د ولسمشرۍ له نوماند ميرويس ياسيني سره د نړۍ اونيزې مرکه

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

مرکه: انوارالحق يرغل – نړۍ اونيزه



نړۍ : ياسيني صيب! لومړى که د مرکې د دود له مخې ځان د نړۍ اونيزې لوستونکو ته ور وپېژنې خوښ به شو.
ياسيني : بسم الله لرحمن الرحيم، ميرويس ياسيني د مرحوم عبدالستار زوى او د مرحوم مولوي عبدلکريم لمسى، د کامې په ولسوالۍ کې په (1962) کال کى زېږدلى يم، دلېسې تعليما ت مي دکامې په مراد عالي ليسه کې کړي، (1357)کې مې پاکستا ن ته له کورنۍ سره هجرت وکړ، په (1364) کال کې مى د اسلام اباد پوهنتون څخه په حقوقو او شرعياتو کې ماسټري هم اخيستې، افغانستان ته چې راغلم بيا د سرې مياشتې رئيس وم، ننګرهار کې د طالبانو د سقوط نه وروسته د ماليې وزارت د خارجه روابطو ريس، اواقتصادي ارزيابي راپه غاړه وه، داضطراري لويې جرګې غړى، د مخدره موادو پر ضد د مبارزې دادارې مشر، بيا د همدغه وزارت مسلکي معين ، بيا د قانون اساسي د لويي جرګې غړى، بيا د قانون اساسى اول معاون، بيا پارلمان ته تللى يم، په پارلمان کې د ننګرهار د خکو استازى او د پارلمان لومړى مرستيال چې د 134 رايو په اخيستلو مې په دوه په درې اکثريت دهغې ورځ بهادري تر لاسه کړه او اوس د جمهوري رياست ټولټاکنو ته نوماند يم.
نړۍ : ياسيني صيب! ولسمشرۍ ته ولې نوماند شوې، لامل يې څه و؟
ياسيني : رسول (ص) فرمائي چې (که يو ملت ونه غواړي چي خپل سر نوشت بدل کړي، الله پاک نه غواړي چي د هغوى سرنوشت بدل کړي) د مملکت سرنوشت يعنې اوسنۍ فعلي دوره يوه فاسده دوره ده، په دې کې دعدالت په نوم، په دې کې د کفايت په نوم هيڅ څه موجوديت نه لري، دلته د قانون حکمراني نشته، زه دې مجبورکړم چې تغير او بدلون با يد وغواړو او دغه د رسول (ص) پورتنى حديث چې مې بيان کړ، د يو مسؤليت د تر سره کولو او دخپل وطن او ګرانې خاورې چې د مور حيثيت لري د خدمت لپاره ولاړ يم او بل مي څوک ددې خدمت لپاره له ځانه ښه پيدا نه کړ، نو ملا مې تړلې چي خلکو خدمت وکړم.
نړۍ : ددغه خدمت د ترسراوي لپاره په خپل برياليتوب څومره باوري ياست؟ ايا ټاکنې به وګټئ؟
ياسيني : زه چې هر ميدان ته راوتى يم، خداى پاک برياليتوب را په برخه کړى. زه مطمين يم چې ما ته به خلک رايې راکوي، زما دې نصب العين ته به خلک رايې راکوي، زه مطمئين يم چي خلک به ماته د برياليتوب رايه راکوي.
نړۍ : په افغانستان کې کومې ستونزې دي چي تا په نظر کې نيولي او کچېرته ولسمشر شې، له منځه وړل به يې غواړې.
ياسيني : کار اهل کار ته نه سپارل لويه ستونزه ده، ديو قوي ټيم رامنځته کول چي هغه تعهد هم ولري، هوډ هم ولري، دخپل ښه نيت سره کفايت هم ولري، دا ډيره مهمه مسله ده،. د عدالت مسئله ده، داقتصاد دپراختيا مسئله ده، دخلکو د ځوانانولپاره دکار ايجادول، دښځينه قشر يعنې خويندو لپاره اجتماعي او سياسى پروګرامونه، دغه ټول زمونږ په ستراتيژۍ يا نصب العين کي موجوديت لري.
نړۍ: داتا چې څه ياد کړه، اوسنى دولت د هغې په ترسراوي کې پاتې راغلى؟
ياسيني: د اوسني دولت په برنامه کې هيڅ په نظر نه راځي چي هغه د عمل جامه ولري، الفاظ لري خو زمونږ به الفاظ او عمل يو وي.
نړۍ: يعنې ته وايې چې اوس يواځې شعارونه دي، عمل نشته ؟
ياسيني : يعنې شعارونه شته، خو اوسنۍ اداره د شعار له مخې هم ډېره ضعيفه اداره ده ځکه د دوى په شعار څو ک باور نه کوي، دوئ بايد پخپل ګريوان کې سر ښکته کړي چې هغه شعارونه چې دوى يې ورکوي هيڅکله عملي نه شول.
نړۍ: که ولسمشر شې، د افغاني طالبانو او ښا غلي حکمتيار په اړه به مو پاليسي څه وي؟
ياسيني: د حکمتيار صيب ډلې او طالبانو سره د خبرو کولو جدي ضرورت دى، هغه هم دافغانستان خلک دي، دا بې خبرو او اترو نه کيږي، د جنګ اخره پايله يا وراني ده، يا خبرې کول او صلحه ده، يا ستړي کېدل دي. نه غواړو چې خپله انرژي او خپل خلک په دواړو خواو کې قربانيان کړو. د افغانستان دوښمنان که دې ته هر څومره لمنه ووهي، ممکنه نه ده چې افغانستان خراب او ټوټه کړي. ولي مونږ د نورو په خولو ځانونه بې ځايه قرباني کړو، د خبرو کول او د هغو عملي شروع کول زه په ځان او اينده حکومت واجب کڼم.
نړۍ : اوسني دولت او په تېره بيا ولسمشر حامد کرزي څو ځلې له مخالفينو او په ځانګړي ډول له ګلبدين حکمتيار سره د خبرو اترو د ترسره کولو ادعاوې وکړې خو په وروستيو کې ښاغلي حکمتيار دغه هر څه په بشپړ ډول رد کړل او په خپلو مرکو کې يې وويل چې د افغانستان له واکمنې ادارې سره يې هيڅ ډول خبرې نه دي کړي، ستاسو په اند دا کوم ډول لوبه وه؟
ياسيني : قطعاً،کومه دي خبرې؟ په کوم ځاى کې، له چاسره، چا کړي؟ ملت سره ولې دا خبره نه شريکيږى؟ خو ددې لپاره چي څه نشته هسې دا يو شعار دى.
نړۍ : تا پخپلو مخکينيو خبرو کې له طالبانو او حکمتيار سره روغه جوړه او خبرې اترې پخپل ځان او خپل حکومت واجب وګڼلې خو طالبان او د حکمتيار ډله د روغې جوړې لپاره خپل شرطونه لري چې لوى شرط يې د بهرنيانو وتل دي، که ولسمشر شې د هغوى ددې شرط په اړه به څه وکړې؟
ياسيني : زه بايد ووايم چې مونږ خپل اوليتونه لرو، مخکې له دې نه چې زمونږ امنيتى ارګانونه ددې جوګه شي چې خپل او د خپلو ښارونو امنيت وساتي نو دا به ډېره بې ځايه خواسته نه وي؟ که هغوى نه وي، ايا زه او ته به دلته انټروي وکولى شو؟ يا طبعاً ته به همداسې ژورنالست پاتې شې؟ زه د اوږدې مودې لپاره دلته د بهرنيانو موجوديت ضرور نه ګڼم خو د لنډې مودې لپاره دا ډيره ضروري خبره ده چې خارجيان دلته شتون ولري او دا يو تريخ ضرورت او حقيقت دى چې مونږ او تاسې يې زغمو.
نړۍ : خو ډېرى هيوادوال بيا وايې چې دلته جنګ او نا امنۍ ته همدا بهرنيان لمن وهي.
ياسيني : يو خو هسې خبره ده چې جنګ ته خارجيان لمن وهي. جنګ خو د لومړۍ ورځې نه دلته و، په نړيوال سوداګريز مرکز چې کوم عمليات له دې ځاى نه شوي وو، په هغه وخت کې خو دلته خارجيان نه وه، نو دا دکابل ښار روغ و؟ ايا امنيت و؟ ولې دا د تنظيمنو ترمنځ پنځه اتيا زره کسان له منځه لاړل، زخمونه زمونږ اوس هم دومره تازه دي چې وينې ترې څاڅي، هغه وخت کې خارجيان نه و، ولې مونږ د سالم منطق او دا د ليدلو سترګو حالت په بل حالت تعبيروو؟ ولي حقايقو ته نه تسليمږو ؟
نړۍ : دا په هر صورت، ته وايې دلته د بهرنيانو شتون ضروري دى خو طالبان او د حکمتيار ډله وايې چې تر هغې بهرنيان ونه وځي مونږ سوله نه کوو، که تاسو ولسمشر شئ کومه لاره به غوره کړئ؟
ياسيني : (خندا) ښه طالبان وايي چې بهرنيان ونه وځي مونږ سوله نه کوو، نو ته او خداى چې ځان سره مونږ سوچ وکړو چي بهرنيان ووځي دوى له چاسره خبرې کوي؟ دلته خو به بيا هغوئ موجود وي، مونږ به نه يو. کنه بيا به يو طرفه خبرې وي، بيا خو به خبرو ته بيخي حاجت نه وي (خندا) ځکه دلته به بيا څوک دهغوى مقابل کى مقاومت وکړي؟
نړۍ : رمضان بشر دوست له نړۍ سره په يوې ځانګړې مرکه کې وويل چې که ولسمشر شي او د يو بهرني لخوا د يو بې ګناه افغان وينه تويه شي، نو هغه بهرنى بايد ژوندى پاتې نه شي، ستا نظر په دې اړه څه دى؟



ياسيني : اصلاً دا د نه منلو خبره ده، افغانان بېګناه وژل کيږي، زه د بشردوست صيب خبره په دې برخه کې تايدومه، څومره چې ځانمرګي مونږه وژني او په هغې خفه کيږو، هغومره که بهرنيان مونږ وژنى مونږ خفه کېږو خو دا چې د رمضان بشردوست خبره به څومره عمليت ولري نو زه فکر نه کوم چې د رمضان بشردوست ټولې خبرى عمليت ولري، هغه يو تيوري او يو احساس دى چې هغه يې وايي او بيانوي يې ، راځئ چې په عملي جوانبو هم وغږيږو.
نړۍ : ياسيني صيب! ډيرى هېوادوالو ددې لپاره کارټونه نه دي اخيستي چې هغوى وايي چې دا هسې تش په نوم ټولټاکنې دي،هر څه له مخکې د امريکې لخوا ټاکل شوي، ته په کې څه وايې؟
ياسيني : نو وګورئ ماته د امرېکې سفير او لوړ پوري چارواکي کورته راځي، زما سره ګوري، له هغوي سره زه ملاقاتونه کوم، زه بايد عرض وکړم ماته خو يي نه دي ويلي چي ته پاچا يي او دا يي راته ويلي چې مونږ هيچا ته نه دي ويلي چې ته پاچا يې دا د افغانانو تصميم دى، اوباما په دې باوري دى چې د خلکو قيادتونه نه وي، تپلي قيادتونه نه منل کېږي. زما په فکر د افغانستان د خلکو تصميم دى او په همدې خاطر ما ځان کانديد کړى او زه په دې يقين لرم چې د ا انتخابات به ازاد انتخابا ت وي، شفافيت به يي وګورو چې څومره کېږي بيا به يي عمل کې وګورو خو امريکايان او نوره دنيا غواړي چي يو عوامي يعني د خلکو حکومت جوړکړي چي د خلکو په رايه وي.
نړۍ: ياسيني صيب! ډيرى هېوادوال په دې اند دي چي تاسي تر نوروکانديدانو د بهرنيانو سره ډير ويني ، له ځينو سره دا ويره ده چې له تاسو څخه د بهرنيانو دا ملاتړ د کومې داسې معاملې لامل نشي چې د افغان ولس په زيان وي، تاسو په دې اړه څه وايئ؟
ياسيني ! زه به دا ووايم چې ملاتړ خو ټوله ديموکراسي او ټول د افغانستان خلک دامريکې ملاتړ لري، پدې کې شک نشته چې دکرزي صيب حکومت او ادارې بهرنى ملاتړ درلود او په اول کې حتى درې کاله د هغه درې باډيګارډان هم دامريکې وه، مونږ او تاسو نه دا حقايق پټ نه دي. زه به دا ووايم چې د هر سړي په وزن او اهميت دنيا هغه سره خبرې کوي او ما سره چې يې خبرې کړي يوعلت به يې همدا وي. مخالفت به له ماسره نه لري خو کوم خاص شى خو ما تر اوسه نه دى ليدلى، خلک چې يې څنگه تعبيروي دا د هغوى کار دى .
نړۍ: خلک وايي اوسنى حکومت د امريکا د خوښې حکومت دى له افغانانو پکې امريکا ډېر واک لري څه چې د امريکا خوښه وي هغه کوي څوک ورته څه ويلى نشي، ته څه وايې؟
ياسيني: د امريکا خو به يې زه ونه گڼم خو طبعاً د امريکا تاثيرات شته، دا اوسنى حکومت د قانون تاثيرات په غوږ کې نه نيسي، مشوري ته غوږ نه ږدي او دا خبره خو ډېره لري پاتې ده قانوني اساسي نه مني او عملي کولى يي نشي.
نړۍ : ښه په پاى کې خپلو خلکو ته څه ويل غواړې.
ياسيني: نېکې هيلې او سلا مونه او وعدې خو هغه دى زما په اهدافو کې اول مې درته وويل چې ددوى خدمت زما وظيفه ده، غواړم ددوى منځ کې واوسم، د دوى د سترګو لاندې مې قبر هم وى او ژوند هم، دوى سره يو ځاى اوسم، ساه واخلم او تنفس وکړم.
نړۍ: رښتيا د خپلو مرستيا لانو په اړه ونه غږېدلې.
ياسيني: امان الله پيمان د بدخشان دى، لومړى مرستيال دلوې جرګې دوهم مرستيال مې فعلاً وکيل هم دى د بدخشان د خلکو، ځوان سړى دى په جهاد هم پاتى شوى، تحصيلات لري. ډاکټر عبدالقيوم دغزني اوسېدونکى دى ځوان عالم دى ډير لايقه سړى دى دواړه د خدمت ښه هوډ لري .
نړۍ: ياسيني صيب کوردې ودان، ډېره مننه چې په دا دومړه بوختياو کې دې له نړۍ سره مرکه وکړه.
ياسيني: ډېره مننه له تانه هم چې دلته راغلې، خو شاله اوسې، ډيره مننه .