د گدۍ لیوال

د اونۍ شعر
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

انجنیر زلمی نصرت

 

كوم واکمن چې د گدۍ لیونی شوی

پت او ننگ یې دی بایللی سرخوړلی

 

د افغان ولس له وېرې او پرتمه

زبرځواک زورواک په تېښته تښتېدلی

 

د پردو پر اوږو سپور که څوک راغلى

را ولیدلی له پوړیو شرمیدلی

 

که تېری کړی وي چا او که نادودې

خامخا تاریخ کسات ترې اخيستلی

 

ستا وقار ته مو سلام دی ای ولسه

چې مدام دې د خادم عزت ساتلی

 

که چا سر وي په سپیڅلې لار کې ایښی

بیا هغه واکمن لارښود تاریخ گټلی

 

د خوشحال قلم دې هېر نه شي نصرته

چې له شوره يې ولس را پا څېدلی

 

١٦.٠٤.٢٠٢٤