راځه چې د آسمان زړې قاعدې بدلې کړو
تقدیر او زمانه په جوش د جام بدلې کړو
د زړه په سترګو وګورو بې کرکې او ريا
څادر د تورو رېځو له اسمانه څيرې کړو
د جهل په وزر ختى نشې تر آسمانه
وزر څو د فکرونو د انسان بدلې کړو
د سرو ګلو ګېډۍ کړو سوغات د خوږې مينې
فکرونه که مو خلاص د تیارې له زولنې کړو
په ډکو پیمانو به دا سرونه تودو وو
د عقل له هډونو هټکړۍ به ماتې کړو
له شرمه به تېرېږو ټینګ به غېږې له ورځو
په شور او په مستۍ د عشق نغمې بدلې کړو
د زړه په ولولو بنده کړو ساه د سبايي
د ګل په ترانو د بورا غم سندرې کړو
د شپې د تورتمونو پرده لرې له فکرو
په څړک د یو رڼا لارې د تلو روښانې کړو
چې اخلي له ګل څانګې نه د شنو غوټیو باج
د ګل د قاتلانو يې چړې ور ماتې کړو
زه څنګه باور وکړم په خبرو د جانان
راځئ ټولې خبرې بې له رنګ او ریا کړو