لا چې څومره ډېر زړیږي لا مستیږي
دا بد بخته درد د اور واخلي بلیږي
سترګې پټې کړم چې خدایه ته یې هېر کړې
غم دې ومسکیږي وخاندي خندیږي
زه یې توره کعبه هسې مقدس کړم
بس ویرونه دي طواف کوي تاویږي
تا به وې چې ژونده زما عمر د ستا وي
قدرت ومنل په ټوکو نه پوهیږي
ستا د سترګو پیمانې چې خدای چپه کړې
یو په بل پسې خمونه دي رالویږي
د قدرت بې انصافۍ ته حیرانیږم
چې په خپلو ګلو ګډ شي پرې رالویږي
زه به څنګه دا فاني دنیا کې اوسم
چې دې هر قدم کې یاد دی را یادیږي
اصولي دې غمو دومره زهیر کړی
لکه ونه چې زړه شي را ماتیږي
جمال ناصر اصولي