میرویس نجیبي
پریده نه خورمه ډوډۍ طببعت مې وران دی
ډیرې مه وهه ناندرۍ طبعیت مې وران دی
سمه روغه انتروي مې ورته ورکړه
اوس په طمع د چیټۍ طبعیت مې وران دی
ما تیر باسي پوهیدمه چاره نه وه
ویل یی ځه په خوشالۍ طبعیت مې وران دی
د یوه په وړو کې شګه وه نور ښه وو
ویل یی ستا نشته لکۍ طبعیت مې وران دی
منجمنت دی اداره ده جامعه ده
تعریفات یوه نړۍ طبعیت مې وران دی
واسطې راسره نه وې نور تکړه ووم
شوه پلمه ژبه پردۍ طبعیت مې وران دی
د هغه سره خالي سلام کلام وي
مونږ به چیړي یو ګړۍ طبعیت مې وران دی
د میرویس د ژوند ریښتنې خاطري دي
تاته ښکاري کیسه ګۍ طبعیت مې وران دی