لمر دوه لویې «لمریزي شغلې» خپرې کړي دي چې یوه په تیره لسیزه کې تر ټولو لویه وه. لمريزي شغلې د انسانانو روغتیا ته مستقیم ګواښ نه رامنځ ته کوي، خو کولای شي چې اړیکې اخلال کړي.
دغه دوې شغلې دومره پیاوړي وې چې پر ځمکه په لوړو فریکویسیو کې اخلال رامنځ شو. دغه اخلال د څه نا څه یوه ساعت له پاره دوام وکړ.
دواړو شغلو ته له لمر څخه د وتونکو وړانګو تر ټولو لوړه درجه ورکړله شوې ده. یوه یې دومره پیاوړې وه چې ساینسپوهانو له ۲۰۰۶م کال راهیسې د هغې سارې نه وو لیدلی.
د امریکا متحده ایالاتو د فضا پیژندنې ادارې یا