میرویس نجیبي
تل بیکاره بی روزګاره سړی سپک شي
خیلخانه کې تر بنډاره سړی سپک شي
ځنې سرې کرښې جبري وي مجبوري ده
کله کله بې اختیاره سړی سپک شي
تش پښتو یمه نیولی نور څه نشته
اوس که ووځم له دې ښاره سړی سپک شي
خپل حاکم چې زولانه دې کړي محضر کې
نه پاکیږي شي داغداره سړی سپک شي
ځنې ځنې شي د لارې د سر ونې
بې کتابه شي سنګساره سړی سپک شي
زړه چې ور نه وړې ناترسه دي میرویسه
د خوبانو له انکاره سړی سپک شي