تروريست ته ئې که زه ؟
وطن خو تا خراب کړه .
د انسان وينی څکې نيشه کوی .
د مظلوم غوښې خورې نخره کوی .
خلکو ته څاء کينی پلمه کوی .
بيګناه وژنې بيا تو به کوی .
تروريست ته ئې که زه ؟
وطن خو تا خراب کړه .
*
مونږ د در دونه فر يادونه کوو .
ته د خپل ژوند حکا يتونه کوو .
مونږ خپل را تلونکی ته سو چونه کوو .
ته د کمک پر ځای مر ګونه کوی .
ترو ريست ته ئې که زه ؟
وطن خو تا خراب کړه .
*
زه آزا دي د خپل وطن غواړم .
ته دی صليب راته په سر را کوی .
زه می خپل قام او خپل ټبر غواړم .
ته مې ګذار بيا په ټټر را کوې .
ترو ريست ته ئې که زه ؟
وطن خو تا خراب کړه .
*
زما مکتب ته په بمو ورا نوې .
ځان او بچو ته کمپيوتر جو ړوې .
ته په خپل باغ باغچه ګلان کرې .
ماته په خپل کور کی زندان جو ړوې .
تروريست ته ئې که زه ؟
وطن خو تا خراب کړه .
*
دلته چنګيز او انگريز په ګونډو شوی دی .
هر څه ترې پاتې په منډو شوی دی .
ستا پدې بدو کارو سعيد پو شوی دی .
که پښې سپکې نکړې ګور دی جوړ شوی دی .
ترو ريست ته ئې که زه ؟
وطن خو تا خراب کړه .
*
***************************
نجم الدين سعيدي الحاج
25 - 2 -2020