پر ما ګرانه وې چې مست ستا په شیدو وم
نازولی ستا په غېږ کې به للو وم
د ژوندون سختو شیبو کې د زړه ډاډ وې
تا پاللم که نا خوښ ډوب په غمو وم
بس دا نه چې تاته ګران لکه د ځان وم
ستا په مینه، هر ګړنګ نه د ختو وم
ته ساتونکې زما د شان زما د پت وې
ځکه ټینګ د ژوند په لاره او د تلو وم
چې زړه ډک شو پر اوږو به مې ژړل ستا
د زړه خلاصه به، د زړه د تشېدو وم
تا را زده د ژوند په لار، هنر د تلو کړ
زه شاګرد ستا د هر لوست او کتابو وم
پرښته وې لکه حوره وې سپېڅلې
زه حیران ستا د لوی زغم او حوصلو وم
د زړه راز به مې له تا سره شریک ؤ
تل ډاډه ستا په نېکمرغه مشورو وم
په خوښۍ او غم زما تر خوا ولاړه
ستا په شتون آزاد د شک له زولنو وم
تل خوښي او تل غمونه مو شریک ول
پوروړی په ټول ژوند ستا د ښه کړو وم
ډېر سپېڅلې رښتیانی زموږ پیوند ؤ
غوړېدلی ستا د مینې پر خوږو وم
ته بې رخې بې ریا وې زما مورې
روږدی ستا د محبت پر ولولو وم
زما زړه کې به ستا مینه تل ژوندۍ وي
قدمو کې دې خاوند د جنتو وم