پوځي ولسمشر جنرال مشرف د بریتانیا سکای نیوز تلویزیون سره دخپلو خبرو په جریان کی ویلی دي چې : فکرکوم ستراتیژي سمه ده خوپکار ده چې نتیجه یې تردې یوڅه زیاته وي،ډېرو ځواکونو ته اړتیا ده او ممکن موږ دې ته هم اړتیا ولرو چې پراوږدمهالې ستراتیژۍ تمرکز وکړو .
هغه همداراز وویل : پوځي حل لاره هیڅوخت وروستۍ حل لاره نه وي.پوځي لارې یوازې وخت او فرصت برابرولی شي، چاپېریال برابرولی شي خووروستۍ لار سیاسي عنصردی چې باید ورڅخه کار واخیستل شي نوموړی همداراز ویلی دی : زه شخصاً فکرکوم چې باید (له طالبانو سره) سیاسي خبرې پیل شي اودا سیاسي خبرې پکار ده چې د طالبانو له جګپوړو چارواکو سره وشي
ښاغلي مشرف په عین حال کې وویل : متاسفانه ، فکرکوم چې طالبان اویا د دوی جګپوړي عناصرله کرزي سره هیڅ راز خبرو ته چمتو نه دي
مشرف همدا راز وویل :موږ ته پکار ده چې یا د جرګې له لارې یا پخپله ولسمشرله طالبانو سره د خبرو باب پرانیزی .
په همدې حال کې جنرال مشرف وايي چې د ده د واکمنۍ له پای ته رسېدا وروسته طالبان د افغانستان اوپاکستان د پولو په دواړو غاړو کې پیاوړي شوي دي .
په عین حال کې د سننډې ټایمز د راپورله مخې ولسمشرکرزي وویل چې د افغانستان حکومت په ځلونو طالبانو ته د سولې او پخلاینې لاس اوږد کړی او له وسلوالو یې غوښتي چې د جګړو پر ځای دې خبرواترو ته حاضرشي .
د کرزي په وینا د افغانستان حکومت د سعودي عربستان له پاچا او نورو شخصیتونو څخه هم غوښتي چي له طالبانو سره په خبرو کي دې منځګړتوب وکړي .
خو تر اوسه د خبرو لپاره هلو ځلو کومه نتیجه نه ده ورکړې او د افغانستان په جنوب کی جګړې دوام لري .
کرزي پر طالبانو یو ځل بیا ږغ وکړ چی خبرو ته دې کښېني. دی وایي حتی د طالبانو مشر ملاعمر هم باید وهڅول شي چې په خبرو کې ګډون وکړي .
د سنډی ټایمز د راپورله مخې کرزي وویل دی فکر نه کوي چې د عسکرو په زیاتیدوسره دې ستونزه حل شي. دوی باید د تروریزم د ماتولو او سولې په مقصد، نورې لارې چارې ولټوي .
ولسمشرحامد کرزي د شنبې په ورځ یو شمېر خبریالان تر سختو امنیتي شرایطو لاندې خپل دفتر ته وغوښتل او د خبرو پر مهال یې په افغانستان کي دبریتانیايي عسکرو د تلفاتو په زیاتیدو خواشیني وښوده، مګر د عسکرو د شمېر زیاتیدل یی ګټور ونه بلل .
داوه د ښاغلی کرزی ٌصاحب او دیوه پاکستانی متقا عد جنرال پرویز مشر ف ضد نقیض څر ګنده ونی جه هم جنګ غواړی او هم دسولی ناری وهی او مشرف بیا غواړی خپل څان مطرح کړی .
اوس به غوږ شو چه دجهانی ټولنی نظر څه شی ده
دجولای په ۱۹ نیټه لاس انجلس ټایمز ورځپاڼې راپور ورکړ چې د امریکا دفاع وزیررابرت ګیټس وايي چې په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ نړیوال ځواکونه په سږني دوبي کې باید د وسله والوطالبانو پرضد په جګړه کې لویې سوبې وکړي څودا تصور ختم شي چې د افغانستان جګړه ګټل کیدای نه شي .
ګیتس په عین حال کې یادونه وکړه چې وسله وال طالبان به په یوکال کې بشپړه ماته ونه کړي خودا مهمه ده چې د امریکا پوځ اومتحدان یې ثابته کړي چې دوی لاسبري دي اوپرمختګ کوي .
د امریکا دفاع وزیر لاس انجلس ټایمز ټایمز ته ویلي د عراق له جګړې وروسته څوک یوې داسې جګړې ته چې په ظاهره پرمختګ پکې نه وي ، تیار نه ښکاري ،زموږځواکونه اوخلک هم له جګړې ستومانه شوي دې .
د عراق د جګړې له کبله چې له ۲۰۰۳کال راهیسې څلورزره درې سوه امریکايی پوځیان پکې وژل شوي د ی د بوش ولسي ملاتړ کم او له جګړې سره لېوالتیا کمه شوې ده .
د اوباما حکومت له عراقه پام افغانستان ته اړولی او اوس د افغانستان جګړه د امریکا په ستراتیژۍ کې اصلي لومړیتوب لري .
د بارک اوباما له واک ته رسیدو وروسته شاوخوا یوویشت زره نور امریکايي ځواکونه افغانستان ته رالیږل شوي چې اوس د افغانستان د جنګي عملیاتو لویه برخه پرمخ بیايي .
ګېټس لاس انجلس ټایمز ته ویلي چې د ۲۰۰۱ کال له لومړیو وروسته ،چې د طالبانو رژیم وپرزول شو،اوس دوی په افغانستان کې بیا د رښتیانۍ جګړې د پیلولو په درشل کې دي .
د نوموړی له څرګنده ونوداسی معلومیږی چه جګړه لا صحی شروع شوی نه ده ،چګړه باید تازه شروع شی،نومونږ با ید قضاوت وکړو چه په داسی یوه پیچلی حالا تو کی دکوم لوري په خبرو با ندی یقین او اعتماد وشی په داسی حالاتو کی په څرنګه مخا لفین خبرو ته حا ضر شې. همدغه علت دی چه جنګ ورڅ تر بلی په افغا نستان کی زور اخلی .
دامریکی دبهرنیو چارو وزیري وهند تر سفر وړاندی په واشنګتن کی دطالبانو سره په مذاکره او مفا همه با ندی ټینګار کاوه او دخپلو خبرو په ترڅ کی یی وویل چه طالبا ن دالقاعدی ملګری نه دې ، ولی کوم چه دهند په سفر روانه شوه ، دتاج محل په هوټل کی دیوی شپی له تیریدو وروسته هر څه بدل شوه او دخپلو خبرو په جریان کی یی وویل چه دطالبانو او القا عدی اتحاد نړی ته خطر پیښ کړی دی اودهغوی په مقابل کی یی دجدی مبارزی غوشتنه وکړه او له پاکستان څخه یې وغوښتل دهغو کسانو په برخه کې چې د مومبۍ په چاودنو کې یې لاس درلود، جدي اقدامات وکړي ، .
د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې میرمن کلنټن د نوي دېلي د ګورګاون په سیمه کې په يوه خبري کنفرانس کې د تروریزم پرضد د پاکستان د ژمنو په هکله خبرې وکړي او ویې ویل: ((موږ په ډېر دقت حالات څېړو، تمه لرو چې عدالت به خوندي شي او هغه کسان به د عدالت منګولو ته وسپارل شي چې د مومبۍ ښار په ترورېستي حملو کې یې لاس درلود .
نوموړې د دوشنبې په ورځ د هندوستان له مشرانو سره خپلو خبرو اترو ته دوام ورکی. میرمن کلنټن د القاعده، طالبانو او نورو وسله والو ډلو اتحادیې ته د یوې نړېوالې ترورېستي شبکې په توګه اشاره وکړه او ویې ویل: د تروریزم پرضد باید یوه متحده نړېواله مقابله وشي .
نوموړې زیاته کړه: ((په تېرو شپږو میاشتو کې چې موږ د پاکستان له حکومت سره همکاري کړې ده، موږ باور لرو چې د پاکستان حکومت په بشپړه توګه د تروریزم پرضد جګړه کې ژمن او متعهد دی. او دا زموږ غوښتنه او انتظار هم دی. میرمن کلنټن وویل: موږ حالات څارو او ډېر هیله من یو چې پاکستان به د تروریزم د دې اتحادیې پرضد پخپله مبارزه کې پرمختګ وکړي ((
د امریکا د بهرنیوچارو وزیرې همداراز وویل : طالبان او ډېر نور ترورېستي تنظیمونه له یو بل سره تړلي دي او دا موږ او هندوستان ته د اندېښنې وړ ده خو اوس یې پاکستان هم اندېښمن کړی دی
کلنټن زیاته کړه: موږ د سپټامبر د یولسمې ترورېستي پېښې له اغیزو څخه ډېر ځورېدلي یو، مونږ خپل ځوانان او ځوانې ښځې د تروریزم ضد جګړې لپاره لېږلې دي او هیله من یو چې هربل هیواد هم د تروریزم ضد جګړه کې زموږ تر څنګ ودرېږي
په دې وروستيو كې د هیواد په جنوبي اوختيځو سيمو كې له طالبانو سره د جګړو پر خبرونو سر بيره د هیواد د شمال په ځينو ولايتونو كې هم د طالبانو د بريدونو او نا امنيو خبرونه خپريږي، اوس چې د ولسمشرۍ لپاره د سياليو په لړ كې د كمپاينونو ډګر تو د دى د ولسمشر كرزي ځيني سياسي رقيبان دغه نا امنۍ د چارواكيو قصدي كړنې بولي .
څو ورځې وړاندې په يوه بدنام ټلويزيون كې هم په يوه بحث كې ځينو كسانو دغه خبرې تكرارولې چې په شمال كې نا آرامۍ له ارګ څخه رهبري كيږي !
خو كه په رڼو سترګو د هیواد وضعيت ته و ګورو، حقايق ومنو او په هر څه كې د شخصي ګټې او تاوان لټول پريږدو، بايد پردې اعتراف وكړو چې د هیواد برخليك يو او نه بيليدونكى دى، كه د هیواد په يوه برخه كې جګړې، بدمرغۍ او نا آرامۍ كلونه كلونه دوام كوي خامخا به بلې برخې ته سرايت كوي، د جګړو او بد امنيو د روانو څپو خبره هم همدغسې ده، دا ممكنه نه ده چې په كندهار او هلمند كې دې اورونه بل وي، زابل او كونړ دې د باروتو په لمبو كې ښكيل وي، پكتيا او پكتيكا دې د جګړو او بد امنيو سيمې وي كندز، بدخشان، فارياب او نور ولايتونه دې آرام او سوكاله وی ضرور ددی جنګ لمبی له نارامو سیمو څخه وامنو سیمو ته دمشرانو دغفلت له وجهی رسیږی .مخا لفین ټول افغا نستان غواړی تر کنترول لا ندی راولی او غواړی په یوه واحد افغا نستان با ندی اداره او تسلط ولری نه دا چه افغا نستان پارچه پارچه شی او تقسیم شې
دلته زه لا زمه ګڼم چه ووایم افغانی طالبان داسی نظر نه لری لکه څرنګه چه زمونږ یو تعداد دولسمشری وچوکی ته ښا غلی کا ندیدان یی لری مونږ دانتخاباتو دکمپین په جریان کی دیو تعداد کاندیدانو له خولی نه اورو چه هغوی په افغانستان کی فدرالی(ویشنی) حکومت غواړی او وایی طالبا ن دی دهیواد په شمالی سیمو کی خپل حکومت جوړ کړی خو شر ط دادی چه په شمال دی غر ض نه لري ولی ددغسی کاندیدانو په جواب کی با ید وویل شی تر څو چه یو رښتنی افغان هم زوندی وی ددشمنانو دغه هیله او ارزو به تر سره نه شې .پاي رحمت اله روان