شاعر : سمیع الدین افغانيکوم پاچا په تیر وختو کې کـوم زمان
وو ساتلی چاق زمـری قوی په ځان مقرر یې دې زمري ته خدمتګار وو
د زمري کار او محنت ته امیدوار وو
زمری څنګه ډنګر شو؟
Typography
- Smaller Small Medium Big Bigger
- Default Helvetica Segoe Georgia Times
- Reading Mode
ورځ کې یو پسه زمري ته حواله وو
خو زمری به ورځ تربله بې چاره وو
خو زمری به ورځ تربله بې چاره وو
پاچاه یو هیئت تعین کړه دی زمري ته
د زمري حال او احوال او نوکري ته
د زمري حال او احوال او نوکري ته
دې هیئت سره نورهم زمری خراب شو
لاړه نور هم شو ډنګر ډیرپه عذاب شو
لاړه نور هم شو ډنګر ډیرپه عذاب شو
دویم ځل پاچاه یو بـــل هیئت تعین کړ
چې بیا کله د زمري حالت غمګین کړ
چې بیا کله د زمري حالت غمګین کړ
مده پس زمری لا نور پسې ډنګر شو
ژوند حالت یې شو خراب لاړه بدتر شو
ژوند حالت یې شو خراب لاړه بدتر شو
په دریم ځـــل پاچا بـــل هیت تعین کړ
پدې کار یـــې باوري دا خپل یقین کړ
پدې کار یـــې باوري دا خپل یقین کړ
د زمري حالت لا نور هم پریشان شو
د پاچا زمری د مرګ په لور روان شو
د پاچا زمری د مرګ په لور روان شو
لنډه دا چې تــر پنځم هیئت تعین شو
پس له هغه زمری مړ پاچا غمګین شو
پس له هغه زمری مړ پاچا غمګین شو
پاچا و غـــوښته دربـــار ته خدمتګار
د زړګي مطلب یې کـړه ورتـــه اظهار
د زړګي مطلب یې کـړه ورتـــه اظهار
ورته یی وویل: حقیقت راتـه بیان کړه
د زمري د مرګ علت راتـــه عیان کړه
د زمري د مرګ علت راتـــه عیان کړه
که رښتیا دې راتـــه وویل تا بښمه
ګني پـــوه شه پـــدې دار دې زړومه
ګني پـــوه شه پـــدې دار دې زړومه
خدمتګار شو وارخطا ویل : علیشان
حقیقت بـــه ددې راز کـــړمه عیان
حقیقت بـــه ددې راز کـــړمه عیان
چې تنها وم پسه ، پښه ما اخستله
نوره غوښه مـې زمري ته ورکوله
نوره غوښه مـې زمري ته ورکوله
چې دوهم هیت تعین شو کـــوم زمان
بیا دویمه پښه شوه د هغه ځوان
بیا دویمه پښه شوه د هغه ځوان
چې دریم هیت په مونږه مقرر شو
1. د پسه یو لاس دریم ته په نظر شو
1. د پسه یو لاس دریم ته په نظر شو
څلورم د پسه لاس خپل کور ته وړلو
دا علت وه چـــې زمـــری ډنګریـــدلو
دا علت وه چـــې زمـــری ډنګریـــدلو
بیا پنځم هیت ترې وړل نـــور اندامونه
زمری مړ شو دا چې ډيرشول هیتونه
زمری مړ شو دا چې ډيرشول هیتونه
پاچاه پوه شو د زمري د مرګ په راز
وخت پرې تیر وو په غصه شو بې نیاز
------------------------
وخت پرې تیر وو په غصه شو بې نیاز
------------------------
په کوم ملک کې چې فاسد شي حاکمان
د ولس استحقاق خـــوري دا ظالمان
د ولس استحقاق خـــوري دا ظالمان
د غریب او د بیوزلو ژوند خراب شي
بشري ناورین بیا خلکو ته عذاب شي
------------------------------
۱۶ - ۲ - ۲۰۲۰
م ۰ کال
بشري ناورین بیا خلکو ته عذاب شي
------------------------------
۱۶ - ۲ - ۲۰۲۰
م ۰ کال