ځان چوپړ ؤ غم لړلی رنګ يې ژېړ ؤ
پښې ابله ګریوان څيرې لوڅ لغړ ؤ
همېشه به سولېده او ربړېده دی
بیا هم هر وخت د هرچا د غصې وړ ؤ
**********
نه یوازې ښوونځي کار کې اخته ؤ
د امر صیب د کور شخصي نوکر ؤ
د پنځه سوه تنخوا په بدله کې
شپه او ورځ لکه ماشین په کارو سرؤ
**********
بېوزلي په مخه کړی ډېر مجبور ؤ
د اولاد او خپلې خېټې نه ترور ؤ
که نه دا کار د انسان په وس کې نه ؤ
خو دې کام ناکام لګیا په دې ضرور ؤ
**********
یوې خواته د آمر قهر او غضب
بلې خواته ماشومانو کش اوکړب
ډېر بې حده بې حسابه ؤ تنګ کړی
پرې دپاسه ډېر د نورو اخ اوډب
**********
سړیتوب له اډانې نه چور بهر ؤ
په وینا د آمر لټ او بې خبر ؤ
ځکه دلته ټول په سرو او سپينو کېږي
دی نادار ؤ دی غریب ؤ چې نوکر ؤ
**********
یوه ورځ چې د آمر صیب په امر
موظف شو د کوهي په پاکولو
یو څو سطله يې چې له خټو تيږو ډک کړل
کوهي پیل وکړ ورو ، ورو په نړېدلو
**********
یوه تېږه د کوهي له نه خطا شوه
برابره چپړاسي سرته رسا شوه
هغه دم کې يې له پزې او له خولې نه
دسرو وینو داره پورته په هوا شوه
**********
په شیبه کې زده کونکي معلمان بیا
د کوهي په سر راټول شول هغه ان بیا
چوپړانو پس له ډېرو کړاونو
له کوهي نه را اوچت کړ خوار انسان بیا
**********
ټول وجود يې خړوب شوی ؤ په وینو
سر تر پایه په سرو وینو کې رنګین ؤ
چوپ پې دمه ؤ په کټ کې غزېدلی
هيڅ اثر په کې نه پاتې د ژوندون ؤ
**********
ډېر کسان يې خوا او شا نه را چاپېر وو
چا چوک چوک کړ او چا وې چې يې تقدیر ؤ
په ګوښه کې هم آمر صیب لیدی شو
چې له وېرې او ریا اخته په ویر ؤ
**********
په دې منځ کې بوډۍ مور يې را پيداشوه
په خپل زوی باندې نسکوره په ژړا شوه
ده وې ځویه! غریبي راځنې یووړې
او که نه څه به نازله دا بلا شوه
**********
ځويه ولې ژر خپه شوې موږ نه لاړې
ما وې ستر په کتانو اوپه کرواړې
زه بوډۍ یم نور مې وس د کړاو نشته
ماشوم زوی ښځه دې چاته کړه ورغاړه
**********
زه به څه وایم چې زوی کله تا غواړي
په کوکو نارو به ژاړي ابا غواړي
دی انسان دی څه په خاورو نه لوېږي
دی ډوډۍ غواړي جامې او دوا غواړي
**********
ویل يې: خدایه له خدايۍ دې زه قربان شم!
ستا نظام دی عجیبه په دې جهان
بډایان دې تل تکړه منډلي ګرځي
په سره اور کې وریتوې خوار مظلومان
**********
ستا تقدیر قسمت غریبو ته پیدا دی
دا بې وخته مرګ نصیب کې د ګدا دی
ستا لویان غټان ژوندون په پیسو اخلي
مرګ ګونډه تل د بېوزلو په درګاه دی
**********
په نارو چیغو په دا شان ژړېدله
هم سینه يې په سپېرو خاورو مږله
په ستاینو يې د زوی ځواني ستایله
له ډېر تاوه په سره ځمکه رغړېدله
**********
لږ څه وروسته يې اوچته جنازه شوه
په ځوانۍ يې بس د خاورو خوا سړه شوه
خو هېڅ چا دومره پوښتنه هم ونه کړه
چې د ژوند ډيوه يې بې وخته ولې مړه شوه؟
**********
هلته غلی یو شاعر ګوښه کې ناست ؤ
د قلم په ژبه يې دا کیسه لیکله
د وراسته نظام کڼو غوږو دپاره
په شعري بڼه يې دا پېښه غندله
**********
**********
عبدالعزیز پرهیز