عبدالملک پرهیز
ژوند د عشق خوږې نغمې دي، هم له شاتو نه خوږې دي
د اوبو په شان بهېږي، ځې تېرېږي نه ستنېږي
ترینه پاتې شي یادونه، د اندو په کږلیچو کې
کله مست لکه څپو شي، څپې خپلو کې ورکېږي
ژوند زما او ستا قصې دي، د وختونو په پردو کې
کله اور کې سوځېدل دي، تل سپرغکې یې رسېږي
په مجهوله لارو تګ دی، کله سمه کله غرو کې
چا ته زیری د خوښۍ شي، څوک غمونو کې سوزېږی
ژوند د څو شیبو خوښي ده، په چټکو څو لمحو کې
ژوند موسکا او تړمې اوښکې، یو په بل پسې رسېږی
څه به وګټې څه بایلې، په هر بایله کې ګټل دي
ژوند د تلو راتلو مفهوم دی، یو ټوکېږي بل رژېږي
ژوند د دوه شیبو واټن دی، د پیدا، پناه په منیخ کې
ټول پر دغه لاره درومي، ولې خلک ترینه ځورېږي
ژوند څپانده سمندر دی، د وجود په قالبو کې
کله غلی وي آرامه، کله مست توفاني کېږی
ته زما د بدن ساه یې، په ناهیلیو پرېوتو کې
ته زما د هیلو لمر یې، زما د روح هسک کې اوسېږې
سمندر یې زما د هیلو، زما د سترګو سیلابو کې
د ارمان په خړې وریځ کې، د برېښنا په څېر ځلېږې
هنګامې د توفان راغلې، زما د زړه په دهلیزو کې
تورې وريځې راچاپیر شوې، د حسرت باران ورېږي
د ژوندون پاڼې ژېړېږي، د خزان په یخ بادو کې
د ژوندون په یخو شپو کې، د حسرت واورې ورېږي
ټول یادونه پاتې کېږی، زموږ د سیوري ورکېدو کې
راشه ښکلي نغمې سر کړه ، شومه دم نژدې کېږي
ما ته ووایه سندرې، د ژوندون ترخو شیبو کې
یه قربان نعره اوچت کړه، د ماښام خړې خپرېږي
ژوند
Typography
- Smaller Small Medium Big Bigger
- Default Helvetica Segoe Georgia Times
- Reading Mode