نشته ده خوښي وطن كی ځکه چی رڼا نشته
واک دې د پر دو پلاس كی ستر ګو کې حيا نشته
کور په کور ويرونه دي ناست دي د اولاد سر ته
خان صاحب مستي کې ډوب سترګو کی ژړا نشته
يو ته ئې وزارت رسي بل ته ئې صدارت رسي
خاورې د ولس په سر درد ته ئې دوا نشته
دا داړه ماران ګوره بل جيبو ته ئې ستر ګې دي
خلکو باندې څه راځي د دوئ پکې پروا نشته
غږ دی که را وه ويسته نيغ دې په تندي وهي
څه بې انصافي شوله د ظلم ئې انتها نشته
بس کړه ای سعيده نور څه نارې سورې وهې
څومره بی علمي شوله پوه پکې ملا نشته
***************************
شاعر : الحاج نجم الدین سعیدي
٢٠١٣ - ٢ - ٢ - م - كال