محمدکریم نور

شاعران
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

 

{slide= د پښتنو کربلا یا د شرق او غرب خاونده}
په سجده یم
په دعاوو
چې مې لر او بر وساتي
د ملالې لوپټه مې
د احمد لوړه شمله مې
له مختورو پنجابیانو
د اسلام له تاجرانو
له مذهب د بې مذهبو
کرغېړنو ایرانیانو
له تاړاک د صلیبانو
له مناته د هېندوانو
له غوبل د سقویانو
له غضب د ناپوهانو

پښتني خاوره مې سوځي
دلته جوړه ډرامه ده
انګرېزانو ده لیکلې
ځناورو جوړه کړې
څو ناپوهو عربیو
منافقو پنجابیو
څو خرسانو
څو غربیو
یو یزید کړي
بل حسین
یو موسی کړي
بل فرعون
بس ترې جوړه کربلا کړي
یا جهاد ترې د موسی کړي
هم یزید په زړه ظالم دی
هم حسین ‌باغي شوی
هم فرعون لا ژوندی دی
هم موسی یې دروغجن دی
نه لمړی له واکه لویږي
نه دویم یې شهیدیږي
بس ملګري پښتانه یې
په سرو وینو کې لمبېږي

دلته هر دروغجن وایي
چې موسی یم
زه موسی یم!!
خلاصوم مو له ستمه
له تاړاکه
له ناتاره
له زبېښاکه
له سقوه، له صلیبه
له فرعونه له هامونه
له فساده د دولته

خو یې زړه ډک له کینې دی
سترګې ډکې له غضبه
د نمرود ظالم له قهره
تېرې تورې یې په لاس دي
غوڅوي د پښتون غاړه

شینکی سوات توره ایره شو
پېښور وزیرستان مې
له کنړ تر کندهاره
له هېلمنده تر هراته
پښتنې میندې ژړېږي
په سرو سترګو
په سلګیو
په زګېرویو
ماشومانو سرته ناستې
څوک ویشتلي
څوک څیرلي
څوک زیندۍ دي
څوک داړلي
هم صلیب
او هم غلام یې
چاړه اېښې ور پر غاړه
د نړۍ په شمله ورو
د آسیا په زورورو
د افغان په بریتورو

یا د شرق او غرب خاونده
تر هر ګام لاندې مې ټینګ کړه
دغه وران او چیکړ غولی
هر خندک
او هر سنګر مې
هم هېلمند
او پېښور مې
هم مې عزم او پیمان کړه

د انګرېز جام ماتومه
تور ابلیس او سور صلیب یې
سر تر پایه ورسېځمه
تور پنجاب یې ړنګومه
زه هغه ښار ورنوامه
چې اسلام او غیرت دواړه
چې شملې د شمله ورو
چې ټکري د منورو
چې ناموس د عزتمنو
ککرۍ چې د پتمنو
کې ټېږي
او خرڅېږي

محمدکریم نور{/slide}