د ژوند په لاره

د اونۍ شعر
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

احساس د خوښۍ کله وي چې تش مو دسترخوان وي

ښادي په کور کې کله وی، وزګار چې مو هر ځوانان وي

چې شپه او ورځ د کار په لټه درومي و بازار ته

خوښي له شونډو و تښتي چې تش کور ته روان وي

خوښی ورکه له کور شي چې ماشوم وږی ویده شي

چې لوڅ بدن بې کوره، وږی پروت په کوم میدان وي

د ماتو هیلو ګرځوي کچکول مدام په غاړه

د غم پېټی په سر د ژوند په لاره چې حیران  وي

ها زړه به څه بېغم وی چې د غم باران ورېږي

توفان او تورو شپو کې دریدل کله اسان وي

چې ورکه شي ښادي زړونه ټپي او مایوسي وي

ښادي به کله راشې چې خوښۍ بند په زندان وي

چې بندې دروازې د علم پوهې پر انسان شي

له جهل نه راوتی سړی څنګه مسلمان وي

کتاب د علم پوهې معرفت پراخ سمندر دی

چې کرکه له کتاب کړي دا به څرنګه انسان وي

د جهل خيرې پاکې شي دریاب کې د پوهنې

د پوهې په دنیا کې، دریځ لوړ د هر انسان وي

جونګړه تل ماڼۍ وي چې آباد د زیار په کار شي

نو څه به ها ماڼۍ کړې چې یې بیه ستا  وجدان وي

ژوند هله نیکمرغي وي، چې انسان لکه انسان شي

سمبال په علم پوهه، هر نجلۍ او هر یو ځوان وی 

چې وکړی څوک احساس د کمزوري،  خوښی ترې لاړ شي

سفرد څپو مه کوه چې ډار دې له توفان وي 

دا لاره اوار نه ده ټوله ډکه له اغزو ده

د ژوند دریاب وي غلی، کله مست او څپڅپان وي

څوک خيژی له کمرونو لوړو څوکو ته رسېږي

شرط دا چې هوډ دې پوخ او اراده د پهلوان وي