یو څو ښکلي پیداشي له موږ زړونه یوسي ولاړ شي
زموږ د سترګو تور زموږ خوبونه یوسي ولاړ شي
مودې شوې سوړ بادونه له هر لورې را لګېږی
زموږ د هیلو کور د ژوند ارمان یوسي او ولاړ شـــي
له شونډو مو فصلونه د خندا رېبي له بېخه
د یار له تورو زلفو سره ګلان یوسي او ولاړ شياوږده دې د غرض وحشي لاسونه له هر لورې
زموږ له عقل او فکره باورونه یوسي ولاړ شيزموږ پر شونډو دوی د خوښۍ رنګ لیدلی نه شي
زموږ د خوشحالیو غزل یوسي را نه ولاړ شي
کوم څوک به پیدا نه شي له کومې لوري دلته راشي؟
ټوپک او راکټ واخلي، ټول بمونه یوسي و لاړ شي
خبیثې ارواګانې ګرځي زموږ پر ورشوګانو
زموږ له هرې شپې نه سهارونه یوسي ولاړ شي
غلیم
Typography
- Smaller Small Medium Big Bigger
- Default Helvetica Segoe Georgia Times
- Reading Mode