ماهرو ساقي ته

د اونۍ شعر
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

          

سـاقی وړاندي دي پـــــیاله کړه،چې تـــیریږي زمانه

چې تیر نه شــي رانه عـــمر، ډکــــوه می پـــــیمانه

هوښیاری دي زمـــــانه کښي،پوهــانو ته عــذاب دی

خلاصــــوه می د دي عـقل له ځنـــــــځیر او زولانه

راډکه می پــیاله کړه،تر نازک لاســــــو دي ځارشم

چې ســـبا به له مـــــونږ پاتي، په دنــیا وي افـــسانه

مطربه!په رباب کې کړه،زړه پوري نغــــمې پورته

د بهار مستۍ نغــــمې دي په خـپل چـــنګ او ترانه

دا خروش د میکدې خو، ســــاقي د حسن زور دی

چې ساقی د ښـــکلي مـــخ دي، هــمه واړه پـروانه

دا اثر دی ســتا د مینې، چې له ځـــانه خـــبر نه یم

ګرځـــولۍ یم ســــتا مینې میـــــخانه په مـــــیخانته

دردونه د ماحـــول می، چې له ځانه څخه هیر کړم

پیمانې دي ســر پر ســـر کړه نور دي پریږده بهانه

نه یمــه راغلی په خــــپل خــوښــــه ، دي ولات ته

پناه کــــړی له ملکو یم، خـــپل قســـمت آب و دانه

د بدمستولاس کې پروت دی برخه لیک مود قسمت

آســـوده دلته هــــغه دی، چې مجــــنون وي،دیوانه

‎اثر په لــــیونو نه کړي، د دي خلـــــــکو حـــالت هم

په دي حـال باندی ځوریږي ، تل عاقل او فرزانه

عالم ته د خیالونو، بیــــخودۍ کښي دومـــره لاړم

چې په څـــو ګامونو رســــم د خپل یار تر آستانه

فدایان د مــعرفت یـــــــو بچــــیان په عـلم روزو

تل مو ایښـــــي په دي لاره، خــپل سرونه نذرانه

زه نادر د حــسن له پـلوشـــــو یې الــهام اخـــــلم

ځکه ښــکاري هر کلام می، مســــتانه او رندانه