{slide= برخـــــــــــه}
غوښتې موکاڼي ترخوړولاندې وي
په پسرلي کې ترسیلولاندې وي
دمَني تورماښام په ګرد وباد کې
دود د کږدیووترایرولاندې وي
پوره کېدوته یې أُمېد نه لرو
ږوندون موټول ترارمانولاندې وي
نړۍ ته وایوالله پامان دَی تانه
زړونه به تاکې تردردولاندې وي
الله کړه برخه پردېسې دعلي خلن
هرڅه نړۍ کې تقدیرولاندې وي{/slide}{slide= څلورمبارکي}
دڅلوروتوریونوم ته لږځیرک شه
په پښتوږبه روږه دې مبارک شه
په قرآن وپه سنت باندې ځان پوه کړه
دشیخانوترمنځ ځان مه لادرک شه
نن دګېرو وټوپکونوملایي ده
په فَتْووکې مه ګولۍ شه مه یې ټک شه
دناسموسمولوکې ځان ګډ کړه
بېره مه کوه مرګ یودی ورته کلک شه
ناروادې که رواکې اورېدل وو
که نورنه وي غوږدزړه دورته څک شه
که دسردپاسه مَنْ چانه منلې
ځان راکوزکړه په منلوکې چارَک شه
رڼاستوري داسمان هریویې لمردی
که یې نه منې لوستونکي دفلک شه
یوه ورځ به دارڼالمرتوره شپه شي
دالله قدرت ته هک مه شه مه پک شه
که مُحکم وتشابه دین کې پوه نه شوې
علي خانه په تأویل کې لرې شک شه{/slide}{slide= نیکمرغي}
ښـوتـه مخ بـدوتـه شاکـړه
خفه مه شه تل مسکاکړه
نړۍ دوه ورځې ږوندون دی
یوه ستا بله په تاکړه
شتَمني دې که غُرورشوه
شپه غریب سره سباکړه
په سازونوپه نڅاکې
وېرلړیوته ږړاکړه
که دې ټول عمرارمان وي
دې وروستۍ سلګۍ خنداکړه
وَرَکْلارانوته لارښودشه
ځان باباکړه یاداداکړه
زده کونکوته شه مینه
ټول کاکاکړه یاماماکړه
بېره مه کوه په حق کې
په باطلوکې غوغاکړه
که په کارکې مُخَیَّریې
بیا بل چاته مه ښېراکړه
که په کړوکې مُسَیَّریې
بیا الله باندې تکیاکړه
دږوندون ټولواړخوکې
دروغ مه کوه ریښتیاکړه
په ښه خوی نړۍ دِځان کړه
بدخویي ته ځان وُرشاکړه
که دیارزړه ساتل غواړې
مره ورځان وورپخلاکـړه
دبېلتون ساړه زغمل کړه
ترګرمۍ یې اوږده ساکړه
که تیاره درباندې ږوندشو
پـه ښه پــوه یـې رڼـاکـړه
له نفرت څخه ږغورل کړه
جام دمینې راته راکړه
که خپل ځان سموَیْ نشې
بیاګیله مـه لـه بـل چـاکړه
نېکمرغۍ دِ ږوندهمدادي
خوږیوخواتریخ یې بل خواکړه
سَتَرْمَنْ شـه (عـلي خانه)
رسـوامه خپله بـدخواکړه.{/slide}{slide= دوبی }
کـه وایـم مـه راځـه اِې( دوبې) ستا لـیـدل نغواړو
ســتا پـه ګــرمَـیـودې شـنـېلیوپــخــــــېـدل نغواړو
لـلمِي واوربـشې کــه تــه موږلـره سـا تـلی نـشې
پرېـده چې وچ شي ترد ښـمن یې رسـیدل نغواړو
اسمان تـه وایـه چې پـه تاکې بـاران نـه اوره وي
ورانـو(ویــالـو) کـې دســېـلـونـوبـهـــېـدل نغواړو
ورېځـوتـه وایـه لمن ټوله کړي امریکا ته درومي
نـوردې بـاران پـــه ځـای دویـنـوڅڅـېـدل نغواړو
دهیواد ټول ګلان اهـاړکړَهْ چې ښکلا ورکه کړي
ښایست دې خـپل وطن تـربـل چاځاریـدل نغواړو
بـورا د لمرپـه وړانـګو ووسـوزه وَه مړیې پرېـده
دمـړوډ ېــووپـــه سـوي تــاریـې تـاوېــدل نغواړو
لارۍ اوروکې دې تورخم لاروکې تورلوګیْ کړه
دې یــرغــمـلـو پــه غـوښــتـویې چـلـیـدل نغواړو
پـه توروشپوپـه توروورېځوکې سپوږمۍ رڼـاکړه
پـه شنه اسمان کې ستا دې سـتوروځلـیدل نغواړو
ستاپـه غـرموکې تـرأجـل لانــدې بـه مـنډې وهـو
نـرم نـسیـم کې دغـلام ږونـــد خـوځـیـدل نغواړو
پـه سـپـېـرو دښتوکې بـه ستا ګرمۍ پـه ځان وُمَنو
زړه کې ږړا په خوله مـا ڼـۍ کې خندېدل نغواړو
تـه راتـه ګـورې ستادې تـوت پـه پـا ڼـوځان پټوو
بـس ده دادومـره بـې پـتـي ډېــرلـوڅـېـدل نغواړو
مَـه وُچَـه وَه زموږ دسـیـندونـواوبـه موږتـږي یـو
لامبـوځـن نـه یـو پــه څـپـوکـې ډوبــېـدل نغواړو
کـېږدَی زړې شولې کورونـه مو ناتو وران کړلو
سـوريُـوتـه نـاست دېــدېـوالـونـونــړیــدل نغواړو
پُښې ولاسونه موبې موخوجګړوټول رامات کړل
پـــرېــده چـې مـړه شـوپـه ارام ولاړیــدل نغواړو
تـاکې ګـرمي تاکې خواري راته ویـاړنـه ښکاري
تـــاســرلــوړۍ زمـوږ لــیـد لـي ټــیټــېدل نغواړو
ورځــه دښمن تــه شــه اســتازی ورتــه داوُوایــه
یـابــه هـیوادپـرېـدې یـامرګ بـل اورېـدل نغواړو
مـوږافـغانان یـولارښــودنـــه مـونــړۍ تــه کـړې
مـوږ دې غـوایـانـولـه شـپـنـونــه سـمـېدل نغواړو
په زوربه وُځَیْ ښه به داوي چې پرده کې لاړشی
نـورمـو پــه ویـنـوکـې بـې پـتـه لـمـبـېـدل نغواړو
اِې ښکلې( اُوړې)ګیدړانوته سورخوګ وریادکـړه
(علي خان)وایې درومَیْ ستاسوښکارکول نغواړو
{/slide}{slide= راغلم}
دري څلوېښت کلونه ډېرشیان رانه هېرشوي دي
ډېرډېرکړاوونه مې په ځان باندې تېرشوي
راغللم لیبیا ته نه افغان نه سفارت ووکښې
ځان سره ځولۍ ځولۍ اندونه مې راوړي دي
خپل هېواد کې وږی وم که تږي وم پَروانه وَه
دلته مې پرَدي وطن کې ټول زړه کې ساتلي دي
لاړشم سمندرته چې غمونه وورلاهوکړمه
ګورم په څپوڅپوکې بېرته ټول راغلي دي
پرېوزمه په کټ کې له سپوږمۍ نه ګیلمن شمه
ولې په رڼاکې یې دوستان رانه پټ کړي دي
خیال کې مې ږوندي وي که دوئ ټول ترخاورولاندې وي
ما نه دي لېدلي بس یوازې مې اورېدلي دي
هلته به زما شک په یقین باندې بدل شي ټول
ځان سره چې وووایم قبرونه مې لیدلي دي
مونږځو وراځوږوندون روان دېدې نړۍ به وي
څوک به پَیل کېږي دِ چا شپې وکلونه تللي دي
ټولوهسکو ټیټودِږوندون کې علي خانه مونږ
ټولوخپل ځانونه لوی څښتن ته وورسپارلي دي.
{/slide}{slide= بوره مور}
دِکـــــــېــــږدیـــــوپــــښتــنو پـــښتــــو ســــاتــــــــــــلې
دښـــارونــــــــو پــښتـــــنوده ورکــــــــــــه کــــړې
بوره مورده هره ورځ یې ځامن مړه وي
دشـمـنانـــو ږبـــــله کـــــړې خــواره کـــړې
مشران یې شي زامن کابل ته لاړ شي
ځان پښتون بولي پښتویې هېره کړې
لمړۍ ږبه یې قانون کې دهېواد کړي
خوتطبیق کې یې ترنوروبېرته کړي
پښتانه پاړسي واوردوکې کوي ګړې
دوئ پښتونه مسخره وي جوړه کړې
پښتانه دېدوئ په ږبولوست ولیک کړي
دوئ پښتوده په دې لارکې بېله کړې
په دېننه ودباندې دفتروکې
ایرانیانوده پاړسي پرې بره کړې
ګډوسیمودپښبون وناپښتون کې
پآړسي لوړه کړي پښتویې ټیټه کړې
ښوونځیووښارونوکې چې اورې
پښتنووپاړسیوانووریته کړې
که څوک حق خبره ووکړي حق ووغواړي
په پلمه دتعصب یې بېرته کړې
دپټوالي په سیاست وتعصب یې
که راسته ده په باطل یي چپه کړي
دالاڅــــومـــــــره نــــاپــــــوهــــــي ونـــــادانـــــــي ده
چــې پښتون ټبـرپـه ځان راخپره کړې
راویښېږه ځان ږغورل په اوښیارۍ کړه
تــــانسلـونــوتـــــه دا خــــاوره شـــاړه کــړې
په پیسوباندې ننګ واخله علي خانه
چا پښتوترښيولاندې چيته کړې؟؟
{/slide}{slide= توبه}
زه انسان یـم پـیـدایـښـت زمــا صفا ده
خـوشیطان راتـه ښـودلـې زمـا ګـنا ده
کـه ښـودنـه دې الله مې هـېره نـه واي
بیا ترځمکې مې راتګ کې څـه ماناده
نـه پـوهېږم له کوم ځای نـه یم راغلی
راکـوزشوي یـم پـه ځمکه مې سـزاده
مـلائـکوبــه سـوجـــدې راتـــه کـولـې
نن ایمان بـه پـرې راوړمـه وارزمـاده
مـا پـخـپـله دي کــرلـي زه بــې رېـبـم
ازمېـښـتـونـوجـوتـه کــړې ده رښتیاده
مـاتـوبـــه خـپلـه ګـناه بـانـدې وېـستلي
خـوازمـویـنه دې الله زما پرې رضاده
دنــېـــکـۍ لارې الله راتــــه ښــودلــي
بــده لاره راتــه پــاتــې بـیـا لــه چـاده
خـپـله ږبـه بـانـدې تل ښه ګړه ول کـړ
خـپـلـه ږبـــه هــم کــلاده هـــم بـــلاده
دوه دومـاغـه په یوسرکې یوځای نشي
څلورمغزکې دوه دوماغه کړدې الله ده
الله هــرڅـه زمـوږ لــپـاره پـیـداکــړي
جڼغوزی دی کـه بادام دی که خُـرماده
دبـخـښـنې دروازي یې وي تــل وازې
توبـه وېست ته ډاډورکړی یې بیا بیاده
کـه توبـه دِ زړه له تل نه پېښماني وي
لــه الله څـخـه پـــوره مــرام دې تـــاده
پــه دې آرګـناه تـه بېرتـه مه ورګرځه
هـغـه کـوم شـي چـې الله تــه نــارواده
(علي خانـه) مبارک دې شـه دازېـری
چـې سـتا هــره نــاروارب تـــه رواده
لیدنه:د شعرپه اړینتیاکې پرېښود(اجازه) شته دی،چې دې نرمرست کړ(دی)دې ښخې مرست کړ(ده)راشي لکه:ښ
ملائکوبه سوجدې راته کولې
نن ایمان به پرې راوړمه وارزماده – (وارزما دی)( کړدې الله دی) ( مرام دې تادی).
دافغان پــه ننګ خــوشحال تــوره تــړلې
مـاراخستی دافغان پــه نـنـګ قـلـم دی
داچې هلې ځلي وخوښۍ ومبارکي مواوس بې ځایه لاړې نشې له مشر اشرف غني صیب څخه هیله کېږي چې وطن ازادکړي، دامریکایې اډو وپوځونوپاتېکېدل په وطن کې لاسلیک نه کړي،پښتو وپښتون چې له مرګ سره لاس په ګریوان دي، راږوندي کړي،دپښتون شمله وڅادردکرزي صیب دقره قل وچپنې په ځای نړۍ ته وروپېږني،ځکه دود وکلچر دسړي ځانښت ،هویت وشخصیت وي ،خټه،اصل وبنسټ یې پرې پېږندل کېږي په درناوۍ
ـــــــــــ ﴿ نه هیردل ﴾ ـــــــــــــــ
دوطن مینه چه شی زړه کی هیردل به څـه وی چه خپل اخترشی ورنه ورک بل تـه کتل به څه وی؟
چــه په زګـونـوکیلومـتروفاصلـی شــــی ترمـنځ کــه نـا اشنا مخــونه ډیرشــی شکلـو ل به څـه وی؟
د زره تازه ګلان چه مړاوی دبیـلتون به بادشـی &کـه د ګلانو بـا غچی ډیری شـی ور تلـل به څه وی؟
چه دوصال زاری مونه پری پوره کیږی چا ته کـه اوښکـی وینـی شی دوینـو څـڅید ل بـه څـه وی؟
زړه می له ګرانوسره رازونیازدمـینی غوواړی بـی د هــمد ردو له دیـدن نــه اوسیــدل بـه څـه وی؟
د چـا د صبرکا سه پـړمخـی نسکـوره چـه شـی نسکورو لوښــیو کــی د صــبر درید ل بـه څـه وی؟
څوک چه قا ضی دعدالت ته ورشی امن مومی که عدل نه وی په خپل حق کی ویـریدل به څـه وی؟
د عدالت په وړاندی حق دهرانسان محفوظ وی دبــی انصاف قاضی په حــکم زو ریدل به څـه وی؟
جنایت کار وایی چه خدای ورته دنـیا ور کـوی داتـــش نســونـه پـه ډوډی نــه مړیــد ل بـه څـه وی؟
جوړتري خانان وتجاران شول د الـله پــه نا مـــه خلک یی ځان څخه قربـان کړل داوږل بـه څـه وی؟
لږ خو له خدایه او له رسوله څخه وشــر میږی خدای دښمن سره په څـنګ کی دریدل به څــه وی؟
چـه دوطن په ضد کافـرسره کافـرغـونـدی شی &دی داسی پست انسان تاریخ سـره ستایل به څـه وی؟
دخــدای رسـول کتاب تـه شاکـی د د نـیا لپــاره وایه (علی خانه ) بیا د بل کتاب لوسـتل به څـه وی؟
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
{slide= سترګو ته دې وایه !}
سترګو تـه دې وایـه چې مې سترګو ته کتل نـکړي
سـترګـــوکې ویــده مـیـنه زمـا دې ویـښـول نـکړي
زړه بــه مې لـه خـوبـه رابـېدارشي لـیونی بـه شـي
بـیابــه لـیونـي سره پــه مـیـنه کـې غـوښـتل نـکړي
مـا دې ښـا یـسـتووبــې وفـا سـترګـې لــیــد لـي دي
ټک به درله درکړي نورپه حال دې پوهیدل نکړي
مـیـنـه کې رښتیاسترګې پـه نیم دیدن پـوره ښکاري
سپـین وتـوردې بـل سـترګوکې چیرتـه لـټول نکړي
چـېرتـه بـې حـیا نـړۍ کـې سـترګې بـاحـیا بـه وي؟
څوک چې علي خانه دین اخلاقو کې لوستل نکړي{/slide}{slide= په زخمونوکې درمل}
رواچـــې نــــاروابــانـــدې بــدل شـي زړه دره زاکـړي
چـې څـنـګه بــه دې مـینـې تـرلـیلانـه ځـان پـخـلاکـړي؟
خنجربه لاس کې ورکړم چې دې زړه په سریې راکړي
شـایــد چې پــه زخمـوبــه زمــا رنځــورزړګی دواکړي
چـې زمـا دې ځـان اروایې دې لمسون پـه چړومړه کړه
بــیاڅـوک بــه پــه وږلــودې بـې اروا بــدن پــرواکړي؟
پــه مـنځ کـې دې ډیــوې مـزی دې بــل لـپـاره سـوزم
زه نــوروتــه رڼــایــم زمــا شــپه بــه څــوک رڼــاکړي؟
پــه هــره جــنـازه پــوســې لـمـدې سـتـرګــې روان یــم
رایــاد شـې چــې زمـا پــه قـبرکـوم څـوک به ږړاکړي؟
هــرڅــه راتــه نــاپــوهــوپــه دیــن مـاتــه نــارواکـړل
پــوهــان مــوپــه دیـن چیري چې روا راتــه رواکـړي؟
دې دروغـوچـالـچـلــندکـې(علي خانـه) حـق بـاطـل شـو
زمـوږمـشـران چــېــري چــې رشتیاراتــه رښتیاکــړي؟{/slide}{slide= فیسبوک }
ساه مي واخله خوپښتورانه وانه خلې
زه پښتون یم پـه پښتوبانـدي پـتمن یم
که زما ستوري پـه قبر چیري راشي
پـه پښتوراته دوعاکړه پري میـن یم
(کبیرستورۍ )
پورنتي پښتني څپانده ږوندي احساس زه دې ته اړکړی یم چې تر(په پښتومین ته دوعا) سریزې لاندې دې ارواښاد ارواته داراتلونکې زرینه وړانګه ولیکم الله یې دې له ښکلې پښتو سره په جنت کې ورننه باسي .
په پشتو مین ته دوعاراخــتلــو تـــه د ډ یـــر پـــه انتــظاروُه
ښـه راغلاست لره دهــرپښتـون تـیاروُه
تـل بـه ویـښ وی دپښتون راویـښیدوتـه
خو پښتون پـه ناپوهی کی تـارپـه تاروُه
د پښـتواوپښـتـنوغــم کی بــه ډ وب وی
دسیګرت لـوګی به ستـاګوتوکـی مـاروُه
پــه جــرګـوومحفـلوکی بـه حـضـوروی
ځکـه ستـادریدل هرځـای کـی په کاروُه
داحساس راپــارول بــه وُه سـتاغــږکـی
هرپښتون به په هرځای کی تانـه زاروُه
غورزنګونه به هرځای کی را پیداشول
چـی اوازبه دراخـپـورپـه کلـی وښـاروُه
ستاراتګ ته به هـرځای کی سلامـی وُه
کـه واړه وه کـه زاړه کـه خـواروزاروُه
پــه خپل غـږدپښتوږبـه راږونــدی کـړه
چی خـبـری او لیکـلی بـه پـری عـاروُه
ددوزخ دږبـی نـوم به یـی پـری کیښود
ګـزارونه لـه هرخواپـری وراپـه وراوُه
چی پشتون بـه شوپاشـاه پښتــوبــه لاړه
چــی لـګیـابــه تــل پــه ږبـه ددربـاروُه
ددربـارږبــه پـښتـوبــه پــه پـښتــون وه
لــه ډهـلـی تــراصـفهانــه چـی بـاداروُه
تـاخُــویُـونـه دپښتـون دی بــیـان کــړی
پـــه رښتیـاچـی پـښتانـه ډیــروفــاداروُه
دوی دږبـی خــد متــونــه هـلتــه کــړی
چی یوه خـواکی بـه تـوره بل خواداروُه
مـګرولی خـپل خـُویـونه ورنـه هـیردی
بیرتـه پاتی لکـه ږونـدکی چـی دغـاروُه
پشتانـه کـه پـه پښتوبـاندی راټـول شـول
واربی راشی لکـه څنګه چـی یی واروُه
سـتـا ارواتـه پــه پښتودوعــا درلـــیـږم
پـــه پـښـتـود ډیـــرمیـن زړه نـاقــراروُه
نن هـغه پـوهان ښکاریږی پښتونخواکی
چی(صافی)به ورته تل سترګی په لاروُه
{/slide}{slide= فیسبوک }
مخکې فیسبوک څخـه پـټ ووټـول اسرار
په ورځپاڼـوکـې بـه انځـوروودې واکـدار
کـه نادرست به دې لیدل خوله به وې پټه
او کــه نــه یـا بــه بـنـدي وې یـا پــه دار
دې هــیـوادوقـام وږبې غــم پــه زړه کې
بـیریــدې بــه کــه یــې وســپړې تــریـار
ځای به نه ووچې دې حق اوازکې پـورته
په هـرځای کې بـه جـاسـوس وویـااغــیار
درنه خپل حق به په ظلم وزوردې بل شو
چابه نه ویل چې ته څوک یې څه دې کار
دې خـیا نـت خـبـربې هیچا تـه خـپورنشو
کــه تـجــار کــه مـخــورووکــه مــالــدار
چـې بــه لاړل مســافــر پــتـه بــه نــه وه
چې مـزدوربـا نــدې بــه څـه کـوي بـادار
دې ټــولــنې پــه مــالـوبــه تـالارجـوړوو
یــوه خــواکـې بـه اشـراربـل خـوا سردار
ټول وګړي به دې دوی په خیانت پوه وو
خــوویـــلـوتــه بــه څــوک نــه ووتـــیار
ترهغې پورې چې فیسبوک راښکاره شو
پــه هـرځـای نـیـوک نـیـونکې شـووبیدار
خـوځـیدل وښـوریدل شووپه ږوندون کې
کـوم چـې مخکي ورنـه خـلـک ووبـیـزار
نـن ظالم خـا ئن پـه خـلکوکـې رسوا شي
پـه اعجاب تعلیق دې فیسبوک وارپـه وار
پــه اړیـکـوکـې نـړۍ یـې کــړه یــوکـلـی
پــکــښـې غــټـه وړه ټـــولــه دار پــه دار
تــه بــه وایـې چـې چـاود نه وه تـیاروکې
دې انــســان دې ازادی لارکــــې انـــوار
نـن مجرم خـا ئن فیسبوک کې نه پوټیږي
کړي رسوایې که کمزوری وي که خوار
لـه الله ورســـته دې فـیسـبوک بـرکت وو
چـې دې عــربــوانـقــلابـونـه شـول بـهار
پـه کـورونـوکې فیسبوک دی نن هـنداره
پـکـشـې ویـنې ښـه اخـلاق ښـکلي اخـیار
کــه پـخـپلـه تـه خپل ځان پکشې بـدویـنې
پـکشې زنا پـکشې شراب پـکـشې اشـرار
دې فیسبوک بازارکې ښـه وبـد خرڅیږي
ښــه رانـیسـه (عـلي خـا نـه) پــه تــلـوار{/slide}{slide= دګیډړناولی زړه}
یـــوه ورځ ګــیـد ړخــوړوپــوسـې روان شـو
هیڅ پـه لاس نـه ورتلل ډیـریې فکروران شو
یــونـاڅـاپــه یـې یـوچــرګ پــه ډیــران ولـید
ویل یې زړه کې چې پوره یې ټول ارمان شو
ځـان یـې ټیټ په پټېدو سترګې یې چرګ کې
شـوچـمـتـو پـه خــېـز وهـــلـو تـرډ ېـران شو
خودې چرګ بخت ډېر بېدار وو چې یې ولید
دې ګـیـډړمکر وپــریــب ته سخت حیران شو
زر پــه مــنـډه بـانـدې لــوړه بـانــدې وخـوت
تـرخپو لانـدې یې ګیډړ سترګې په اسمان شو
ګـیـډړپـوه شـو چې خـپل وار ورنـه خطا شو
ورنـږدې دې لـوړ ولاړ چـرګ تـرمکان شـو
دامهال مـاښـام نــږدې وه اسـمـان وریـځ وو
نــــری بــــادهــــواســـړه نـــرم بـــاران شـو
ګـــیــدړ ولــیــدل چـې چــرګ نــشي نـیـولی
پـه پـریـتـونـوکې مسکی پـه زړه پریشان شو
ویـل یې چـرګــه وروره تـابـانـدې ســلام شَه
مــوږ دوسـتان یـو دې یـوالي پـه داسـتان شو
چــرګ ویـل ګـیـدړه وروره ديـر ښـه راغلې
ماته هـم یـاد کې دې ښـې دوستـۍ دوران شو
خو دریغه چې دوستي کې دوستان خرڅ شي
ګـوره څـنـګه پـښتـونـخـوا کې پـاکـستان شو؟
ځـکه زمـوږ دود تـه قـانـون دې ځـنګل وایې
چـې کـمزوري بـانــدې بــرقـوي حـیـوان شو
هـره ورځ وي کلـي وران خـلک مـړه کیږي
خـبـر نــه اورو چـې فـلانـی کلــی ودان شـو
پــریــــده داخــبــرې ډیـــرې دي غــمــجـنې
نــن دا تـاغـونـدې څـاروی ښـه تر انسان شو
کــه اودس نـــلـــرې لاړ شــــه اودس وکــړه
نــورپـه چـل وپـریب نـړي کې تـیرزمان شو
دا یـــې وویـــل ګــیــدړ تــه او بــیـا ورســته
دې وزروتـــرپـــړپــَـه ولــــو پــــه اذان شـو
خــو ګــیـدړ کــم عــقـل بیا هـم ښـه پـوه نشو
پـه وفـا کې پـه سـتایــنو دې خــپـل ځـان شو
چرګ اذان کې کـړې نارې دې کلي سـپو ته
چې راځۍ ښکاره دښمن زموږ پـه بیابان شو
غپ وغـوپ کې سپـیو مـنډې کړې تـرچرګه
ګـیـدړپـوه شـو چې هـدف یې پـه طوفـان شو
غـلی غـلی شـو پــه ډارکې بــیـرتــه شـاه تـه
چرګ ویـل لمونځ بـه کـوولاړمو شیطان شو
ګـيـډـر وی زمـا اودس مـات شــوزما دوسته
لـمـونځ بـه وکړو بیا یـوځای که په جهان شو
پـه نـاولــیــو زړوکــي کــلــه شې یــــوالـــی
پـاکـــوزړوتـه انـتـظارکې (عـلي خــان) شـو{/slide}{slide= ګرانه پښتو}
هـرځای کې خبرې کـړه پـه ګرانه پښتو
مــــه وایــــه ولاړه کــــه روانــــه پښتو
ویــښ کړه پـښـتانـه یې ټــول چوپـړ لره
تــاج بــه شــي د ږبـو دا روښـا نه پښتو
هـرمـهـال پـښـتون ورنـه بې غـوره وُه
ځـکـه خـــواروزاره وه مـســتا نـه پښتو
مـړې ږبې پـه نیټ کې راږونـدی شولې
نن په موږ واجب دی جوړه ورانه پښتو
ګوره (علی خانه )ګاونډ یانوده وږلې تل
لــوی څـښـتـن ساتــلې ده پریشا نه پښتو{/slide}{slide= بس دی نور}
ستا ښا یسته پښوکې چې ګونګـړې دې ګډ یـداوي
مخکې دې سوجدوکې لمونځ کونکي دې بوداوي
دوی ستاپه ښکلا ستاپه ماناکې خپل مرام غواړي
زما ستادې ښایست لوی جوړه ونکي ته سوداوي
ولـې ورتـه پـریـب ورکوي تـه پرې ښه پوهیږي
کـله دې خالـق بـه دې مخلوق کـړوکې رضا وي
ستاپـه مناجـات کې دنـاروغـه زړه درمـل نـشـتـه
سـتا دې جـوړونـکي مــنـا جـــا تـــوکـــې دواوي
بــس دی نــورزمـوږپـه عـواطـفـولـوبـې مـه کوه
خـپـل سـا زواوازبـا نــدې خـنـداوي کـــه ږړاوي
نوربه ستا لـید ل پـه معبد وکې (علي خان) نکوي
ســـــرنــنــه وتــوکـې تــروتــوزړه پـــه درزاوي{/slide}{slide= دقیصر پو ښتنې؟ }
دروم قیصرلـه (معاویه) څخه پُـوښـتــني وکـړې
چـې راتـه داسې سـړی ښـیه مخکـې کـور نلري؟
بیا راته درې شیان په ګوته کړه چې الله پیداکړل
چـې دږونــدون لـپاره هـیـڅ رحــم د مــور نلري؟
بـیا بـه هـغه څوک وي چې قبـرتـه پخپله ورځي
قبـر دې هغه عـذ ا بـَـوَلــوکـې کـــوم زور نلري؟
هغه بـه څـوک وي چې بې پـلاره تردنـیا راغلی
تلـلی نـړی نــه تـرَی تـم دی خــورو ورورنلري؟
هغه بـه کـوم ځای وی پـه ځمکه چې قیبله نلري
قـرآن کې وایـې چې کـرونـده وبـڼ سمسورنلري؟
وایـه پوره شی نیم پوره شی نا پوره شی څه دي
خـپلو منځــونــوکې تـریــو بــل نــه پـیغـورنلري؟
پـه دې (بوټل)کـې د نـړی خا تمه ټوله ځای کړه
چـې ورنـه ورسته د نـړی ږونـد شـروشـورنلر؟
قیصرتـه ګـوره (عـلي خا نـه ) حـقـیقـت لــټـوي
دسـوال پـه لاره کـې پـیـاده لـښکر وسپـورنلري
{/slide}{slide= دګړی لړم }
هـیـڅ لـړم ګـړی کې بـیرتـه شاتـه نـه تاویـږي
خدای ګو که داکاروشي قیامت به پورته کیږي
پـریده په پرون پوسې هیڅکله افسوس مه کوه
مه شه سباون تـه پـه سیوچ چې څـه بـه کیږي
ځکه پـرون تیر کاردی راتلل یې بیرتـه ونشي
اما سباون راتلونکی کارخـدای پـرې پـوهیږي
خپل ږونـد په مزه مزه ددواړو منځ کې تیرکړه
ناست دږونـد بیړی کې یې څپې وهي ډوبیږي
ټـولې نیکارۍ وبــدکارۍ بـه دې پـه پـاڼــه کې
ستا تــرســاه خــتلو پــه دنـیاکــې لیکل کـیږي
نــه دې اولادونــه نــه مالـونــه پـه ښـه درشي
تــه بــه تـرې روان یې دوی به تاڅخه پاتيږي
هیڅوک درتــه لاس دمـرستې نـشي درکــولی
کــله چـې ستاکــټ دبــل اوږوبانـدې سپریږي
هریوچې له موږنه توروخاورولاندې پاتي شي
هلته بـه په خپل کار یاخـفــه یاخــوشحا لیـږې
ږونـد کې نیکاري ودینداري کـوه (علي خانه)
ورسته بـیا تـر مـرګه پیښمانۍ نـه پوره کیږي
{/slide}{slide= پتمنه پښِتنه }
کلـکه پـښـتــنه وه چـې لانـجـه ورسـره ډیــره شوه
زړونه په درزاشول راپه یاد چې دمرګ بیره شوه
فـکـربـه کـیده چـې دیــورپ غـونـدې نجلۍ به وي
کلـه چې سـتـنه شوه خپل دیدن څخه چې تیره شوه
لـوســت دپـتـمـنی وه راکـړه درکـړه دخــبــروکـې
چـا نـه کـه نیک کاره اوبـد کاره نـړی هـیره شوه
زه (علي خان) پرې وُه ویاړیدم څومره ادبناکه وه
نجـونـو دِ دنیاکې په هغې با ندې مې غِـېره شوه(1)
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
1/ غِېره : ننګ، ویاړنه{/slide}{slide= اخربه اخترشي }
سپیڅلې وینې دپښتون څـوچې رګـونوکې وي
دوطـن میـنه انـګازې یې پـه غـوږونوکې وي
که څلورخوایې په نړۍ کې اخترونه جوړشي
غـمجن اخـتریې دهـیواد دزړه داغـونوکې وي
که ستا اخـتروي په هالینډ زما لیبیاکې وروره
چې وطن نـه وي څه مزه به اخترونوکې وي
مـه خـفـه کـیږه دانـاخـوالې بـه اخـر ختمیږي
لال وګوهرترسیلو ورسته په خوړونوکې وي
دوطن بوټي علی خان چې په وینو رنګ شي
دجـنـت سـره ګـلان پـه سپیـنوکـفـنونوکې وي{/slide}{slide= دډاکترکبیر ستوري انځور }
چـي (دستوري )انځـورګـورم (میروخان) راتــه رایادشي
پـــه (پولنډ) پـــه (جرمني )کي هــرپــټان راتــه رایادشي
دیــورپ پــه ځمکه بانــدي کــه رایـــاده (میروخان) شي
پــه اسمان کی یي تل (ستوري)ښکي شان راته رایادشي
پــه پــردیــو وطــنوکـي دپــښتــو ودپــښــــتون غـــم کـي
دهــغــوي پــتــمــن مــلـګـري هــرافـغان راتــه رایادشي
دپـښــتون بـي اتـفـاقـي نــه خوشـحال خان خټک خـفه وه
دِ دوی غـــم ودرد پــه زړوکــي مــشران راتــه رایادشي
زه روغبړ بي دِانځورکړم راته خیال کي ږوندي ښکاري
خــوچــي لاس پــه انـځـور کید م قبرستان راتـه رایادشي
زه دِ دوی دبــستــان ګل وم پـــه شـبـنم بــه یــي تـازه وم
نــن چــي ســترګـي اړه ومــــه وچ ګـلان راتــه رایادشي
زه (علي خان) بـیـړه لرمـه چي پـه دوی پسي زر ورشم(1)
هــره ورځ دِ دوی پــه یـادکـی ګـورستان راتــه رایادشي
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
1/ بیړه : چټکتیا ، تلوار ، زرزر.{/slide}{slide= څه مــاتــوي}
نـوي پـيړۍ هــغـه زاړه شـيـطــانـان
جـګـوشـمـلـو ســره ټــکـري مـاتــوي
هـغـه زهـري هـغـه اوه سـری ښـامـار
خيالي ګلـونـه مـو کـمکـي مـاتـوي
هـآ حـيـله ګـر هـآ شيـطــانـي چـلـونـه
نن لـه شپيلو سـره شپـونکي ماتـوي
هـلته کــوډګــرې پـيـريـانـي غـلبـلې
نن ارمانــونـه مو تــنـکــي مـاتــوي
بـيا يـې پـه سـر ورتـه نـيـولـي تــوره
بـيا مو کوپړۍ دلـوی سـړي ماتوي
دوطن مــور خــپــلــو بـچـــو دلاســه
لاسونه مات اوس يې لېنګي ماتوي
چــېـريم کلـکـې اوسـپـنـيـزي پنجــې؟
دبـچــو خــپـلــو مــزغـي مـــاتــــوي
دجــنـتــونــو تـجـــاران قـــا تــــلان
دچــا تــقــديــر دچـا تـنـدي مـاتـوي
پــه لـپـو لـپـو وو ډک شـوي منګـي
نن پــه اوږو هــغـه مـنـګـي مــاتــوي
پـه مـېنـه مـينـه چـې مي ډزي کـوي
سپينه روپـۍ پـه تـور پيکي مـاتوي
چې لـه سـپـرلـو نـه تـرېــدلـي تـللـي
لا مې پـه سترګــوکې ازغـي مـاتـوي
نن دشپــونـکــو خــوږو شـپــليـو ژړا
اوس مې دلـويـو غـرو زړکـي ماتـوي
مات مات هغه بګېل بګېل ټپوسان
خـړسترګي مـا نن په پـردي مـاتـوي
دخـدای قـار نه دی نـو څه يـې بـولی
روغ رمټ زړونـه هم زخمي ماتوي
زمــوږ پـه لاره څـــــه بــلاوي راځــي
چې دړنــدو دلاس لــرګـي مــاتـــوي
عبدالسلام اندړ
۲۴/۱۲/۲۰۱۰{/slide}{slide= د بر م ځوانان }
چـی پښتوبــانــدی مــــیـن وُه
نن هـــــــغه مــینان چیـری
چـی پښتوبــــه یـی ساتـــــــله
نن هــــــغه اتـــلان چیری
دپښتـون سربـی چـی لـوړکـه
نن هـــــغه مشران چـیـری
چی په نوم بانـدی یـی ویـاړو
نن هـــــغه بابـاګان چیـری
چـی دښمـن ورتـه حیـران وُه
نن هــــغه بـادوران چیری
دډهلی په تخـت بـه کښیناست
نن هغه توریالیـان چـیـری
چـی تـهـران ورتــه تـابـع وه
نـن هـغه جنګیالیان چیـری
دپښتـون سربـی چـی لـوړکـه
زموږدبرم ځوانـان چیـری
چی پښتوتـه بـی خـدمـت کـړ
نـن هـغـه مالداران چـیـری
ګـــوډې و مـاتې بـې تــړلــې
نـن هـغـه بوډاګـان چـیـری
چی وطن به یی زرغون کـه
نـن هـــغه بـزګـران چـیری
چـی تاریخ یی خیانـت لیکـی
نن هـــغـه خایـنـان چـیـری
چـی پښتـو بـه یـی ایمـان وهنـن هـــغـه افغـانـان چـیری
چی پښتون به یی راویښ که
نـن هـغـه شـاعـران چـیری
ځـلیـدل بـــــه لـکـه ستــوری
نــن هـــغه ادیبـان چــیـری
کبـــــیر ســــتوری دپـښتـووُه
نـــن دانـورداسمـان چـیـری
چی پښتو یی ږوند ومرګ وه
نــن هـــغـه پـټانـان چـیـری
مـوږمــړه یـوپـــه ږونـدوکـی
کـوره نـورانسـانـان چـیری
زه یــــــوازی پـــه نــارویـــم
وروڼه نورد(علیخان)چیری{/slide}{slide=مجهول دوزخ}
دسپوږمي لـه سپینه مـخـه مـي زړه تــوروي
چــي رایــاد یــي پــه کــتلـو پـلار ومـوروي
کــه اســمـان پــه ښـکلوسـتوروښــایـښته وي
خــوپــه ځمکه کلی کـور مـونګه تـه اوروي
کـه موڅوک ژوندون ته پریـدي موږرضایو
کـه شپني کـه چـوپـاني کـه لاس کی لـوروي
خـوافسوس چي موکـورونه په سروران شي
دِ دښمن پــه لاس وطـن بــه څـه سمسوروي
پـه کـوم ځاي کي بـه ښيګڼي څوک پیداکړي
چه په ظلم وزورپه خپل کورکي بي کـوروي
چـي نـــه کـار ونــه ډوډي ورتــه پــیــداشـي
شـی روان دغــم په لارکي بل خـواسپوروي
بــل پــردی وطــن تــه لاړشـي مــسافــرشي
شـاتـه یــادیي وږي تــږي خـورو وروروي
بیګانـه بــه یي پــه ځـای وطـن کي کارکړي
دَی بــه درومي پـه رضاوي که پـه زوروي
بـي پـاسـپورتـه بـي ویـزي وي مـجبوري ده
تـرمجهول دوزخ روان وي سوي سکوروي
پــه پــردي وطـن کـي ګــرځــي بـي هـویـته
چـي راګیرشي پري جوړشوي شروشوروي
هــره خــوا لکه هــوسي پــه کـش کـیـدووي
دوحــشي سپیو تـــرمــنځ سـریي سـرتوروي
څــوک یي نــوي چي کومک ورسره وکړي
تـوروخـاوروبـانـدي سپین مخ یي نسکوروي
نــه یــي کـورونــه یـي قــام نـه حـکومت یي
پـــه داهــسي بــد بـخـتـیوکــي غــمخـور وي
پـــه خـــلاف دبــــشري حــقــوقـــومــړ شـي
نــه پــري څوک خـبراونه یي خبر خپوروي
ولــي زمـونـــګـه افـغـانـان داسـي تــبـاه وي
مســئولــیت دِ دوی دچـاپــه غـــاړه پـوروي؟
دغـــم پــیــټـــي مــودرانــه دي(عـلي خـانـه)
د(نـــاټـــو) وژل رټـــل دپـــاســـه نــــوروي{/slide}{slide=په ښکلاکي بدرنګي}
یـویورپ بـل امریکا ته ورتلل غواړي
خـوزما ورتګ تـرلـوې پـښتونـخـوا ده
داسې نـده چې نـړۍ مې نـه خـوښیږي
مـګر دازمـا فـطرت دالـلـــــه رضــاده
پــکښې پــۍ دپـښـتـنې مـې دي رودلي
پـــه رګــونــوکې مې مینه یـې هـوا ده
خـدای ده ښکلې پیداکړې خمکه بانـدې
خـودښـمن تـل اخـته کـړې پــه بــلا ده
ښکلي غرونه وځنګلونه یې چه کورې
تــه بــه وایـې چـې جـنـت ددې دنـیـاده
خوافسوس ښکلې شکلابې شې بدرنګه
چې پښتون ورنـه بې غوره بې پرواده
پښتونـخـوازمـوږه کـور زموږه ګورده
زمـوږ دپــلارنــیکه خـتلې پکښې ساده
راته قبرمې یې جګوغروکې جوړکړی
(علي خان صافي)ته ګرانـه ترهرچاده{/slide}{slide=سترګې مو په لاري}
اِی زمــوږه ښـکلي پـښـتونـخـوا زړه مـي درزیــږي
تـابـانــدي لـه هـرلـوردې دښـمن ډزي چــي کــیـږي
ویـره مـي راځـی چـي ستا پـښـتو بـه رانـه لاړه شي
داحـال کـه زمــوږ وي هـرپـښتـون پـه دې ویـریږي
سترګي مو په لاري چي به کله ستا زامن ويـښ شي
کـــلـه بـــه د تــا د ســبا ســـتوری پـــري راخــیـږي
تـــه خـو غــیرتي وې ستا زامن هـم غیرتمن وه ټول
ولــي نــن پــه تــاکــي بــي غــیرت ډیـر لیدل کیږي
تا باندي چي ویاړي په خپل قام کي لوی عـزت لري
ستا په ننګ چي ننګ نکړي پاګل غوندې ښکاریږي
ستا د مینې یــاد کی یي چي تخــت د ډهـلي هیرکـړو
نــن ولــي پــه تـابـانــدې زامــن ســتا نــه نــازیــږي
څـومـره بـي نـنګي ده چي زامـن ستا واکـداران شي
ســـتا ژبــــه کــي هــیره ګا ونــډی بانـدي ویاړیـږي
ســتا فـطرت صفا ده لـه پـاکي څخـه جـوړ شـوی ده
سـتا زامـن هـم پـاک دي پــه پــاکي بـانـدې لـویـیږي
څـوک چي نـنګ وعــار ستا پـه لوړا بانـدي ونکړي
مـه وایـه سـتا ځـوی ده چـي پـه تـابـانــدي شـرمیږي
څـنګه بـه بیا ځـان تـه موږ ږونـدي وایـو(علي خـانه)
ژبــــه،پـښـتونـخـواو پـښــتونـولي رانه مـــړه کـیږي{/slide}{slide=یار نده}
ماتـــه وعــظ ونـصحـت نــن پــه کـارنده
لـه غــفـلت نــه چــه پـښـتون رابـیـدارنده
مـیـخــانـــو وتــرانــو لـــره بـــه ورشــي
کــه پـښتـون تــه دپـښــتـو وژل عـار نده
زړه کي مینه ومحبت بــه دواړه مړه شي
چـه مـیـن تــر خــپل مـحـبوب وفـادارنده
څوبه خپل ځان څوک پخپله غولول کړي
ځــان بــاداربــولـي غـلام وي واکـدارنده
بــیا بــه څـنګه ورتــه وایـي چـه مـین ده
چــه پـښـتویـي شـي لیلی تــریـني زارنده
که یي ژبه هـره ورځ له منځ نه درومي
بـیا پـښـتون څخـه بل قام چیرته خوارنده
ســـادګــي کـی یـی تـباه کـړو(علي خـانه)
پـه وطن کی مـو دښـمن چـه شي یار نده{/slide}{slide=لوی افغانستان}
اِي لـویـه افغانستا نـه اختر دمبارک شه
اِي ډیـرپه موږه ګرانه اختردمبارک شه
٭٭٭
زموږه به ته کوریي تـرڅوچه دادنیاوي
پښتوبه د وي ږبه زموږبه پري ویناوي
شملي دپـښتـنوبــه کلـتورستا دښکلا وي
زمـوږعــزت وشـانـه اخـتردمبارک شه
اِي لــویــه افغانستانــه اختردمبارک شه
٭٭٭
لمړي یي لیکل شـوي تـه لست دملتوکي
ویــاړنــه دافغان یي تاریـخ دزمانــوکي
دښمن تـه مقـبره یـی ددهـرپـه جنګوکي
زمـــوږه ګلــستانــــه اخـتردمبارک شـه
اي لــویـه افغانستانه اخــتردمبارک شـه
٭٭٭
ستامـینه لکـه ویـنه زموږځان ورګوکي
پــه کلیووګــودرونـوپه غـرونوودروکي
ګــلانـــود بــید یاکي غــوټـیودبـاغـوکي
پــه تـا تیریـو له ځـانه اختردمبارک شه
اي لـویـه افغانستانــه اخـتردمبارک شـه
٭٭٭
اختربـه درته راشي که نن ده که سبا ده
تـه کــنزدشتمني یي جـوتـه داپـه دنیا ده
(صافِي)چه اوريدلي هغه ټوله رښتییا ده
دمـوږدږونــد اسـمانـه اختردمبارک شه
اي لــویــه افغانستانـه اخـتردمبارک شه{/slide}{slide=ولې لاړل؟}
لـه بـي علمۍ نـه مو کلتورژبـه دودونـه لاړل
وایوشرمیږوبي شرمي کی مـوکـورونـه لاړل
وایـو وفـا ایمانـداري وغـیرت زمـوږګـاڼـه ده
دې ښـوخـویونـوکي له موږ نه اولادونه لاړل
له ښـوخـویونـوسره ښه عـقـل انسان ته کنزده
اوکه نه ډیرونه په ژوند کي ښه خویونه لاړل
ځان ته اوښیاروایوخونـوروته ساده ښکاریږو
ولي خپل ځان نـه پـیږنـوچي مو ځانونه لاړل
موږ دایمان پـه لارکي ډیـري سرښندني کړي
لـه نوروزموږ پـه دښمني کي ایمانـونـه لاړل
داتورغـوبل چي نن په موږه ده ګناه موڅه ده
جګړه دنوروکي زموږسرخپي لاسـونه لاړل
زړه سـوی دهـیچا پـه مـظلـومـو پښتنو ونشي
که خپله ویښ نشوو(علی خانه)ارمانونه لاړل{/slide}{slide=داسمان ګور}
فـلسفي تـه کـه مـي لاس کـړ پـو بـه نـشي
ژونـد پـه چـرګـه پیل شوي که پـه أګۍ ده؟
خپلې شونډي چي له ډیرخوږوالې وُخري
راتـه وایـه چـا ورکـړې ښــه خـولـګۍ ده؟
چې نـه ساه وَه نـه موجودوُه خو وجود وُه
تـرمـالــویــه خـو تــرکـون نــه وړکـۍ ده
چې یـوبـل بـه سـره وُخـري په اسمان کې
نس دستوري به وي ګورکه دسپوږمۍ ده؟
چې پـه ویـنـولـمبـیـدلـې مـخ یـي پـټ وي
څـه پـوهـیږې مـړپـه بـم کـه پـه ګـولۍ ده؟
دخـالـق خـالـق بـه څـوک وې راتـه وایـه
کـه مخلـوق ټـول ترخالق لکه سپرغۍ ده؟
علـم وایي کـون بـه خـتم شي(عـلي خـانـه)
بیا دکوم قـدرت په لاس ورستي سلګۍ ده؟
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ{/slide}{slide=بې کناه}
ګـناه ګارنـوردي لاس دتـاتـړلي
دبـــل لــپاره دوهــل خــوړلــي
ګنادِ داده چه پښتون یي وروره
څڼي وبریتونه درنه ټـول ختلي
پـه پتمنی کی یی بـي پته کړلي
ستا ټول روا دوي نارواخوړلي
تاغـونـدې لاس تـړلي ډیـرلاړلو
قـبـرتـه زړوکي ارمانـونه وړي
پاتي پښتون تـه بـه ته څه وُوایي
څـوبـه پښتون وي پښتانـه وژلي
که یي ځانونـه سره یونـشو نـور
صافیه ګوره موږنه هـرڅه تللي
{/slide}{slide=اختربه چیرته وي؟}
غـم چي پـه کـوروکي وي اخـتربـه چیرته وي؟
لـوڅ چي پـه جاموکي وي اخـتربـه چیرته وي
وران چي شي ټاټـوبي مهاجریي څښتـنان شي
پـيـټي پـه اوږوکـي وي اخـتربــه چـیرتــه وي
ښکلي پښتونـخـواکي پـښتـنوبـانـدي ډزونـه دي
هــرلـورجـنازوکـي وي اخـتر بـه چـیرتـه وي
علم نه بي برخي ماشومان زموږپه غرونوکي
کلـیــووبـــانـــډوکـي وي اخـتربـه چـیرتـه وي
څــنګـه بــه ســریــزه دشعـرونـوغــزل ولیکم
خلک چي اندیښنوکي وي اختربـه چیرتـه وي
ورکـه موپـښـتوســفـارتـونــودافغان کـی شـوه
خــواره دفـــتروکـي وي اخـتربـه چـیرتـه وي
هـیربـه ماشـومان دپـښتـنوپـښتـونـولـي کانـدي
لوست یي بي پښتوکی وي اختربـه چیرته وي
زړونه چي تازه وي اخترهم ډیرمزه ناکه وي
غـم چي مړاوُ زړوکي وي اختربه چیرته وي
خـدايـه د(علي خان) اخترخواخوږوسره وُکوه
منـځ چـي دپــردوکي وي اختربـه چیرتـه وي{/slide}{slide=زمالوړه ویاړه داده چي پښتون یم}
ټـوپک لاس کي یم پتمن پـه خپل قانون یم
سرمي ټـیـټ نشي هـیچاتـه زه پـښـتون یم
دخپل ږونــد پــه ازادي بـانــدي مفتون یم
زمــا لـــوړه ویــاړه داده چــي پـښتون یم
کــه هـــرڅــومـــره رهــبـرانـویــم رټلـي
یـــا بــــي رحــمــه دلالانـــو ځــورولـــي
یـــابـــي پــتـــه غــا صــبانــویـم خـوړلـي
خــوبیا هــم نـن زه سرلــوړي ترپرون یم
زمـا لــــوړه ویـــاړه داده چـي پـښـتون یم
دښمنان مي کړي بي کورخوزه په کوریم
زه زمري غوندي مغروره په خپل زوریم
لــه ازلــه زه پــه غـیـږ کـي مي دمـوریم
تـــل تــرتــلــه دلــوړا پـــه پــــلـــټـون یم
زمــا لــوړه ویــاړه داده چـي پـښـتـون یم
کـــه هـــرڅــوبــي اتـفـا قـیـوکـي تـیـتیـږم
دخــپل وارپــه اخــســتوکــي را ټــولـیـږم
دظــالــم ویــــرغــمــل مـخکـي دریـــــږم
تـــاوانــونـه بـه تـري اخلم زه مضمون یم
زمـــا لـــوړه ویــاړه داده چـي پـشتـون یم
دنـیـا ډیـــره بـــي وفـــــا زه وفـــــا داریم
پـــه بـاطن بـانـدي بـډای که ظاهرخواریم
شرق وغرب نه ځوبل شوي وارپه واریم
دحــق لاره کــي پـه سروویـنـوګلګـون یم
زمــا لــوړه ویـــاړه داده چــي پـښـتون یم
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
دعلي خان صافي شعر
{/slide}{slide=تیل وغوړي}
ـــــــــــ ﴿ نه هیردل ﴾ ـــــــــــــــ
دوطن مینه چه شی زړه کی هیردل به څـه وی چه خپل اخترشی ورنه ورک بل تـه کتل به څه وی؟
چــه په زګـونـوکیلومـتروفاصلـی شــــی ترمـنځ کــه نـا اشنا مخــونه ډیرشــی شکلـو ل به څـه وی؟
د زره تازه ګلان چه مړاوی دبیـلتون به بادشـی &کـه د ګلانو بـا غچی ډیری شـی ور تلـل به څه وی؟
چه دوصال زاری مونه پری پوره کیږی چا ته کـه اوښکـی وینـی شی دوینـو څـڅید ل بـه څـه وی؟
زړه می له ګرانوسره رازونیازدمـینی غوواړی بـی د هــمد ردو له دیـدن نــه اوسیــدل بـه څـه وی؟
د چـا د صبرکا سه پـړمخـی نسکـوره چـه شـی نسکورو لوښــیو کــی د صــبر درید ل بـه څـه وی؟
څوک چه قا ضی دعدالت ته ورشی امن مومی که عدل نه وی په خپل حق کی ویـریدل به څـه وی؟
د عدالت په وړاندی حق دهرانسان محفوظ وی دبــی انصاف قاضی په حــکم زو ریدل به څـه وی؟
جنایت کار وایی چه خدای ورته دنـیا ور کـوی داتـــش نســونـه پـه ډوډی نــه مړیــد ل بـه څـه وی؟
جوړتري خانان وتجاران شول د الـله پــه نا مـــه خلک یی ځان څخه قربـان کړل داوږل بـه څـه وی؟
لږ خو له خدایه او له رسوله څخه وشــر میږی خدای دښمن سره په څـنګ کی دریدل به څــه وی؟
چـه دوطن په ضد کافـرسره کافـرغـونـدی شی &دی داسی پست انسان تاریخ سـره ستایل به څـه وی؟
دخــدای رسـول کتاب تـه شاکـی د د نـیا لپــاره وایه (علی خانه ) بیا د بل کتاب لوسـتل به څـه وی؟
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
نــاست یـو بي بریښنا موږ انـتظار د سباون کوو
سـترګـي دسـبا تـــه پـــه اوفـقـو کـي کــتون کوو
تـیل وغـوړي خـتم شوډیوي موټولي مړي شولي
یـو بل چي نـه ویـنو څـه ګیلي بـه لـه بیلتون کوو
یوخوا رنځوران په سپیره غولي ماشومان ژاړي
نــه خواړه درمل شته نـه امید موږدږوندون کوو
واخـلو قـلمونـه چــي انـځـوردږوندون رسم کړو
لـږخـوږي خـبري نـوري ټــولي جګـرخون کوو
هـرشاعـرلیکوال دِانـځـوري زموږ دږونـدوکړي
څــوپــوري کیسـي بــه دلــیلي اودمـجـــنون کوو
راشي بـازیـنګـروفـنانـانوچي ویښ فـن جوړکړو
ډول بــه ډنـګـول کــول دیــروکـي دپـښـتون کوو
شایـد شي بـیـداربـی اتـفـاقي ته خـتمـیدل ورکړي
بــرم دنـیـکـوتــه بـــه پــه ګـډه بــیا ورتـلون کوو
وایـه (علي خانه) زمـا د ژبي ورڼـو پـورتـه شي
څوپـوري بـه جهل ونـاپـوهي کي دازغملون کوو{/slide}{slide=زموږه ننګ}
رڼــا فـکـرورنـځـورانــوتــه بــرهــم ده(1)
دپـــوهنــي ســوالـګــرانـوتـه درهــم ده
دافغان پــه ننګ خــوشحال توره تړلي(2)
مـالــوړکــړي دافغان پــه نـنـګ قـلـم ده
دوهـیـواد چـوپــړمـوخـه دافغان ننګ ده
په دی لارکي زماشریک ورسره غم ده
مــلګـرتیا بـه مـي تـرقـبـره ورسره وي
دپـتـمـن پـښتـون پــه خـوی زمـاقـسم ده
دافغان پـه ننګ شملي زمـوږدي لـوړي
پښتونخواکي که میوند ده که تـورخم ده
مـوږه ظلـم وزورتـیـري پـه هیچا نکړو
تل جوړ کړي په موږ نورو تورماتم ده
پـه تاریخ کي مـوږه پـاک یـوتـرهنداري
مګرګوره چه پښتون په هرځاي ګرم ده
دافغان په ننګ سرلوړي (علي خان) ده
دانـسـان لــه پـيـدایـښت نـه تـردې دم ده
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
1 / برهم : درمل ، دواء .
2 / خوشحال خټک دپښتنو نا متو اتل .
{/slide}{slide=مین}
مـینه چي وږمـه شـي دزړګي پـه دالیزونوکي
هـرڅه سره ګـډوډکړي په عـقل و فکرونوکي
واړه ظاهري حواس به تاسره همراه ښکاري
پټ عقل کي تللي وي دخپل یارپـه خیالونوکي
ته بــه ورتـه ګـډیي پـه خبرو دَی ښه ښه وايي
ځـان ښکاره کوي درسره ګډ ده په کارونوکي
مګردې ده عـقل فکرټـول په خپل اشناکي وي
تــاسره ګلشن کـي معـنویات یي پـه ګلـونوکي
لږ که ورته ځیرشي پری به پوشي طبعي نده
ښکاري تغیرات یي د بـد ن ټـولـو رګونوکي
رنګ وشونډی دواړه بدل شوي وي تروُروي
ښکاري تـأ ثیرات یي په غوبورو د مخونوکي
خوله کي یی دږوند خبری زړه کي يی دمیني
نښي ځـا ید لي دا وهـغـه د زړه پـه خـونوکي
وایي که له خلکو نه ګوښه شي نوارام به شي
سترګي به کړي پټي یاربـه وُوَیني خوبونوکي
څـومره عـجـیبه نـړي دمـینـي و مـیـنـانـو وي
بي له(علي خا ن)څخه بل نغواړي رازونوکي
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ{/slide}
ـــــــــــ ﴿ نه هیردل ﴾ ـــــــــــــــ
دوطن مینه چه شی زړه کی هیردل به څـه وی چه خپل اخترشی ورنه ورک بل تـه کتل به څه وی؟
چــه په زګـونـوکیلومـتروفاصلـی شــــی ترمـنځ کــه نـا اشنا مخــونه ډیرشــی شکلـو ل به څـه وی؟
د زره تازه ګلان چه مړاوی دبیـلتون به بادشـی &کـه د ګلانو بـا غچی ډیری شـی ور تلـل به څه وی؟
چه دوصال زاری مونه پری پوره کیږی چا ته کـه اوښکـی وینـی شی دوینـو څـڅید ل بـه څـه وی؟
زړه می له ګرانوسره رازونیازدمـینی غوواړی بـی د هــمد ردو له دیـدن نــه اوسیــدل بـه څـه وی؟
د چـا د صبرکا سه پـړمخـی نسکـوره چـه شـی نسکورو لوښــیو کــی د صــبر درید ل بـه څـه وی؟
څوک چه قا ضی دعدالت ته ورشی امن مومی که عدل نه وی په خپل حق کی ویـریدل به څـه وی؟
د عدالت په وړاندی حق دهرانسان محفوظ وی دبــی انصاف قاضی په حــکم زو ریدل به څـه وی؟
جنایت کار وایی چه خدای ورته دنـیا ور کـوی داتـــش نســونـه پـه ډوډی نــه مړیــد ل بـه څـه وی؟
جوړتري خانان وتجاران شول د الـله پــه نا مـــه خلک یی ځان څخه قربـان کړل داوږل بـه څـه وی؟
لږ خو له خدایه او له رسوله څخه وشــر میږی خدای دښمن سره په څـنګ کی دریدل به څــه وی؟
چـه دوطن په ضد کافـرسره کافـرغـونـدی شی &دی داسی پست انسان تاریخ سـره ستایل به څـه وی؟
دخــدای رسـول کتاب تـه شاکـی د د نـیا لپــاره وایه (علی خانه ) بیا د بل کتاب لوسـتل به څـه وی؟
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
{slide=غـــجـــر}
هــروطــن کــي تــیــتـه ده ټــولــنـه دغــجــر
نــه لـري ځـانـګړي وطـن دوی لـکـه دیـګـر
دوی لکه یهود غوندي غمخوارپه دنیانه لري
ځـکـه دڼـړي ســـبا پــه دوي وي مـازدیـګـر
ظلم وبي قدريوپه هرځاي کي وي رټلي دوی
هـرهـیـواد کـي دوی به وي ترنـورونه کمتر
نه لـه احترام نه انسانیت نه بـرخورداره وي
دوي بانـدي تـپلی وي هـرځـاي کـي بـد خبر
دوي پوره حقوق دانسانیت ختیځ کي نه لري
بیا هـم ږونـد کـوي خـوپه لویدیځ کي بـد بتر
ډیریي کنډوالووډیرانوکي خپل ژوندون کوي
نــشي د شــــتمــنـوکـــــبُرجـــنـوپــری نـظـر
دوي په هروطن کي په رزونوکلوږوند کوي
جـوړي که قومۍ شوې بیا دوي هم لري ټبر
ګوره (فرانسه) چي ځان مثال دانسانیت ګڼي
بـاسـي مـاشـومـان دغـجـر لـروي او کـه بـر
هره خوا چي چغي وهي موږ دِ دې وطن یو
بـل چـیـرتـه نه وینو موږ له هـغه څخه بهتر
مـوږه پـه هــغـه کـي ځـیـږیـدلي لـوبیدلي یو
دلـــته مــومـلګـري ودوســتان دږونـــد ثـمـر
کــله عــواطـف دانـسا نیت ددوی اوازاوري
لاس کـي دســپاهـی وي پیټي شاکي لکه خر
داانځورلیدل به ټول شیان نوردرنه هیرکاندي
وایـي بـه چـي مـوږه حیوانـات یـو کـه بشر؟
ټول ځایونه وګوره دګردي ځمکي مخ باندي
خـیرلـه لـویـد یـځ نـه بـه نـه مومې بي ضرر
نـشي عنصري وبــد بـیني دکـرامــت مـثـا ل
علـــم وعـــدالـــت ددې نــړي دواړه زیـــور
موږ که نیکبختي دبشریت غواړو(علي خانه)
نـــشـــته تــرقــانـون دالـهي نــه ښــه رهـبـر
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ{/slide}{slide=رانه مه اخلي پښتو}
ټول ویبونه می هـرکلې ته انـتظار دې * خـوزماورتګ ترلـوې پښتونخواده
داسې نه ده چې دانورمی نه خوښیږې * مګردازمافطرت د خـد اې رضاده
که هستي ومستي مي لاړشې پروانشه ٭ رانـه مه اخلې پښتوچې زما سـاده
چی پښـتـووپښـتـنوته درنــا وې کـړې ٭ علې خان صافې ملګرې دهرچاده{/slide}{slide=دِدواړوفکریووُه}
ستوري تــه مي ویلې فکروخیال په پښتونخـواکي یم(1)
مــاتــه لــه خــتیــځ نــه راځــلیږه زه افــریقا کي یم
څوک به پـښتانه له درانه خوب څخه راویښ کاندي
تــه پــه جـــرمني کي ورورپولنډ زه پـه لیبیا کي یم؟
هــغــه راتــه وُوَیَل چي نن پـښـتون ويـښ شـوي ده
مــاورتــه ویــل چي زه شـکمن پــه دې ویـنا کي یم
ویــل بــه یي تـاریـخ جغـرافــییه دپــشتــون وُګـوره
ویــل بــه مــي دا دُواړه کــتابـونـه تـل په خواکی یم
ویـل بـه یـي نــخچـي دپښتونخـواته چي زه ګــورمه
جــوړه بــه یووخت شي زه بـه مړ په دې دنیاکی یم
مــاورتــه ویــل خــداي دِ زمـوږهـد ف پوره کاندي
څـوپـوري تروُربـه زه پـه درُوغـووپـه رښـتیاکی یم
غـواړوچي دخـپـلوغـرونـوپـاکـه هـوا بُوی کړوموږ
څـوپـوري بـه لاس پـه خـولـه نیولي بـنده سا کی یم
ګـوره نـه نـني نـړي کي هـره ورځ بـدلـون ښکاري
ولــي نـن ولاړ زه پـټ دټــولــي نــړي شـــا کـی یم
ویـل بـه یـي کـه هـرپښتون پتمن پـه پـښتونوالې شی
جـوړه بـه پـښـتوزه قــدرمـن بــه هــره خــوا کي یم
مــاورتــه ویــل څــنګـه بــه مــوږه پــه ارامــه شـو
شــپـه ورځ دپـښـتودِجــوړیــدلــو پــه ســـوداکـی یم؟
ویــل بــه یـي تـکړه قـلم که هـرپښتون راپـورته کړ
تــه اوزه لــه ټـــولــولـــیکــوالانــو بــه رضا کی یم
څوپـوري ږوندي چـی(میروخان وستوري)دواړه وُه(2)
زه بـه یي لـه کـړو وړوسره هـروخت په خنداکي یم
وګـوره تـقـدیـرچي دوی روان شول زه یي پريښودم
زه علي خان پردیس به تل په دوی پوسي ږړاکی یم
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
1/ ارواښاد ډاکټر کبیرستوری په پښتومین دپښتنولوی لیکوال اوټکړه شاعر..
2/ ارواښاد انجینر جنرال میروخان صافي دپښتونوالي دلاري شهید..
علي خان صافي{/slide}{slide=دِمُوْږَکانوحکم(1)}
وایــي څــو مـوږکـو لـږ څـه کـوچ پـنیـر پیداکړلو(2)
دوي خــومـروروه مصلحت ســره پــخـــلاکــړلـوخواپه خوا روان شول کوچ پنیریي په خولګیوکي
غـارته ورنږدی شول مـوږکان یي پـه خـنـداکړلـوجوړي واسطي شوي هريو ځـان نږدي کول کاوه
پس له چاپـلوسیونه یــوشمیر دوي ورترخـواکـړلوکوم چی صادقان ومخلصان دِ دوي په منځ کي وه
لــین دپـتـمنـوکــي یــــوخــواتــه يــي جــداکــړلــوکــوم چي خا ئنان وچاپـلوسان وه بـله خوایي کـړو
څه حرام یي ورکړودوی یي ټول غلي ورضاکړلودوي شولو خوشحال هرخوا ناري دزنده باد شولي
پـاتـي بـي وزلان یــي پــه شــړلــو پـه ژړا کـړلولاړل مخلصان بیـچـاره ګـان وطـن یـي پریـښودو
خــیر وشــریــي مــنځ دِ خـائـنانــوکي تـرچـاکړلو
ځـینـو خـائـنانـوتـوره شپه کـي لـږ پـنیـر پټ کړو
جـوړه محکمه شـوه دوي یـو بـل سره رسـواکړلوګـڼه ګــوڼـه ډیـره شـوه دحـق وباطـل چیغي شوي
مَـنـِي شـول حـلال مـګر حـرام یـي ټول رواکړلودروغ پــور وپاګــن شـو يوپه بل یي تهـمتونه شو
حــق ویـل ریښیا ویـل یي خـولــو کي نـارواکړلوجـوړه یي پـه منځ کي بدبختي شـوه نيکبختي لاړه
هیـڅـوک بـریالي یي نـه پـه حـل نـه پـه دوا کړلولوي موږک راپاڅیده چي جوړه یي ترمنځ وکړي
وِوَیل پـنـیرکـوچ مـوله کـوم ځـاي نـه په غلاکړلو؟کـومـو چـي پنیر کوچ وه راوړي راحضورشـولو
وِوَیل صـاحـبه دا یــو لـــوي خــان را اهـــداکړلومـشر دلـــوي خان پـه اوریدو باندي ځان غلي کړ
وِوَ یل ځـانــونــه مــو اخــته نــن پــه بــــلا کـړلواوس په قضاوت دتاسومنځ کي هم لوي خان کوي
تـول بــه عــدالت کـړم کـه مـي پیل پـه قضاکـړلوکــوچ یــي پـــه یــوه پــله دِ تــلې پـنـیر بــلـه کـي
هــره خــوا درنــه دِ تـــلې کـم يـي پـه خـوړاکړلوتــول دعــدالت کــي کــوچ پـنـیرقـاضي تمام کړو
دوه خـــوا وي دتـــلې بـرابـري یـي هـــواکــړلـوټـول مخالـفین پـه غـلا ولجـوبـانـدي پیښمانه شول
راغلل رټـل شوي مخلصان ږونـد یي ریشتیا کړلوپت، وکرامت، وطن، و دین ، پری تُـوکـول کوي
چـاچـي(عـلی خـانـه) دیـن بـدل پـه دي دنـیاکـړلو
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
1 / موږک اوموګک چي ټولول یي موږکان او موګکان دي هغه نجس مردار
حیوان ده چي دطاعون رنځ ورڅخه راپیداکیږي.
2/ ا – کوچ له تروو نه لاس ته راځی بیا ورسته غوړي ورڅخه جوړیږي.
ب - پنیر چي خایدک هم ورته وایي له ورانو شُدو څخه جودیږي.{/slide}{slide=روږه}
دالـــلْـه لـــه فـــرائـــضـو یــو روږه ده
بیان کــړي یي قـران کي پـه ښکاره دههـم رسول(ص)یي دي ښیګڼي بیان کړي
پـیل کړي یي پــه هغي لمړي خطبه دهټـولـه ورځ پکښي څښل وخـوړل نشته
کـه دخـداي لــپاره وي بیانـو خـوږه دهکـه ریـا وي یـا دخـلکـو غـولـــول وي
پــه دنـیا وآخــرت زړوکي بــرچــه دهبدبینۍ کـه نیکبختۍ شـولي پـه زړوکي
بـیا پــه دیــن دنـیادهــرمؤمن پــرده دهکــه اوبــه خـواړه روا نــورنـاروا شي
بي فایـده ده کـه روژه ده کــه بـوزه دهپاک الـلْه یـوازي زړونـوتــه نظرکړي
نـه نورڅه تـه ستا چپه ده که راسته ده
کـه هـنداره دِ زړګی شي پـه روژه کي
نـور پـه هـره لارشي سمه کـه کـږه دهنیکاري بانــدي جنت تـه بـه داخل شي
اوکـــه پـــه مـــخ دې بـــنـده دروازه دههــرښــه کـارثـمـر دښکلي ونـي بـولـه
بـــد کاري ده وچـه ونـه یـا ورســته دهلـه غیبت وجـاسـوسي څخـه ځان ساته
اوکـه نـه ږبـه دې تا دې ځـان تـیشه دهکه بل چا درتـه پـه بده خوله کړه وازه
هـرګــذارلــره سـنـدان دې تـاسـیــنه دههـرانسان سره پــه ښـه رویه رفتارکړه
دامـه وایـــه چـي داسـپورده داپـیـاده دهپـه ښـکاره وپـه پټه مرسته کـول وُکړه
دامــه وایـه چي داورځ ده او داشـپه دهپسرلـی غـونـدي پـه هـرچا وُرحـمـیږه
دواړه یوکـړه کـه بیدیاده کــه باغچه ده
چټلي نه دِ کـه زړه پاک شي روژه کي
لانـجـه هـیره کـړه کـه نــوې اوزړه دهخوش بویي به دجنت احساس کول شي
لکه بوی دې ګل بدن کي دې وژمه دهپـه قـانون دپـاک څښتن کي(علي خانه)
لارښکاره ده که خوږه ده که تـرخه ده{/slide}{slide=دهرناروغ درمل}
چـه خـداي رسـول مـویـوده نوبیاولي موږجـد ایو
یـوالي ضـروري کـه دخــداي امــرنــه رضـا یوقــرآن مـودیوالي خـواته هـرځاي کي راغـواړي
هغه مـوپه مخ خلاص ده موږه ولي ورتـرشـا یو؟کــه مــوږه دالـــلـه اود رســول پــیـروي وُکــړو
هـغـه وخت مـؤمـنان ومسلمان موږ په ریښتیا یواســـلام کــي دهــرډول نا روغـي درمل پیدا شي
خـوافسوس چـه موږه ټول مغفلان لـه دې دوا یوکــه مــوږ دازادي وانسانیت پــه لارکي مـړه شو
نـــړي کـي پــه نامــداره آخرت کي ښـاد اروا یوکـه ټــولـه نیکمرغي وسعادت زمـوږپه لاس وي
بـیا ولـي خواروزارنړي کی هـرځای پـه ژړا ی؟دخدای کتاب یوه لاس دِرسول سنت بل لاس کي
دنـیا وآخــرت کــي بــه خــوشـحال وپـه خـندا یوچـــه سیره دلــویـانــو دتــاریــخ زمــوږه ګــورو
یــــوالي دِ ایـــمــان مــــوږ رســولي تر سـمـا یوپــه کــاردانــسانــیت کــي دِرحـمـت وعــواطـفـو
دهــرکتاب پــه مخکي بــه سرلیک موږ دِ وفا یوقــرآن کـي پـه یــوالي مؤمنان ټـول سره وروڼـه
لــه وخت دِ مـهاجرو ودِ انـصارو خوا تـرخوا یوکـــیســو وکــنـیسـو وفــلسفــو ونــظـریـــو ټـــول
وحـــشت تـــوره تــیاره کي دیـورپ موږه رڼا یودحــق وعــدالــت ودوطــــن ودیـــن پـــه لارکـي
ســرونــه پــه لاســوکــي دخــداي امـر نـه فـدا یوبـــیـرغ دکـــــرامــــت ودیـــوالــي ودایــمـان مـو
لاســونــوکـي رپــیږي څــوږونـدي چه په دنیا یواخــلاق ومــبادي مــوټــول کــیـان دانـسا نیت دي
مــوږکــله دانـسان لــه کــرامت سره بـد خـوا یوکــه چـاراته لاسـونه دوروري سولې اوږده کړل
دخــیر پــه میدان کي ګړنـدي مـوږ تـر بریښنا یو
دحــق پــه لارکــي یـودانـه غــنم نـه نـه کـوزیږو
دښــمــن ســره دښــمـن یـو له پخلا سره پخلا یوپه خپل ټولنیږ دودکي که دیني وي که عرفي وي
پــتــمـن سـره پـتـمـن یـو لـه رسـوا سره رسوا یوقـانــون مــو دالـلـه او درســول عـظـیم کـتاب ده
سـرلــوړي(علی خـانـه) پـه نړي کي ترهـرچا یو{/slide}{slide=دِ ږوند قانون}
دوه لــورانــي راتــه پــاک الـله راکـړللې(1)
دســپـرغی غـونـدي بـه کـورکي تاویـدليکــه غـمـوبــه رڼـاورځ راتــه تیاره کــړه
دوی امـــیـد بـه مـوپه مخ کي ښکاریدليښــونــځۍ تــه بــه روانــي هــرســبا وې
دلــمر وړانــګي بــي مــخــوکـي ځـلیدليدښـــکلا او داخـــلاق ســاری یـي کـم وه
پـــه ادب او پـــه حـــیاء کـــي لـــویـدلـيپـــه لــوســتلواو لیــکلـوکـي بــه اول وې
پــــه ممتاز تقدیـــر بـــه تـــل کامیابــیدليپـــه الفت بـــه یـي مجـلس زمـوږه تودوه
دهـــجــران دشـــپوډیـــوې وې بـــلیــدليکـــه خــفــګان یاناروغي بـه راتـه راغله
تـــل تــرتــل بــه پــه خد مت کي دریدلي
دخـــپل ښـــکلي مستــقبل پــه جوړیدوکي
ډیــرډیــروخـــت بـه پـه لـوستلوبوختیدليپــه ســـاتـــلـــوداخـــلاق وکــرامـت کــي
لاس تـــرلاس غــاړه تــرغـاړه ګرځیدليکــه هــرڅـومره به سختي دبیلتون راغله
وې بـــه یـــوځـــاي پــه اسانی نه بیلیدليدیـنداري عـزت نفس یي لوی صفات دي
مــور وپــلار بـــه ورتــه تـل دوعا کوليپـــوهــنـتون یـي سـرتـه ورســا وه دواړو
شـــوې ډاکــټــره وانــجــینــیره خــندیدليډیروخلکو بــه لـوراني خداي نـه غوښتې
لکــه دوي غـونـدي چه دوي به یي لیدليهـرقــد م کـی بـه یي دین وقار ښکاره وه
پــه هــرځــاي کـي بــه کـه تللي اوراتللي
دِ دوی دواړودغوښتوغوښتونکي ډیرشول
دوی بــه هـیلی خــپل اللـه تـه ورسـپارلېښــي کــارانــي وي نـسـیـب دښـوکـارانـو
نــه بـدکار نـه بـــدکارۍ یـــي خـوښـیدليدوی تـه پـاک اللـه دینداره ځوانان ورکړل
لکـه څنګه چـه دِ دوی بــه وي غــوښتنيکـه واده کـول دِ ږونـد قانـون کي نه وای
مــابــه کلــه دوی له خپل کور نه ویستليدوی واده شــولــي اللـه دِکـړي خوشحاله
مـوږتــه ښکلي خــا طـري یي پریښودليزه(علی خان)به په وصال دِ دوی رضاوم
د بــیــلـــتون لــحـظي مـي کلـه خـوښولي
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
1/ دوه لوراني : لمړۍ - ډآکټره حنا ن. دوهمه – انجینیره مروته .{/slide}{slide=بي هد في}
بــي هــدفه خـوځـیدل پـه کـون کي نشته
هـرڅه خـدای دي پیداکړي ږوند وکارتههـرمخلوق دخپل هدف لـورته روان وي
بي هدفه ځان هدف کړي خولې دِ مارتهتـرهدف درسـیدو ســتونــزي دي ډیري
رســـوي ســړي هدف تــه او یـا دارتــهکـه دشاتــو مــوچــۍ هــرسـبا وګــوري
وی روانـــي څــړ دګلـــو لالـــه زارتــهکـه هـدف موپـه ږوندون کي نظام نواي
هــیــڅ ټــولــنه بــه محتاج نــوه قـرارتهبــي هـدفه انسان مـړیـو کي حساب وي
لاس یــي اوږدوي هـربډای وهرخوارتهلکه کــوڼ غــونـدي تاوان وي پـه ټولنه
غــوږوُ نـه نیسي نـه دیـن ونـه حـوارتـه
کـه څوک غـواړي رسیدل تـرخپل هدفه
کړي دې غوږتراوښیارانواوخپل پلارتهدهـــدف لاره اوږده ده دږونـــد لـــــنـډه
موږپه د ې لارکي محتاج یو ډیرتلوارتهکـه هـدف دې وي څـرګنده بي غموضه
(عـلي خـانــه)مــه ستـنـیږه مـستـشارتـه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ{/slide}{slide=ګُدَرُوْنَهْ}
ستاپـه سلامــوګي ګـدرونـه راپـه یاد شوبیا
پیغلي ښکلي پزي پیزوانونه راپه یادشو بیادنګي دنګي ونـي بـد نــونـه راپـه یادشوبیا
ایښي پـه اوږومنګي زیــونـه راپـه یاشوبیا(1)غــاړودګـدرکي سپین مخـونـه راپـه یاشوبیا
زلفي یی په غاړوکي مارونه راپـه یادشوبیاسربـانـدي جالـداري اوربـلونه راپـه یاشوبیا
لاسـوکي بـنګړي وامیـلـونـه راپــه یادشوبیایــوخـوا د مـنګـیو قــطارونــه راپـه یاشوبیا
بـل خــواکي دپـیغـلو آتـڼــونـه راپـه یاشوبیاتــلل یي لکـه زرکي قـد مونه راپه یادشوبیا
چـتراوربـلـونـه وســره ګلـونه راپـه یاشوبیازیـړمـازدیګري کی دیـد نـونه راپـه یاشوبیا
لـري لــه غمازویــل رازونـه راپـه یادشوبیا
دښــتوکي کـیږدی اوروُدودونه راپه یاشوبیا
زړوکـي پـښتـني مینه خویونه راپه یادشوبیانـن کي دپــرون ښکلي حالـونه راپه یاشوبیا
لري پردیسي کي خوارکورونه راپه یاشوبیاډک په خوشحالۍ پرون شالونه راپه یاشوبیا
نن په وینورنګ سپین کفنونه راپـه یادشوبیامـرګ وژل شړل ډیـرآفـتونـه راپه یادشوبیا
زړه د(علي خان)ډک ارمانونه راپه یاشوبیا
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
1/ زیونه : دزی ټوله – جمع – ده، چي دمیږو او اُزوله پوستکیو
څخه جوړیږي،چی داوبوپه استعمال کي ورته –زَی – وایي،
اودې تَرْوُو په استعمال کي ورته ـ غړک – وایي.{/slide}{slide=عجیبه نړي}
ګـورم عـبادت یي پـه ګــډاوپـه رقـصـونــوکـي
ذکــر د الله کـوي ځـان ویـنـي اسـمـانـونــوکـيدومره وي بیخوده پـه چړوباندي که ځان وهي
مرګ ورتـه ږوندون وي دالله په حکمتونوکـيټولـه لمړي برخه یي دشپي وی ذکـروفکرکـي
نیمي شپي نـه ورسته شي الله سره رازونوکـيټوله شپه ولاړوي ګوندي خپل مرام به وُمومي
خـداي نه کړي پـوښتنه په سوجدووپه لمـونځـونوکـيټنډوکی یـي داغ دخداي پـه مخکي په سـوجـدوکـي وي
ګـوتوکي تسبیح مطلب یي خدای ته پـه لاسونوکـي ويجـوښ وجـذباتـوکي اوازیـي دومـره پورتـه وي
فـکربـه کـوې چي پیشتل غـولي زلـزالــونـوکي)1)
مینه الهـي چـی شي غورزنګ په اوازونـوکـي
زړه وي پـه ټوپووینـي څپـي وهـي رګـونوکـيګوره چي محبوب لره تعظیم کی وُدریږي ټول
بـي له الهي جذ بي نـورهیڅ نوي رنګـونـوکـيڅوک چی محبت دِالهي عرش ته روان کانـدي
عقـل وتـد بیروتفـکـیرورک شی دمـاغـونـوکـيغـرق پـه صفایـي وشفـافـي وپـاکوالـي کي شي
ذکــر دالله یـي وي الـهام ښکـلـو شعــرونـوکـيلاړل تـــرمـریـخـه انــسانـان پــه انسانـي علـم
دوي وي رسیدلي تـرهغه دوه دري قامونوکـيغــم یــي تــبسـم وي تـبسـم بــدل ژړاوِې شـي
اوښکي یي باران غوندي توییږي ګریوانونوکيسـوال مـي ورنـه وکـړلارښـوونـه راتـه وُکـوي
مړیوغـوندي وچ ولاړوي ستـرګي اسمانونوکـي
ځان بدن یي ګوره دِمادې غوندي پـه ځمکه کي
خیال ومعنـوي نـړي کـي ورک وي جنتونوکـيڅـومـره عجـیبـه ښکلـي دنـیا دې تصـوف ده دا
نـه یـي لـیدل کـیږي حـق تـفسیـرپـه کتابونوکـيزه (علي خان) ورغلم چي رازونـیازیي وګورم
عشق دِالهي مـي شوپـه سترګووپـه غوږونوکـي
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
1/ پیشتل : دخونی یاکوټی پورتنۍ برخه، غولی : دخوني کښتنۍ برخه.{/slide}{slide=زموږهلال}
داهـــلال ده کــه پــیـزوان دپــښتـــني ده
چـي پــه اسـمان دافریقاکي راښکاره شـو
دِ دنــیــا مسلــمانــا نــــو وپـــښـتــنـوتـــه
مبارک شــه پښـتـونخواکي راښکاره شـو
روژه ټــولـه خـوشحالي ده پـه نـړي کـي
په موږغم وي په امریکاکي راښکاره شو
غـم وهلي پـښتانـه به لـږپري خـوښ شي
که رحمت په زړو دچاکي راښـکاره شـو
پـــښتانــه بــه رابــیـدارشي(علي خـا نـه)
کــه هــلال یـي پـه رڼـاکي راښکاره شـو
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ{/slide}{slide=حقائق}
کـه تیـري نـه وای نـه ظلمونه
ولــي بــه روخ وُه داجـنګـونهوژل وراني هرځای کـه نوای
ولـي بـه ډیـروه زمـوږغـمونهکــه چــیري بـاد دِ دوبي نوای
ولــي بــــه تـــوي وُه ګلــونــهکــه چــیري عشق دبـورانوای
ولــي بــه ګل کــي وه داغـونهکه ځان ځاني هرخواکي نواي
ولــي بــه ورک وه وحـدتــونهکــه هــرچـا ځـان پـاو نه بللی(1)
ولـــي بـه ورک وُ احترامـونهکــه عـدالت وکه انصاف وای
هــرچــابـــه اخــستل حـقــونـهکــــــه ازادي وای دخــــبـــرو
هــــرچـابــه ویلـي وُه رازونـهکـه انسانیت وای په انسان کي
پـــه بـل بـي نـکړل یـرغـلـونهکـه انسانۍ اخلاق موجود وای
نــه بــه وُه داټــول بـدحـالـونـهکـه حـقـائق چیری ښکاره شي
ورک بــه شي ټـول جها لتونـهدخـیر وشـرتـرمـنځ انـسان تـه
الـلــــه ټــاکلــي دوه ځــایــونهپــه لار دخــیـر کــه روان شو
مــخکي راځــی یـي جـنـتـونـهدشـرپــه لاري کــه روان شـو
ورتــه پــه مـخکي دوزخــونهزمــوږشـــعارخــیــرکـول دي
بــیا ولــي مـوږ کړوبـدکارونه
حلال حرام هـرڅه ښکاره دي
بـیا ولي خــوروحــرام مالـونهدنـیـا ده پُــــل دعـقــبالـــورتـه
بــایــد پـه ډیـرحـذرپري ځونهنـن بـشر ټــول خیر هـیرکړي
پــه رنکـارنـګ ویـنو شـرونهدظلـم وزورمـقـامت فرض ده
وایـي اسـمـانـي ټـول کتابـونـهخدای خبرکله به وخت را شي
چــي پــکښي وُویـنـو خیرونـهزه (علي خان) پـه دې امید یم
چـي وطن هـرخواشي عدلونه
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
1/ پـا و : دوزن په مقیاس کي دیوه – مَنْ –
پنځمه بر خه ده.{/slide}{slide=دلستوڼی مار}
څـه باوربــه مي پــري وُشي چي یاران وي
لـــه دښمن سـره زما چـي دوی دوستان ويدې دښمن خــطرتــه تــل ســړي بــیـداروي
پـه خیانت کي دِ چي وږني هغه خپلوان ويراته ځان کي وطنوال وطن مـوخـرڅ کـړي
دې لستوڼی مـارنـه کله څـوک پـه امان شيد وطن ازادي ږمـوږ پــه ویـنـو رنــګ وي
دڅـوکی پـه وخت کي دوی بـه با داران وينیکمرغي وخـوشحالي کې ځان کي وروڼه
وطن پـریــدي ږمـوږ وطن تـه راروان ويدوي دښـی ورځــي یـاران پـه ډیـریــدو وي
بـــدي ورځــي تـه مـجـبورپـاتـي پـــټان ويپــه هستي کـي بــه زموږ په مال سخا کړي
پـه نیستي کي بـه په موږ سخت بخیلان وي
پـه پـښتـوپـه کـړي خـبري چـي مجبور شي
دې دوزخ ږبـه یي بـولي چـي پـه امـان ويدوی دخـپـلـو هـد فــونــو پــه تـحـقـیـق کـي
هــمـیشـه زمـوږدې لــیـډ روچـوپـړیـان ويدوي پـــه خـپـلـو چـاپـلـوســیـواوپـستـــیــــو
غــــولـــولــي دپـښتـون ډیـــر لیـــډران وينـن دې دوی لــه لاســه مــوږه درپـه دریـو
بــي وزولان وکــوډومــات کــه یـتیمان ويدوی لــه عـلـم وښـونـځـیـوبــرخــورداروي
جـهــا لـت کي پـاتي زمـوږه مـاشـومان ويدکـابـل پــــه دفــتــروکــي پــښــتـو وزنـــي
تــه بــه وایــي چــي پــه اصل ایـرنیان ويدادي دِ لــــپــاره دوي بــــــه اٌیـــــــنده کـي
عــا لــمــان او پـــښـــتانـه بـه جـاهلان ويدوی پــوهیږي چي بـه حکم ورنـه لاړ شي
ځکـه غــواړي چي وطن کی خارجیان ويبـــدنــــامــي وبـــدمـــرغــي لـه خـارجیانـو
پــه دنــیاکــي پــړه پـه سردپـاک افغان ويخـیـرداسي وخـت بــه راشـي (علی خـانـه)
چـي تــاریــخ بــه حـقـیـقـت بـیان عیان وي{/slide}{slide=دکور غماز }
غــمازان راســره کـــورکي کــه زمـوږ نوای
زمــوږبـــه ولـي امــید ونــه ټــول بــربا د وهدشــمال ســــیلــیــو یـــــووړل درمـــند ونــــه
ټول غمجن نن چي پررون خوشحال وښاد وهغـــیرتــمنه مــوریـی خــرڅه پــه د ښمن کړه
نــــه پــــوهــیـږم چــي دکــوم دَ وُس اولاد وهدې د ښــمن د لکي شـــاپــوسي کـــاروان دي
کـــړو تــباه یــي دافــغان چـي کـوم امجا د وهنـــه لـــه خــداي نــه لـه وطن څخه شـرمیږي
پــړي بــه اچــوي پــه خـداي چـي دایي دادوهکـه زمـوږ وطن کـی دوي نــواي لـوي شوي
دتــاریــخ پــاڼــی بــه ولــي مــخ پــربــا د وهبیــا دهــغــو وخـت راتلـونکي ده (علي خانه)
چي دِ تـوري شـرنګ دښمن تـه یي تل یاد وه
اوښیاران
زمـوږ د تـــوری او دعــقــل خــــلـک لاړل
نـن بی تــوری او کم عــقلو مــــوږ تباه کړو
پــه هــډ وکـي بانـدي جنګ نن پـه څوکی ده
خدای دخوارکړی په نړی کی یی رسـواکـړو{/slide}{slide=میــــنه دوطــن }
میــــنه دوطــن چـــي زړه کـــي اورغــــونـــدي بــلیږي
جـــوړي تــر ي سپرغۍ شـي دزړه ســربانـدي تاویږيخــــولي څـــخه اوسیلي دزړه لــــه اورنـــه چي راوُزي
شونډی په چاودون شي سري سپرغۍ تري پورته کیږيغوړسکه غوړسکه تـوردودونـه زړه نه چي راپورته شي
منـــځ کي یـــی سپرغي وي لکه ســـتوري وي ځـلـیږيمخکي چــي اورونه دهـــجران پــه تـــوروشپــوکي وي
هـــــره خـــوا سپرغۍ وي دهــجران غــم پري هیریږيشپي دپــردیســانـــو وبیمــارانــو تـــل اوږدي ښـــکاري
هــــرخــــــوا الـــوتلــــود سپرغـیـوکـــــــی لنـــــډیـــږيږونـــــد دپښتنوکــــي هــــره شـــپه سپرغۍ ملګري وي
لاړه شــــي ویــــده شـــي ســـــباون چـــی پري راخیږيبـــــیرتـــه راتــه راشي چــی اورونــه دمـاښــام بــل شي
لــــوڅــي پـــوځــي کانــدي پــه هــواکی ښــه ښکاریږيزمــــوږهـــــرکلــــي لـــره لـــه اور څـخـه راپورته شي
اورپــــریــــږدي فضاکـــي مـــوږتـــه یــخه راکـوزیـږيپـــــــورتـــه لکه کاڼــــي دبُـــــرکان شـي ترلَوَړا پوري(1)
مـــــوږلـــره شـي میــنه ومـــحبت وي چــي رالــوزیږيزړه یــــي رانــــــه وړي ده زمــــاوړي سپرغي مــــانـه
غـــــواړم چـــي یي وُنیسم خــوافــسوس نـه نــیول کیږيمـنـډه پُسي وُکـــړمـــه لاســونــه پــوســـي پـورتــه کـړم
مــــخ نــــه مـــي سپرغۍ دســــترګــورپ کي فنا کیږيمالــــره سپرغۍ وُبـــــــریښناخـــونـدي غـونـدي ښکاري
داد ځـــمکي اورنـــه هـــغه داســـمان اورنــه جــوړیـږيلاړه شــــــي زه مــــړي ایــــري داورورپــــوســي اړوم
ستــــرګـــي پـــه انتظار چــي سپرغۍ بیاراپــورته کیږينـــــه پــــوهـیږم ولـــي زه سپرغۍ بــانـــدي مین شــولم
هــــره اورکــــي یـــی غــــواړم چــي ښلایــي رایادیږيهـــــرچیرتــــه چـــي اوروي هــرڅـه پریړمه وردانګمه
زړه مـــي پـــه سپرغۍ پـــوسي روان نـــه سټړي کیږيهــــرځـــاي چــي سپرغۍ وي پــه لوړاکي پورته کـیږي
زمــا د شعردهــرتــــورکــــي پـــه ســربانــدي سـپریږيښکلي سپرغي غـــــروکــــي شاعـرانوته منظرجوړکړي
زه لازم ګــــم چـــی دسپرغۍ تـــــــل ســـــتایــــل کیږيزه بـــــه دپښـــتو پـــه شــاعــرانــوکــي اول(لمړي) یمه
شــعــر مـــي د وړي سپرغۍ مـــقـام تــــه ډالـــۍ کـیږيیــــوخـــوا کـــــه سپرغۍ مـــادي صفت باندي سمباله ده
بـــــل خــــوا مـعنوي ښــکلا یــي هـیڅ وخت نه پو ټیږيګـــــوره دسپرغۍ پـــــه الـــوتــــــــلوکــــی پنـــد ونه دي
هـــــرڅــــومـــره چـــي بــل اوســي چراغ آخرګل کیږيزه(علي خان)په کړو وړو دسپرغۍ کی لوي عبرت وینم
یــــــوګا نته کـــی ږوند بــــله ګا نټه کـی خا وري کیږي
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
1/ لَــوَ ړا : اسمان او پورتنۍ فضا .
{/slide}{slide= خواخوږوته لیک }دزړه لـــه کــومـی ســلا مـــونــه وایــم
محــترم پــلارتـــه اکــرامـونـــه وایـم
پـــه ډ یـره مینـه می پر (میند و)ســـلام
شــریـنوتـروتـه احـــــترامـونـه وایــم
بـیامهربان ورورادم خــان تـــه ســــلام
ډیــرباهــمد رده مــیروخان تـه سـلام
ګــران داودجـان وظـاهـرجـان ته سـلام
واړه تـراب ونواب جــان تـــه ســلام
دتـــرورزامـنوتــه ســــــلام وا یمـــــــه
لـــری ونــــږدوتــه احـــترام وایـمــه
دږونـــد مـلګری ګلا جـان تــه ســـــلام
ډیـرصـبرناک محـمداجـان تــه سـلام
بــی بـی حـلیمواواجـــیروتــه ســـــــلام
لـــه حیا ډ کـه خـور(بدرو)تـــه سـلام
ګــــرانی عمـــری وجـبارو تـه ســــلام
ښـکلی رحــمتی اورحـیلــو تــه سلام
وړی نـــازوته مــی پــه نـازکی ســـلام
بـی بی هــواخـوروخـوځـــوتــه سلام
ښــایسته مــلالی وزرغــونـی تـه سـلام
پــه ټـولــوګــرانـی جـمیلـی تـــه سلام
دروح تســل زمـامـریمـی تــه ســــــلام
ورســته وریـښمینی ومـینی تــه سلام
ورستــه ســـلام پـه وریـندارګــانو وایـم
بـیا پـــه خـــواخـوږوتیندارګـانـوسلام
دمــورپــه خـــپلواودوســـانو ســــــــلام
اوپــه بـاقـــی خپـــلوخپــلوانــوســـلام
چــاراتـه یـوځـــل چــــه ســـلام لـیږلـی
زمــا پــه هــریــوه سلـګونـه ســـــلام
لا زم ګــڼم چـــه یــوځــــل بیا ووایـــــم
چـه مــوروپلارباندی زرګـونه سـلام
وایـم زه ستــاسو دصحـت پـه ارزویــم
دخـوشحال ږونداوعـافیت په آرزویـم
و خـتونه تـیرشــوستـاسوحــال نـه راځی
دیوه ښـکلـی لـیک راتګ پـه ارزویـم
ډیـــــره بـا هـــمد رده مــیروخــانـه لالا
د زړه هـــــمرازه مـــــهربانــــــه لالا
د زړه هنـــداره کـــی دی مــاوکـــــوره
پــــه اورد وسو م لــه هـجــرانـه لالا
وروره کــه نــورڅوک بیلتون نه پیږنی
دتــاپه زړه خــویـی داغـــــونه ایښـی
بـــی لــه خــواخــوږونـه بـل چـاپه دنـیا
د مــړه پـه سـترګـوخپل لاسونه ایښی
زړه مــی لــه تاســره رازونــه غـواړی
افـسوس چــه هــغه درته لـیکلی نشـم
دپښتــونخـوا په یاد می اوښکی راځی
کـاغـــذ قلـــــم لــــــره کتـــلی نشــــم
هیـــله چـــه ټــول راته حـقیقت ولــیکی
بـــی عـــواطـفـو واقـــعت ولیـــــکی
ز مــابه نـا ارامــه روح ارام باندی شی
کـه راتــه هــرچـه عـــافیـت ولیــکی
پـه پای کی سـتاسوخـوشحالـی غواړمـه
دتـاسوخــورا سـورخ رویـی غواړمه
مـا (علی خـان) لــه دوعــا هیـرنکـړی
نـــورمولـه خـدایــه درنـاوی غواړمه
{/slide} {slide= هرچاته محبوب}
لاردازادي کي ډیرځوانان مات شـول زنګـون
وَردازادي وی تـــــل پـــه ویـــنـوکـي ګلګـونڅـوک چـه دازادي ودایمان په لارکي مـړشي
خـپورپـه نـوم داتـل شي پـه لندن وپـه رنګونجوړی پري ستایني دنړي ږورنالستان کانـدي
هرچاته محبوب لکه موسی وروریي هــارونخداي به یي دښمن څخه بچیانـوتــه وارواخلي
جـوړکـه تـري فـرعـون دِزمانـي شي یاقارونهــرځــاي کي بـیرغ دِعـدالت پـه رپیدوبـه وه
لــوړکــه پــه ملتان وه یـاسیحون وه یاجیحونمــوږ ه دقــرآن اخـلاق ډهلي تـه رسـولي دي
غـرونــودقـــفــقازتــه تیریـدو بـه وه پـه آمونکلـــه مــوږه ښـــځي ماشـومان وبـــوډاګان به
بــي ګـــناه وږل وتـــــمبــــول لکــــه شـاروننــــه دي مـــوږ دِ دین پـه نامه خلک غـولولي
لکه هاشمي ګورني وران چــه کړلــو اوردونڅوک چه ازادي وعدالت وحق غوښتل وکړي
وایـــي نــفــساني رنــځوده ورکړي څه لیمونسترګي یي پری وټړي چه نورپري کتل نَکوي
یایـــي کــړي غـــوږونـــوکـی چاودنې دبالونڅــوچـه دبشردحـقـوق غونډی ته خبر ورڅی
مــــړ وي تـړل شوي په شړي تاوپـري لیلـوننــن دیــوشتم قــرن انسان پــه بـي رحـمـیوکي
هــرڅـــه خراب شــوي پـه لیــدوکي تـرپرونکړووړودبشرزموږځمکه اسمان خراب کړلـو
ولــــي مــوږ پـــه خــپله دښمنان یودِ ږوندونمــــوږلـــه حیواتــونـــه تـمیز پـه کرامت لـرو
نــشـته (علــی خـا نـه) پـــه انـسان دچالمسون
{/slide}{slide=( په پشتو مین ته دوعا)}
راخــتلــو تـــه ډ یـــر پـــه انتــظاروُه
ښـه راغلاست لره دهـرپښتون تیاروُهتل بـه ویښ وی دپښتون راویـښیدوته
خو پښتون په ناپوهی کی تارپه تاروُهد پښـتواوپښتـنوغـم کی بــه ډ وب وی
دسیګرت لوګی به ستاګوتوکی ماروُهپــه جــرګوومحفـلوکی بـه حـضوروی
ځکه ستادریدل هرځای کی په کاروُهداحساس راپــارول بــه وُه سـتاغــږکی
هرپښتون به په هرځای کی تانه زاروُهغورزنګونه به هرځای کی را پیداشول
چی اوازبـه دراخـپورپـه کلـی وښاروُهستاراتګ ته به هـرځای کی سلامی وُه
که واړه وه کـه زاړه که خـواروزاروُهپــه خپل غـږدپښتوږبـه راږونـدی کړه
چی خـبری او لیکلی بـه پری عاروُهددوزخ دږبی نوم به یی پری کیښود
ګزارونه له هرخواپری وراپه وراوُهچی پشتون به شوپاشاه پښتوبه لاړه
چی لګیابــه تــل پــه ږبــه ددربـاروُهددربـارږبـه پـښتوبـه په پښتون وه
لــه ډهـلـی تــراصفهانـه چی بـاداروُهتاخـویـونـه دپښتون دی بیان کړی
پـــه رښتیاچی پـښتانـه ډیـروفـاداروُهدوی دږبی خـدمتونــه هــلته کړی
چی یوه خواکی به توره بل خواداروُهمګرولی خپل خویونه ورنه هیردی
بیرتـه پاتی لکه ږونـدکی چی دغاروُهپشتانه که په پښتوباندی راټول شول
واربی راشی لکه څنګه چی یی واروُهسـتاارواتــه پــه پښتودوعـا درلـــیږم
پـــه پـښتود ډیـــرمین زړه ناقــراروُهنن هغه پوهان ښکاریږی پښتونخواکی
چی(علی خان)به ورته تل سترګی په لاروُه
{/slide}{slide=خپله قضاوت وُکړه}
یــوه ګــوتـه دې خلکوتـه ده دري کوتي دې ځان ته
بیابـــه څنګه وایي چــه تــه ګرم نـــه یي تـــرنـوروبس ده د خــپل ځــان پـــه سمــید وکي فــکروکــړه
څــوپـــوري بــه خــلک یا دوي پــه سپکـو سپورودِ فکرکی مه شه چه اخلاق به څوک ډالي درکړي
خــپل قـضـا وت وُکـړه تـیري مـه کړه په کمزورومــال ومــالــداري وکــوردې خــپله بــانـدی وساته
خـــلک یـــا دوه هــیمــښ پـــه سپینو نــه پــه توروراشـــه ځــان طبیب کـړه پـه نامه دِ انسانیت باندي
کـــیــږده دِ زخــمــو پــټي پــه زړونــوسیوسکوروراشـــه دِ انسان د رنــځــو پيټي ســره پــورته کړو
څــو بـه وِیل پـه وِیل وي دِ سروشونډوسترګـوتوروجــام د صبرډ ک مــوپــه تکرارتکرارغـزلـونوشو
نـــوربــه صبر نـــوي ګلاســونـــوکــــي نسکــورو
بــس ده نــن مــادي صفت دښــځــو مــانـا نه لـري
ګــوره دِ بــشرســپوږمي مــریــخ کــي شروشوروراشــه چــه دِ وران هــیـواد ستا یــنه ســره وُکــړو
واچَـــوُ نــظریــي پــه ښــا یـــســته وپـــه سمسورووایـــه مـــوږه هــم پــه دي دنیا دِ ږوندون حق لرو
ولــي مــــرســـــتي نــــه رســي زموږترکَروکوروســپک بــه شــي ډاکــوو دښـمن دواړه (علي خانه)
کلــــه چـــــه تـاریـــخ دانــسانـیـت دنــــړي ګــورو
{/slide}{slide=یوازي نوم}
داسـي وخت بـه راشي چه قرآن یوازي نوم به وي
ډیــربـه ایمانـداروي خـوایمان یوازي نـوم بــه ويغــوښي بــه دیـوبـل سره خـوري په غـیـبـتونـوکي
ځــان بــه عــاقل بـولي عـاقلان یوازي نوم بـه ويغــم بـه یـي دِ ګــیډی وي دښمن دانسانیت بــه وي
وي بــه دینداران خــو دینداران یوازي نوم بـه ويښـځـوته سُـجــدي لکه هــنـد وان چـه دِ بـودا کـوي
وی بــه شاه جهان خوشاه جهان یوازي نوم به ويشابــه کـړي دخـدای رسول کتاب تـه پـه حلالوکي
وی بــه مسلمان خــو مسلمان یـوازي نـوم بــه وينـه کـړي قناعت که مال یي لږوي پري مړیږي نه
هرڅومره که خان شي خوخانان یوازي نوم به ويهــرڅــومره چه ډیره یي دنیا شي پری مړیږي نه
ځـان تـه عالم وایـي خـوعالمان یوازي نـوم به ويمــــال وبـــشري قـــوت بــه ټــول دِ مسلمانــو وي
وی بــه قهرمان خـو قهرمــان یـوازي نـوم بـه ويویــره دخـدای هـیره کړي دښمن څخه ویـریږي به
ځــان بـه امیربـولي خـوامیران یـوازي نوم به ويخــا وره دِ اسلام کي بـه دښمن دوی یوپـربل وهي
وایــي بــه اتــل یــم خــواتـلان یـوازي نـوم به ويلاړبـه ورنــه دیـن وننګ عـارپـه بد کاري کي شي
وي بــه ننګیالی خـوننګیالــیان یـوازي نـوم بـه ويثــقــه واعـتـبار بـه نـه په ځان نـه په بل چاکی وي
وایـي بــه صادق یــم صا د قـان یوازي نوم به ويمــینه ومحبت بــه دِخـواخـوږومنځ کي ډیرکـم وي
وایي بـه دوستان یـوخودوستان یوازی نوم به ويدازمـوږواړه کلـي بــــدل بــه پــه ښــارونـــو شـي
خلک به وي نورزما(علي خان)یوازي نوم به وي
{/slide}{slide=دځنګل قانون}
ښکـــارپُـسي زمـــري لـیوه ګــیډرخــوهـم روان شو
هــــریـــودهــــد ف تـــررســـیدوسا زوســامــان شوګـــڼ ځنکل کي ښکلي هــوسي ونـیولـه شین زمري
غلی غلی غــره کـي لــیوه مـیږبانـدي له اسمان شـوکلـــي کــي ګـــیډ ر هـــم چــرګــه وُنیولـه غــدرکي
غف وغوف دسپیوشـو سپین جـرګ هـم پـه اذان شوپــورتـه شـودکـورخاونـد لـه خـوبـه سترګې ډکي وه
چـيغـي یـی دِ ورکـي چـرګي ډیـر دِ زړه ارمـان شودوی دري واړه راغلل هریوښکارخوله کی نیولي وه
خولي غـوښـونـه ډکي سترګي هریوخوښ خندان شوکښیناسته مجلس کي خپل ښکارهـریومخکي کيښوده
یــوتــربــل نــه لانــدي اونــه بانـــدي تر احسان شو
هــریـــوه پــه خپله بــرخــه ســرو پُــښي کـیـښودي
دمـــه یـــي چــه جـوړه شوه زمری ورته ګویان شوڅوک به داراوړې شیان زموږمنځ کي تقسیم کاندي؟
پــورتــه شــو شـرمشرتــرزمـــري داسي لــسان شواِي لــیــډره تــا دې خـــدای لـه هــري بـــلا وسـاتي
هـرڅوک دې هغه واخلي چـه هغه پُسي ستومان شوتــاهـــــوســي راوړي ده دې تــاده زمـا مـــیـــږه ده
چــرګـــــه دې ګــیـــډړ ده داتقسیم ده ډیــر اسان شووُ خـــوَزاوُه ســـرزمري غــوسـه باندي راپورته شو
وُیـي نــیـوه شـرمشرسـریي پري زخمي یي ځان شوسـریـي دزمري به خوله کي ځان یي نورپه وینوکي
دامـنـظرچـه ولــید ګـــیـډ ړحــق ورتــه حـیـران شـوپـــټه خــولــه سـرځـوړنــد ورخـطا ولاړکـتل به یی
وُویــــل زمـــري ګـــیــډ ړه ســــتا وار ودوران شـووریــد ګــیــډ ړ خــولــه لـه دروغجني خندا ډکـه وه
اِي لــیــډ ره مــاتــه ســـتا غـــوښتل پـوره عـیان شو
داپـــسته کي چـــرګـــه بـــه دې تــاســبانـــاری وي
داښکــلــي هـــوسي دې دِ غــرمــې پـــلَو ونــان شـوشـــپه بانــدي چه کله اشتیامن شي درنږدي به کړي
دامــــیـږه چــه ســریـی دخـاونـد تـریـني قـربـان شوفــکرکــوم داتـقـسیم زمـابـــه دِ لــیـډ رخـــوښ شــي
ډیــربــه شــم خـوشحال کــه مـوافـق زماپه پلان شووُوَ یــــل زمـــري اِي مــنا فــــــقــه زه پــوهــیـږمه
څـــــنګــه دا تـقـسیم درتــه پــه دي ډول بـــیـان شو؟وُویـــل ګـیډ ړ دادِ شــرمــشر لـــه مـــوقـــف څـخـه
کـــله چـــه تـقـسیم بــانــدي خــفــه ورنـه سلطان شوهــرموقف دږونـد نه هرږوندی مخلوق عبرت اخلي
ږوند چه ښوونځۍ شوزده کونکی یی(علي خان)شو
{/slide}{slide=دملګروخبرې}
1/ اِې ملګرې:
مــه وایـــه چـه زه یـم زوره ورهــرڅـه کـولـی شم
هــرمسکین بي وزلـه لـه دي ملک څـه شـړلـی شممـال واولادونــه مي تـرهــرچـاڅـخـه ډیـرښکـاري
مـاســره ســیالي کــونکي لــوبــي نــه ویـسـتلی شمنــه لــه چــانــه ویــره نــه شــرمــیږم پـه ویلـوکي
دروغ ورښتیا دواړه زه پـه هـرځـای کي ویلـی شمدابـیـچاره ګـان وبــزګــران ودرویـــشـان خـــلــک
خــاص وعــام ځـایــوکـي په هــرڅــه غــولولی شمتـوپ وتـوپخاني بمونـه ټـول زما پـه لاس کـي دي
هــرڅوک چــه وُغـواړم پـه خپل امـریي وږلی شمکـوم بـزګروشــپون کـه دارایـي ومـالــداري لــري
زه یــي پــه وهــلـو ټکـولــو تــري اخــســتلــی شم
لـورده کـه مـاشـوم دهـرجاهل لکه څاروَی غوندي
بـي دپـلارومـور لـه مـشوري یـي خــرڅــولـی شمســرپـورتـه کـول اوازادي غـوښتل پـه خوله باندي
سـروږبــه دواړه دِ غـــوښـتونـکي پـري کـولی شمنــاست وي ښوونځیوجـوماتـونـواوپـه کـورونـوکي
بـي پـیلــوټ جـازویـي پـه سـرو ور ورانـولـی شمزه ودوطـن دښـمـن تـرڅـو چـه لاس تـرلاســه یـو
نــه مـاوطـنوال مَني نــه زه هــغــه زغــملــی شمویــنه مـي سـړه وجـدان مـي مـړده بـي احساسه یم
ایـا پــه غـفـلـت کـي ویــده ځـان راویــښــولــی شم؟
2/ اِې ملګرې:
مــه وهـــه داټـــولـــي لافـــي هـــسي دِ ډارنـــودي
زه دحـق څښتن یـم ستا کارونــه ټــول غــندلـی شمتــوره دِ عدالت له تیغ نه لوڅه چه په لاس کي وي
سـردِ دښمن هــرګــوټ دِ وطـن کـي غـوڅـولی شممــه وایــه چـه موږه بـي وزلان وناپُـوهان یـوټـول
مـوږکـي مـشران عـا لمـان ډیــر دي تا پُـښـتلی شم
مــوږه مـا لــداران وبــزګــران کـه سـره یـوشـولـو
شپــه وي کـه رڼـاوی ستا څــوکـۍ تـه رسیدلی شمنـن زور پـه وسـلووپـه بمـوکـي خـلک نـه غـواړي
نـن دخـولـې وعقل په زورخپل حقوق غوښتلی شمنـن دیـموکـراسي ده ځـان ساتل په دښمن نه کیږي
حق که راښکاره شو دښمن هروخت کي شړلی شمهرڅوک چه له خدای وله وطن سره خیانت وکړي
تـل یـي پـه تـاریخ کي دِ بــدنام پــه نـوم لـیکلی شمنــه یـــي درنـاوي پــه دِ دنـــیـا نــه آخــرت وُشــي
نــه یـی پــه تاریـخ دې اتـلانــوکــی شــمـیرلـی شمپــریــده پــه دښـمن دِ ځـان ســاتـنه دوام نـــه لـري
زه درتــه تـاریـــــخ نـــه دامــوقــف ثـا بـتولـی شمراشــه مـوږ پـه وینه او احساس کـي سره یویوټول
ځــان وطــنوالــي کــی تــرهــرچــا شـریکولی شمبـس ده بـي قـدري وبي وزلی ووراني دیري شوې
اَیــا وطــنـوال وزه(عـلـي خــان) داهــیـرولــی شم؟
{/slide}{slide=خیبرڅه وایی؟ }
اِي دپـــښـــتونــخــوا ګـلانــوزه دتاســو بــڼ یــمه
اِي دپــــښــتـــنوزامــنــوزه سـتاســـو وطــن یــمهمــاکـــي زیــږیــدلــي دي دِتاســوسترنیکونـه ټول
زه سـتاســو ټــاټــوبي یــم زانګــومـودِ ارین یــمهوګـــوري تـاریخ ماستاسوبــرم وشــان ساتلــي ده
ستاســودِ دښــمن تــرپښــولانــدي اورخـوګلن یمهمـاتاســوعبرت کــړي پــه تاریخ کـي دښمنانــوته
زه دهــرشهید خــوشبُوی مــزارګلګـون کـفن یـمهپاڼـودِ تاریخ کـي دِ غـیرت نــومــونــه کـم نـه دي
زه تــرهــریــونــوم نـه تاریخـونـوکي روشن یـمهمــاوفــا داري وپــه نـامـوس سـرورکــول درکړو
سـتاســوشـهامت بـانــدي نړي کي لوي پتمن یــمهسـتاسـوازادي وسـرلـوړي بانــدي سـردنـګ یــمه
ستاسـوبــي علمي وځان ځاني نـه ډیرغمجن یــمه
زړونــه ســره یوکړي لروبـرسره راټول شي ټول
زه ستاسـو یـوالي تـه پـه هــرغـره کي پیشن یــمهزه ستاسـودښمن لــره هیڅ وخـت هـرکلی نـه کوم
ستاسـو اتــلانــوتــه پــه هـرځــاي کـی چمن یــمهماکي دِ دښمن په لاس خـښ شوي کلان شنه نَشي
زه دِ افــــغـانــانــو دِ ګـلانــــولــــوی ګـلـشن یــمهزمــا زامــنو خـپلوکـي لاسونه لاس ترغاړي شي
بل موپه دوستي کي خرڅوي زه پري شکمن یـمهکله چه سختَی وي ټـول ځـانونـه درته ورڼـه کړي
وخت چه دِ منصب څوکۍ وي زه تري ګیلمن یمهزه دِزمـاني ناخـوالـوهـروخت کي وران کړي یـم
جـوړمی کړي زه ستاسودږوندیوومړومسکن یـمهورشـــه (علي خانه) دپښتون غوږوکي چیغي کړه
څــو بــه زه دتـاســو پَـمـنـتـوب بانـدي پَـمـن یــمه
{/slide}{slide=اُ مید ونه اُبو یُوړل}
کــورنــه ســړی وُوُت پــړي ګوډي پـه لاسونــوکــي
لاربــانــدي روان وه پــه سلګــونــوسِــوچـــونـوکــيورســیده رودغــاړي تـه کښیناسته چه ساه واخـــلــي
ګــوري ګــډي وډي اوبــه مخــکي پــه لـټونــوکـــــيلاس یی کړترګـوډي چه په خپله خوله یی ډک کاندي
بـادکې پُــوکـوي ګـوتي یـی ایــښي پـه غــوږونـوکـيډیـرسړي ستـومان شوتـرهغي چه ګوډي ډک کانـدي
ږریــی خــوله وروتــړله پرلــه پُسي ولـــونــوکــــيخولـه دګـوډي وتړل شــوه ډک دخــولي په باد باندي
نــوردي تــه تیاروه چــه لاهــوښــي پـه مـوجونوکيګوډي باندي سپورشوچي بل کلي ته ورپُـوري وزي
ښــه ټیک یی تـړلـي وه دخپل ځان پــه ورونـونوکيګــډ شـو پــه مـزه مـزه اوبـوبـاندي خوشحال وُه ډیـر
فــکریی کاوه پـــه مــــزدورۍ وپـــه مــالــونــوکـي
ویل بــه یـی چي خورامـال به راوړمـه خپل کورلره
کــوم چي یــی لـیــد لي نــه وه ټول عمر خوبـونوکېجــوړي بــه ماڼي کړم رنګارنګ به یی رنګونه وي
کــور بــي ساري نــه لري دټــول کلي کـورونــوکېهـــلته یـو بـزګروه دې ده ټــول کــړه وړه یی ولیدل
ویل یـــی بــیچاره ډوب سـرتــرپای ده پـه غمونوکېدی لارســـید لــي دې دریـــاب تــرنــیمایــی نـــه وه
خـولــه دګـوډی خلاصه شــوه باد وُوُت په بادونوکيواخــســته اوبـــوپـــه هسکــید و وډوبــیـد وکــي دی
چیغــي یـــی دمرستي وې لـه خولي نــه اوازونوکيغــږیی کــړه بــزګرتــه وروره زرکـوه کومک کوه
زه یــــمه ډوبــیـږم پــــه اوبــو او پــه کـــړونــوکـيوویل بــزګروروره ستاخــولې ډک کــړي ګـوډي ده
مـه شـریکــوه څــوک ته دې خپلي خولي کارونوکيخــولــه دې ګــوډي تا خپلو لاســو بانــدي تـړلـي ده
اوس لـــټوه مـــرسته تــه پــه خــپلــو مــړوندونوکي
خــولــې دې پُـوکـول کــول لاســونــودې تـړل کـول
اوس تــه دې خـپل کارنتیجه ګــوره پــه رودونــوکيڅــومــره بــی وزلان دي(علی خـانـه)تباه کیږي تل
ولـــي انساني انــګیزي مـړې شــولې په زړونـوکي؟
{/slide}{slide=موږګرم یو}
دهــــرچــــا پـــه خـــپله ږبـــه ودان کـــورده
دپــښــتـوپـــالل پــه مــوږه بــانــدې پـــور دهدفــــترونــــوڅــخــه مـــــوږه ده ویـســتـلـــي
تــــه بـــه وایی چــه لیکل پــه هغي پیغــوردهپــاچــایــان زمـــوږه ټـــول ددې زامــــن دي
نه پري ویل نه پري لیکل کړي کاریی نوردهوړکــــتـوب نـــه مــو پــه مــخ دماشـــومـانـو
دپــښـــتوپــه بــدل بــل کـــتاب ده خـــپــوردهمــوږپـــه خــپله بــانــدي ګــرم ومـلا مت یـو
چــه پــښــتو زمــوږ لــه لاسـه سوي سکوردهکـــه پــښــتون پـــه خــپله ږبــه ننګ ونکړي
بـــیا نــړي بــانــدي مــو څــله شــروشـــورده؟پـــه نـــامـــه بــانــدي پــښــتو ګـاډی روان ده
خــو پــه منځ کی یی پښتون بی پښتو سپوردهپـــښــتــنه وي خــوپـښـتوشــي ورنــه هــــیره
ځــکه لــوی واکــمن پــښــتون دهغي وروردهچــه بـهـر لــه پــښــتونــخــواشي ورتـه ګوره
نـــه پـښـــتو نـــه ورپـــه یــاده پـــلارومـوردهپــــه واکـــمنـو دقـــومـــوږبــي ږونــــدی وي
دپــښتــوزامــن پــــه لاس کـــي لـــوولـــوردهچـــه خــپل اصل ږبـه پریږدي بل خوالاړشي
بـــیا مـــه وایـــه چـه پـښـتون ده زمـاوروردهمـــوږپـــه خـپله بـانـدي خپل ځان کړوبي پته
لــه بــل چــانــه ګــیله نــشــته چـی غمخوردهبــي پـښـتون څخـه (علی خانــه) پـښـتونـشـته
چـــالــــید لــي بـــی مـلــیاره بــڼ ســمسورده؟
{/slide}{slide=په زړه زخمي پښتنه}
لاړلـــه ګــــودرتـــه پـــه خــندا زلــفي خـــپـرې
بیرتــــه راستنه شــوه لکه ګونګه سترګي سرېډیــــره ګـــړنـــدۍ کــورتـه روانـه لکـه زرکــه
مــخ بــانـــدي پـــوړنــی نــه ســلام نــه اشارېنــنوتـــه کــورتــه دتکبیر نـاره یـي پـورتـه کړه
ډکـــي ګاونـــډیــانـــوکــړي کــړکــي ودروازېسوال مي چانه وکړلوچه څه ټکه راکـوزه شـوه؟
ولــي ښځي ټــولــي دي پــه ســـرخاوري ایرې؟هـرڅــوک دیــوالـوسره ولاړ پــه انـتظارکي وو
ګیـرو کي پـه مړي مړي اوښکي هرخواتوییدېراغـــللو استازي لــه بــل کلـــي یـی خبرراوړو
کلـــي کـــي واده وه هـــرخـــواجــــوړي مــیلېیـــونـــاڅــاپـــه غــږدالــوتــکو شواسمان څخه
ســري ګــولي بــاران غـوندې په خلکورالویدېورځ دخـوښحالي په ورځ دغـم باندې بدله شـوه
څــوک شــو ګــود ومـات دچـــا رواني جـنازېوروردپـــورتـــنې پــښـتـنې هـم له شهـیدانـو وه
ځکــه یی نـــه چیغي او نــه اوښــکــي دریــدېګڼي ګــوني ډیـــري شــوي دخلکوپـه کـوڅوکي
تابــه ویــل لــه اسمانــه ورتـه راغـلي پــریښتېپـــــورتــه شــول کــټونــه پــه اوږودقبرولورته
خــولــه دخـورومــورکی هــره خـواسوي نارېوسپارل شـــول خاوروتــه دکلیو شهیدان زمــوږ
پاتـي شـــو تحقیق چـه اوس به سوال له چاکوي؟کلــه چــــه دښمن وي هــم مجرم او هـم قاضي
څنګه بــه دعــدل وعـدالت حُــکـُـم مـــــومـــې؟چالــره به وُوایو چـه زموږحق له دښمن واخلي
هـــرڅــه چــه بــا طل وي چیرته حـق به لټوې؟ظلم وزورپه خپلو سترکو ځان باندي چه وُوینې
څنګه بــــه دزړه زخـــمونـــه تـــه ټکوره وې؟
ویــــني چـــه څڅيږي لـه زخــمونو دزړګـیونه
څنګه بـــه دښمن سـره پـــه یــو میز کي کښینې؟نــور دانسانیت پــه لحاظ زموږه وږل بـس کـړه
اي تـــــورپُستې څــوبــه زموږوطن ته روانوې؟پـریـده افغانان چه خپل وطن په خپله جوړکـړي
ولــــي د(علي خـــان)دزړه غـــمون زیـــا تـوې
{/slide}{slide= زما خړپړکلي ته}
دیــــرس کا لـه دتا سپيره کـورونـه راتـه یاد شي
ایا څه بدلون درکي راځي چه زړه پري ښاد شي؟زه فکرکـومـه چــه تــرنـــن ورځــــي پــه تـاکي
علـــم وتقـــد م دنـــاپـــوهـــي مــخ کي پُــربادشيڅنکه بــه ځــوانانوکی د تا احساس راپورته شي؟
ږبــه دماشوم چـه تریني واخــلې نــور بـربادشيهــلته اوسیـد ونـکي بــه پــه تــاکـــي منـــورشي
کله چــه لوست لیک ورتـه پـه خپله ږبـه آبادشيستادمــاشــومــانــوږبــــه نشــــته ښـــونځــیوکي
مخکي مـو پښتومَرِي ورته کــوروزړه ناښادشيمـــوږدنــوروږبــو درنــاوي کـــووهـرځاي کـي
ولي زموږ دږبي پرمختیا هــــر وخت بربادشـي؟ډيري بي وزلي ولـــوڅ تني مـي درکـي ولیــدي
ورکي بدمرغي دي که نورهـم لا مخ پـه زادشي؟
څــه ښکلي نــومـونــه دپـښتو لکه ګل خان تاکي
ګـــورم چــه هغه هـم اوس بدل به په ګل دادشيأیاتـــالـــه نـــوی ږونـــد وعــلم دره غـــلــي دي
اوکـــه جـــومــاتــوکی ستا جدل په سین صادشی؟مـــه دریـــږه نــن ګـاډي دعــــلم ګــړندی ده ډیر
مــه وایه چه پریده ترهغي څو چـه خدای دادشينــن دشین خــالــی وشیربـانــوخــبري کمـي دي
مـــه ضا یع کــوه عـــمر دریاده که شمشا د شينن کیسي دعلـــم وتیکنولوجیا هــــرخــواکـي دي
پـري به ږدي مجلس که یاد شیرینه اوفـرها دشيویـښ شــه زمــاکلي نــړي ډیره مــخکي تللي ده
نن بــي عــلمه خلک پـه هـرځاي سرپه فریادشيستازوی(علي خان) د رته له خدایه ترقي غواړي
کـلـه بـه پـوره پــه پـرمختګ ستا زمــا مراد شي؟
{/slide}{slide= دلیبیا اتل}
شهید عمر المختار
ورتـــــه وایــی د افـــریقا لــویــه کــړکۍ
پـــــه لـــویـــوالي کی هـــم نــه ده وړکۍسمــــند رکـــي یـــی رڼــــاوي دبـــیړیــو
پـــــه بـــیدیا کي یی خپري وري سپرغۍاوږد ساحــل یی له تونس څخه تر مصره
لکه غــــاړه کــــي دپـیغـلــــي غـــا ړکۍدګـــهیځ لــمریـی جبین باندي شغلي کړي
لکه ســــــربـــانـــــدي جالــــداره دنـجـلۍدازانــګـــوداتـــلانـــــو داســــــــــــلام ده
پـښتـونـخـواغــونــدي هـرڅه کي ګـړندۍدلــیډر پـــه ســریی رمــزدبرم وشان وي
پــه تــورسربانــدي چی کیدي سره خولۍافـــریـــقاکانــــدي راتـــولـــه تــریـــوالي
چی منبربــاندي شي سپور ول ول پګړۍداســــلام وعــــدالـــت اوازکــي پـــورتـه
نـــه ویــــریږي لـــکه نــور سپــینه ماڼۍایطالیایی کړه مجبوره چی پورپري کړي
معـــتذ ره لاس یی ښکل کـي پـه خـولګۍکـــــه اســلام ورپـــوسی ودریــد بـاورده
لـــه امـــریکــا به تاوان واخلي په ځـولۍکـــه اتــل عـمرالمختارګــوري تاریځ کي
پـــه اوږه کــي یی ټــوپک ځان کي شړۍددښمن پـه مقا ومت کي بـه چی کښیناست
پـــه یـــوه لاس کــی خُــرما بل کي ګولۍګرنیسیاني تـه یی هـرځـاي ماتي ورکړې
تـــرتـوپــونــــوتـــرجـازونــو تــــرګادۍد شین غــــرلــه لـویـوکــندوپـه دښمن بـه
شــــو راکـــوز لــه هـــري خوا لکه سیلۍ
پــــه دښمن بانــــدي بـه تل تـوره تیاره وُه
خـــوغـــازیانـــوتـه بـه وُه سپینه سپوږمۍپـــه تش نس بـــه د جهاد پـه لارروان وُه
قــناعــت بـــي وُه یـــــوه ټــوټــــه ډوډ ۍچی غازیان بـه پـري راتاوشولوچـارپیره
لــــه هــــر یـــو سـره بي نیمه کړه مـړۍدښمن ونـیوه لـه آس نه چي را پـری وت
ږرتــرږرشو ور تـرلاس لاس کــي کړۍتــــرظالــمي عسکري مـحکمي ورســـته
زنــــځیرونـــه شـــو ګـردن ګي غاړه کۍتابـــه ویلـــې چــي جــنت لــــره روان ده
دیــــن وطــن یــی دواړه غـاړه کي اوږۍدالــلـــه ودوطـــن لاره کــي فــــداء شـــو
پــــه رښتیا ســره چــي ځـوی وه دزمرۍپــــه جـــنوب د بنغازي لـــویــه بــیدیاکي
ورتــــه ځـــوړنــده پــه دارکــي وَه رسۍشـــها دت دمــبارک شــه زمــوږشـهـــیده
چــی دوړاندي غــرغــري تــه کـړه مرۍنــــندارتــــــون کی بـــه دتاوســله وساتــو
ســتا هـــندارې لیبیایـــی سپـــــــینه تــکۍزه(علی خــان)بـــه ستاپــه قبرباندي کیدم
ســــلامـــي دې رنــګارنــګ ګلــو ډولـۍ
{/slide}{slide= زموږ مورې}
زموږ پلارسره جنت کي خداي کور درکړو
هـــره خـــوا ګل وګــلزار پـکښي رضا ويخـــداي کـــړي مَنِي دغـــنمو لـــه دانـي نه
بیا نــــو ولي لــــه شیــطان ســره همرا وينیکمرغــي به دي ترخپولاندي جـــاري وي
نــــعمتونــــوکي بــــه ډوبـــه په هر خواويشپه وُ ورځ بـــــه مــــوټول مینه ومحبت وُه
هــــره خــوا کي ښایسته مخ کي به رڼا ويپــــه باغـــــونـــــوپــــه ګلــونــوکی په تللي
خــــیرامــــانــــه لاس نــــیولي بـه ترشاويدږونــــدون لحظي دي ټولي نیکمرغي وي
نـــــــه خبره پــــــه خفګان نـــه پـه ږړاويزمـــــوږلــــه پلارسره پـــه ډیــرو نعمتونو
دالــلــه رحمت تـــــه تـــــل بـــه پـه سناوی
چی دریم دي تاســـو دواړو منځ کـي نه وُه
ځکه تــــه خلقت کـــي لـوی رمز د وفا وي(1)خـــــدا پــــیدا کــــړي لــــه آدم څخه آدم ته
تـــــه هــــغه لــه خوشحالي ومینه وخنداويتاســـو دواړه پــــه جنت کـي سره یـــو وَی
خــــو دالله امـــرکــي تــه تــریني جــدا ويچــــــي خـــــــبره دشیـــــطان دي وُمــنلــه
پـــا ک الله ومـــلا ئـــکــــوتــه رســوا ويدښـــــمني دي دشیـــــطان وَه هــیره کــړي
چــــی غلطه یـــی دي دروغـــوپه ویـنا ويچـــی دخـــداي بــرخلافي درنه صادرشـوه
ځـــکه تـــه دي خــــداي دحکم پــه سزاوينــــورنـوستا له لپاره ځاي جنت کي نـه وُه
پــــــه وتــــلــوکــــی چټکه تــــر بریښناويخـــــوشحالي ونعمــــتونـــــه ټـول شو پاتي
رالـــویدونکي لـــه اسمـــان نه په بید یا ويخـــدای خبرده چـي اصلي موطن موچیري
کـــوم اسمان کي کوم کوکب کـی دفضاوي؟ستا زامــن ستا په اصلي کورپوسي ګـرځی
اوســـــید ونکي تــــه دکـــومـــي ثــریا وي؟داتـقـد یروُه چـــی تـــد بـــیر ورلـــه نــشته
پــــه دی ټـــولـــوکي تـه پــاکه لــه ګـنا ويپیښماني وبـــد مـــرغـي شـوي درپــه غاړه
زیږیـــدوکــی بــه پــه عــذاب وپــه شـقاويچــی تــر خـپو لانـدي جنت پاک الله درکړو
مـانـا داچـي تــه تــر ټــــول بشـــر اعلاويتــــربیت دې هـــروخـت لطف و محبت وُه
انسانـــي مینه پــه زړوکــی بـه هاي ها ويصفتونــــه دې محــسوس هـــر چـــا لیکلي
خــــوزمــا د شعــرصـفت کــی تـه ماناوي
مـــورې ستامــــورنـــي مبـنه انـســانیت ده
ځکه زما(علي خان )روح یی هم یی سا وي
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
1/ کله کله دشعر د تول او برابري لپاره دځینو املائی
تورکو لویلد ل شعري ضرورت ګڼل کیږي لکه :
وفاء = وفا او ګناه = ګنا اوداسی نور تورکي
{/slide}{slide= ځوانانوشاعرانوته}
پــری بـــه ږدو دعشق خبري نـوري عاشقانوته
نیسو بــه غوږونه چي څه وایي هـــوښیارانـوتهوبه کروبڼ کي ډیرګلان چي تري عطورجوړکړو
پـــري بــه ږړوهغـوبانـــدي ســندري بلبلانـوتهوُبــه لګوُولاس کي ډیـوي چی لارروښـانـه شي
پــري به ږدوهغوي باندي سوزل نـورپتنګانوتهزړه کی تــور داغــونـه دګلانـوبــه نورنه ستایو
غــم بــه یي ورګـوته کړوچی راشی بوراګانوتهنوربه ځـوپه علم پوسي څنکي به کچکول ګرځو
پـــري بــه ږړوخیرات ټولول هرځای ملنګانوتهجـــوړبــه په هرځای کي ښونځۍ ومکتبونه کړو
وربــــه کـــړوکیسي وتصوف نــور درویشانوته
نـــور بـــه دوطن دجـــوړیــدوشـــعرونه وُوایــو
بــس ده ډیــرشعرونه مــوویلــي دي چشما نـوتهزمـــوږه شاعــرانو ومشــرانوډیــر ستایلــي دي
هــرځـای کی شعرونه سپینو خـولووسرولبانوتهډیــــردښــایسته وُوصفتونــــه ذکــــرشـــوي دي
نــــورضرورت نشته صفتودي خـــوبــرویانـوتهڅــــوبه پـــه پیښواوپه تقلید پوسي روان یوموږ
داکاربـــه وروُ بـــخــو زمـوږمـړوشاعــرانـوتهنـــوربــه پــه ښلاکي دوطن غــمونــه وســتایـو
ټـــولــــه ترقي بـي ورترغاړي کړوځوانانوتهبس ده پـه چناروپــه نـرګس کی تشبه دیري دي
نـوربــه داکارپـریــدوکـرونــدوکي بــزګـرانـوتهزلفي وماران ډیردي ویل شوي زموږشعرونوکي
نــن بــه شعردامــونه کړو پـه لارکي غدارانوته
ډیرمومینان دسپوږمي ستوري غوندي کړي دي
نـــور داسي غـــونـــدني بــه ورپــریدو مینانوتهنـــوربــه داشنا ســـتاینه ســـتوروســـره وُنکړو
ستوروتـه خـتل بــه نــور پـري نږدو کافـرانوتهنن دکمپیوټرنړي ترهـرترهرچا ګړندي ښکاري
وُغـواړه (علي خانه) دانړي زموږماشــومانوته
{/slide}{slide= تورفکرۍ}
نــــــورپــــه ګړیـــــد وکي هــــیڅ بــاورنشته یارانو
ورک پــــه دروغ رښیاکي یـــو تــــرمنځ دلیـډ رانوپــــریـــــدي نـــورخانان و خاینان چی هـرڅه وایي
راشي لاس تــــــرلاس شــــوبي وزلانــو وفــقیرانوزموږ په وینوجوړشي بلډیګونه پـه ختیځ کی دنــګ
روان یي شــــي کـــورونـــــه پــه بدل کي دافغانانودوی چی ناروغان شي په يورپ کي به درمل کوي
تـــش اسپرین پــیدا نشی زمـــــوږتــــــربیـــمـــارانودوی ګــــرځی لــــــویدیــځ پـه رغبت واشتها پوسي
وچـــــه ډوډي نـــه رسيږي زمــوږ تـر ماشـومــانوګــوره امان الله غازي چی څومره روشن فــکره وه
نن پــــه تـــــورفکرۍ کي د لــــویدیځ دي لیونـــیانوولي هـــــــري خــــواتــه ګډوډی وبي ســري شولي
رایی وُست وطــن لـــــه دښمن زمــوږجګړه مارانو
مـــــوږیـوپــــه بــل بــاندي پــــړي اچــو خبر نه یو
ګــــران وطـــن مـــووران شولــوپـه لاس د دښمنانولاړل دپښتون بــــــرم ونــښان بـه یی چی لوړ ساته
نن بـــــرم ونــــښان زمـــــوږ را ټیټ کـړو مشرانوټــــــولي پتمنۍ وشتمنۍ زمـــــوږ پـــه غـروکي دي
مــــوږیوپـــــه دنیاکي عـــزتـــــمـن تـــر جهانــــیانوزمــوږ شتمنۍ لــره پوهان ګوتي په خـوله کی شيي
کله بــه داســـــره زرخــــــپل پــــه کارکړو افغانانوراشي په هــرګوټ کي ددنیا چی یو وطن جوړکړو
واوري د(علی خان) غږ چی هرچیرته یيي ځوانانو
{/slide}{slide= خوب می لید چه}
تــرږ مــی وه هـسکو ټـیټــو کــی روان وم
وم ویـده خو لکه ویښ ډیر سـر گـــردان وم
د عـــدم په سینـما کـی د ږونــد ستو نــځی
مخکی مخــکی را کـیدی ورتـه حـیـران وم
تــوری وریځــی لــه شمـال نه را خپریـږی
زه زړه تنگی له بـــریـښنا ولــه بــــاران وم
خړ سیلاب د ږوند بیړۍ می پکښ ناڅــــی
د ســا حـل تــر ر سیــدو یی هــر سـان وم
غـوړ سکه غوړسک لـه ابو لو گی راپاڅی
انـتظــارد بــیړۍ ږونـد کی د طـــو فــان وم
د وطــن د غــرو په سر لـړې ښـکا ریـږی
تــــه بـه وایی چـــه لیـدونکی د بـر کـان وم
دغـروسـربــانـدی اوچـت پـُل وی تــړلـــی(1)
لانـدی کــنـدې نــه کـتـونـــکی د اســمان وم
آخـــوا داخـــوا می غــارونــه دبـشــــر وی
تـصــور کـی راتــه ږونــد دآول انـســان ومدابـهــیـر د حــوادثــــــو وی بـهــیـــږی
زه پـه فــکــرد پــړاو د خـپــل کـــاروان وم
ویــل مـی کـلــه بـه منــزل لــره ر سـیـــږم
کــړاونـو د روز ګـار نه ډ یر سـتو مـان وم
چــه نـا څـاپـه راتــه غــږشـو راپـا څـیـــږه
کـا لــی اغــو نــده تــــیار واړه سـا مـان وم
پټی سترګی می له خوب نه کړی را لوڅـی
ځـان می ولید چه موجـود پـه دی جـهان وم
دتـیـر ږونـد کـــږی وږی لاری وی لـنــډی
نــوی ږونـد نــوی ســفـر پـه سـر قـرآن وم(2)
زمـا د ږونــد د سباون تر خـی لحـظـی وی
هغه دم چه له خواخوږو خدای په امـان وم وم
انــعکــاس دمــور دسـتـرګـــو د ګــوهـــرو
راتـه وښـوده چه څـومره زه پری ګـران وم
د پــلار ګــیره کی بـاران بـه می هـیر نشی
آیـــا زه لا یــق د اوښـــکو د ارمــغـــان وم
څـومره لـنـډ سبا وه څـنګه زریی ییـل کـړم
زه خـو کـلـه خـو ښـونــکی د هــجــران وم
چه بیـلـتون سـره به خـیال کـی جـنګـید مـه
ځان می ولید چه رښتیا لاس په ګـریوان وم
پـه ظاهــرکی بـه مـسکـی مسـکی کــید مـه
په کو ګل کی زړګی ډ ک ارمـان ارمان وم
تــر هـــغـی چــه هــوایـی ډ ګــر تــه لا ړو
مور وپلاروروڼه په څنګ کی ګل خندان وم
د یـو بل ښکلی مـخونه مـو ور ښکل کــړل
زړه می شـا شـا تـه کـیـده پـه مـخ روان وم
تـر هـغی چــه الــو تکه کـی ور جـک شوم
وصال پا تی شو بیلتون کی فــکروران وم
دوطـن د جـــګو غرو دســر کــجـیر شـــوم
د بر ښنا غونـدی خــارج له افـغانـسـتان وم
د هـــیواد پـــه هــوا زړه لا تــا زه نـــه وم
چه را کوز په ښکـلی ښار دلوی تهـران وم
تورما ښام شکلی بیروت کی غموډوپ کړم
اوږده شپه وه زه (کود موس) کی د لـبنان وم(3)
چـه سـها رشـو قــاهـری لـــره روان شــوم
ډیـر مـشتاق پکـښی دلوی رواق الافـغان وم(4)
تـر یـو څـو ورځـونـه ورسـته بنـــغازی تـه
نــیمه شــــپه وه د بـنـینی پــه مـــــــیدان وم(5)
له همـدی ځـا یـه مـی نـوی ږونـــد شـو پیل
مسـتقـبـل تـه لاس تـر زنـی (علی خان) وم_________________
1/ داهغه پُل ده چه په لیبیا کی البیضاء ته نږدی دِ (وادی الکوف) په نوم باندی یادیږی اودِ الجبل الاخضرپه غره کی دیوی لوی کندی په .. سر باندی تړ ل شوی ده چه دکندی په دواړو اړخوکی لوی لوی غارونه لیدل کیږی چه ته به وایی دلمړنی انسان کورونه دی. دا د (وادی الکوف )هغه اوچت پُل ده کوم چه په هیواد کی می په خوب کی لیدلی وه او دزمانی تفسیر یي لیدل راته حقیقت وګرزاوه.
2/ دا دځینو پښتنو دودونه دی چه څوک یی په سفرباندی ځی نوبیا موراوپلاراودکورمشرقرآن کریم په دروازه کی دسپرکونکی په سر باندی نیسی چه تر ی لاندی تیر شی په دی اعتقاد چه باک الله یی بیرته په خیرسره کورته راوګرځوی او له هر خطر څخه یی وساتی.3/ کود موس دِ هغه هوتل نوم ده چه په لبنان کی ډیر ښکا رندوی ومشهورده.
4/ رواق الافغان د افغا نانو هغه بیل ډینګ ده چه دِ مصر په قاهری کی دِ ازهرشریف په څنګ کی دشیخ جمال الدین الافغانی پالونکی
او یادګار ګڼل کیږی او افغانی زده کونکی پکښی اوسیږی.5/ بنینه دبنغازی هوایی ډګرده چه دشپیی یوه ګړی اودیرش ګانټی پکښی راکوز شوم چه له همدی ځا یه می نوی ږوند پیل شو او راتلونکی ږوند ته لاس تر زنی کښینا ستم او,لوي څښتن ته مي ځان وسپاره..
{/slide}{slide= څوبه مروریې؟}
څـــوبـه مروریې له خپل ورورسره په خلا شه نور
ګــوډ ومات پښتون شــو دزخـمونـویې دوا شه نورڅوبه خوشحال وُسې بیلډینګګونودې دښمن کې تـه
لـــــږ تـــرخــاورولاندې پښتنوته پــــه ږړاشه نورزړوبانـــدې ویښتلې پښتانــه درنــه همت غـــواړې
پریده زړه بدې په خـوله غیرت شه په خنداشه نورسپینه ماڼې زموږپه وینو سره شوله ورتلل مه کړه
ورکـــوپښتنوپـــوسې څــپلې کــړه پـه بیدیاشه نورتــــورووریځوتوره شپه په موږده جــوړه کړې نن
یوبـــل سره ورک یــو راشه موږ لـره رڼا شه نوربـــوري مندي خـــاوري پـــه سرونــوبانـدي اچوي
لږخــودپــښتون دماشــومانــــوپـــه ســـودا شه نوروینودپښتون ته پــه رګــونوکي غــورځنګ ورکړه
تنـــد رشه طـوفان شه له اســـمانه رابریښناشه نورنن یې رانــه سپین غوایې سباله بــه تورهم وُخرې
مه وایه افغان ته چــه زمـرې ته لاس ترشاشه نوراِې زمــوږ لیــــډره د(علې خـان)هیله له تانـــــه ده
لاس تــرغــاړې مـینه دپـښتوکې راترخــواشه نور
{/slide}{slide= حال واحوال}
تـــورې زلـفې مــه رایـــادوه چـی استعمار وینم
تــورباڼو پریګده پکښې غیشې و تیره خــار وینمولې مار خوړلې بـــه لــه پړې نـــه ویـریـږې نه
زه پــه خپلو خــونوکې دښمن چې لکه مــــار وینمهیــله مــولــــرلــه چې خــړکلې به ښــــارونه شې
اوس بـــترتـــرهــر کلې بــتره زه خـــپل ښار وینمجــوړې غرغرې به دانګریزپه مــــخ دځمکی وې
نن تـــرځمکولاندې غـرغـروکې ســـرپه دار وینمهـــرې بې شرمې وبد کارې به افغان نـه غـوښتې
نــــن ډیـــروځایـــوکي زه زناکاره وبـــد کار وینمداوُه پـــرمختګ وتــمـدن چـــي امــریـکا راکــړو
هــرخوابي شرمي دخــلکومخکي وارپــه واروینموایــــی دهلمند یــــورانیم هــــره شپه لندن ته ځي
وینـــوکی لمبیږي بـي ګناه ټـــــول کنـــــدهار وینمغـــواړي پـــه پیسو وپــه وسلوبانـدي تباه موکړي
وران دخدای کورونه وښوونځۍ په ننګرهاروینمتوره د(احمد شاه ابدالي) خرڅه په ډهلي کي شوه
ځاي دتــــأســف ده چی بـربـاد مـو ټـول آثار وینمڅـــوبـه چوپه خوله یودخپل حق طلب بـه نه کوو
څـــوبــه لــوڅ لغړکوڅوکی هرخـواته بیمار وینمهــــرچـانه تپوس یـي چی د(حال واحوال) وُکړمه
داسي راته ښکاري چی له ږوند نه ټول بیزاروینمهـــرچابـــه پـــرون یــوه مـــړي ډوډی پـیداکــړله
نن واړه وزاړه خان وغریب ټول خلک خواروینمڅــنګه بـــه پــه فــکر دخــوړواودجــامــوکي شو
هـــري جـنازي ته خپل خپلوان ټول په تلواروینمستا زړګي بـــه څـنګه(علي خـــانه)پـه ارامه شي
هــــرافغان پـــه هــرګوټ دنړي چي ناقرار وینم
{/slide}{slide= ا جمل خټک ته}
خـوب ګی مې لید لې وې (اجمل) وې نسترن وې ته
زوی دېپښتنې وې پــه پښتون کې ډیــر پـتمن وې تهقــوم ټــــبردې فـــخرد پــښتون دلــــوې تــاریخ ګڼم
ځــــړې دې چی ګـــورمه لــه ونې دې ارین وې تهمــوږه شاعـــران وادیـــبان بــه چی هــرګوټ کې وُه
ټـــولـــوتــه به هـرځاې کې د پوخ ادب ګلشن وې تهپــــــیـټـــې دپـــــښتون دغــــــم به تل دتا په غاړه وُه
مزې دې دیورند نه به په زړه کی ډیردردمن وې تهمـوږ دې انګریزانــوپـــه قانـون محروم له حق نه یو
ځکه دې دښمن قانون ته هروخت کې غمجن وې تهبیل کړوانګریزانو ورورله وروره ظلم وزوربـاندې
درپــــه درږوندون د پښتنو تـه بـه خــوږ من وې تهټــــــولـــه پښتونـخواکې دې یــوالې نارې پورته دې
مړو ایرودې اورته بــه په زړونوکې خوزلن وې تهسوات، وُ ورکزې، وزیرستان پــه اورو وُسول ټول
چا له نارې وُکړو چی ته لاړې زموږخوږمن وې تهډیر دپښتنو خا نان مـالوباندې خپل قــوم خـرڅ کړې
تل پـه پښتنې احــساس تـر ټــو لـــو نه شتمن وې تههـرځــومره دښمن به ګزارونــوته چی زور ورکړو
سپربــه د پــه لاس سینه سندان بـه وې بهمن وې تهپورتــه دې بیرغ دحق غوښتلو پـه هرځاې کې کړو
ځکـــه دښـمنانــوتـــــه ارهاب بانـــدې تورن وې تهلاړې پښـــتانــــه دې یتیمان پــــه دنــیا پـــــریښـوده
دوې لکه واښـــه دې دږوندون بـه یې چــمن وې تهوردې ازادی بــې قـــربـــانیو څـخــه واز نــــه شې
دې لار کې هــمیشه زمـــوږ لپاره بــو مدین وې ته(1)وګوره ارمن و کوردستان دحــــق غـــوښـــتل کوې
لار دې ازادې کې ډیـر پیا وړې لـــه ارمــن وې ته
تالـــــره بــه خــدای پـــه جنتونـــوکې مـقام درکړې
ګورې (علې خان) پــه پښتونخواکې قـدرمن وې ته1/ بومدین د الجزائر دازادی اتل .
{/slide}{slide=په سینوکې تاریخ}
لــــه تاریخ نه پښــــتانه مخکی پیدادی
پــــه سینوکی یی تاریخ نـه اشمل نشتهکه دشعــر له شمولیت نه کړی پوښتنه
د (رحمان بابا)لـــــه شعـرنه اکمل نشتهکه په خیال او په تشبه پوسې روان یی
(حمید بابا) نـه بل څوک اجمل نشته تـردتــاریــخ پــاڼی چی اړوې پــــو هیږې
(احمد شاه بابا) نـه بل څـوک انبل نشتهکــــه دتـــورې او د ډال خــبرې راشې
ترخوشحال خټک نه بل څوک اتل نشتهچی دښمن لـــه پښتونخوا کانـدې مباحه
ترهـــغه څخه بیا بل څـوک ارزل نشتهددنیا لپــاره دین دنیا چې خـــرڅ کــړی
بیا هـــغه انسان نـه بل څوک اسفل نشتهکـــه دښمن یی دوطن په خـاوره ګرځې
ترهـــغه سړینه بــل څوک ارمـل نشتهچی پــــه ږبه او کلتور یی تـیری کیږی
له هـــغه پښتون نه بل څوک اهبل نشتهله خپل پت سره چی بل ته شې سرټیټې
داسې ځوان څخه بیابل ځوان پاګل نشتهچې له ځان څخه ټول عمربل ښه بـولې
روستې عمرکی یی هیڅ وخت اول نشتهدنیـــالاړه تــرســپوږمې وتــرمـــریـخه
خـــوپــرځمکه تـر پښتون نـه ټمبل نشتهانګریزانـــــوپـــه نــرې لین پـرې کړې
راچارپیر تــر (پاچاخان) و(ایمل )نشتهداتېرې چی په پښتون باندی نن ښکارې
(علی خانه)پــــه څــاروُو دایـرغــل نشته
{/slide}{slide=دشعرپریښته}
ای دشــعرملـکی، زه لــه تـانــه شـکریــه کــوم
تـل راسره څنګ کی دبـیلتون مخکی ولاړه یی
کله چه بیلتون راته چاړه په لاس کی نیغه کړی
ته راته شعرونه سپرپه لاس کی راتـرغاړه یی
تــه مـی دالـهام وداحــساس راپــارونـکـې یـــی
کله چــه لــه مــاسـره پـه سمه او پـه شاړه یی
تـه راتـه دبـلـی ږبـی ټــول شــیان اسانــه کړی
تـه زما قاموس زما کتاب یـی تـه می ږباړه یی
نــه منصبداری نــه دارایــی ددنــیا غــــواړمــه
تـه می قناعت تـه مـی عزت دنیاکـی دواړه یی
هرڅومره ځنګل کی ګوړاخرکه ځان بادارګڼی
تـه ورتـه په خوله کی دوږُنکی زمری دړاه یی
نـَه بَـه جُوړوی (علی خان) شعرکله چه وګوری
تـه پـه شعرانه میزاج کی څه نا څه ویجاړه یی
خوږی خبریهـرخطیب نــه چـه هـمـیش اوری کـلام
یوه ورځ به تری حاصل کی خپل مرام
تل ترتله بــه پـه خپل ږونـد کـی ازاد یی
کـــه پـــه غــوږ دکـــړی نشــی دغـلام
که زاهـد یـی دمسجـد کـوښـه کـی کښینه
پـُه یـاد مَـه که نه ساقی او نه یی جام
که هـــد ف لـَـــره دلاره اوږده کـــــیږی
لنــډه وَیْ یـی شی دصبر پـه یِ یوګام
که په لارو او کوڅوکی دڅوک نه اوری
ورتـــه جک شـه پـه مینبراویا په بام
که مِــیوَه کـی دخپـل عـقـل دواغـــواړی
یا چارمغـزبــازارنَـه اَخـله یــا بـادام
که دږمـی دمُـــرغــیوښــکاردخوښ وی
نـویَوُه لاس کی ګدن کـړه بل کی دام
که دګیډی غـم کـوی خـواړه پاخه خوره
مه یی سوې مه ساړه خوره مه یی خام
که په دین او په ښکلا کی کتاب غواړی
روانـــــیــږه تـــربــغــداده یــاتــرشام
که په بل څه پوسی ګرځی بی له علمه
پیدا کیږی په هرځای کی خاص وعام
په ځـوانـی کـی دین دنیانـه ګـټه واخـله
دافــرصت انسان تــه نــه راځی مدام
مستقیم اوســه دخــدای پــه عبادت کی
دشیطان لوری ته کُوږمَه کړه خپل پام
دشیطان لــه دښمنی نــه پــه جنت کی
پــــلار ومـــور دبشریت شـولـوبـدنام
په هـرکار کی کـه دخدای رضارانشی
ورتــه مَــه وایــه چـه داکـار ده تمـام
که پـوښتنه که غـوښتنه ده(علی خانه)
لـه الله څخه یـی غـواړه زړه پـه ارام
{/slide}{slide=درحمان بابا}
دې درېدلې په لاره(1)
نـــه وایــم چـی ږونـد مې بیهـوده پـــه زمـانـه
نـــه مـی ســردښـکــلو پــه لیــدو شـې افـسا نـه
نه دې ساقې جام نه یی شراب غواړم چی وڅکم
نـــه یـی ګــډا غــواړم نــه پـه لاس کې پیما نه
زه دپښــتــنې ګــډ وډ اوربـل بـانــــدې مین یمه
نـــه چــپه کاکل چـی وې جــوړ شـوې په شانه
رنـګ ددرویـشا نــو زاهدانــو کـی قد رت وینم
نــــه دخـــا ینــــا نــــو سپین مخــوکې جـانـانـه
لاس چی په وُرغَوِې کی دحق په لارکی وُنیسې
کلــــه عــظـمـت یــی شــې بـــد ل پــه ویـرانـه
څـوک چی پـه رښتیا په اشنایی کې وفاداره وې
نشـــــته داشـــــنا دې دیـــــدن لارکـــې بــهـانـه
زه چی پـــه مجلس دزاهدانــوکـی بې خـوده شم
هیرمې خوبرویان شـې هیر شراب هـیر میخانه
راشـــــه پـــه بازار دزاهـــدانــوکی سـوداوکـړه
ښځـــو لــــره پـــریــده پــه کـوڅـوکـی بـنجـاره
خـــپل ږوند نــه لیبیاکی ګلمن مه (علی خــانـه)
زړه دې ګـــران وطن پــه میـنه سا تــه مستانـه
__________
1/ دریدلې: قا فیه.
{/slide}{slide= خاینان وساده ګان}
له افغان څخه به بل څوک وې کـرام
چی تاریــخ ورته شاهـد وې تل مدامکور وځان کاندې تباه دې بـــل لپاره
پـــه نـړې کې ورته وُ شـــې احـترامبې ګوناه وې لاس تـړلې روان شوې
پــه لاسـوکـې ځنځیرونــه تـربــګرامدښمنان یی ورټیله کی په ارهاب کې
مسکین لاړشې بــې هدفــه وبې مرامدې اسلام پـه نـوم تباه شـــې خبرنوې
چی دروغجن دې که افسردې که امامخا ینان یی ډ یــرما لونه په سرواخلې
دی پـــه ږوند کې وږې تږې بې ارامځنې اخلې رشـوتـونـــه لـه دښمن نــه
په خپل قوم باندې راکوزکاندې اجرامځنې خـوله باندې وهې دسـولې چیغې
خــوهـــدف یـی ټـولـول حــلال حرامچورچپاویی په هیوادکې وې جوړکړې
وجدان مړوې احساس نه کړې پُه الامنـه دې دین نـه انسانیت خــبرې اورې
بــد مـرغــیو پـوسې ګرځې لکه انعامدخپل نس دې مړه ولوپـه درچـل کـې
سـرګــردان وې لــه سهاره تــر ماښامراځې خپل ځانونه خپله باندې سم کړو
چی یــوځل راتــه بـیا وُوِیل شې اکرامافغانې پت وپښــتومـــوراږوندې کړې
میـــنه زړوګـې شـفافـیت وپـاک الهامدِ حـق لاره کې(علې خانه)مه ویریږه
که دې سرشې ترینې زارلکه صدام(1)
1/ شهید اتل صدام حسین .
{/slide}{slide= ازادی ته سلام }
وطـــــنه ستــا پـه استـقلال مــی سلام ستا په جنوب ستاپه شمال می سلام
ستا په ختیـز ستاپـه لویدیـز مـی سلام ستا په پښتون ستا په ابدال می سلام
چـه یـی دښمن که پـه ګونډوګوډومات ستاپه سپاهی ستاپه جنرال می سلام
چـه ددښمن سـریی لـه تـنه غــوڅ کـه دتــاپـه تـــوره ستاپـه ډال می سلام
چـه احمد شاه ومیرویس یــی وروزله ستا د زانګـوپه قـوی ټـال می سلام
چه د اسمان په جبین ستوری ښکاری ستادلورانو پــه شنه خال می ســلام
ستـــادځـــوانـانــوپــه شمـلومـی سـلام په ښکلوپیغلووزرین شال می سلام
د تـــا د تـــوری او آدب پــــه بـــچــو رحمان باباوپه خـوشحال می سـلام
چـــه ( د یورند) کـړ لـو په ظلـم جــدا پـه پـیښور،کـوټه، چـترال می سلام
ستا افغانان چه پـه هرګوټ کی اوسی دهغـوی په کوروپه عیال می سـلام
تـه پــه (آسیاکی) تـرسویس نـه ښکلی دتادغــرونـــوپــه جــمال می سـلام
مــــونګه د تـــاعزت دنیاکـی غــواړو ستاپـه لعـلونووستاپـه مال می سلام
تا کـی خوشحال بی تا خفه(علی خان) دتاپه یاد کــی په هــرحال می سلام
{/slide}{slide=راويښ شی پښتنو }
خان شي پاچاخان شي لکه لمرپه شنـه اسمـان بانـدی
وړانګی شي خپری دپښتونـخوا دښت وبـیابان باندیسپوره ده کــه پـوره ده آخـربـه پري راټول شوموږ
زمـوږپـوره ایمان ده پـه وصیت دي پاچاخان باندي
ځــوی دپښتنی شــي پـــه پـښـتـوبانـدی میـن شي تـل
پــورکړي دپښتومیــنه ساتــل پـه هریو ځوان باندیپــورتـه د پـښتـوږبـی بــیرغ کـړي پــه دنــیا باندي
و یـي رپـه وی دنیت پــه مـخ پــه ټـول جهان باندیزړونــودلیـکوالــوکـي ویــدي هــیلي راویښی کړی
نور به نه شرمیږی چی مین موکـړل پرځان باندیپوه یــي کړی چي تاسـو دپښتون دبڼ ګـلان یاستـي
بي لـه خپلی ږبي زړونه ډک بـه شي ارمان بانديتــوره مـوقلم کړي چي نـور شرم ویره نشتــــه ده
فــخربــه کوُو ستا ســـــو همت وپــه ایمــان باندينــور بــه پښـــتانـه پــه ښوونـځـیوکی پښتوغـواړي
هـرچیرته چــي وي پــه پیښاور یـاپــه لـغمان بانديوګـــوری ختیځ کی پـــه پښتو څــــوره ظلمونـه دي
ګوری چي لویدیځ کي تل سپره ده په طوفـان بانديکلـــه چـی پښتودي دربـارږبــه پــه ډهــلی کی وه
کلـه چــي جنـــډی یـی رپـیــد لــه اصـفــهان بانـدي
ټــولــو درنـاوی بــه دپښتـون پـــه هــرمــقام کـاوه
نــن ولي پښتون ګــونـګی ولاړوي هــرمکـان بانـد
ولــي خــپل ځـانــونــه مـوږتـر نورو خلکو کم ګڼو
بــرم وشهامت مـــوشاهــــدان دي هندوستان باندي
ویـــښ شی پښتنو تاسـوتـرهـرچـا ښـه تاریخ لـري
چـایَــي تـقسیـم کــړی پاکـستان وافغانـستان بـانـدی
راشیی موږه هم لکه دنیاغوندي ږوندون جوړکړو
څـوبـه په غفلت بـاندی ویـده یـو پـه ډیـران بانـدینـورلـه نــا پـــوهـیو وجــهالت نــه کــه راوُنَــوزو
تـل بـه غـلامان یو بـاوروکـړې(علی خان) بانـدی
{/slide}{slide=غلام مه شه }
چــه پښتو ورنــه بـدلـه پـه فــارسـی شی
که(ابـدالی)که(دورانی)وی مجوسی شیکـه پـښتو پـریدي لیکل یی پـه اوردوشی
بـیا پــښتون ورتـه مـه وایه چه هندو شیکـه پـښتون یی پـه پښتوبـاندی لیکل کـړه
غـلام مه شه په هسکوسترګوتل کتل کړهپــه هـــرځــای په هــر مقام که ودریږی
پـــه پښـتو باندی خواږه خواږه ویل کړهچــاپلوسی پـریـده هـیچا نـه مـه ویــریـږه
خـپل شـخصیت په خپله ږبـه مه شرمیږه
٭٭٭
کـه وغــواړی پښتـــنو تــه قــد رمـن شی
بـــی پښـــتو پـه بلــه ږبــه مــه ګــړیــږهدفــترونـوکــی پښـــتو لــه منـځ نــه تلـلي
دپــښتون قـوم پــه هـویـت بــاندي ډاریږهاداري لیـکل لـوسـتل چـی پـري وُ نه شي
بیـا رسمي ږبــه پــه نـوم ورته ویل کیږه
مـړوقــومـونـوپـوسي سـردي مـه خوږیږهتــردانــنه پــښتوځــان پـخـــــپله ســـــاتي
دپــښتـون خـــد مـت هــغي تـه مه یادیږهکــــه احـساس پـــه پــښتنوکــي راپـیداشـو
د(علي خــان) تــروصیـتونــه بیا زاریږه
{/slide}{slide=پسرلی ته هرکلی}
هــرکله راځـه ای پـسرلیه زړه خــون آب یومــونګ
سـروویـنوکی لامبوتـه بـه وایـی چـه ګلاب یـومونګ
ستــــا ښــکلا وګـلان وبـلبلان بـــه څــنګه وسـتا یــو
کـله چـه بی جـرمـه تاکـی نن خــانه خراب یـومونګ
مــــه ســـنګاروه زمـــونګه غــــرونه دښــمنا نــو ته
زمـونګه پـه قبروګلان ډولی کـه ټول تراب یومونګ
راشــــــه پـــه زرګـــونـوشــهیدانــوبــا نــــدی وږاړه
وُګوره په خاوروکی ارمانجن په زړه کباب یومونګ
ســـتا د سـبا ســتوری راخـــتوتـــه انتـــظارکــــی وه
تورو وریځوپټ که ستاپه لمرکی نڼ سراب یومونګ
مــه راځــه طـوفان سـره زمـوږکلـی ټــول وران دی
څـیری ګریوانونه پــــه نړی کـی په هرباب یومونګ
تـــــه دپــښتونــخوا په دنــګوغــروکی سـیلانی راشه
هــره دره ګـــوره چـه آخستی خــړسیلاب یــومونګ
ســتاطــوطـیان آزاد دی نــه حـــدوداونـه قـــیودلـری
هـر ډول نـغمـوتــه یــی لاسـونــوکی رباب یـومونګ
زمــاغــوندی زخـمی(عـلی خان)ډیرسـتاانتظـارلـری
راشـه بــد بـخـتیـولاهــوکـړی پــه دریــاب یـومونګ
{/slide}{slide=دیرمسافر مه شه }
ډیــرمسافــرمه شــه زړه پــه تاپوسی ځــوریـږمه
ځـــان لکــه ډیــوه دمـینی اور کـی ویلــی کیـږمه
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
مـــه وایـه چـــه تـه بــه مسـافـر دبـل وطــن شـی
زه باورلــرم چه ته به موږپوسی غمجن شی
ځــــکه زه لــمبودمـحبت ســــتاکی ســـوزیـږمـه
ډیــــرمـــسافرمه شه زه پــه تـاپوسی ځـوريزمهســــتاپه یــونظــربانـــدی تـازه زه لــکه ګــل یـمه
ټــوله دنــیا یوخوا زه بل خوا چپه اوربل یمه
چـیرته چه ته ناست یی زه هرخوا درنه تاویږمهستـاخــــوږی خـــبری دتــرخه ږونــدون دواګــڼم
زمــاوســتا ګـناه نه ده داتـقدیر زه دسـماء ګڼم
تـه به رانه درومـی زه به ستاغـم کـی کـړیـږمهتــه چــه پـه مـسکامســکاله مانـه جــداکــیږی نـن
اوښـکی تــویومه چه له سـترګو پنا کیږی نن
ســـتامیسافــری به راته غــم شـی زه پـوهـیږمهته بــه مسافــر شی له وطــن څخه بـه لــری شـی
زمــادمینی باغ وله ګـلشن څخه به لـری شي
تــه بـه زمــاپه یادزه بـه سـتایاد بانــدی ږړیـږمهنـــن دلـــته دمـــینی ومــحبت خـــــــبری ونــشی
وخــــــت دجــدایی ده دالــفت خــبری ونشی
ټــنډه به دښـکل کـم زَه لـه خـلکونه شـرمیـږمهکلــه په رضـا څـوک لـه وطــن څـخه روان شــی
یابه ډیرغــریب یابه یی کوروکلی وران شی
مــــا سره دادواړه دی ملـــګری روانـــــــــیږمهکـــوروکــلی ټــــول لـه یتیمانو څـخه ډ ک شـولـو
کـوډومات خـوپریده بیوزلانوڅخه ډ ک شولو
ډکـی کړی بانډی دمـرګ ناروپری خـفه کیـږمهډیـرمـودږوندون ناخوالو سپین مخونه تـور کړلـو
ډیـروبی قـدریو موځانونه سوی سکورکـړلو
څــــوپــوری بــه دادغــــم اورونــــوکی تـاویــــږمهکـــاښـکی لـورپه لاس وای چــــه لــوونه دکــولی
زه دوګــــیچی وای چـــه مــی وږی ټـوله ولـی
ســتالاس کی جواری وای زه تروی درنه ځاریږمهشپون وای میږی وری دجګوغرونوکی پولی وای
کاڼی په مچنوغزکی سویان دپری ښکارکړیوای
وږې غـروکی خـوښه یـم ستا ســر بانـدی ویریـږمهراشه سپیری خاوری لټ په لټ کړو چه یی وکرو
کــله چـــه باخــــه شــی په مــزه مزه یی وریبو
تـاســـــره کــــرونـده کــی باقــی عــــمراوسیـــږمـهنــه پـوهیږم ښـکلی ځـوانان ولی فــناه کــیږی نــن
بـی له کـوم هــدف نه په ګــولیو تبـاه کـیږی نـن
ټول وطن کی مرګ ده هرخواسترګی پری ړنډیږمهڅــه بــد بـخته وریـځی له شـماله راخـپری شــولی
دښتی وکروندی یی په دودوباندی سپیری شولی
اورلـــه شنـه اسمــان نه تـری رااوری حــیرانیږمـههــیڅکله رحــمت لـه ظـلم وزورنه زیـږدی نــشی
غــدر دتـاریـخ په زړه کی داغ وی هیردی نشی
څوک چه وطن پروش وی زه(علی خان)تری بیزاریږمه
{/slide}{slide=دمیني نیالګي}
بـیا د سینی کــو ګل کـی، څـــړ کنده څـړیکی شـولـی
د زړه دبـــڼ لښتی مـی، پــکی بـیلتون خو ځوی
٭
دمـینی خــښ نیالـګی به ،پـه زړه کـی څنکه وچ شی؟
چـه یــی دحــزن اوښـکـی، هـــرسباون ابـوی
٭٭٭
په غاړه زنځیر
بــــی لـه رضـا او لـــه تسلــیمه ورتـــه مــخ نلــــــرم
څــو چـه غـلام د محبت زنځیر په غـاړه ګر ځم
٭
لـــــری نــږدیــنه پـه سجـدو ورته ســـر کــوزی یمـه
د مـینی اور کــی یـی زړه سوی په ولاړه ګرځم
٭
چـه دهـرچا د ږوند او مـرګ واکداری لاس کی لـری
ورپـوسی هر ځای لټوم په سمه او شا ړه ګرځم
{/slide}{slide=دوه هیزی}
اوږده کلونه
داد لـیبیا اوږده کلـــونه بـه لنــډ یــږی کلــه
داد بیـلتو ن تـوری تیاری بـه رڼا کیږی کله
٭
د بیلتانـــه ناقــراری مـی لــټ په لـټ اړوی
داپه دردوکی خفه زړه به خوشحالیږی کله؟
٭٭٭
دمیني نغري
زړه مــــی د مینــی په نــــغری نــسکورده
د حــــزن بــاد ورتــه پـــکـی خـــو ځـــوی
٭
چــــه یـی پـــرون راتـــه خــــندل زمــانـی
نــــــن می هــغه ښــکلی لحــظی ځــوروی
٭٭٭
دخوب ازغي
بیلتونــه تا پــه زړه کــی زخــم د ارمـان را کـ ـړی
چــه هر طـبیب ته یـی پـه ډاګـه ښـکارولی نـشم
٭
تـامی په سـترګو کی دخـوب په ځای اغزی اخی دی
چــه ویـــده کــیږمـه لــه دردویـی غــړولی نـشم
٭٭٭خیال وهوا
چــه دوطـن خیال وهـوایی په څپوکـی واخـلی
لاهودریاب کـی دغـمونوشی خپل ځان نه وینی
٭
دتــوروزلفودام چه ول ول د وطن په نـوم شی
دپردیس زړه پکی زیندی ځان وجهان نه وینی
٭٭٭
دِ زړه دیره
زمـــادږونــد ســـبا یی، دخـــفه زړه کـعبه یــی
دتــــورو شــپورڼـایـی، زمــا دپښتو شـــمله یی
٭
خـــیال دډیـــــوه ده راتـــه،داوږدوشــــپوملـــګـری
ددواړومـــنځ کـی کــتاب لَـوَلوُدعــشق سـندری
٭٭٭
دِهیلوځا ی
تــه زمــا دنـازمــحل یــی،دټــولو هیلو ځای یی
دږونــد په بـاغ کی ګـل یی،راتـه آول وپای یی
٭
وطــــــنه تانــــه زارشــــه ســـتـاداولادوســــرونـه
لـکه چـه زارشـو درنـه زمـو ږ دنـیکو سـرونه
٭٭٭ویاړنه
و طــنه تـالره بــه درشی کـه ږونـدون پاتی وی
که څــه هـم روح یـی له بدنـه جـداکیږی تاکـی
٭
په ګــولوویشتی ستاپه خـاوروکی چـه کیښودل شی
ویـاړی پــه قـبرکه جـنډی دچـا رپــیږی تـاکـی
٭٭٭
احسان
چـه دږوندون غوټی یی ستا په نـسیم وسپړیږی
ســتاهــیرل ورتــه دنــیاکی بــیا امــکان نـلری
٭
دتـاپه خــاوروکی وړوکــی چـه خـاپــوړی وکـړی
کـه ځـان له تانه کړی قربان په تا احسان نلری
٭٭٭
مریخ ته ځمه
ای دنــړی غـمونـو،راځـی مــریخ لــه لاړ شــو
له دی پـورشوری دنیا چه یی ترؤرغوندی کړم
٭
خــلک لـه غـم نه تـښتی زه ورنـه مـرسته غــواړم
ځکه دروغجن سعا دت نورکروکورغوندی کړم
٭٭٭نه پوهیږم څه ولیکم؟
قــلم داواخــلم وایــم،غـــواړم چـه څــه ولــیکـم
خــونه پــوهــیږم چـه څـه،غـواړم او څه ولیکم
٭
کــه ټــول خــواږه ولــیکم،وجــدان می ارامه نشی
کـله به هـغه وخــت شی چـه څه تـرخه ولـیکم
٭٭٭باورنه لري
داپــه نـس تـش قــلم می، نورمـلګرتیا نه کــوی
زمــاپه تــړنه ږبـه ،نـــور کــوم باورنـه لــری
٭
آخــربه ؤپــوهـیږی ،کــه نــــن ناپــوه غــوندی ده
چــه ناپــوهی کـی ږونــدون، آخـرو سر نـلری
٭٭٭
دصبراوږي
ډیــرمی دصــــبر اوږۍ،پـــه غــاړه ؤځــنګـیده
دریغه چه تش مظهرده،په ږونـدون لوبی کـوی
٭
څو به غلام غوندی څوک،کړی په غوږکی ګرځی
دادی استـــــغلال ځنځیربه،کله یوځل مــــاتوی
٭٭٭توده بخاري
ډیــری سـړی لحظی می ،دتورو شـپوسـباکـړی
بـریـښناوتــودی بـخاری له ،چـاورونه غــوښتم
٭
دږونــــد خــوږه لــحظه بـه،زه چــــیرته ولــــــټوم
چـــه لـه تـرخــو لحظــونـه، هـیکله وُ نــه وتــم
٭٭٭
مرګ اوږوند
پـــه تـــبسم دوړکــــــوکی ســــعـادت وینــمـه
چه دږونـدون لاری یی،وړی پښی ښکل کـوی
٭
پــه نا ارامه زړوکـی،دمــر ګ او ږونــد تــرمنځه
دتـورو شــپوپه غــږکی، چـه یوجهان بل کـوی
٭٭٭
دِ وطن طاعون
ا ی دوطن طاعـونه ،لیونی سپی غـوندی یـی
خلک دی ډیروداړل،په خیال کی رسم ښکاری
٭
خــــونـی پــه تـاډکـی دی،لاروکــی تــه زړیـــګـی
آخربه خپولاندی شی، سترګوکی خصم ښکاری
داوږدوشــپو پًه پلــیو،بانــدی دلارکــړه خــطأ
لاس په غــوږوروانــدی،غــږدرهـبر نـه اوری
٭
یــوازی ســتاپـه نــوم یــی ، راډیوورزپـاڼــوڅــخه
دومــره سـرونه ډک شول،چه نورخبرنه اوری
٭٭٭
دنازسپوږمی
دنـازدتــوروشـپوسپږمی می وریځـوپته کـړله
دادرڼـاورځــی ســپـږمـی تـه زه کــتل نغــواړم
٭
چــه یی دیـدن راته په مرګ بانـدی ارزان ښکاریده
که دبــل چــادیدن وړیاوی زه ورتلل نغــــواړم
{/slide}{slide=تقدیر}
زړه مــی د مـینـی پــه نــغـری نسـکورده
د غــــم شمــال ورتــه پکـی خـــو ځـوی
سپرغي تري ستوري په هواکي جوړ شي
دِ ي ږونــد رازونــه مي هـرخـوا خپروي
لــه ډیـره تـاو څخه یـی سـترګی ســوزی
ځـــکه بـاڼــه اوښــکی تـر خــی څـڅوی
چـــه خـــند ولــم یـــی پــــرون ورســـره
نـــن مـی هــغه خـــوږی لـحظی ږړوی
نـه یــی لــه اوره دهــــجران خــلاصیـږم
نــه یـــی بـیلتون راتــه وعـــدی لـنـډوی
هـــــروخــت پــه فـــکــرداشـناکــی یمـــه
خـــیال وهــوا د زړه پـــردی غــوڅوی
مـینه یــی اورده چــه پــری ځـان کــړوم
د ځــــوانـی لــښتی اونــیشی ســـــوزوی
یـــوتش ســلام ورتـه لــیږل کــناه شــــی
مــــــابــی رحــــمی دزمــانــی کــــړوی
کــــاشکی چــه هــیرمـی شی رایاده نشی
ټــــول یا دیـدل دزړه پــردی پــری کوی
(صافیه) سـترګـوکی دی څـوک وګـرځید
چـــه ګـڼی اوښـــکی لــه جــامـوتـویـوی
{/slide}{slide=ځینی لنډی}
زمــــاد ږونـد ســپوږمی لــندی شـوه
مـــخکی لـه دی چــه پـنځلسم را و نـیسینهدځـــوانی لــښتی مــی کــګی شـــوې
دغــــــم ثــمریی په ســرو وهــی ټا لـو نهد ســترګو اوښــــــکی وچـــی نشـــی
کــه د چـینو رګ یــی دزړه لـه ویـنو وینهوصال یی ږوند هجران یی مـرګ ده
ځـکه شـپی ورځی می په مرګ حسابو مهدوســـتی یــی رمــــزدی د شـمنی وه
چـــه یـی بیلتون چــاړه په غــاړه غــړومهمــینه مــو زمـازړ ګی کی رنځ شـوه
پـردی وطــن کـی به می څوک دوا کوینهســـتا سـو دیــدن بانـــدی به روغ شم
کــه بسمل زړه د ځلکد ن په حال کی وینهدږونــــــد نـاخــوالــو کــړم تــرووره
چـــه لـه قــــلم نه پــو ټــوم دزړه رازونــهدزړه بلبــــل بــه ولــــی نـه مـــــری
چـــه پـه تـــویون شی دځوانی د بڼ ګلو نهدپښـــتنوزامــــــن یـــــــــی مړه کړل
خــد ایه امـریکن لـره ته ورکړه شکستونه
دی ســوات دری تــه مـی زړه بـد ده
چـی پاکـستان یی په کـوروبل کړه اورونه
دی اســــــلام نــوم باکستــان بــد کـه
چی دی دښمن لاس کی یی کیښوده لاسونهدمـسافــــــرود ی خـــدای مــل شـــی
دخــپل وطــن پـه یاد به تـل وایی شعرونه
{/slide}{slide=پسرلی ته هرکلی}
هــرکله راځـه ای پـسرلیه زړه خــون آب یومــونګ
سـروویـنوکی لامبوتـه بـه وایـی چـه ګلاب یـومونګستــــا ښــکلا وګـلان وبـلبلان بـــه څــنګه وسـتا یــو
کـله چـه بی جـرمـه تاکـی نن خــانه خراب یـومونګمــــه ســـنګاروه زمـــونګه غــــرونه دښــمنا نــو ته
زمـونګه پـه قبروګلان ډولی کـه ټول تراب یومونګراشــــــه پـــه زرګـــونـوشــهیدانــوبــا نــــدی وږاړه
وُګوره په خاوروکی ارمانجن په زړه کباب یومونګســـتا د سـبا ســتوری راخـــتوتـــه انتـــظارکــــی وه
تورو وریځوپټ که ستاپه لمرکی نڼ سراب یومونګمــه راځــه طـوفان سـره زمـوږکلـی ټــول وران دی
څـیری ګریوانونه پــــه نړی کـی په هرباب یومونګتـــــه دپــښتونــخوا په دنــګوغــروکی سـیلانی راشه
هــره دره ګـــوره چـه آخستی خــړسیلاب یــومونګســتاطــوطـیان آزاد دی نــه حـــدوداونـه قـــیودلـری
هـر ډول نـغمـوتــه یــی لاسـونــوکی رباب یـومونګزمــاغــوندی زخـمی(عـلی خان)ډیرسـتاانتظـارلـری
راشـه بــد بـخـتیـولاهــوکـړی پــه دریــاب یـومونګ
{/slide}{slide=پتمن افغان}
زړو کــی مورنځونه تــه دچــا درنځ درمـان شولې
څنګه به موهیرشې چـی زموږ دزړوارمان شولېډ یرخلک یوروپ کی خپل ادب واخلاق هیرکاندی
تـه بـه پـه ( پولنډ ) کـی هــم پتمن پاتې افغان شولېتا پـــردې وطن کـــی دوطن دودونـــــه وسا تـــــل
پــورتـــه دپښتون غږ دیـورپ په شنه اسمان شولېســـرد دپښـــتو لاره کــی لاس کـی تـل نــیولـی وُه
له هرډښمن دهغې سره به ته لاس په ګریوان شولېتا بــــه پـــه پـورپ مــا افـریقا کی بـه غوښتل کول
دریــغه زه دپـــریښــود مه تــه رانــــه روان شولېلــوی هدف موداوه چی پښتون به نور یوموټی شې
ټــولـوبه غوږ کیښود چی به ته ورته ګویان شولېتــاورتـه پـــه زړوکی ویدې هیلې را ږوندی کړلې
هـرځـای کی پښتون وه په پښتوبـه چـی ویان شولېهــغـــه اد بیات چـــی دپښتون شعـــور ویــده ساتې
هـــــیربــه شې چی تـه نـوی ادب ورته بیان شولېنـــوربـــه پښتانــه خــپله پښتوباندی لوستل غواړې
ټـول پـه دِې پوهیږې چی حقیقت ورته عیان شولېنــــن بــه دپښــتو او دپښــتون بـــه درنــاوی وُشـې
تــــه چی ددښـــمن پــه مخکی تــوره دامــان شولېښکلې دپښــــتو پَـــزه بـــه هـرمحفل کـی دنـګه وې
ته یی چی په سپين مخ دادب ښکلی پیزوان شــولېهــــرپښـــتون بــــه ستا پـه ادبې لیکنو ویــاړ کوې
تــــه چی دپښـــتون او دپښـــتو ادب جــانــان شولېهــــــرتکړه لیکوال تــه دې تــکړه قلـم وروښـــودو
هرځای چی ترغاړه پښتونوالې کی ځــوانان شولېتاپـــوسې بابا بابابـــه هـــرځـــای کــې نــارې وهې
هـره ښوونځۍ کی مخ ورښکل چی ماشومان شولېستا د پښــتونوالې زړه رحمی نوروتـه درس به وې
هـــرکلی کـــوڅــه کی لاس پــه سربه یتیمان شولېستا نـــــــوم بـــــه دپـیغلـوپـه جالـدارو بانـدې ولیـکو
ځکــه تـــه پښــتوبـاندې مین وې ترې قـربان شولېنـــربـــه شې مـیــړه بـه شې که ستاپه لاره پل کیدې
ته چی په خپل ټینک ایمان پښتون شولې پټان شولېزمـــوږه پښـــتونــخــوابــه ستاپه ګڼه ګونه ډ که وې
تــــه یی چـــی پـه غرواو په دروکی ارمـغان شولېستـاورور(علی خـان)بـــه تــل لـه تـاســره وفـا لرې
تــه چــی دالله دربـارتـه زيــړمخ ګـل خـندان شـولې
{/slide}{slide=تقدیر}
ګــــډ وډ تقـــد یــرمــی سـمــوَلـی نشـــــــــم
چــــه هیــــڅ تــد بــیـرورتــه نـیـولی نــشمدابــه دپــاک الــلـــه رضــاوی داســـــــــــی
چــــه ورنــه خــپـل ســـــر غـــړولـی نــشمږوندون مـی جوړ پول صراط په مـــخــکی
پـــه لـــوڅـو سـتر کـــو پـری ورتـللی نــشمدچـــا د خـــال پـــه میـخ د زلفــو پــه تــــار
نــــسـیـب تـــړلــی خـــلا صـــید لــی نـــشمدمـــینی اور مــی پــه زړه پټ ســــــوزوی
بـــل څــــوک لـــه ځـان سره سـوزلی نــشمسترګی می سـری شی رانه خوب وغواړی
خــیـال پـکشــی اغـــزی زې پـټــولـی نــشمد غــــم سلګیوکـــی نـــادان زړه ډوب شــی
د غـــــم تســـل پـــــه غــــــم کـــولــی نــشمچــه د وصـــال ګــــړی لـه چــــا ســـره وم
اوس یــــې بــیـلـتـون کــی هـیـرولــی نــشمچــه بـــه پـرون راتــه خـنـــد ل زمــانـــــی
نــــن یــــی ږړا نــــه درولــــــــــی نــشمد اســمان ستـــورو مـــو پـه منځ کـی نـڅـل
ځــــکــه د شــپــی ورتـــــه کـتـلـــــی نــشمو صـال مـی ولـی پـــه هـجــران بــدل شـو
ولــــی دا اوښـــکـــی پـــا کــــولــی نــشمد ګـــرانو میــنـه مــی غـــیاب کـی وږ نـی
کـــه پـــه حـــضــوروی لـیـــد لــــی نــشمهـغـوی زمـاد ږونـد کـی باقـی و پـانــی دی
چـــی یـی هـیـڅـکـلـه پــــر یشــو دلی نــشمهـــغــوی مـی وینـــه د بــد ن رګــو کـــــی
بــی لـــه هــغــوی نـــه پــا یـی دلــی نـــشمرشــتــیــا چــه ډیــره بـی غـــوری راغلـله
چــــه یـــی لــه حــالـه خـبـر یـــد لـی نــشمربـــه د یــد ن د هــغــوی تــانــه غـــــواړم
چـــه لـــه بـل چــانـه یــی غـو شــتلی نــشمکــه چــیــری ستـا رضــاوی زمــا رضـاده
د بــــل چـــا کـــــړل وُ وړل مـنـلـــی نــشمد (صــافــی) زړه کــی د چـا مینه اور شوه
تـــورســـوی رنـګ نـه یــی پـوښـتلی نــشم
{/slide}{slide=دوکی مه راکوه }
چــی مــینه پـکښی نـوی سـری غــونـچی مه راکـوه
دیــــد ن چــی پــکښی نــوی پیمانـی مـه راکــوهځـــــانګودمـحبت کــی مـی په وروورو ویــده پــریده
کـــــه ټـــال دزلـفـو نــوی نــو ټیلـی مـه راکـوهســـــاقـی لــره دی وایــه چـی دمـینی پـیالــه راکـی
زه نـــه یـم شر اب خــورنوری پـیالی مه راکـوهلـــه تاسـره پـه وچــه ډوډی خـوښ یمه چــی کــینم
بــــی مــینی د دنـــیا ټــولـی خــوږی مـه راکـوهبـــــورایم ســــتادمینی پــه بـڼونوکـی خــوشحال یـم
بـــــی مـــینی سـره ګلان وسری دستی مه راکوهچـی مینه کـی دی ډوب شمه شـعــرونه خـــوښومـه
پــــه نـــــورو مجـــالاتــوکــی ټـپـــی مـه راکــوهدمــینی پــه نکلونـواوکیسووبـانـدی مـی مـــوړ کـه
دی ګـــــیډی غــم می مه کــوه ګولــی مه راکـوهســـتا مـینه مـی دســترګـــوپه ډنـــډونـوکی څـپی ده
څــــپی مــی ډوبــوی بـــس ده غـــوټی مه راکوهدســـترګـــوجام دی راکـه دی دید ن تــږی ولاړیــم
بـــــاڼـودی زړه په ســـربانــدی نیـزی مه راکـوهداتــوری سترګی بـل خـواکه نـورماته کتل مه کـړه
ستــــامینه کــی مــجنون یــم اشــاری مه راکــوهکــه زړه کـی راله چـل لری بـیاوُوایه چـــه پـــوشم
پــــه ښـکلی خـوله خـبری دی خـوږی مه راکوهکــه غـواړی دیـدن وکی نـوراځه روسـتی دیـدن ده
نـــــور پـریده په دروغــوکی وعــدی مه راکـوهیــا پـریده چـی زړه تم کمه که څه هـم نه صبریږی
یــا نـاز ونــــخری مـــه کــوه دوکــی مـه راکـوهداخـــل مـی پـه هــوایی ډګردی مـینی دی دنــیا کـه
کــه نـــه تـــش ټـکـټوبـاندی هــــوکی مه راکــوهکـه شـعرد(عـلی خان)ده خــومـطلب دبــل انسان ده
چـــه وایـــی نـــور د دروغـــواجازی مه راکـوه
{/slide}{slide=وګوره چی څه وشو }
دبورازړه به زخـمی وی،څوچی څوکی دی ا زغووی
دی مـین زړه بــه زخمی وی،څـوچی څـوکی دبــڼوویطـبیبانــولــــره نــه ځی،خــوښــونـکی دی بــید یـاوی
څــوک چی تـوری سترګی واخلی،تل په فکردرنجوویتـــورباڼــــوچی لــکه غـیسی،دمــــین پـه زړه راوری
نــوردسرپروابه څه وی،پاس جی لک په سرونیزوویســـرپه لاس کـی وی نــیولی،پـه اورونـوکی تاویـږی
لـیونی دمـرګ په عشق کـی،څوچی ډزی د ی توپوویدی وطـن سپیرو کـوڅـوکی،یتیـمان وکـونــډی ګوری
کـوریی سـرباندی ورانیږی،پــری باران جوړدګولوویدوطــن فضـا تــه ګــوری،پـــه دودونــــوخــړه پــــړه
بـــبرســـرلــیونــی زغـــلی،هــرخـوا غـږد طــیارووینـه پوهیږی شهیدان وی،که ځوانان په خوب ویده وی
پـــه ســروویــنولمـبـید لــی،ګـوډ ومـات پـه راکـټو ویغــواړی یـو لحظـه ارام شـی،نا ارامه کلی و کـورکی
خـوافـسوس هــره کوڅه کی،تورماتـم جوړپه کورووییـوپه لاروکی اعـدام شی، بـــل اولاد سـره به کورکی
څـوک روان مـیدان دمـرګ ته،زنځیرونـه پـه لاسووید چـامخ بانـدی پـوړنی،رڼـاورځ پــری تـوره شپه وی
تـربیابانه بــوول کـیږی، نوریی ږوند په لنډ یـــد وویتـوروخونوکی ټیله شی چی،نه ځان وینی نه بل څوک
نـیمه شپه یی بـدن ووځی،غاړی پـری یی پـه چـړوویهـــرسهارلـه کـوره ووځــی، کـورنی په امید پـریـدی
تـــورماشـام وی شهید شـوی،غـم یی جوړپه اولادوویروغ ږونـدی وی تـری تم شی،کورنی ورپُسی ګرڅی
نـه اوبـازوی نـه چـل بازوی،لاهـــوشــوی پـه اوبوویبـی ګـناه وی بـی چـاره وی، د بـل چـا لپـاره مـړشـی
غـلام شـوی د چـل بازوی، یاخـرڅ شــوی پـه پیسوویبـدبختی ده بی عـلمی ده،خـودخواهی ده ځـان ځانی ده
هـریوغـواړی چی بادارشی سپوردبل چا پـــه اوږووی
هـرانسان په دی ارزووی،چـی یی ګران وطن ابادشی
نـوبیا ولی خـرابی ده ،چـی یوبل بــوخت په جـګړوویمونګه ټـــول مسلمانان یــو،خـپل وطن څخه قربان یـو
کـه مـزدورڅوک دی کافرشی خودپه خودبه په وتوویداسـلام قانـون شــوری ده ،او : (مـن این لک هذا ؟ )
شرق وغـرب له ډیرپه خوانه،له اسلام نه په آخستوویحـکمتونه پـه دنیاکی،ورځ پـه ورځ تـرخپووی لانـدی
مشری د(میرویس خان)به،اوس نږدی چی په راتلوویځکه حـق دټولوخلکو، دی وطــن غـم کی شـریک شی
کـوم رهبـرچی دوی وغــواړی په رضاوپه مشوروویچـه په د ډول نظـام کـی،خــلک ټـول به حـاکمان وی
نه حاکم نه به محکوم وی، مخ په وراندی به په تلوویدافــغان رو ښـان تـاریخ تـه نــړی ټـوله اعـتراف کړی
که شرقیان وی که غربیان وی دلته ټـول په ماتیـدوویلــه (ســکندره)تــر(چـنګیزه)لـه(روسـانو)تر(انګریزه)
هـــــــردښـــمن دی ازادیــو،دلـته مـات وپــه ګـونډووی
هــرظالم هــریرغـمل،کـه په ټـول جهان لاس بــرشـی
دافـغان پـه پاکـه خـاوره ،کـــی یـی ســرپـه کوږیدوویکــه افــریقانه بـیاترهـنده،په نـړی کی شـی ســرلوړی
ږمـونګ په ګرانه پښتونخواکی،به یــی سرپه ټیټیدوویکــه دنیاکې تــرخپولانـــدی،اودمـرګ ویـره یـی نــوی
زمـونګ هیواد شی ورته قــــبرظالمــان پـه خښیدوویدی (خـــیبر)ســـرلـوړی غــرونه،تاتــری وکــنډوونـه
زموږ بــرم وشها مت دی،هـــره خــــواچی په لیدوویدغــــــلیم تـــوپ وټــا نکو نــه،الـــوتکی وراکــــټونـه
پــه غــوزنګ دی افغانانو ســرنـسکوره پــه لـویدوویدی تــاریخ آینه راواخـــله،دی ســـکندرآسـپی وګــوره
د سا لنګ دی رود له شـــو ره بی مودی په لنګیدوویانـګریـزان چــه تاریخ لـولی،پاڼـی لوندی په ږواکـړی
د(خیبر)دری تباه کـــړل،چــی هـــرخــوا په تښتیدوویپـــه سـلګونوپه زرګـونو،شــرمنده بـی پتی مړه شـول
څوک د خاروچـونجی وخوری څوک دسپیودخوړووی
امـــریکا ویـتنام کــړه ماته،وروسـیه افغان کــړه مـاته
هــــریوغــټ بـه شـــرمنده وی معتدی چی پـه وړوویهــرملت چــی په دنــیاکی،کـه وړوکـی وی پـه حــجم
خـوهـمت بــه یــی دښـمن تـه،تـــرهــرڅه په لـویدوویپـــــه ایــــمان او قـــربانــیو،مـــلتونه کـامـیابـــــــیږی
ځــکه زورنه په پـیسووی،نه په رنګ رنګ اسلـحوویټــــول وطــن زمـوږوران شـو،چه یوبل سـره جـداشو
زمــونګ وران کـوربه یوازی دوحدت په جـوړیدووینـورراځـی چـه سـره یـوشـو،لـه تاریـخ نـه وشـرمـیږو
عـیب وعـارچه ورته ګورو،ګران وطـن په ورانیدوویدښمنانــووطن اورکه ،زمـونګه کــوریی را ته ګورکه
پـیـښـورپـــه پښتــــون ږاړی ،چـی یـوبل پـه بـیلیدوویګران وطن زمونګ ګلشن ده،مونګ دښکلی بڼ ګلان یو
ښـکلی باغ مــوخــرابـیږی،چی هــرګل پـــه تــویدوویوطنوال څــوک بلبلان شـول،په مړوګلـــوپوسی ږاړی
څــوک وطـن پـریدی بهرشی،زړونه ډک په ارمانووی
خدایه زموږوطـن ودان کړه،تری تباټول دښمنان کــړه
پـه مـونګ تــوره شـپه رڼاکـره سـباون بـه پـه خـتوویزه(علی خان)به په لیبیا کی،هره ورځ له خدایه غواړم
چــی ظلمونـه اوبـد بختی بــه، دوطــن پــه خــتمیدووی
{/slide}{slide=دپرد یس قبر }
نـه پتنګ ترینی زاریــږی،نه بلبل کـړی پری اوازونه
نه ډیـــوی ورباندی بلـی،نه خپاره پــری ســره ګلــونهنـه یی قـبرته څوک ګوری،نه تپوس یی دهـویت کړی
ځی وراځی به پــری دپاسه،ږدی په ســـریی قـد مـونهپـسرلـی پـری ورحمیږی،قبرشیـن یی په شنیلی کـړی
په سره اوړی کی ښکاریږی،سپری خـاری خړګردونهنـه لـوحه پـری دی تاریخ وی،نه په سردی لـحـد تیږه
دپــردیــس قـــبر معـلوم وی،کـه ږرګـونـه وی قـبرونهنـه یـی ونه په سـرشنه شی،نه جـنډی وی پـری ولاړه
نه ګـومبزه وی پـری جـوړه،نـه پری بل شی چراغونهنـه پــری جــوړی بـه مـیلی وی،نــه وعــدی د مینا نو
نـه دپـــیغـلوامـید ونــه،نــه زانــګـو نــه یــــی ټــالــونهنـه لــکړی پــری ولاړی،نــه کـچکـول دی مـلـنګا نـو
نه چارپیره پری راتاوشی،نـه پری کیدی څوک نذرونه
تـوروخـاورولانـدی پـروت وی،ورسـره دوطـن مــینه
ارمـانجن پـه تـرهـغـه وی،څـوچـه خاوری شی هـډونهپــروانشته (علی خـانه)،مــونګه ټــول پـه دی دنـیاکی
میلمانه یـواخـربه درومو،که هـرځای مـو وی کـورونه
{/slide}{slide=راځه وطن له لاړشو }
پردی وطن کی مسافـره بی پیـشن بـه مـړشی
دپــښتونـخوادښکلو غرونوبــی ګلشن به مړشیڅوبه سیټوکی په څوکیوپورته پورته غورځی
ګیډه وکــلمی د شوی خرابه ارمانجن به مړشیله بنغازی نه ترخروبی هــره ورځ روان یـی
سټړی ستومانه په دنیا پوسی غـمجن به مړشی (1)څوبه دی ښځه بی میړه اولادبی پـلاره اوسـی
وعدی ورلیږی چه درځمه دروغجن به مړشیهـمیش لـه ږوند نه نارازی کـوی هـمت نکوی
خـوشحاله ځـان دی خـفـه کړی ګلمن به مړشیپښتودی ټـولـه عـربی وانګــریزی شــوه درنه
دی اولادږبه دی پردی شوله دردمـن به مړشیدپـلارومـورپه ږبـه لیک ولوست کــولی نشی
دی شرم ځای ده غلامیوکی خوږمن بـه مړشی
د(علی خان)خبری واوره نوروطـن له دُرومه
پردی وطن کی خدای خبرده بی کفن به مړشی
{/slide}{slide=دخدای په لاره کی }
لاری لاری ځـــوانـان روان د خــدای پـه لاره وینـم
ســـرونـه ایــښی پـــه لاســوکـی رب د پــا ره وینم
لـــه اولادونــه رخـــصتونه هــــــرسبـــاچـــه اخــلــی
دی جـنګ میدان نـه سـره کـټونه هـربیګا چه اخلی
هرمجاهد روان دی پاک خــدای تـردرباره وینملــوری و زامن چـه یــتیمان دی خـدای لپاره پـــریدی
لـری ونـږدی زړونـه پـه ځان پوسی بیماره پریدی
په خدای رسول باندی مین ږوند نه بیزاره وینمدی خــدای په لارکـی چه فـدا شی کـوم حـساب نـلری
ټــول ابــدی ږونــد بــه آبـادوی هـیڅ خـراب نلری
په دنیا مړپه عرش دخدای کی یی نامـداره وینمدی مــسلمان لپـــــاره دوه لاری اللــه ټــاکـلــــــــــــی
یـــــا شــــهاد ت یــا انتـــصا رده چــه الـله ویـلـــی
په هـره لارکی مسلمان ورور برخـورداره وینمدخـدای لـپاره چـه ســرورکی نـورارمـان به څـه وی
تردینه بـل څـه په دنیاکــی ټینګ ایمان بــه څه وی
په لـــوی اســلام بانـدی مین تـل نا قــراره وینمدپـاک اللـه پــــرښتی ټـــــولـی پــری رحــمت اوروی
څوک چـه دحق په پاکه لاره کی خپل ځان ورکوی
ټولـــو قـــبروکـــی دشـهـید جـنډی مـختـاره وینمخــپل مـسلمان وروڼـه ګـولیو بانــدی مــه مـړه کــوی
قاتل مقتول ځان دی دوزخ په اورکی مه غورځوی
دشیطانی غـرورلارهـروخت کـی مـرداره وینمپـه خـدای رسـول چه شـی راټـول مـسلما نان د دنیا
لاس بــه یـی بـرپـه هــردښمن وهـرطوفان د دنیا
داسـی یوالـی تـه(علی خـان)پـــه انـتــــظاره وینم
{/slide}{slide=نا دا ن}
کــه خـان وی که سلطان وی په د نیا کی هــرمغـرور
روان وی نــاست یـی نـشی دنــیا دارده دی مــروردی مـرګ له ورځــی چـیرته بله ورځ به ترخه مومی
نــا دان یـی کــه دنــیا څـخه اومــید کـی دی سروردی مــرګ ستنه بــه واخـلی هـــربیمارپه دی دنـیاکـی
کــه هـیخ نـوی چــیچلی پـه ټــول عـمرکی زنــبورشــرین بــدن مـودرومی نه موتوان شی نه موزورشی
هـــرلورته حـیران پـاتی یــوپه هـر څـه کی تـر ؤرلـــه ځـان ســره بـه یـــوکـفن تــرتـوروخـاورویــوسی
کــه خـان که امــپراطـوروی یافـقیروی په دارفـور(1)دی مــر ګ ورځ حـکیمانوتـه عـبرت ده (عـلی خـانه)
کـــم عـقـلو نـا دا نا نــــوتـه داورځ بـابـا ســــامپور(2)
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
1 / دارفور: دسودان په شمال کی یو بی وزله خوار ځای ده .
2/ باباسامپور: دماشومانو دلوبو پروګرام ده.
{/slide}{slide=دیرس کلونه به لیبیاکی}
دا د یــرس کـلوکی پـوشوم چی پردی وطن خپل نشی
که ټول عـمر بهروی څـوک ټاټوبی یی بـل نه شیلـه کـور څخه تـرګـوره د وطن ګرانښت په زړه کـی
بـــاوروکـړی یـارانـو په هـیڅ شـی به بــدل نه شی(لـیبیا) دی نــړی تــاج ده په غـیرت وپـه اخـلاق کـی
خــوګـرانی پښتونـخـوا ته دی هیچا رسیـدل نه شیدهـــری ورځـی پـای کــی د (لـوګر) دره را یـاد شـی
دا ټـــولــه (افـریـقـا) بــه بــرابـره (کا بـل) نه شیفــلمونـه د (الاسـکا) پـه واورو ډک په (بـنغازی) کـی
ښکلا یی رسیــد لی دسا لنــګ تــر ځنـګل نه شیپــه خیال کی چـه رایا د شی د (پښتون) دغــروسرونه
غـونډ یو غوندی غروته په صحرا کی کتل نه شیتـورپوستی اوسـپین پـوسـتی افـریقاکی ښـکلی نـجـونه
هیڅ وخت کی رسیدی دی پښتنی تراوربـل نه شیشــفا بـه دی وطــن پـه باد نـاروغـه (علـی خان) شـم
بی بوټودی(خیبر) نه می په نـورڅه درمل نـه شی
{/slide}{slide=په هرکورکی شهید}
بـــاران درا کــــټونــو پــه کــابـل بـانـــــدی اوریــږی
په هــرکــورکی شهید وی پـه ســروویـنوکی لمبیږیپــه د فـــکرکـــی نـه یـوچــــه کابـل څـنګـه ابــــادکــو
کـــورونـــه ودکانـــونـــه کـــنډوالــوبــانــدی بد لیږیکابـــــل دی ښـــایسته افغـــانستان دغـــرونــــوزړه ده
دی ږوند هیله به څه وی چه دی ږړه خونه ورانیږیکابـــل کـی دی(انـګریـزانو)(وروسـانو)بـرم مـات شو
نن برم دی کابــل دی چـا پـــه لاس ده چــه مـا تیږیکابــــل دی افـــــغـانانـــو کــــرامـت وشـــــــرافـت ده
بیـاولــی دغـه دواړه تـر پښو ږمــونګ لانـدی کیږیمــوږځان تــه افـغانان وا یــو دی افـسوس خــبره داده
شرف دی افغانیت مـوخـود خـوا هـیو نـه شـر میږیتــاریخ مـود سـقاوپه زوی دی غــله صــفت ورایښـی
اوس هرقومندان ګوره د (سقاو) زوی تری جوړیږی
دی خــدای اودرسـول کتـاب څــوکی بانــدی بـدل شو
برباد نــوم د جهاد شـوخپـل پـردی ورتـه حیرانیږیراځـــی چـــه لــږ د پـاک اللـه عــذاب نـه ؤویـریـږو
تــرڅــوبـه بــی ګنـاه وینی پــه هــرکـورکـی تـویږید لــوی څـښتن کتــاب کـی بـی ګـناه وږل حـــرام دی
بیا څنـګه مسلمان وی چـه پـه خپـل دیـن نـه پوهیږیکابــله خـــفـه مـه شـه تابـه خــدا ی راتـه ودان کــړی
تاریخ چه (علی خان)ګوری تاکی هرزورګیرماتیږی
{/slide}{slide=غدار روزګار }
داچـــه زړه راتــه نـن بیـا پـه ګیـلـو ســــرده
څومره ډیرډیرداغـدارروزګارپه عذاب کــړمچـــه می ستــر ګـی له خـوبـونـوپـورته نشی
ناکـــــردیــــــوددنیــا فکـــر خـــــــراب کـړم
دهــجران په چـړوسترګـی مـی زخمـــی دی
دی زخـمو د بـا ســه څنګـه لـوڅ کتاب ګـړمهیـڅ پـری نه پوهـیږم ځـان مـی اوبه کــیږی
دیا رغـم ده او که اور چــه یـی کبــاب کــړمدی وصال غــوښتل چه نه پری پوره کـیږی
څه فایده که خپلی اوښکی زړه خون اب کړمشـراب خورنـه یـم چـه غـم به رانه هیرشــی
کـله خیال کی چه پـه خوله جام د شراب کړمپــه خیالــو کــی شـر ا بیـا نــوســره کښیــنم
کـه یـوه لحظه مـی هیر خــطأ و صواب کړمربــه تـا راتــه پــه زړه کـــی میـنه را کــړه
چــه دباک نــه په اوبـال نـه پـه محراب کړمدیـار مـخ دی راتــه زمــا د زړه کعــبه کــه
بـــیا بــه څنګه ترمـکی پـــوری طـواب کړمخـوبــرویـان دراتـه ګـل زه د بلـبل کـــــــړم
چــه داخـل دی د ګلشن پـه ښکلی اداب کـړمدیــار میــــنه دنغمـــی وتــرانــی کـــــــــړی
بیـا د زه ورتـه مطــرب پــه لاس ربـاب کړماوس کـه زه تــری بـی وفـا شم انصـاف نـده
بیـابه څنګـه ورتـه سؤال څنکـه ځواب کـړمدپښتـــون د ږونـد قـاموس کــی غـدر نشـتـه
زه(عـلی خان)بـه څنګه دا قانون خراب کـړم
{/slide}{slide= نه ستا ینه نه کنځا }
نـه مــداح یـم نه کنځا چـا تـــــه کــومـه
داسـی نــه ده چـه قــدرت یی نه لرمهپـه تشبه باندی تـــرهرچه ښه پـــوهیږم
پـه رښـتیا سره که وصف کی ووینمهدامــجـازاواستــــعاره او بــدیـع ټـــــول
که وغـواړم په یوبیت کی یی راوړمهمــګرزمـا شـعـردازاده ږونــد نــیلی ده
چـه دهـیڅ فن په زنځیر یـی نه تـرمهزه پـــخپله دازاد ږونــدون کــجـیر یــم
د غـلام طوطی پـیـښې نه خـو ښو مهکـــوم شـاعــرچه دازادی سندری وایی
هــرکـلی بـه یـی په هـرمحفــل کـومهدشـپونـکی دبین نـغمی اسـراردزړه دی
چـــه دمینـی رازونـیاز پـکښی سـاتمهکــه بلـبل ده کـه بــوراده کــه پـتنګ ده
رمـــزد مـینی یـــی د هـر شاعـر ګڼه
کــه بڼونـه که ګـلان دی کـه ډیـوی دی
د شــاعردتـصویــرخونی یی شمیرمهپاشـایان ودرویشان می که یاران شــی
زه مـجلس دې درویشانــو خـو ښـومهنـه دنیا او نه منصب له چانــه غــواړم
نـه وجـدان او نه شـعرونه خرڅــومهکه می ولــولی شعرونه او پـری پوشی
تـــرمـــقام د انسانـــیت یـــی رسـومهداوبامـااوعلی خان تـرمـنځ ډیرفـرق ده
هـــغه وږنی پـښـتا نه زه یـی ستایمه
{/slide}{slide=یا د و نه }
نــن راتــه بیـا غــرونـه رغــونــه یاد شـی
چه رنـګا رنګ ښکلی دښـتونه یاد شـیدمـــازدیـــګرد لمــــردښـــکلـــو وړانـــګو
لــــه کــړنګـونــه تنــا بـــونـه یـــاد شیچـــــه پــــه ګـلانـــو لـوڅی پـوڅی کــوی
دپــسرلــی نـــری بــادونــــه یــــاد شـید سبــــــا ون د ګلـــــو مـــخ چــه مینځــی
نــری نــری پــاک بـا را نـونه یا د شیلــــه تــــا تــــرو د ګـــــړنـجـا نـــــیو اواز
د مــیږو وریـو ګـــډ غــږونـه یا د شـیچـــه پوری وو ری ا تــڼو نه وی پـــــری
مـیلی پــری جـوړی ګـودرونه یا د شید شپو نـــکی دروی ســره نیـــمو شپو کی
د زخــمی زړو نــــو اوازونــه یاد شـی
دپښـتــــنو پیــــغــلو منــــګی پــــــه اوږو
پــلـو نـیو لـــی سـپـین مــخو نه یاد شیچــــه هــر ګـهیځ بــه لاس په نـام ولاړ وه
د لا لـه خــوله کـی شـبنمو نه یا د شیچــــه ارمــغـان بــه مـی اشــنا تـه لـــیـږل
پـــه تــورو زلـفـوکـی ګــلـونـه یا د شیچـــه زرین شـال به یی په مـخ راخـپورکه
کــاږه کتـــل یــی پـه زر کـو نه یاد شید یــــدن یــی نــغښتی تــبرک په لاس کـی
پـه لــوړوغــروکی زیارتــونـه یا د شید تـــیرږوندون ایری د ږړه خـوږلـن شـی
چـه مـی دتورمـا ښـام اورونـه یا د شید څـــا په غــــا ړه ښـکلو ســتورولا نــدی
د کـــورنـی مـی مـجـلسـونـــه یـا د شیفــکر د خـیال پـه نـــیلی سپـــور روان شی
کومــه لـحظه چـه دیـد نـــونـه یا د شی
زړه بـه په صـبر بـا نـدی څــنګه تـــم شی
که ور تـه صـبر ټو ل کلو نـه یا د شیزړه لــه په لـیک بانــدی تســـل ور کـــوم
تـر خـارو لا نـدی چه مخو نـه یا د شیکـــو مه لحـظه چـه را تـه یا د شی وطــن
د زخـمی زړونــو پـریـا دونـه یا د شـیکــه هــیردل وای زه به هــــم پــه ارام وم
مـګـرافـسوس چـه تیرعــمرونه یاد شیپـــو شــو م ځـوانی لیونــیتوب ده دځـــوان
چـه پـه تیروخـت یی ارزښتونه یاد شیلـــــه وړکتـــــوب نـه تـــر دا نــنه پــوری
د ږونـد تـرخه وخواږه اړخونه یاد شید ستـــرګــــورپ د وړکـــتوب نــــړی نـه
د تـورو شـپو کبسی و نکلو نه یا د شید بــــوډایی ږوند می کــه ښه لــوحه شـی
ز مـا د ځـوا نی به کی داغـونه یاد شی
ار مــــان به څـنکه د ځــو انی پـــوره شی
چـه د پـردی هـیواد ظلـمو نـه یـا د شید زړه بـلبل مـــــی پـه ســـند رو ســرشـی
چـه یـی د خپل هیواد با غـونـه یا د شیلیبیا کــی دنــګی مـا ڼـی اور شـــی را تـه
د بـښـنـوتـو چۍ وران کورونه یا د شیښــکلی بـا ز ارکـــی ړزه خـفـه روا ن یـم
چـه د هیواد خواربـا زا رونــه یا د شیزړ ګــی مــی ږوند دعـدا لـت وغـــوا ړی
چـه یو پر بل مـو یــر غـلو نه یا د شیچــه خـا ک انــدا زیـی د(کـابل) دریاب ده
دی ښــا روالی ډیرخیا نتو نــه یا د شیمــــخ پـه سـقوط دافغـا نستا ن فابـــریــکی
چــه د هـند وانــو دوکا نــو نـه یـاد شیخــــان به تـاپته د وطــن څنګه آغونــدی
چه خـارجی پـریمان رختـونـه یا د شی
پـــردی زمــــوږ د خـاری چــه پروا کړی
هـند کی زمـونګ زرولعـلونـه یا د شیزمـــــونګ د پښتـو د ثقـــا فت دښـمن دی
چـــه ثقا فــــی استـعمـار و نـه یا د شید هـــغه قـوم ږ بـه پـه مـــړو حــساب وی
چــه یـی په بله خپل لیکـو نـه یـا د شیزمــــــــــو ږ ادیبــــا نـــو تـه مننه نـــشه
چـه یـی پر دو ته خــد مـتو نه یا د شیزمـــــونګ زرین تــاریخ د بل په نـــوم ده
د اد یبـانــو کــه نـــو مــو نــه یا د شـی(ابــو مســلم) و (فــارا بـی )خــو پـر یــده
پـه هـــر عا لم د بل نو مو نــه یا د شی(ابــن ســینا)و(ابـــو ریحان)عــرب شــول
اوس پـه(جمال)کی هم شکونــه یاد شیزمــــونګ بـه روح قــــبر کـی و نــڅیږی
کـه پـه نــړی مـو کتـا بــو نـــه یاد شی
خــــــاری د خــوا رو پـښـتـنو پــه سر دی
چـه یی په لاس کی لورلوونـــه یاد شید پـښتنو ږبــه مــــو ټو ټی ټــو ټـی شـــوه
د خـپل پردی پری ګذا رو نـــه یاد شیپـښتـو د ټــــــــــول افـغا نـستان ږ بــــه ده
کـه مو په غاړوما ت یوغـــونه یاد شیپـښتون نـه ویښ شه درته وایی(علی خان)
ستا پـه کلتور بـانـد ی بنـد ونـه یاد شی
{/slide}{slide= الهی }
چـه وصال د کـه پــیدا نــو بیا هـجران څه
چه بیلتون د که منځ غـړی بیایا ران څه؟چه یی ډ یر ځله خفه لږ یی خــوشحال کی
دایـــوه لـحظـه بهــــاروډیـــرخــزان څه؟چه بد ن په اور دمینی ســوی سکور کـی
بیا په خـاورواو ایـرو بـاندی باران څه؟چه د ناز د ځا ی مـحل یی ورته وران کی
که نور سل ورته ودان کـی داودان څه؟چه له غــیږو د خواخوږو نــه یـی بیل کی
که بخشش ورته د نیا کـی نو جـهان څه؟کـــه عـــدم ده کـــه وجــود کــه محـبت ده
پــه دی ټولو کی از مو ینه د انســان څه؟چـــه تر مینی پوری ازاد ر سیــــدی نشی
دا بـی ازاده ږوند په مینه کی بند یان څه؟چه یی واک اختیاردبل په لاس کی ورشی
نـور هــغه لــره مفهوم دږوند و ځان څه؟چــه یوه ګـړی یـی کال او کال ګـړی شـی
دا ار هــټ ددی دنیا وددی زمـــــان څه؟چـه کـوګل کی زړونه تیږه ور ته جوړشی
بیــــادهغه پوه په رحیم او دیارحما ن څه؟انسا نــی الـفـت پــه زړونـو کـی په کـارده
او کـه نـــه فـرق دانسان او دحیوان څه؟
زمــا ایمـان پـــرتـا یــوازی ستا رضــا ده
له جنت اولـــه دورخ نه د پـــر سان څه؟سـتارحـمت کـی چه داخـله(علی خان) شی
بیا غـوښتنه یی تر عرش وتراسمـان څه؟
{/slide}{slide=دپښتون اوښ ته }
ای دپښتون دږوندانه ملګری غـــوږ را ټیټ که
تـادی شــاعـردزړه دردونــه اوریـــد لـی کـه نـــه؟وا خله زمونګ دزړورازونه ټول بیدیاته یوسـه
ګـــوره داور تـــوغــونــدی هـلته لګــید لی که نه؟وایه په شا سـتاد پښــتون دســـروډولـیو کاروان
دیـــو ویشـتم قـــرن پــړاو ته رسیـــدلـی کــه نــه؟څـیری ګریوان پیوند څپلی تا سره ږوند تیروی
تـــوری کیږدی یـــی په کوروبـدلی شــوی که نـه؟د پښتنو پیغلومـحـرومـه ږوندون تـل را یـادشی
د ابـــو زی یـــی سپینوغــاړونــه لـویـد لی که نه؟هرسباون خپل سـره لاسونه ستاپه غاړه درږدی
لــکی د ګوری چه سره زرد تـویی کـړی که نـه؟شدی دمـــیږو پچی ســتا اخـلی د ږوند وســـیله
د ږونـــــد پــه نــورو وسایلـو پـوهـید لــی کـه نـه؟څـــوبــه دتـالـه سپــیروتلوســــره پلــی ګــرځی
وایـــه الـو تکی او مـــوټریــــی پــــیږندلی که نــه؟تا پښـــتو نخواکی هره خـوااوږده مږلـونه کړی
وایــه بـل څــه دی بی کـړاونه کــی لـید لی که نـه؟لـه پیښوره ترګجراته تر سیـستانــه پـــــــوری
تــاد پـښتون د ږونـد کتاب نـه څه لــوستلی کـه نـه؟دپښـتـنی بـچـی بــه څـوستاپه بــــوکام نڅـــیږی
لــوڅ وبـربڼد وی په کــالو بانـدی پټ شوی که نـه؟په لوړه ودریږه څــاروکه غـوږونه څـــک کــه
وګــوره دښتی په غـفلت ویـده ویښ شــوی کـه نـه؟پـه خپـلو ویـنو دوطـن بوټـی چه تـاله ســــــاتی
پـه وینو سـری دخـیبرترخی دی بوی کړی که نـه؟دی غلامی میخ به ترڅوپه سپګمه لک ګرځوی
په زنځیرونو ښکیل پُښی دی خلاصی شوی که نه؟ترڅوبه شخوندوهی په فکرکی به ډوب تللی یی
نـــــړی بــــد لـــه شــوله تــاورتـــه کتـلـــی که نه؟تــرڅـوبه دازاړه تر پړل په خپله شا ګــر ځوی
وایـــه اوږو بـــا ندی د نــوی درلــویـد لــی که نه؟سپـیروخــوړودی ګـیډه ټـولـه درخــرابـه کړلــه
ایا دنیاغــــوندی د ســــم خــواړه خــوړلی که نـه؟بس ده ټول ږوند دی په بـاروومنزلوکی تیرکــه
واوره د نــوی ږوند کیسې چا درته کـړی که نه؟راشه درمل دي دِ رنځونو(علی خان)نه واوره
خدازده چی نوي درمل جادرته درکړي که نه؟
{/slide}{slide=دوه مینان }
عاشــــوقـانـوته ټـول رازومینه ګــران شی
چــه ترمنځ یی غـماران وجاسوسان شـیاوښکی سترګو کـــی ولاړی یوبل ګــوری
چـه دیـواشنـا مقــــیم دی بـــل روان شـیچـــومره ښکلی منـظرجوړکاندی شاعـرته
چـه دی دواړوجـد ایـی د زړوارمـان شیسترګـی غرونه وکـنډوونـه پوسی ګـــوری
چـه دیار کـډی دسپین سهار کاروان شـیڅــوچه مینه وارزوګـانـی وی پـه زړوکـی
د ظـالم بیلتون له ویـری به چـه امان شیچــــه د ګلــو جــنازی پـه بڼ کـی ګـرځـی
لــه پریــادنــه څـنګه تـــم بـه بـلبلان شـیکــه ډیوه ښــکلو ښیـښوکـی بـندی نـــوای
څـله تاو بــه تـری چـار پـیره پتنګان شیمــینان هـم زړونــه تل وی بـه اورســـوی
چـه تــرمنځه یـی اورونـه د هـجران شی
مــینان بـــه زړه په څـه بانــدی کـی صبـر
چـه سباو بیګا پـه سترګـو کی جانان شـیکـــه یـــی زړونـه وی سـپڅلی ترهـنداری
خــود خـلکومـخکی ګــرم دوه مینان شـیکـــه یـی مینه ومـحبت ټولـوته دروغ شـی
نـوراختیاره عا شقان ږوند دی بیابان شیچـومره خوند کــوی جـونګړه پـه بیدیا کی
تری چارپیرچه رنګارنګ تازه ګلان شیهلته سـتوری سپوږمی ټول ورنه زاریږی
جــوړدمینی رازونیـاز ښکلــی جهان شیاوږدی شپی دسترګـو رپ کـی ســباکـیږی
نیکبختی ورته له ځمکی و له آسمان شیلــه نرګـس څخه دمینی درس زده کیږی
هـــرکهیځ چـه لـه شبنم سـره سکران شیچــوپه خـولـه کـی دغــوټی رازونه ګــوره
چه خنداســره یی سـم غـم دی خزان شی
ګلان ناڅی پاڅی ټول ورته سجدی کـــړی
چـه لیـدوتـه یـی ولاړدوه عـا شـــقان شیچــومره پاک محفل دی مینی دی دنــیاوی
پکښ خـوښ هـم زاهدان هم شرابیان شیپــــه لاســـوکـی ګـلاســونه ګـوتی ریـږدی
عشـق ود ین چــه دمیـــنو نـا صحان شیهـلته دومـره ډوب د مـینی په کټ پریوزی
چــه یی ویره نه لـه باد نه له طوفان شیحــقـیقی مـبنه رښـتیاچـــه وی بـــید یاکــی
چه تر قبره پوری غبرګ سـره روان شیپــه ورستـو سلګو دمـرګ کی ورتــرغاړه
کله هیره( شیر بانو) و(یوسف خا ن) شیپاکــه مـینه یـی دزړو وریښمین لـباس وی
پـــه ظاهــــر کـه ملنګان او لــیونیان شیعـــا شقان چـه یو تربـله سـر قـربان کـړی
ترینی زارد ټول شعرونه د(علی خان)شی
{/slide}{slide=لنډه کوڅه}
تیـــردم پــــه کـــوچنی لـنډه کـو څـــه کـی
دچــورتـونو په ابا سند غـرق په نیشه کـیچـــه ناڅاپه سـترګی پـورته شوم لـه لاری
غــبرګی پـریوتی کیڼ لورته په راسته کیدادی غـــره تـرشـا سپږمی وه په کنډو کی
کــه نجلـی وه پــــه نـــیم وازه درواږه کیزه تــباه یـی په ښـکلا دسپین جـبین کـــړم
لــه کــوګله یـی زړه یــوړ یـــو لحـظه کید زلــفانودام یــی ورووروبادرا خـــپورکه
پـــری تـــړلـم یــی دمـینی پــه اوږمـه کیتـــرا مـی وخــوړله ځـان می رابـیدار کـه
پـــری وتـــلی وم دعـشق پــه ننــداره کـیځـان می ولیـد نــا ارامــه ښکار یــــــد مه
انـــدامــونــه مـی د مـینی پــه حـــلقـه کـیورتـه ویـل می ســـلام واخــله روانـــیــږم
زه پــردیس یــم تـه دکــورپـه مـنـاره کــیزه بی کـوره ستاپــه دی کـوڅه کی کورده
برا برنــه یـودعـشق خــوږ ه وتـرخـه کیښه به داوی چه روان شم خدای په امان ده
ولــی مــاســــره روانـــه بـه لا نجـه کـــیزمـــاوطـــن افغــانستان ده ستــا لیــبــیا ده
هـــغه لـــری پـه آســـیا کـی دا فــریقه کیبـاورنـشته نـیکنختی بـه وی پــه ږونـد ګی
ولــی غـواړی چـه مسروره زړه خفه کیدهغـــــــی ځـــواب یـــوازی تــــــــبسم وه
پــه مـسکا مسکا لــه ږ ونده پــه ګیـله کیســترګی ډکــــی پـــه ږړاخــوله په خنداوه
خدای خبر چه څه بی وه دږوند قصـه کیپــه ورو ورویـی ورراپـوری کــړلـو لاړه
خوزما زړه یی ډوب پریښود اند یښنه کیلاس مـی ونـیوه تـرسترګو بیا روان شــوم
دانســـان الــــفت دزړه پـــــه خــزانــه کیانـسانیت بــه دانـسان هلــته پـــــوره شـــی
چـه یـــوبـل شې پـاک دزړه پـه هنداره کیڅــو مـره اعظم انـسانیت وی پـه حـیا کـی
(علی خان) یــی ګــرځــوی خپله سینه کی
{/slide}{slide=شهید ورور}
خـوب مـی لید چــه زه وتــه تـرپلارومـور ورزونه
څـنګ کی ســـره کـینوورته وایـو خــپل رازونـهحــــق حـــــیران وم پاتــی تـرپنځلس کالــه ورسـته
مـــــوروپـلار وورور سـره بـه کـم حـکا یـتو نـهتــاورســــره پرید مــه زه بیرتــه درنــه را شـــــمه
چـیغو بانـدی ویـښ شـوم په زړګی کی ګــذارونهکـیناستم پـه کـټ کـی حیران پاتـی وم تفــسیر لـــره
چــوپه خــوله غــمجن وم چــاته نه وایم حا لـونهورځ پـه ورځ بــه زړه راتــه کـوګل کی ناقراره وه
رنـګارنګ احـساس ورنـګارنګ بـه وه فـکرونهلیک به چـه له کوره راته راغی پری تروربه شـوم
نــوم به د پـری نه وه زړه به نه غـوښتل لـیکونهزربه مــی کــه وازچـه کـوندی ستـااحوال به ولولم
دریــغه چـــه هـیچا بــه راتـه نـه ویـــل خـبرونهدومـره ډیــرزړه بــدی شــوم له خپلووله خـپلوانونه
ویــل بـه می چـه نـوربه ورته نـه لیکم خطو نههـلته یــی خـبرکــړم چـه نـورزه هـم په دی پُو وَمَه
زه وتـــه بـه د یــوبـل پـه آخـرت نـیسو لاسـونهعـــلم دی ډیــروکـه پـردیسۍ دی ډیــری و کـړلـی
غـــوښــته دی وطــن لـره تـقدیم کـی خـــد متونهډیـروطن پـرست وی تـروطــنه دی ځــان ځـار کـه
تـاغـونـدی ځــوانان به ځی جنت له سپین مخونهځـان دی دی ایـمان لارکی شهید که مبارک دی شه
بــل کــړه مـــلا یــکو سـتا پـه قــبر چـرا غـو نهســتاپـه پاکــو ویــنودوطـــن خــاورومیځل غــوښته
ځـــکه ســلامــی درتــه پـه قـــبر ســـره ګـلـو نهپــورته دافــق ســری کنـاری چـه هــرماشام ګوری
ویـنود شـهید کی تری ښکا ریږی زخمی زړونهزمــــا و ستالپاره تـقد یر دارنـګ لـیـکل شـــوی وه
تــه بـه شــی شـهید زه بـه دی ستایم پـه شعرونهتـــه خـو تـرمـا ښـه وی شـهاد ت درله الله درکـړلو
زه بـه په ږونـد مړیم څـومی زړه کی ستادردونهســتاپـه قــبر دنــګه ســره جـــنډی دشـهیـدانـوشــوه
فــخـردوطــن ده تـــری ځـــاریږی پـاک بـا دونهستانــوم بـه وطــن دخـپل تـاریخ په زړه کی وساتی
نـازبـه پــری کـوی دی لـوی افغان نــوی نسلونهوایــی (الـجزایـر) دیــومــیلیون شـهیـدوخــــاوره ده
زمـوږ شـهیدان زیـاد تــر مـیلــیون وتــرزرکونهزمــوږ شـهیدان بـه سترګی لوڅی خاورولاندی وی
څــوچه مـونګ ږونـدی له دښمن وانخلو وارونهوګـــوره (غــربی الـمان) یهــودوتـه تـاوان ورکـړو
واخــســـته (لـیبیا) لـه ایــطالــی نــه تــاوانــــونهچــاچه زمــوږه کـلی اوبـانډی تـراورولانـدی کـړی
داسـی وخت به راشی چه به پری کاندی پورونهای زمــوږ شـهیده مــوږپه تـاپوسی غمجن یو ټــول
خـــدای دی تـاله درکـی دی آخـرت ټول نعمتونهمـــــونګ دی تـرابـده پـــوری پـــریـښـودلو لاړلـی
تـاپــوسی درتلــونکی یـو سـنبال وینــو ځـا نو نه
کــاشکی مـوږ ته هـم خـدای درجـه دشهادت راکـی
ټـول به یـوولاړدخـدای په وړاندی هسک سرونهخـــدای دی تــاپه خــپلورحـمتونوکی لاهــوکانـــدی
غــواړی(عــلی خان)درلـه خــالـق نــه جـنـتو نـه
{/slide}{slide=﴿ زما هیوا د ه ﴾}
چـه پــه تاکـی ولـــو بـــیږی, بــیابــه چنګه هــــیروی تـــا
که هرکونج کی ددنیا وی, مینه زړه کی ګرځـوی ستا
پــورتــه ستــوری لــه اسمــانـه ,کــوزی داچـنـی دبـحــــر
زما دزړه دپـاسه هـریـو، وارپه وار مینه راږدی ستـا
ستاپ دنګو ښکلو غـرونــو، زمـا قســـم شــه زما هــیـواده
د (لو ګر) پـاکـه هــوا مـی ,افریـقـاکـی نـیشــوی ستــا
تــانــه لــری پـردیسی کــی اوسیلی چـه لـه خـولی بــاســـم
پــه ما شام کــی بل اورونه,هــرخــوا را یــاد وی ستا
د دنـیا پـه ســـر مــی پــوشـتی, وایـی تـه د کـوم وطن یـی
شاید ورسته به ترمرګ هم,دغه سوال رانه کــوی ستا
ستاپـــه نــوم انکار شــی جــرم, اود ننګ وعـــار زوال ده
پــیږندل بـه د ځـان نـوی,کـه څوک روح ونلــری ستا
ته زمــوږ د زړو کــعـبه یی, هــرغـــیورلــره محراب یـی
دغه دواړه به ودان وی,که څوک مو ږ ته جوړوی تا
ته زمــــونګه کـور وګوریی, مونګه ستا سـرلوړی غــواړو
ستا خد مت په مونګه پورده, هر افغان به لــوړ وی تا
زمو نګه هیلی به ږوندی وی, تـه بـه هــــم لکه دنـــیا یــی
که بیرغ د په دری رنګه, لوړ رپـیږی جـمهـوری ستا
زما(علی خان)لپاره روح یی,هم می ځان هم می ایمـان یی
هـمیش ستا پرمخـتیا غـواړم, او زرکـونه تـرقـی ستا
{/slide}{slide=﴿ خپل وطن ﴾ }
چه په ظلم وزوروطن نـه ویسـتل کــیږی
دوطـن میــنه یـی زړه کـی تل تـاو یـږی
که چا وُوَیِل چه خپل و طن به هـیرکړی
ځـان بـه هـیرکی خـووطـن کلـه هیـریږی
که وطن د سترګوتورشی پری لـیـدل شی
بی لـه تورپه سترګو هیڅ نه لیــدل کیـږی
که می څوک رانـه هویت پوښـینه وکړی
ځواب زما کی به وطن ورته ویل کـیـږی
دوطن مــینه چـه غـاړه کـی زنځــیر شی
په تخته یی که تری کاږی نه تری خیږی
که کفـن ورتـه وریـښـین قـبرسره زرشی
دوطـن خـاوره چــه نـوی پری خو ګـیږی
شـایـد روح به یی جنت کی هم خـفـه وی
چــه بــد ن دچـا وطـن کـی نه خه خـیږی
ځـکه هــرګوت ددنـیا لــره چــه لاړ شـی
لــمړی سـوال بـه دوطن وی درنه کیـږی
نـه دپــلار نـه دبـابـا درنـه تـپوس کـــړی
وایـی وایــه چــه وطـن مـو څه نو مـیړی
مـانـادا چـه وطن هــر څـه ده انسـان تــه
نـو هرچالره دا حـق چـه پری ویا ړ یږی
کـه وطـن یــوحقـیـقت پــه نــړی نـــــوی
نــوبیا ولـی بـه زرکـونـه تری ځـا ریـږی
ای زمـا ورانـه وطــنه خــدای د ابـاد کـه
لکه نور اوطان دنـیا کـی چـه جوړیـږ ی
د(علی خان)ارمـان بـه څنګه پوره کیږی
چــه وطـن یـی د (نا تو)پـه اورسـوزیږی
{/slide}{slide=﴿ دخیال نیلی ﴾}
چـه زمــاد خیــال نیلـــی یــی نا قـــرارکـه
نه پوهیزم زما په خیال کی خیال دچا شو
چه دزړه طوطی می چپه خوله کی بند شو
تری چــار پیره بیـا د زلفو جـال د چا شو
د ټــول عـمر کـــړاوونــه به مـی هی شـی
کــه مــی یار لره قبــول ســـوال دچا شو
مـــا خـو لنـډ تصـور کــړی دا هـجران وه
شپـی او ورځــی می بدلـی کال د چا شو
چـه بیلتون یی بیا چاکـو پـه ســرورکـیښود
زمــا خوشحـاله زړه خفه په حال دچا شو
د ځـوانی لـښتـی زمـــادږونـــدهـستـــی وه
پــــه لمـــبو د مینــی دغــه مـال د چا شو
زمانـی مـی په ږوند لوبی کـــړی تــا مـی
لــه د ورستـه دا میراث مجـــــال دچا شو
سترګی نوری دهـجران لـید ل نه غـواړی
که می خیال کی بیا رنګینه شـال دچا شو
تصــور کـــوم چــه اشـنــا لــره ور زمـــه
فـــکر ځـوړنـد پـه تنــاب و ټـال د چا شو
په دسمال باندی می ستـرګی کــړلی پـاکی
چـه رایاد راته خوشبـوی دسما ل دچا شو
یاد شــعرملکــی راشـه چـه غـم نـیم کــړو
خفه ږوند کی زما ږوند خـوشحال دچاشو
لـه جــوالیـانـو سـره ځـان ترغــاړی وینــم
د(علی خان) پـه شا د مینی جوال دچا شو
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
{/slide}{slide=﴿ خپل وطن ﴾ }
چه په ظلم وزوروطن نـه ویسـتل کــیږی
دوطـن میــنه یـی زړه کـی تل تـاو یـږی
که چا وُوَیِل چه خپل و طن به هـیرکړی
ځـان بـه هـیرکی خـووطـن کلـه هیـریږی
که وطن د سترګوتورشی پری لـیـدل شی
بی لـه تورپه سترګو هیڅ نه لیــدل کیـږی
که می څوک رانـه هویت پوښـینه وکړی
ځواب زما کی به وطن ورته ویل کـیـږی
دوطن مــینه چـه غـاړه کـی زنځــیر شی
په تخته یی که تری کاږی نه تری خیږی
که کفـن ورتـه وریـښـین قـبرسره زرشی
دوطـن خـاوره چــه نـوی پری خو ګـیږی
شـایـد روح به یی جنت کی هم خـفـه وی
چــه بــد ن دچـا وطـن کـی نه خه خـیږی
ځـکه هــرګوت ددنـیا لــره چــه لاړ شـی
لــمړی سـوال بـه دوطن وی درنه کیـږی
نـه دپــلار نـه دبـابـا درنـه تـپوس کـــړی
وایـی وایــه چــه وطـن مـو څه نو مـیړی
مـانـادا چـه وطن هــر څـه ده انسـان تــه
نـو هرچالره دا حـق چـه پری ویا ړ یږی
کـه وطـن یــوحقـیـقت پــه نــړی نـــــوی
نــوبیا ولـی بـه زرکـونـه تری ځـا ریـږی
ای زمـا ورانـه وطــنه خــدای د ابـاد کـه
لکه نور اوطان دنـیا کـی چـه جوړیـږ ی
د(علی خان)ارمـان بـه څنګه پوره کیږی
چــه وطـن یـی د (نا تو)پـه اورسـوزیږی
{/slide}{slide=﴿ دوطن پسرلی ﴾ }
دپـسرلـی روغـان خـوشحـالـه ښــکاری
دســـاړه ږمــی رنـځــوران څنــــګه دی؟
کلیـووبانډو کی خـوشحـالـی ښـکاریـږی
ترپاڼـولاند ی ناست کـوچیان څـنګه دی؟ستـــا نــوی کـال تــه ارزو ګانــی لـرو
ته مـــو په زړو بانـدی پــو هیږی که نه؟
د تـاپـه لارکــی مـوځـوانـان تبــاه شـول
ته یـــی په حــال باندی خـبر یږی که نه؟
تـه د مـا ڼو پــه نـاستـو مـه ویـا ړیـــږه
په غروکی خوارتیت ماشومان څنګه دی؟تـا تــــه زر ګــــونه پـســرلــی راغـلـی
هـــریــو ه تاکـی سـره ګـلان شنـه کـړی
ځنی په دنګـو بیـلډ نګوکی مښت شــول
څــوک ستادمـنـی پــه بـادو ورک شـــوی
تـاداتــپــوس لـه چـانـــه کــړی ده چـــه
دخـــیبربـــوټــی و زوزان چنــــــګه دی؟تـاتـه داریـن دځـــړی بـــڼ ویــل شـــی
ځکه په تاکـی تـل ږوندون غواړو مونګ
مــونګـه پــه تابـاندی خــورا میــن یـــو
تا هـم ځانـوباندی مفتـــون غواړو مونګ
څـوکی منـصب درپکی بل څـوک اخل
زمونګ په لاس لور لغما نیان څنګه دی؟تـاتــه زانـګــودتمــدن ویـل کـــــیږی
ستـا حـضـارت تـرخــاورولانــدی ویــنم
ستاپرمختګ کی به خـنـډونه جــوړ وی
څـــوچــه ظالـــم حــاکــم دربـانـدی ویــنم
چه مټی ونغاړی رشـوت ته ناسـت وی
ستا بــی تمیزه مـا مــوران څنـــــګه دی؟کـه سـتا بچیان غـواړی چـه تاجــوړوی
بایــــد قضاو قــدر تـه ځـواب ور کـــړی
که ستا تیاره شپی په خپل ځـان رڼـــوی
بایـــد ازاد ږونــد تـه خـــطاب ور کــړی
نه داچــه ږبو بـانــدی مــور ایښــی وی
زړوکـی دردونـه ستا ځوانان څنــګه دی؟
وطـــنـه ســتا (ابـــومسلم ) هــیر نـشـی
د تـاپــه مـــنه کـی یـی ځـان زب زب که
سـتا(اکبر خان)غوندی ځوانان هیرنشی
چه یی خیبر کی انګریزان ززب زب که
تـا (فـارابـی )و (جمـالــد ین) روزلـــی
دنــــــوی نســـل هلـــــکان چنــــګـه دی؟
وطــــنه تـــا تـه نـــــوی کــال راځـــی
زړوکــــــی ویدی هیلــــی راوپـــا څـــوه
دبــد مـــــرغ ږمــی آفــتونـــه یــوســـه
دمــــړاوُ زړو غــــوتــــی راوسپــــــړوه
ورتـه غـیرت بـــی غیرتی کـی ورکړه
ستـــا بــا هـیمته افغــــانان څنـــــګه دی؟وطـــنه ستا پــسرلـی زمـونګ پــسرلی
مـــونګ بی له تا کوم پسر لی نه غوا ړو
سـتا پـسر لـی تـه لاس پـه نـام ولاړ یـو
پــــه تـا خـــزان تـه ښه راغلی نه غواړو
مـونګه ګـلان ستا مـورنی غیږ کـی یـو
پــه ځمکه وایو ستــا اسمان څنـــګه دی؟وطــنه ستـا خـاوره سنــدان غـونـدی ده
پـــــری د زور ګـــیرو ګــزارونـه شـوی
لــه سـکـنـدر نـه تــر روسـانــو پــوری
د (چـنګیز خان) پـــری یــرغـلونه شـوی
دی هـرطوفان کی ستابچیان ډوب شوی
وایــه چـه پاتــی پټـــا نـان څنـــــګه دی؟وطـــنه تــه د ټـــول افـغان بـــیړی یـی
پــــه طــوفانــوکــی ډوبــه ډوبــه را ځـی
د لــــرو بـــرو پښتـــنو کیګـــــدی یــی
پــه ســیلابـوکـی کــړپـه کـړوپـه را ځـی
سـتا د سـاتو لپـاره مـو نګ چمتـــویـــو
خـــو خدای خبر چه خا ینان څنــګه دی؟لـــږدځــــوانــانـــو وینـــی و ښــــوروه
لــږڅــه احـساس شـــعور یــــی و تخنـوه
ورنــه بــــړستنی دی لټی ټــــولــی کـه
ددوی بـــسمــل زړونــــــه راوسپــــــړوه
ورلـــه امــــید نـا اومیـــدوکــــی ورکـه
پــــو پښتــنه وکه چـه زمریان څنګه دی؟
سـتا د نـګوغـروکی شهامت ښکاریــږی
ښــــکلو دښـتوکــی د عـزت ښــکاریــږی
دښـمن ته سـتاتاریخ عـبرت ښکاریـږی
ســتاپــه دودوکـــی کــرامت ښــکاریــږی
مــونګه پــه تـابـانــدی ویـــاړنـه کـــوو
تاکــــی بــی پتـــی دښمــنان څنـــګه دی؟تاتـه تـاریـخ کــی مــفخره وایـی ټــــول
د دښــمنـانــو مـقبـــره وایـــــی ټـــــــــول
چـــــه لـه دوستــانـوود ښـمنا نـــواورې
تاتــه وفاکــــــی پـــــریښـــته وایـی ټــول
(عـلی خان) ستاپه نـوم سرلوړی ګرځی
د هـــغه نجــــونـی و هلکان څنـــګه دی؟
{/slide}{slide=﴿ نسکور مخ ﴾ }
شاعری می خوښیده زړه می تری تور شـو
چـه سپین مــخ د تاپه خاوروکی نسکورشو
زمـا د شعـر اوشاعـری کاڼه خـــو تــه وی
بــی لـه تانـه اوس شـعـرونـه راتـه اورشـو
کاشکـی نـه کـی وای لیکلـی پـه کـتاب کـی
چــه کـتل یــی راتـه غــم د پاسـه نـور شــو
ستا وصا ل بــه سعـاد ت شـو راته کورکی
پـه بیلتون د ې اسـمان ځـمکه راته اور شو
بـی لـه تا مـی ددنیــا ږوند نه خــو ښــیږی
ږونـد مـی ستا په جـدایی کی شرو شورشو
تــوری شــپی به مـی لـه تـا ســره رڼــاوی
بـی لـه تا په سپین سبا مـی تیاره کـور شـو
زه ملـیارغـوندی پـه هیلـه درتـه ناسـت وم
ډیــر افـسوس د امـید بـڼ کـله سـمسور شـو
د اسمـــان وریځـوپـری هــلته بـاران وکــه
چـه اهـاړنه زمـا د ناز ګل سوی سکورشو
دارحــمت یـــی دانسان لـه بــی رحـمـی وه
چـه په غــد ر یـی بـد ل مفهوم د ورورشو
پـه څـارویـوکـی احساس د زړسـوی وشـی
خـو انسان تـه کـرامت یـی خپل پیــغورشو
چه د ږوند په ځای د مرګ وسایل جوړکی
عــواطف دانسـانیت تـه یــی مـخ تــورشـو
ســرورلانــــدی د ظالـم شـــه(علـی خـانـه)
کـه د(میګ)په الـوتکه کی څوک سپورشو
{/slide}{slide=﴿ د بیلتون لا نجه ﴾}
بـیلتونه تـــا پــه زړه کی غیســی د اشنا راکـــړی
چـه هــرطبیب ته یـی پـه ډاګه ښکارولـی نشم
تـاراته سترګوکی دخوب په ځای اغزی ایښی دی
چــه ویده کـیږم لـه دردو یــی پـــــټولـــی نشم
تامـی غـوږونه د حسرت په زمـزمورا ډک کـړل
چـه بـی لـه غـمه خوشحالی پری اوریدلی نشم
دخــیال په جازکی درنه سپـورشـم نـاامـید د پریدم
کــوزشـوی نه یم لـه هرکلی د خلاصــدلی نشم
زمـا له تانه شـکـریه بـه پـه هجرران کی څه وی
چــه نـاکــردی دې دم په دم کـی هیـرولی نشم
تامـی په زړه باندی اوربل کی چه تسلیم به شـمه
زما په پښتوباندی سـوګــند ســرټــیــټولی نشـم
دسـترګواوښـکی به د ستـرګـوجام کـی وچـی کمه
پـه تــبسم بـه مــی غــم نغاړم خـندیــــدلی نشم
پـه زړه ددوه غـیسی راکـړی یود مـوربل د پــلار
لاس مـی پری ایښی ده زخـمی یـم دریدلی نشم
تـه چـه حاکم شی ټولی پړی به په پردیس واچوی
بــی دوصا ل پــه قضاوت تـا ګــرمـولی نشــم
کـه زمـااوستا ترمنځ وصال په عـدالـت توُل وُکی
دومره به سپک شی چـه به زه درته کتلی نشم
تـه راته تــل مـخـه کی خـنډ زما داږدو لارو یــی
ځــکه دیـد ن تــه د خـواخـوږو رسیــد لی نشم
کـه علی خـا ن سره لیبیاکـی لاس ترغــاړی نشی
پـه افغا نستان کـی ملـګــرتیـا د بیـا منلــی نشم
{/slide}{slide=﴿ قلم ﴾}
قـــــــلمـــه ونــــه شـــه لیــکنــی د ثمـــرګــــڼمـه
کـه چیری بـحرشی حـکمت درکـی ګوهرګڼمه
که په انصاف باندی د سپین مخ دکاغذ ورتورکه
تــادراتـلونــکــی نســل لاره کــی لیــډرګڼمــه
کـه د ا نسان لــره پــه ږوند کـی امـا نت وښـوده
دڅنګ پــه جیب کــی د تـرهـرڅه معتبرګڼمـه
که د ظـالم ګوتوکی جیب تــه د مظـلوم نـڅــیږی
دلـندی غیســی دی د هر زړګــی په سر ګڼمه
چـه راسه کـوږاوکوږ راسه کی دقـانون پـه نامه
تـا او قانــون دواړه دښـمن دټــول بشــر ګڼمـه
کـه هربیګاله خپل څښتن سره رشـوت وشمـیری
قــلمه تـاورتـه خرچوب صاحب دخــــر ګڼمـه
ترونـولاندی پـــه بی وزلـو چـه غــرمی تـیروی
کـه عدالت وی نو په تــا جوړ مـاږدیګر ګڼمـه
کــه د انسـان لـپـاره سپین مـخ د کـاغذ ښکــلـوی
زه دی طــبیب د انســانیت دنیـاکی بـــر ګڼـمه
قلـــمه راشـه انســانیت ته امــانت بیـــان کــــــړه
داطــوفـانی نړی کی ټول زړونه ابتــر ګــڼمه
ستا په نـری څـوکه کـی دومـره قـدرتونه پټ دی
چـه ستاترحـکم لانــدی هـرڅای کی بشرګڼمـه
راشـه ږمونګ دونـی لـروبـر خا ښونه ټـول کـه
ستــا انتظـارتــه د (احـمد شاه بابا) خـیبر ګڼمه
را شــه یوالی د(میرویس) بــچوته بیا اعـلان که
ستـارسالی ته هــرافغان نا ست پـه کمر ګــڼمه
تــــه مخلصانــودوطـــن تــه لارښــونــه وکــــړه
دخـــاینـانـو په زړګــی کـــــی د خــنجــر ګڼمه
نـړی کــی چیغی دوروری اوقـومولی پورته دی
تـــازمـا در په در پټــآ نـــو تــه رهـــبر ګـڼمه
قـلمه زمــادزړه رازونــه په خپل زړه کـــی ساته
زه بـــه دتــــامینه په زړه کـی د (لـو ګر)کڼمه
څـوچه علی خـان لــه د ناارامی دنیا ارامـه نشـی
تـایـی دډک زړه لــه رازوســره هـمسر ګـڼمـه
{/slide}{slide=﴿ د مینی نړی ﴾ }
داچه هرسبا تورمـــخ دی دنیا سپین شی
مینان یاپری خوشحال یا پری حـزین شی
مړی ډیـوی ته پتنګ سوی زړه پړپیږی
تـوربورا سپـورد ګلا نـوپــه جــــبـین شی
بلبلان دویر ستاینی کـی پری جـــــوړی
په سیـلی چه دلا له ګــریـوان رنـګین شی
څـــه عجیب قانـ¬¬¬¬¬¬ـــــون دمـینی ددنــــیاده
چـه دچازړه پکی سپین دجاپری شـین شی
دپـردیس ســترګی شی ستړی پـه کـــتلو
چه لیدل ورته داشنا ګران په دوربین شـی
پـه لیبیا کی (علی خان)ورسره ځــانګی
چـه وریا ده د دوستـانــو لـــونګــــین شـی
{/slide}
{slide=﴿ ز ړ ګیه ﴾ }
زړګیه ولـــی وایی، چّــه هـیرکه خپل وخپلوان
ایـاپه ږونـد کی چیرته چا دی هیــــرکړی یاران
سترګوته ولی وایی چـه نورکتــل مه کــــوی ؟
څـه له پیدادی سـترګی چه نـه پری ګــوروجهان
راته ویـل مه کوه چـه څوک په ښه نه درځــی
بـی له خـواخوږو څخه به څـه مفهـوم وی دځـان
داســی ټولنـه کـی ږونـد دمخلص ډیرمشکل ده
څو چه موجــود وی پکښی لـوی خاینان وخـانان
څـنګه به عـــدل وانصـاف ومســاوات وویـــنو
چـه خـان اشتیا وغـواړی فـقیردروټی پـه ارمـان
ولـی بـی سـده شـولـی چــه دوصـیت پـریښوده
بی ازادی ګونګی کړی که درنه هیرشو داستان؟
رازه خــبره واوره زړه رانـه غــــواړی وطـن
دکــړاوونـولارکـی پـــه ســــره مــل کــوکاروان
یابــه له تـدی مـړه شو دږونـد اوږړه لاره کـی
یـا پـه خـبرکو په ځان داتـوری وریـځی واسمان
څلــی بـه ودروه کــه لــه سخـتـیو مــړه شــــو
کــونـدی چه پس لـه مـرګه راباندی وشـی باران
مــه خفـه کـیږه راځـه چه خـپل تـاریخ وګورو
دنــیا دارهـټ مـنګـی ده ورسته لــه دوره دوران
دوطن مینه کی څوک چه مړشی تل ږوندی وی
پــه دی خـــبره زمــا ،خبر کـه هــر یـــو افــغان
راځــه چـه نورودانګود خپل وهــیواد ګلان شـو
پـردی وطن کـی بـه څـو سـرسپینوی(علی خان)
{/slide}{slide= ﴿ دشاعرانو محفل ﴾}
یــــومحــفل دشاعـــرانــو مـــی په خوب لیــــد
ویل مـی ای یـارانوشعرراته تعریف کړی
(خوشحال) وویل دی وطن مینه پــه زړه کــی
پــه نـیزه امـیل ســـرونـه د حــریف کـړی(رحمان)څنګ کی سترګی سری راواړولــــی
ماویــل ای بابـا د ستـا نظـــربــه څـه وی؟
هـــغه وویل حـقـیقــی میـنـــی تــه زړه کـــــی
دی دنیــا د طـوفـانـونـو خطـــر څــه وې ؟سـر راپــورتـه نازک خیال (حمید)پـه وروکــه
ما ویــل، ای بابا بخـــښه تــه څـه وا یی؟
ویل خون اب دزخمی ړزه کـه وی بیا شعـرده
نـورسـتا واک هـــرکلام تـه چه شعـروایینـسترن غـــوندی (اجمل) راتــه مسکــی شـــو
ویـــل مــی ته څه وایی ای پـه زړه کبابه ؟
ویــل یــی شعــردازادږوند لــوبغــاړی بــــوله
چــه اسیـر دغـــلامـی ویښ کـی له خوابهبـیایــی وویـل ځـــوانــه تـه راتـه څـه وایـــی؟
مــاویـل شـعرپه درد مـنوزړوکـــی درد ده
هـــــرویل چــه تـخـنونکـــی داحـســـــاس وی
کـه لـفظونـه که جـملـی وی او کـه فـرد دهپـه وروورومی سترګی لوڅــــی را بیدارشـوم
چــه تـرڅنګه نــه محـفل وم نــه یـاران وم
لــه قلـم ولـه کا غــذ ســره ځـــان مـــل شــوم
نـیـمه شـپــه یـــوازی پــاتـی(علی خان)وم
{/slide}{slide=نه هیردل}
دوطن مینه چه شی زړه کی هیردل به څـه وی
چه خپل اخترشی ورنه ورک بل تـه کتل به څه وی؟
چــه په زګـونـوکیلومـتروفاصلـی شــــی ترمـنځ
کــه نـا اشنا مخــونه ډیرشــی شکلـو ل به څـه وی؟
د زره تازه ګلان چه مړاوی دبیـلتون به بادشـی
کـه د ګلانو بـا غچی ډیری شـی ور تلـل به څه وی؟
چه دوصال زاری مونه پری پوره کیږی چا ته
کـه اوښکـی وینـی شی دوینـو څـڅید ل بـه څـه وی؟
زړه می له ګرانوسره رازونیازدمـینی غوواړی
بـی د هــمد ردو له دیـدن نــه اوسیــدل بـه څـه وی؟
د چـا د صبرکا سه پـړمخـی نسکـوره چـه شـی
نسکورو لوښــیو کــی د صــبر درید ل بـه څـه وی؟
څوک چه قا ضی دعدالت ته ورشی امن مومی
که عدل نه وی په خپل حق کی ویـریدل به څـه وی؟
د عدالت په وړاندی حق دهرانسان محفوظ وی
دبــی انصاف قاضی په حــکم زو ریدل به څـه وی؟جنایت کار وایی چه خدای ورته دنـیا ور کـوی
داتـــش نســونـه پـه ډوډی نــه مړیــد ل بـه څـه وی؟
جوړتري خانان وتجاران شول د الـله پــه نا مـــه
خلک یی ځان څخه قربـان کړل داوږل بـه څـه وی؟
لږ خو له خدایه او له رسوله څخه وشــر میږی
خدای دښمن سره په څـنګ کی دریدل به څــه وی؟
چـه دوطن په ضد کافـرسره کافـرغـونـدی شی
دی داسی پست انسان تاریخ سـره ستایل به څـه وی؟
دخــدای رسـول کتاب تـه شاکـی د د نـیا لپــاره
وایه (علی خانه ) بیا د بل کتاب لوسـتل به څـه وی؟{/slide}{slide=ښکلي سپرغي}
افغان ویبونه ډیردي خدای دِي ډیرکړي
خوسپرغي ته په اخلاص کۍ نه رسیږي
زما دي زړه اوریی افریقاکی راتازه کړ
ځکه ډیره مي ترنورونه خوښیږي
هره ورځ یی چي دِنیت په مخکي ګورم
دي دردمن زړه هنداره پکښي ښکاریږي
چی(پرهیز)پکښي زماهرکلي کړي
دعلي خان شعرونه ټول دي تري جاریږي
{/slide}{slide=چا تباه کړو؟}
پې پیلوټه الو تکو باندې مړه شول
هره ورځ وې جنازې وزیرستان کېورکزیوته سړه ځمکه سور اور شوه
توغوندې دې پرې رااورې په اسمان کېسوات دره کی جوړ دوینو سیلابونه
نړې ټوله ورته ګورې په عیان کېکه سِربیانو دبوسنې خلک تباه کړل
چا تباه کړل پښتانه پښتونستان کې؟که دښمن مو په ګولو وږنې دښمن ده
حو دورورپه ګولومرګ دزړه ارمان کېڅوک به دې بې وزله قوم نه دفاع وکړې
چی پرې نوم دارهابې شو په جهان کېد میلمه قدروساتنه زموږ دود ده
داصفت ده ازلې تاریخ دافغان کېکه لیډرمو القذافې واې باوروکړې
امریکا به کړو تروُره جوړ و وران کېله لویدیځ نه ګیله نشته ده دښمن ده
ګیله ټوله له اسلام نه مسلمان کېدجهاد غږ چی اسلام کې شوراپورته
وروسیه مو کړه نسکوره افغانستان کېنن بیا ولې له لویدیځ نه دومره ډارکړو
چی مو دین ته بدلون ورکړو په بیان کېکه ږوندون غواړې له مرګه مه ویریږه
دامانابه کې پیدا شعرد(علی خان) کی
{/slide}
علي خان صافي
Typography
- Smaller Small Medium Big Bigger
- Default Helvetica Segoe Georgia Times
- Reading Mode