محمديوسف خدمتګار مزدور زوی

شاعران
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times


لنډه پېژاندنه

 

{slide=کـوډګـر}

پـه مسـتۍ کې تـوبـې باســم چې تـوبـې مې پـه تـوبـوشي
چـې بـې ځـانـه شـم را پـاڅـــم پـنجـرې پـه ماتــیــدو شي
دزمان له میو غړپ کړم چې افغان غیرت مې ویښ شي
هسې اور بل کړم په ځان چې مې اغیار په سوځیدو شي
بې نـوبـتـه خـومان راوړۍ پـه جامـونـو تـاوده نـه شــول
چـې سـاړه سـاړه تـاوده شي تـوره شـپـه پـه رڼـیــدو شي
نـور بـدلـون پـه ځان کـې راوړم لـه پـردیـو را جـلا شـم
لـه غـلام ژونــدون نـه وځـم زولـنې پـه خـلاصیـدو شـي
زمـا سـرټـیـټــیـدی نـه شـي زه مــدام ســرپـه قــیــام یــم
چـې قـــیـام کـــوومـه پـاڅـــم زاهـــدان پــه سـجــدوشـي
ساقـي ځار شـمـه له تـانـه تـه مې هـیـلې ماتې نـه کـړې
دا پـردې کـړه تـورې ټولې چې دې سپیڼ مخ دلیدو شي
خـدمـتګاره وخـت ګهـیځ دی فـتـواګـر کوډګر رسواکړه
د جانان خـوالـه دې ورشـه چې مــنزل په لـنـډیـدو شي

{/slide}{slide=لار }

ګریـوان مې ګوره چې تار تار او شړیـدلی پروت دی
د مـیـنـي ګل مـې پـه ځـوانۍ کـې رژیـدلی پروت دی
هره کوڅه کې دې خال پروت دی هرګودرکې بنګړي...
پـه تـوره کـرښــه د بـابـا پـټـکـی لویـدلی پـروت دی
د هـنـدوکـش د څـوکـو بــاز ټـپـي پـنـــــجـاب تـه لاړو
دخـیـال وزر يـي دی مـات شـوی لـګـیـدلـی پروت دی
سـتـا د بامـیانـو بـتان مــړه شـول سـتا کابـل ټـپـي شـــو
کــنـډر کــنـډردی راتـــه کلـــی سـوځــیـدلی پـروت دی
اوس پـيـښـور کـویـټـې مـومـنــدو مـلـکــنـډ تــه ګـــوره
شـهـید شهـیـد يـي ښـوونـځی جومات لویـدلی پروت دی
ما تـه مـې ورور مـخ تـه ولاړ دی کابـلـی پـيـښــــوری
چـې د خـوشـال د کــلا څـلـی نــړیــــد لــی پـررت دي
اوس خـدمـتـګاره قـلـم پـورتــه کــړه هـمـدا دې لار ده
د زوړ ټـوپـک مورچل زوړ شوی ښویـدلی پروت دی

لیکوال: محمدیوسف خدمتګار مزدورزی

{/slide}{slide=سره ارمانونه }
پـیغـلـو ګودر کې له حیا نه ډک مـنګي پـریـښـوول
ټـوټې ټـوټې لکـه هـنـدارې يي زړګي پـریـښـوول
بیا د لویـدیځ زورواکي راغـلل دختـیـځ جګـړې له
چې ډک کـورونه مـو پـه زیړ ماذیګـري پریښوول
د مجـاهــد مـلا طالــب الـقـاعــــدې لــه بـخــتــه
ولس داعـش ته خپـل تـنکي تـنکي بچي پـریښوول
زه په دې حال کې سورګلاب تا له له کومه راوړم
ګـلان له څـیـلمې سـوځـیـدلي پـسرلي پـریـښـوول
بـیړۍ به ډکې نه غـرقـیږي سـمـنـدرپـه مـنځ کې
که دوطـن ځلمي وطـن کې چا ژونـدي پـریـښـوول
د خــدمـتـګـــار د محـبـت نخـښـه غــزل د لـمـبــو
سره آرمانـونـه د یـووالي مې قـومي پـریـښـوول
{/slide}{slide=څوک پړ دی }
څـه مو وخـت له شـونـډو د ژونـدون نغـمې تـروړلي دي
څـه مـونـږه پـه خپـله د خپـل ژونــد شمعې وژلي دي
غـټـه وجـه داده چې مـونـږ پـیـښې سـمـې نـه څـــیـړو
تـل مـو تـعـبــیـرونــه د اغــیـار لـه خــولـې مـنـلـي دي
مـونـږ د خـپـل چاپـیـریـال له ارزښــتـونـو بـې خـبـره یــو
شـتـه د کـور مـو نـورو پـه چـل ول سره خوړلي دي
زه او تـه جانـانـه تـش پــه نــوم د پـلارنـیـکـه خـوښ یــو
نـورو زمـونـږ مـنـځ کـې د بـیـلـتـون زهــر کـرلـي دي
مونږ د ژونـد له زده کړې نه لا اوس هم کلک انکارکوو
مـونـږ پـه نـاپـوهـۍ د پـوهـې جـرړې سـوځـولـي دي
ځکـه خـدمـتګاره د ژونــدون لـه ســیالۍ وتــي یــو
مـونـږه د ژونـدون ځانـلـه زړې لارې څـارلـي دي
{/slide}{slide=سوغات}
چې کله خـیال کې خوا له ورشمه لمبې راوړمه
زړه ته مې اور پورې کوي هسې نغمې راوړمه
په هر ور تګ کې له بې شمیره دوزخو تـیریږم
خو تـل جانان لـره د سرو ګلو غـنچې راوړمه
زه د شـهــیـد د څــلي وران کــنــډر لــه ورځــم
د سـباوون په لـور پـیغام ورله ډیوې راوړمه
د حال په ژبه د ژونـدون پیغام سوغـات راکوي
په چیغـو چیغـو تـرې یـادونه زلـزلې راوړمه
خیردی رقیب دې د مسـتۍ ماڼۍ کې لوبې کـوي
زه به جانان له د وصال سرې لـوپټې راوړمه
د خدمتګارسوغات یـووالی د ولس راتـلونکی
ځکه په هر غزل کې هیلي او آسرې راوړمه
{/slide}{slide=اوبه}
مـونږکه په خاوره بانـدې نـنګ پـه هرقـدم کـړی دي
وخت په خپل وارسره په مونږبانـدې سـتم کـړی دی
وجه يي څـه ده مـونـږ تـر اوسه لا پـوه شوي نـه یـو
هـر پـسـرلی مـو قـنـاعـت پــه یـو شـړشـم کـړی دی
مونږانـتــظاربـاسـو چې ښه ورځ به په خـپـله راشي
پـه پـوچه تمه مـو ژونـدون تـل پـه تـورتـم کـړی دی
مـونـږه ځـپـلي دي هـغـه چـې سـبا وون تــه ورتـلـل
مـونـږ لاسـنـیـوی د تـرږمۍ د جـهــنـم کـــړی دی
نـورکښـیـنـاسـتـل د پسـرلـو پـه تـمـه نـه دي پـه کار
زما ن تــدبـیـرد حرکـت زمـونـږ پـه چــم کــړی دی
اوس خدمتګاره مړاوې بـڼ د ژونـد اوبه غواړي نور
که نه د وخت واکمن يي سم د مرګ کسم کړی دی
{/slide}{slide=جــــــام}
مـونـږه د وخـت لـه زورواکـــانـو نـه اِلــهـام اخـلــو
مـیـنـه ژونــــدۍ سـاتـــو پــه مـیــنـه انـتــقـام اخـلــو
هغوې دې تور پورې کوي په مونږ دنوي ژونـدون
مـونـږ د یــووالـي محـبـت پـــه لــوري ګــام اخـلــو
زمان حاکـِم د مـیکــدې کـړلــو د وخـت محـتـسـب
ځکـه پـه پـټ مـخ د جانـان له خـولې کــلام اخــلــو
مـونـږه د شپې تـورتـم تـه نـه کښـیـنو رڼـا لـټــوو
نـوې ډیــــوې د رڼـاګــــانـــو هــر مـاښـام اخــلــو
وخت به دزور د ګدۍ زوړتهمت په چا پورې کـړي
زه او جـانـان خـپـلـه د خـپـلـو کــړو الــزام اخـلـو
اوس به شیخان په کومه درومي چې ځانونه پټ کړي
مـونـږ خـدمـتګاره پـه ښـکاره د مـیـني جـام اخـلـو
{/slide}{slide=انقلاب}
زما وطن ازمول شوی انځور
زما تاریخ یوسوځل شوی انځور
زما وجود زما په ځان بی خبر
همدا حالت زما دځان دی خطر
ټوله پخپله ما په ځان کړې ده
بس یو افغان په بل افغان کړې ده
دخپلی ماتی پړه په بل وراچوو
څه په انګریز څه په مغل وراچوو
داپټوو چی انګریز څنګه راغی
دچا په ضد دچا تر څَنګه راغی
مونږه دکورچاری په بل سموو
خپل مشران په یو اوبل شرموو
مونږه نیولې د نفاق لاره ده
دډیر غفلت او دشقاق لاره ده
مونږ نه دپلار نیکه پښتو هیره ده
مونږ نه د خپلی مور زانکو هیره ده
څوچی پښتون خپل ځان بدل نه کړي
دخپل کاله واک بیرته خپل نه کړي
څوچی په یو نغري ټول نه شو مونږ
دخپل بابا په کور کهول نه شو مونږ
یس ګرځوو به تل شړیدلی ګریوان
په خپلو سرو وینو لړلی ګریوان
ټول خدمتګاره يو جواب غواړي
دخپلواکۍ ستر انقلاب غواړي
محمدیوسف خدمتګار مزدورزوی
{/slide}{slide=غزل}
زړه دی کلک لکه وچ کاڼئ پاس دغره دئ
هر باڼه دې دخنجر غوندې تیره دئ
دهندارې په څیر رنګ په اصلي رنګ وړې
چی ګل مخ دی په سپیرو دوړو سپیره دئ
دکاروان جرٙس دی وغږوه پاڅه
دوصال آرمان که زړه کی درسره دئ
ستوري وګوره چی یویو تسلمیږي
سپیده چاودئ دئ نورڅرک دلمرښکاره دئ
تر منزله لاروئ ضرور رسیږي
چی په هر قدم دمیني کی آره دئ
بلاګانې ورته لار پریږدي تری تښتي
هر ډګر يي دآزمیښت په ننداره دئ
خدمتګار ته په دی غر ختل سخت نه دي
اوسیدلئ دآسمان په تاتره دئ
محمدیوسف خدمتګار مزدورزوی
{/slide}{slide=غزل}
دا څومره بې خبره دي چې ما منع کوي
له ګل نه په اغزیو څوک بورا منع کوي
دا څوک دي چې اوبه په ډانګ وهي اوبیلوي يي
څپې د سمندر تش په ګیا منع کوي
ما ستا لورئ نیولئ دئ په بل لور تللای نه شم
حیران یم چې دوی ولې ما له تا منع کوي
دژوند مانا مې وموندله ستا دکوڅې وره کې
مانا نه مې جانانه بې ما نا منع کوي
شمشاد دې راټيټ مه شه چې پټۍ په خیبر کیدي
تور لاس دغلیم لنډ شه وصا ل ستا منع کوي
اغیاربدلیږي رنګ په رنګ اوزه یوپښتون رنګ لرم
جادو منتر يې کړئ سپین سبا منع کوي
ورپاڅه خدمتګاره نوردې لاس یوکړه جانان سره
یووالې هسې زور دئ زور جفا منع کوي
محمدیوسف خدمتګارمزدورزوی
{/slide}{slide=غزل}
کله تور او کله سره کاڼي رااوري
تل په مونږ باندی ړانده کاڼي رااوري
رڼا مړه کړي درڼا په نامه راشي
دژوندون په نامه مړه کاڼي رااوري
په دې کلي کی یو څوک زمونږه رازوړي
چی ر سا زمونږ په زړه کاڼي رااوري
ګل غوټۍ لا مسکۍ نه وي پسرلي ته
په سروشونډو یی درانه کاڼي رااوري
په دی سیمه غرګي جنګ دسود اوزیان دئ
بس په کور دپښتانه کاڼي رااوري
دشملو دهسک ټیټوالې يي مطلب دئ
چی په سترګو په لیمه کاڼي رااوري
خدمتګاره دبی ننګو په جګړه کې
دجانان په لوپټه کاڼي رااوري
محمدیوسف خدمتګارمزدورزوی
{/slide}{slide=غزل}
یاغي فکر مړاوی اوښکې له لیمو ځي
که می غشي په زړګي کی دبڼو ځي
څوک به ایل کړي مست کتل دمستوسترګو
چی په یونظريي ژوند ترختمیدوځي
لټووم دمخ ډیوئ ته ورکی لاری
چی دی خال دتندې لاندی له کمڅو ځي
شپې اوورځې رانه ګډې وډې شوي
چی بیګاه سبا می ټول ستا په وعدوځي
درنجو اورنګ نکریزو حاجت نه شته
څويي رنګ دمحبت له اننګو ځي
دروغ رښتیا می د،اکرله حاله ګوره
ستا په تللو زما ننګ زما ابرو ځي
خدمتګاردی په تورتورکړورقیبانو
چی له کلي دی په ویر اوپه سلګوځي
محمدیوسف خدمتګارمزدورزوی
{/slide}{slide=اختریز دودونه}
که نړۍ ورپسی چاڼ څوک سراسر کړي
خپلوخلکو کړو او وړو نه ځان خبر کړي
ولسي دودنه هرچیری درانه وي
پښتانه په پښتنواله ژوند بهتر کړي
په مانا دمحبت به هله پوه شې
یوپښتون چی بل پښتون له غیږه ورکړي
افغاني کمیس پرتوګ دښکلا نښه
یوځانګړئ خوند لونګۍ سره څادرکړي
جنکۍ چی په لاسو نکریزي کیدي
په یووالي خوشالۍ سره اختر کړي
سره جمع شي لنډۍ دمیني وایي
پټ غمونه له زړګیو رابهر کړي
دکډوالو څه اختر وي خدمتګاره
بس په یاد دخپل وطن دژوند سفرکړي
محمدیوسف خدمتګارمزدورزوی
{/slide}{slide=غزل}
کلي په کلي ښار په ښار درپسی وګرځیدم
په لره بره ټوله لار درپسی وګرځیدم
ستړي زړګي دستړي ژوند منزل دمه غوښتله
ما ته پیاله خومارخومار درپسی وګرځیدم
غوټۍ می ټولی لټ په لټ کړې چی به تا وموم
اغزئ اغزئ اوخارپه خار درپسی وګرځیدم
لکه للمي ګل څاڅکي پرخی ته می هیله وه چی
اجل وهلئ ناقرار درپسی وګرځیدم
شپې می له ورځو سره ګډې وی توپیر يي نه ؤ
بلې ډیوې غرمه سهار درپسې وګرځیدم
دوړوکتوب ښکلي خوبونه دځوانۍ خیالونه
د پیغلتوب په انتظار درپسی وګرځیدم
سرخومی درکړوبدن هم ستا قربانګاه ته وړمه
په دی ازمیښت ستا خدمتګار درپسی وګرځیدم
محمدیوسف خدمتګار مزدورزوی
{/slide}{slide=ټینګ باور}
د مینيګل نه پاڼې تللي اوس ډنډر پاتې دئ
کلئ مو وران شو کلیوالو بس کنډر پاتې دئ
خوا درقیب لا سړه نه ده او اوس هم تاویږي
ځکه دکور خاوند حیران او قلندر پاتې دئ
د چنا ر و نو سر ه و سو لو ما لي ا و ما لیا ر
اوبه د ژوند چا بندې کړي وچ ګودر پاتې دئ
دکلي خلک برمته دي دژوندون په تور کې
څو چې نفاق پردئ ټوپک او زور اور پاتې دئ
دلته یوه توره بلا توره شپه کې ګرځي پټه
نومونه ږد ي د بیلتانه څو مو ټبر پا تې دئ
افغان ولس يي دئ ویشلئ په خپل کورکاله کې
بس خالي نوم اوس د کابل او پیښور پاتې دئ
څو د ا مو او ا با سین تر منځ یو نه شي ولس
د غه بلا به مونږه خو ر ي دغه خطر پا تې د ئ
که غواړۍ و اوسۍ سرلوړي په خپل کور او کلي
خپلو کې یو شۍ دا د لوي غفار نظر پاتې دئ
یوځل که لوي افغان جرګه شي خدمتګاره پوه شه
دا لوي وطن به بیا جوړیږي ټینګ باور پاتې دئ
محمدیوسف خدمتګار مزدورزوی
{/slide}{slide=غزل}
زما دمیني په ثبوت کی نوم بدنام پاتی شو
چی سور ګلاب رانه ستا کور کی ستا په نام پاتی شو
ما يي لا څکه کړې نه وه خُم يي واړولو
زما مغزو کی ترنګ دهغه ښکلي جام پاتی شو
کاروان دمشکو لارختا کړه په ګړنګ وخاته
واړه منزل په لوری لاړل زما قام پاتی شو
خیر که صورت می لکه شمع توی شو دی چمن کی
دزړګي ژباړه می غزل ورته الهام پاتی شو
چغی می ډیری ورته وکړی چی راپاڅي جانان
په بخت ویده را ویښول هسی کلام پاتی شو
اوس یرغلګر دوخت راتاو دي زما وران کلي نه
اشنا باور په ما ونه کړو چی غلام پاتی شو
بی غوره نه شې خدمتګاره دارمان تر منزل
اوس آزادي ستا دولس ملي مرام پاتی شو
محمدیوسف خدمتګار مزدورزوی
{/slide}{slide=غزل}
ځواني می تیره شوه آرمان می په زړه زنګ پاتې شو
دتنکۍ میني ښکلول په ما قلنګ پاتې شو
رقیب په خوله له ما چالاک دئ یار يي تیرایستلو
زه اوجانان يي په جګړه کړو دې تر څنګ پاتې شو
بڼ او بڼوال يي دواړه ووهل زما په تور کی
ځکه دګل په مخ زما دوینو رنګ پاتې شو
ټول دوښمنان دمیني خاندي راته شنه پراته دي
زه يي ورمخکی کړم اغیار می روغ له جنګ پاتی شو
دکلي لر بر يي زمونږ په خپلو ورونو وران کړو
نه دندانسی شته نه نکریزي نه لونګ پاتې شو
دوخت ګلاب يي تومتي کړو چی اغزي يي ډیر دي
ځکه شیخانو ته بس یو بوټئ دبنګ پاتی شو
دزړه هنداره يي راماته کړه مونږ پوه نه شولو
دخدمتګار تر غوږه بس دهغی ترنګ پاتې شو
محمد یوسف خدمتګارمزدورزوی
{/slide}{slide=غزل}
ځواني می تیره شوه آرمان می په زړه زنګ پاتې شو
دتنکۍ میني ښکلول په ما قلنګ پاتې شو
رقیب په خوله له ما چالاک دئ یار يي تیرایستلو
زه اوجانان يي په جګړه کړو دې تر څنګ پاتې شي
بڼ او بڼوال يي دواړه ووهل زما په تور کی
ځکه دګل په مخ زما دوینو رنګ پاتې شو
ټول دوښمنان دمیني خاندي راته شنه پراته دي
زه يي ورمخکی کړم اغیار می روغ له جنګ پاتی شو
دکلي لر بر يي زمونږ په خپلو ورونو وران کړو
نه دندانسی شته نه نکریزي نه لونګ پاتې شو
دوخت ګلاب يي تومتي کړو چی اغزي يي ډیر دي
ځکه شیخانو ته بس یو بوټئ دبنګ پاتی شو
دزړه هنداره يي راماته کړه مونږ پوه نه شولو
دخدمتګار تر غوږه بس دهغی ترنګ پاتې شو
محمدیوسف خدمتګار مزدورزوی
{/slide}{slide=غزل}
سپوږمۍ دی پټه کړه له مونږه توره شپه دی راوړه
شپی نه دی هم آرام اخیستئ دئ خپه دی راوړه
دکلي خلک درته ولې بیړاګان ښکاري ټول
خومان دی مات کړل خو دزهرو پیمانه دی راوړه
تا خو جومات کی عبادت کولو نه يي خبر
دڅنګ چاړه دی سپینه وړې وه خوسره دی راوړه
یو ځل خو وګوره عمل خپل دوجدان ګریوان کی
دورور په وینو دی خال ایښئ آینه دی راوړه
که داویده ښاماران ویښ شولو ضرور به دی خوري
جواب به ورکړی چی له کومه خزانه دی راوړه
څو به دی توره غدۍ ساتي په تورتم کوڅو کی
تر څو به ویاړې چی دکام مرګيدانه دی راوړه
دخدمتګار په محبت به څو تورونه تپې
څو به په دروغو یار ته وئ چی نښانه دی راوړه
محمدیوسف خدمتګار مزدورزوی
ناروی
{/slide}{slide=غزل}
لکه للمي ګل چی سهر کی په شبنم تازه شي
هسی می زړه ستا په وعده باندی صنم تازه شي
ددرد کیسو دپښتانه چاپیریال ریبلئ یمه
دفکر ټپ می په هر لوري هر قدم تازه شي
وریځې راپورته شي مونږوایوچی باران به وشي
کاڼي راووریږي بیا زمونږه غم تازه شي
تا پسې وژاړم که ستاڅیري ګریوان راټول کړم
هره شیبه جوړه ژړا ده په یو بم تازه شي
لکه په پوخ فصل ږلۍ دکال خواري تباه کړي
ستا په کوڅه کی ځان وژنې دم په دم تازه شي
داچی دژوند لیارې تورتم ښکاري په دی وجه دي
مونږبی خبره یودسترګو نورمو کم تازه شي
ته خدمتګاره لکه پرخه زما دخیال په چمن
زمونږ راتلونکئ به یووخت ستا په قلم تازه شي

محمدیوسف خدمتګار مزدورزوی
{/slide}{slide=غزل}
له توپان وروسته به بیا راشین غاټول شي
شپه به تیره شي خپاره لونګ به ټول شي
دزوړ غور دجم منار که کیسه وکړه
دضحاک دشپون رمه به خپل شپول شي
دعاشرو دکوټې غرونه چې سره ښکاري
دغه سره څاڅکي به یوځای یوسنبول شي
مناجات دبیټ نیکه به خداي قبول کړي
دافغان ولس به بیا ودان کهول شي
پښتنې میندې به بل احمد پیدا کړي
دا مات شوئ خپورلښکر به پرې راټول شي
پښتونحوا کی به بیا نور بمونه نه چوي
دتخار دغلام خان پښتون که تول شي
دبابړې شهیدان به بیا رنګ راوړي
که جانان جانان پښتون ولس پرې ټول شي
دلیلې دښته به سره ګلونه وکړي
خدمتګاره داغیار به رسوا ګول شي
محمدیوسف خدمتګار مزدورزوی
{/slide}{slide=غزل}
که می شوله دصورت خونه ویجاړه
خوښ په دې یم چی می ټيټه نه شوه غاړه
لکه شمع دی دسترګو مخ ته وسوم
بس تصویر ته دی کووم دمیني ژباړه
دسبا په تمه شمیرم دشپې ستوري
یوه ورځ به سره بیا ووینو دواړه
دژوندون لارې سورۍ دي بیا به درشم
په وعده دمحبت که وې ولاړه
په تورتم کی درڼا په لورې یون دئ
منتظر دسباوون یو مونږه دواړه
زه تړلی کډه ناست یم درباریږم
سمندر کی وچ ساحل غواړم یا غاړه
خدمتګاره لاس په کارشه لار پیدا کړه
که نه پاتی شوی توپان کی خیر دی غواړه
محمدیوسف خدمتګار مزدورزوی
{/slide}{slide=دیتیمانواختر}
په کور او کلي اختر راغې خو خوښي نه شته دئ
ځکه يي سپیني لیچې تشې دي بنګړي نه شته دئ
نکریزي پاتی شولی وچی چا لندې نه کړلې
لاسونه سره د ورور په وینو ورور ولي نه شته دئ
دګلاب ګل ځوانیمرګ شوئ یو ډنډ رپاتې دئ
غوټۍ تنکۍ دي رژیدلي چی مالي نه شته دۍ
په چنارونو کی زوړ ټال دتیر اختر پاې دئ
چی په کی وزانګي هغه پیغلې خیالي نه شته دئ
دوخت واکمن سوداګري کړي په اختر او برات
خوار یتیمان په خیټه وږي او کالي نه شته دئ
زمونږه خونې بل نیولي مونږه پټ او سیږ و
په خپل کاله کی زمونږ امن سوکالي نه شته دئ
اختر له بس دئ چی يي یاد کړو پخواني یادونه
ښکلي یاران يي خدمتګاره پخواني نه شته دئ
محمد یوسف خدمتګار مزدورزوی
ارمانونه مو تر سره او اختر دی مبارک شه
{/slide}{slide=غزل}
هره پاڼه ښکلوومه په هر ګل کی ستا تصویر دئ
هره کرښه چی لیکمه هر غزل کی ستا تصویر دئ
هره هسکه کی تا وینم ستوري واړه ستا کیسې کړي
هر مجلس ته چی ورځمه هر محل کی ستا تصویر دئ
د ښکلاو د ښا رونو د زرینو شپو په منځ کی
په هر رنګ احساسوومه پل په پل کی ستا تصویر دئ
ستا دوستان می پیدا نه کړل دوښمنان دی دمخ ډیر دي
تور زلفان دی ټولوومه په هر ول کی ستا تصویر دئ
ستا دسترګو بلا واخلم لړمان پری کاږه ناست دي
ګرد دمنډ رانجه کوومه هرکجل کی ستا تصویردئ
په مونږ څه کانې راوشوی چی ټول غواړي مونږجلا کړي
اوښکی ویني تویومه هر منزل کی ستا تصویردئ
پاڅه ویښ شه ای جانانه بیا دی کور اوکلې ویشي
داغیارعمل دچل دئ په هر چل کی ستا تصویردئ
ته اِحساس زما دزړه يي ته ژوندون د خدمتګا ر يي
ستایووالئ به ساتمه دزړه تل کی ستا تصویر دئ
محمد یوسف خدمتګار مزدورزوی
ناروی
{/slide}{slide=غزل}
څوک په کمال څوک په جمـــــــــال کړي سمندرپه لمن
ځیني دغرو کاڼي سینـــــــــــــــګارکړي دهنر پــــــه لمن

لکه هیلۍ چــــــــاته دریاب وي تر ښنــــــــــګري پورې
څوک يي په یوه څاڅکي کی ډوب شي دګوهرپه لمن

زه د تهمت زنځیر په غــــــــاړه ملا ملتــــــــــــــــــه ګرځم
راته په برخـــــــــــــه مات کودي شــــــول دګودر په لمن

دلته مین زړونه رټي څــــــــــوک پرې باور نه کـــــــــوي
دلتـــــــــــه تورتم داغـــــــــونه ږدي دسپین سهر په لمن

یو ځل خو وګوره په هغــــــــــه مینه ناکــــــــــــــو سترګو
که می نظـــــــرستـــــــــــا په نـــــظر شي دنظر په لــــــمن

زه دی دمخ په ډیوه وسوم ته راویښ نه شــــــــــــــــــولې
توپان دهــــــــجر درنه یوړم دخنــــــــــــــــــــــــــجر په لمن

اوس می ایرې راټولــــــــــــــــــوه چی ټیټي باد نــــه شي
اوس دې تصویروړي خدمتـــــګارسوي ځیګرپه لمن

محمدیوسف خدمتګار مزدورزوی
{/slide}{slide=غزل}
لاروي دسرمنزل مجبورچی تم شي
لمر چی پریوزي دتګ لارې تورتم شي
زور ور غاښونه تیز کړي بارراوزي
د کمزورو، خونه ډوبه په ماتم شي
فرعونان چی وریادیږي شکر کاږي
د یزید د امامت سره همدم شي
په یوسف که جفا وکړه خپلو ورونو
زلیخا به ورحاصله دصنم شي
کاروانیان چی لا اواز دجرس اوري
بریالي ځي چی یووالئ يي قدم شي
سل دی ومره خو دسلو سر دی مه مره
که بی سره شوې ژوندون به دی په غم شي
په لښکر کی برئ نه شته خدمتګاره
واړه مات شي چی غیرت تعلیم يي کم شي
محمد یوسف خدمتګار مزدورزوی
ناروی
{/slide}{slide=غزل}
راشه چی دواړه دیو بل له غمه زده کړو یو څه
پرون په یاد کړونن پاګل له غمه زده کړو یوڅه
راشه نړۍ او نړیوال وګورو ځان وګورو
دژوندهنداره کی نورخپل له غمه زده کړویوڅه
دژوندانه پیښې سبق وګڼو پند تری واخلو
راشه په وینو سور وربل له غمه زده کړویو څه
درنګارنګ ګلونو بڼ وي دجنت په مثال
راشه دبڼ دهر یو ګل له غمه زده کړو یوڅه
زما او ستا په منځ کی کاڼي ټکوي غلیمان
را شه خولې پرانیزو یوځل له غمه زده کړو یو څه
دلته واخان نه ترهرات آمو آټکه پوری
اوربلوي څوک د اجل له غمه زده کړو یو څه
بیړۍ ډوبيږي خدمتګاره بی غوري مه کوه
رقیب جوړ کړئ مونږ ته چل له غمه زده کړویو څه
محمد یوسف خدمتګار مزدورزوی
{/slide}{slide=غزل}
چی ستافکرکله خیال کی سر له را شي
د نړۍ دردونه زړه ځیګر له راشي
زه تړلئ یم د دود په ځنځیرونو
په هوا شم چی نظر ،نظر له راشي
د فطرت دجوړښتونو په قالب کی
شرمی خوښ نه دئ خو کورله شرله راشي
د اوبو کبان به پورته شي په غرونو
که د غره ښکاري يي بحر وبر له راشي
د عمل حا صل د هر سړي خوراک دئ
بس په پای کی به دی خپله ور را شي
څوک چی نه سنجوي ځان بی لاری درومي
سر به نه وړي که یو ځل خیبر له راشي
خدمتکار له خپلو کړو پښیمان نه دئ
دده یاد به دې یو وخت مهظر له راشي
محمد یوسف خدمتګار مزدورزوی
{/slide}{slide=زور}
دا نن چی څوک را غلي دي په کوردپښتانه)) ()
دوې ډیر سرونه وړي دي په زور د پښتانه
پښتون يي دپښتو په نوم دبل پښتون دوښمن کړو
خپل ورونه يي وژلي دي په ورور د پښتانه
چا دین په ځان پرده کړو چا مذهب اجاره کړئ
جوماتونه يي وران کړي دي په شور دپښتانه
کابل او پیښورکی دپښتون ګوزران ته ګوره
پښتو ،نه منکر شوي دي په تور دپښتانه
پښتون هسی مخلوق دئ چی شي مات مني يي نه
هم مات او هم بر شوي دي په زور دپښتانه
چی کله سره یو ،ؤو منطقه کی ددوی واک ؤ
بیلتون سره خوار شوي دي خور ورور دپښتانه
پښتو اوس هسی نوم دئ خدمتګارکوي افسوس
پښتانه واړه خرڅ شوي دي په کور دپښتانه
محمد یوسف خدمتګار مزدورزوی
{/slide}{slide=مشرتوب}
چی سر لښکر دلښکر نه وي ټول لښکر ماتیږي
لکه په تن کی چی سر نه وي په خپل سر ماتیږي
هر هغه قوم چی مشر نه لري سر پوښ نه لري
ولس چی هر څوتوریالئ وي ور په ور ماتیږي
پښتون چی کله په کور ټول ؤ منطقه ټوله وه
غلیم تقسیم په لر اوبرکړو لر او بر ماتیږي
کابل يي وران کړولايي خوا،ورباندې نه ده سړه
اوس به می سوات او ملکنډ یا پیښور ماتیږي
په لوي کندار شوبلې ورسمې دي پښتونه اشنا
سبا پکتیا بیا ننګرهار هم مقدر ماتیږي
دپیښور پښتون ویزه اخلي کابل ته درومي
ځکه آمو نه تر آټکه یو ټبر ماتیږي
پښتونه څوچی دخپل کور یووالئ بیا جوړ نه کړې
دا مصلحت دئ چی دې نوم په سمه اوغر ماتیږي
زمونږ مُلا چی ترهګرشو دا د بل چا کار ؤ
اوس داغزي غوندې په خپل ځان او ځیګر ماتیږي
دخد متګارولس جګړ ه له هرغلیمه ګټي
خوله نفاقه دخبرو په ډګر ماتیږي
محمدیوسف خدمتګار مزدورزوی
{/slide}{slide=بی سره پښتون}
جګړه دسر په بدل وګټي سیاست وبایئلي
پښتون په نوم دپښتانه ځان سلامت وبایئلي
دغلامۍ زنځیر په غاړه ځان آزاد بولي
دخپل منځي جګړو په پایله کی قومیت وبایئلي
پښتون پنځه ځای ویشل شوئ په ځان نه دئ خبر
بی واکه ژوندکړي په خپل کورخپل موجودیت وبایئلي
پښتون فقط دې ته خوشال دئ چی پښتون یادیږي
پښتون دقوم په حیث دلوی پښتون حیثیت وبایئلي
پښتون دپلار نیکه په زوړ تاریخ ډیر ویاړ کوي
په خپله ناست لاس په دوعا وي متانت وبایئلي
پښتون دبل په لمسه خپل کور ورانولای هم شي
پښتون جنت ته وي نیت کړئ خو جنت وبایئلي
پښتون کاکا او دکاکا ځوي ته تر بور وايي
ورور دغلیم په سترګوویني خپل قوت وبایئلي
تر څو چی سر ځانله پیدا نه کړي بی سره پښتون
دخدمتګار غیرتي قوم به ننګ غیرت وبایئلي
محمد یوسف خدمتګار مزدورزوی
{/slide}{slide=غزل}
لکه له پیغلې چی منګئ په سم ګودر ماتیږي
هسې ناڅاپه مې نظر ستا په نظر ماتیږي
دپښتنو خویونه تیز دي صبر نه شي کوئ
جګړې ګټي خو دخبرو په ډګر ماتیږي
پردي، پردي دي له پردیو ګیله نه ده په کار
زمونږه خپل منځ کی په ځان باندی باورماتیږي
چی امامان دچا بی علمه وي نوڅه به کوي
دپشا کال حقه روژه یی ما‌زیګر ما تیږي
څوک چې د، دود دستور اوژبی پروا ونه لري
هغه قومونه بی تدبیره وي ډیر ژرماتیږي
ترڅوچې زه اوته په خپله په دې ځان پوه نه کړو
درقیبانو توطیی په ډیرهنر ماتیږي
دخدمتګار غیږې له راشه غاړه ټینګه راکړه
په بیلتانه کی دی جانانه زړه ځیګر ماتیږي
محمد یوسف خدمتګار مزدورزوی
ناروی
{/slide}{slide=غزل}
بیا ماښام شو بیا دستوروپسی ګرځم
په تورتم کی دشمکورو پسی ګرځم
خپل یاران می په پرد یو لارو لاړل
خپلو پریښی یم په نورو پسی ګرځم
چی په مینه کی تورن دي هغه ګورم
محبت کی د مختورو پسی ګرځم
چی په وچو ویالو بیا اوبه راایله کړي
چی یوځای شي دکمزورو پسی ګرځم
غوړو څڼوسرو لاسونو نه بیزار یم
سپوری شونډې سپورو سپورو پسی ګرځم
په هیڅ حال کی می هیر نه شولی جانانه
په هر لوري ستا دلورو پسی ګرځم
خدمتګار په فکر ځوان په تن سپین ږیرئ
وایی کعبه کی دمیخورو پسی ګرځم
محمد یوسف خدمتګار مزدورزوی
ناروی{/slide}{slide=غزل}
دنفرتونوفتواګرنور له مداره وځي
دکوډومزئ که یی یو ځل له چلتاره وځي
بس په للمي ګلو به بیا ورښت را ووریږي
موسم بدل دئ وچکالي به له ګلزاره وځي
دپښتنو کوچیانو کډې بیا ناور ته درومي
له نرخه نه وځي له ننګه له دې ښاره وځي
درخو به ورشي هسکه غاړه سره لاسونه غیږله
که دآدم درباب غږ سورشي له تاره وځي
کروز اوسټنګر به بی تاثیره شي هدف به ورک کړي
داوره ګان غوندې به دوی هم له کتاره وځي
دوخت دغږ سره که پورته کاروانیان شي زمونږ
دا قافله به آبادۍ ته تر سهاره وځي
که خپلمنځي یووالئ بیرته پښتنو کی راغئ
په زور راغلي میلمانه به خدمتګاره وځي
محمد یو سف خدمتګار مزدورزوی
ناروی{/slide}{slide=مورې}
غرور مې مات دئ زه دشرم سیلاب وړئ یمه
مور ې دوعا راته کوه له ژونده ستړئ یمه
ستا آرمانونه پوره نه شول ملامت یمه ډیر
زه هم دخپلو ماتو هیلو پوروړئ یمه
په کوچنیتوب به می له غمه زړګئ تاته تش کړو
بس په ځوانۍ کی لیونئ او اوس نیمګړئ یمه
مورې اوس تاته حال ویل هم مناسب نه بولم
هسې غمونو کې ډوب شوئ خُسا ځړئ یمه
مورې نه کلي له درتلای شم نه آرام یم دلته
خالي تصویر ته دی ولاړ غاړه کی پړئ یمه
مورې خبره شوې چی څه چارې راوشوې په ما
پردو ،دودونو رواجونوډیر تنګ کړئ یمه
مورجانی وغواړه له خدایه چی وطن جوړشي
زه دنفاق لمبوله تانه لرې وړئ یمه
دورور وژنې او جګړو خبر چی واورم دلته
په ځان می شک شي چی ضرورڅه کی نیمګړئ یمه
موری سلام وړاندی کووم او دوعا غواړم درنه
زه خدمتګار اوس لکه سم داوبو مړئ یمه
محمدیوسف خدمتګار مزدورزوی
ناروی {/slide}{slide=امتحان}
یو ځل بیا د افغانانو امتحان دی
غیرتونه مالومیږي د ځوانانو
د ټوپک دوران تیر شوی بل زمان دی
قلمونه دي جنګیږي د پوهانو

هغه قام چې کوم په علم منور وي
هلته ځای د فقر جنګ او خپګان نشته
لوی واړه يې وي خوشحاله بختوروی
د پردو د لاسوهنو امکان نشته
چې قلم يې پورته کړئ زړوروی
د وسلې وژلو نوم او نښان نشته

رسیدلي پخپل علم تر آسمان دی
آسمانونه ورټیټیږي ماهرانو

خو کوم قام چې بې خبره بې هنر وي
ټول ژوندون یې په کړاو سره تیریږي
هر میدان کې اړ محتاج د نور بشر وي
حپلواکي ملي یووالی یې ګواښیږي

د بهر نه ورته جوړ د جنګ خطر وي
پخپل کور کې د بل حکم پې چلیږي

هسې قام نفاق مات کړی ژوند يې ګران دی
ټول رازونه رسواکیږي د خوارانو

اوس نو ته لویه افغانه جهان ګوره
د پلرو د ویاړ تاريخ او ژوند په یاد کړه
امریکا تر اروپا او جاپان ګوره
حقیقت د ژوندون تریخ په پند په یاد کړه
سترګې خلاصې کړه نور ګوره او ځان کوره
علت څه دی د دې بیخ په خوند په ياد ګړه

دا پیغام د نوي وخت نوي زمان دی
منزلونه مو لنډیږي هوښیارانو

که یو ځل ملي یووالی زمونږ راشي
د وطن پیغلې ځوانان مو تعلیم وکړی
مونږ نه تللې افغانوالې زمونږ راشي
زیارايستونکی بزګران مو تعلیم وکړي
ملي عزم رښينوالې زمونږ راشي
کارګران او مزدوران موتعلیم وکړي

لیاقت زمونږ ښکاره په ګرد جهان دی
ارمامونه مو ګل کیږي افغانانو
ټوپک کته کړه اوږو نه قلم واخله
په علمیت سره ځان سیال کړه د سیالانو
ځان راباسه انديښنو نه قدم واخله
په همت کاروان سمبال کړه د سیالانو
کلک قدم له تورو شپو نه سم راواخله
پت عزت باندې دې خیال کړه د سیالانو

په متین عزم یې وړی هر میدان دی
غیرتونه مالومیږي د ځوانانو

نور ژوندون په ناپوهۍ سره ذلت دی
که غیرت لرې تحصیل وکړه هوښیاره
له نړۍ نه بې خبري زمونږ غفلت دی
دې خبره کې تعجیل وکړه هوښیاره
نور نفاق او ځانځاني لوی خجالت دی
د سواد زده کړې تحصیل وکړه هوښیاره

په سیالۍ ورته ولاړ ځکه هر ځوان دی
خدمتګار ورته خوښیږي عزیزانو
محمديوسف خدمتګار مزدورزوی
{/slide}{slide=پسرلي ته}
دژوندون دټوکیدلوعلامه یي
تاندوهیلوسرکیدلوهنګامه یي
دښکلا اومحبت خبر راوړونکئ
دفطرت درڼا ګانو راسپړونکئ
ته چی هرچیری راځی خوشالي راوړې
دښتو غرونو ته تازه سوکالي راوړې
په راتګ دې ونې بوټې رنګ بدل کړي
شاعران دی له هر رنګه جوړ غزل کړي
یوتپوس درنه کووم چی خپه نه شی
څو شیبو له زمونږ کره را نه شی
مونږ ساړه ژمي ځپلي شل اوشوټ یو
دجګړو په اورکی سرتر پایه پټ یو
که راځی نو مونږ ته ګل دامان راوړه
بس یووالې تآمل له آسمان راوړه
زمونږ سترګې په خپل نور باندی رڼا کړه
دغه تور پردي لاسونه نور رسواکړه
بس له تامو دالله په نوم سوالونه دي
معشوقوله مونږه هم غوښتي ګلونه دي
بڼوال پوه کړه خدمتګاره چی بڼ جوړ کړي
پسرلې به دی ضرور په ګلو موړ کړي
محمد یوسف خدمتګار مزدورزوی ناروی
{/slide}{slide=هلمنده}
آی هلمنده مست هلمنده پر تا ویاړمه تر ژونده

ته مو نښه د ژوندون يي له آونۍ تر کمال بنده

ته دبست کلا واکمن یي منډیګک سستان تر زنده

ته لوي باب دسترتاریخ یی ته خبر د ژوند له خونده

ته زمونږ دننګ شمله يي آي زمونږ په درد دردمنده

خو هلمنده مست هلمنده

نن پارچاو ده زمونږ ژرنده

ستا څلور لوروته اور دئ ژوند وتلئ دئ له خونده

سره اوتور،زورازمائیل کړي لار ه هر لوري ته بنده

څوک چې تا څوځل مات کړي بیا راغلي دي بې خونده

ستا بچي سره یو نه دي دنفاق ده جوړه کنده

نوهلمنده مست هلمنده

مونږه یو کړه عزتمنده

په څپو شه په غوزنګ شه له کونړه تر غوربنده

په امو اباسین غږ کړه چې دوښمن کړي کلا بنده

پښتون پا څوه چې ویښ شي چغه وکړه ترمیونده

د ا پیغام د خدمتګار د ئ هلمند وا لو ته له پنده

محمد یوسف خدمتګار مزدورزوې ناروې

{/slide}{slide=غزل}

ورک شوله کاروان ځینې جرس زمونږ
نور نو څه پوره نه ؤ په وس زمونږ
مشر کشر خپل اعتبار بایلو ده
سر اومال تاوان شو یو په لس زمونږ
وشړیدو دیار دسپینې غاړې هار
شو په مونږ شکي واړه ولس زمونږ
کس ناکس په مونږه تهمت پورې کړو
خیال دپاکې میني شو عبس زمونږ
اوس نو څو چې زه او جانان یو نه شو
نه به مینه سر شي نه هوس زمونږ
ورشه خدمتګاره پړئ غاړه کې
ځکه وصال غواړي اوس ولس زمونږ

{/slide}{slide=زبیرګئ}

چې يي بله ستا د مخ راته ډیوه کړه
بد نوشۍ نه مې ساقي هله توبه کړه
انتظار دې څومره خوږ دئ چې تیریږي
چې وعده پوره کیده بله وعده کړه
که سوزیږم په مجمر کې باندې خیر دئ
دا په دې چې را يي مینه پښتنه کړه
د پلو لاندې دې وکتل موسکۍ شوې
رقیب ځکه د غضب ټنډه تر وه کړه
په هجران کې مې وصال په خوب لیدلو
چې مې شپه د ژوندانه دومره اوږده کړه
که په برخه مې کړاو، او ژړیده وي
یو څه ما هم د ځوانۍ جوړه شیبه کړه
خپه نه شې که زبیرګئ مې خولې نه خیژي
ما د ې شمعې سره تیره توره شپه کړه
عجیبه ده چې لا اوس هم پرې پوه نه یو
کوم اغیار زمونږ د میني ډیوه مړه کړه
اوس هم وخت دئ خدمتګاره که پوهیږې
که برې غواړې جانان دې دلاسه کړه
{/slide}{slide=د قبر رنګ}
افغانه جوړ کړه خپل ملي يووالی
خپلو کې مينه ورورولي وکړه
لکه پلرونه خپل منځي يووالی
ملي وحدت عزيزولي وکړه

افغانه يو کړه ميليتونه ورونه
بلوڅ تاجک په يوه مرکز راټول کړه
نورستاني او نور قامونه ورونه
ترکمن ازبک په يوه مرکز راټول کړه
ستا هزاره ايماق نسلونه ورونه
ورونه دې کلک په يوه مرکز راټول کړه

جوړ کړه د ورونو بيا اصلي يووالی
پښتونه ته مشرولي وکړه

له اريانا تر خراسانه پورې
ته د قدرت او اعتبار خاوند وې
ته له يما تر احمد خانه پورې
دپت عزت او اقتدار خاوند وې
له ډير پخوا تر نن زمانه پورې
د شان شوکت او لوړ وقار خاوند وې

جوړ د بچو وکړه خپل قوي يووالی
خوی د افغان بچي اصلي وکړه

ستا موجوديت راغلی سوال لاندې
په هوښيارتوب مظاهره وکړه
ستا حريت راغلی سوال لاندې
په سړيتوب خپله چاره وکړه
ستا افغانيت راغلی سوال لاندې
ښه په نرتوب او په ښکاره وکړه

کلک بيرته جوړ کړه افغاني يووالی
پښتونه ته پښتونولي وکړه

خپلو کې يو شه تنګ نظر ورک کړه
زمان دې بيا نن آزموينه کوي
په لوړه پوهه بنيادګر ورک کړه
جهان دې ننګه او پالنه کوي
پردی جاسوس پردی نوکر ورک کړه
آسمان په تا نن لورينه کوي

نړۍ دې ټوله نن څيړي يووالی
سيال شه سيالانو کې سيالي وکړه

که غواړې واوسې آزاد پښتونه
تعليم او زده کړه دې کړه دنده خپله
که غواړې ملک دې شي آباد پښتونه
پوهه حاصله ښه درنه کړه خپله
پام چې وخت تير نه کړې برباد پښتونه
د نړۍ وضع تجربه کړه خپله

پوهه په تا کې راولي يووالی
ننګ او غيرت د ابدالي وکړه

يو ځلې ځان او بيا جهان وګوره
له ديره جاتو؛ نه سستانه پورې
په پاکه خاوره شهيدان و ګوره
وزيرسستان بلوچستانه پورې

ويش دې په لوی افغانستان وګوره
وکړه حيا د پاکستانه پورې

په پوهه واخله خپلواکي يووالی
د شهيدانو تسلي وکړه

د لوی خوشال قبر به رنګ وباسي
که د افغان بيرغ پرې وغوړيدو
د ايمل خان قبر به رنګ وباسي
که لوی افغان يې په ننګ ودريدو
فخر افغان قبر به رنګ وباسي
که تشدد، نه پښتون وګرځنيدو

د خدمتګار ارمان اصلي يووالی
که لراوبر مې ورورولي وکړه
{/slide}{slide=د پښتون وطن}
لر او بر سوځيږي د پښتون وطن

وران شولو ورانيږي د پښتون وطن

پاتې بې هنره د پښتون بچی

ژوند نه بې خبره د پښتون بچی

خرڅ شولو خرڅيري د پښتون وطن

وران شولو ورانيږي د پښتون وطن

ډوب شولو ايرو کې لال مرجان زمونږ

خاورې د بل کار کې شول ځوانان زمونږ

وسولو سوځيږي د پښتون وطن

وران شولو ورانيږي د پښتون وطن

ای زلميه! پاڅه په ايمان سره

ځان خپل برابر کړه د جهان سره

شرم دی شرميږي د پښتون وطن

وران شولو ورانيږي د پښتون وطن

واک اختيار دې نشته دی غلام يې ته

پلار نيکه دښمن ته په سلام يې ته

برخې برخې کيږي د پښتون وطن

وران شولو ورانيږي د پښتون وطن

دلته لوی دښمن جهل نفاق دی تل

ځکه لوی افغان بې اتفاق دی تل

دا چې نه جوړيږي د پښتون وطن

وران شولو ورانيږي د پښتون وطن

ګورئ چې ورانيږي ښوونځي زمونږ

سره اور کې سوځيږي پوهنځي زمونږ

د بل ژبه چليږي په پښتون وطن

وران شولو ورانيږي د پښتون وطن

سر په سترګو ژاړي خدمتګار غريب

تل آزادي غواړي خدمتګار غريب

اوښکې نه وچيږي د پښتون وطن

وران شولو ورانيږي د پښتون وطن
{/slide}{slide=د ستم باد}
سترګې مې بيا لکه چيتر وريږي
چې مې يادونه د دلبر وريږي
د تګ راتګ لارې يې ګرانې شولې
د نفاق کاڼي په ګودر وريږي
مانه آمو او اباسين خپه دي
دبيلتون کرښې په خيبر وريږي
د سپين بولدک او د تورخم ولسه!
پردي لاسونه مو په سر وريږي
اسماعيل خان ديره يې لاندې کړه


بيا دانګريز رنجيت خنجر وريږي

 

کابله! غږ کړه اکبر خان وزير ته
مات پيرنګي بيا لر او بر وريږي
سپينې جامې د سپين غر تورې شولې
دستم باد په پيښور وريږي
اوس نو ته ووايه پښتونه اشنا!
ننګ اوغيرت دې په کوم ور وريږي
د خدمتګار رنګ به تازه شې څنګه
غم د افغان په لوی ټبر وريږي
{/slide}{slide= وطن ته}
ستا بچی يم ستا بچی يم


ته می مورئی ته می پلار ئی


تاکی لوی شوم تابه ساتم تا کی پايم


ته می ځان ته می ژوند لوړ افتخار ئی


زه که هست يمه هيڅ نه ومه تاهست کړم


په يو والی ستا بچيانو مستومست کړم


ستا هر خار راته ګل ښکاری بوی کوم ئی


وچی دشتی دی جنت ابادوم ئی


ستا پامير او هندوکش غيرت غيرت دی


ځکه ستا بيرغ په ټول جهان اوچت دی


ستا يو خار به لا بدل په جهان نکړم


شمله ټيټی به دی نوم د افغان نکړم


ستا بچی يم ستا بچی يم


ته می مورئی ته می پلار ئی


تاکی لوی شوم تابه ساتم تا کی پايم


ته می ځان ته می ژوند لوړ افتخار ئی
-----------------------------------------
د احمد شاه بابا مزار
قندهار ١٣٥٦

محمد ېوسف خدمتګار مزدورزوې
{/slide}{slide= بد نصېب}
چې ښکلا دخط او خال کاندي تخرېب


بې مطلبه قېل اوقال دې دخطېب


چې اعلاج ېې بی لېدو دجانان نه وي


دارو څه له ورکوي خوشې طبېب


ټپ دسترګو دخنجر هله ناسور شي


چې نا څا به تر ې مخ واړوي حبېب


دخبرو سلسله ترې خطا کېږي


بی ادبه خندنئ شي لوې ادېب


دپردي کلي کډ وال به په څه خوښ شي


رنګ پردئ وي ګل پردئ وي بد نصېب


محبت په زور دولت نه تابع کېږي


په تقدېر به لاندې څوک نه کړي رقېب


صداقت سره تدبېر اومېنه ېوه کړه


په جرءت سره ورځه نږدې قرېب


خدمتګاره تېښته نه شته دئ له پېښې


مخا مخ ورځه جګړې له په تر تېب


محمد ېوسف خدمتګار مزدورزوې
{/slide}{slide= ولې؟}
لويه خدايه ستا مخلوق ولې ياغي شو
د ژوندون په ستر بهير کې ناراضي شو
تاج اوتخت يې قناعت ور حاصل نکړو
چې فرعون دعوه ګير د خدايې شو
کائينات دي ورتابع کړل ټول انسان ته
امر نهی ولې هير ترې اسماني شو
ستا اشرف المخلوق ولې يوبل وژني
حرص يې ولې په دا پوهې شيطاني شو
که مې نه نيسې په کفر زه خو وايم
د انسان قدرت دې هسې توپاني شو
قدرتمند دي په خپل زور حرام حلال کړي
نا روا روا ګڼل دي ميداني شو
تا دولي طاقت ورکړو خدمتګار له
نو بيا ولې ملامت او جزا يې شو
ورغومی ١٣٧٦
هيلې يادونه او منزلونه
د محمد يوسف خدمتګار مزدورزوی دشعرونو مجموعه
{/slide}{slide= موقع}
ما مې پښتنه لونګۍ راتاو کړه له ټپي خيبر
وې مې ورته ښه به شې خبر به کړمه لر او بر
لوړه د شمشاد څوکه له قهره په ژړا شوله
ړوند او کوڼ خو نه يې چې له لر او بره نه يې خبر
چا چې د افغان په نوم د ننګ توره تړلې وه
ګوره اوس مغلو لاندې کړی د هغه قبر
چا چې پښتونخوا د غرو سرونه هيروی نشول
تخت يې بچو وبايللو پلوري د هغه څادر
ګوره په بولدک او تورخم چا پټارې وکښلې
چا د يوال جوړ کړی او چا ايښی پکې دغه ور
لار د تګ راتګ د ورونو منځ کی بنده کړې چا
هسې ظلم چاکله ليدلی دی په نوم بشر
ورشه ملالۍ پښتنه پاڅوه چې ننګ وکړي
ورشه د ميوند شهيدان پاڅوه چې راشي ژر
اوس چې نيم ازاد غلامول غواړي ته څه کوې
ورشه ايمل خان او دريا راوله چې شي خبر
يا قراري کينه تش لوظونه پښتو مه پلوره
وياړه په نيکونو وږې خيټه بې پردي څادر
يا باور په ځان وکړه موقع دې ده راپاڅيږه
وښايه زلميانو ته پښتو سره خپل رو ګودر
زه به هم يو وخت د ابدالي لونګۍ په سر کړمه
لارې به ازادې کړمه يو به کړمه لر او بر
بيا به پښتونواله د پامير هندوکش جوړه شي
شي به د سپين غر سره ټپونه جوړ د لوی خيبر
بيا به د بولدک د اڅکزو خونه تقسيم نه وي
يو د احمد کور به وي او يو يې د بچو لښکر
ته دې خدمتګاره! په ليکوال کې چاپوه پيغام
زه به دې لږ وروسته له حالاتو کړم ژور خبر
{/slide}{slide= پل}
د درد منومينانو ژړيده دي
د بې دردو غمازانو خنديده دي
مينه اور دی هر سړی ورتللی نه شي
په قسمت د پتنګانو سوزيده دي
که بری په مينه غواړې سر نه تير شه
بويول د سرو ګلانو کړيده دي
زړه پر دې کړه که خپلوي د زړونو غواړې
ابدي د دردمندانو اوسيده دي
لکه پل شه د زړو ځوانو په ليار کې
رالويدل د سربازانو پاڅيده دي
هوښياران په اشاره باندې پوهيږي
بريدل د چلبازانو رالويده دي
خدمتګار مزدورزوی هسې زړګي وخوړ
د رښتينې عشقانو بريده دي
کب ١٣٧٦
هيلې يادونه او منزلونه
د محمد يوسف خدمتګار مزدورزوی دشعرونو مجموعه
{/slide}{slide= وير}
څوک تقدير په تدبير نشي بدلولی
سليم عقل تقدير پورته په تدبير کړی
تيښته مه کوه له پيښې هوښيار وايې
عشق د مينې به دې بند پخپل زنځير کړی
بې تدبير لامبوزن به توپان ګير کړي
جد و جد د ژوندون اساسي شرط دی
يو سکون دزړه ټول ځان د مرګ اسير کړي
مشکلات په حوصله باندې حليږي
عجله شيطاني کار سړی حقير کړي
خدمتګار سختو ربړونو نو کی لوی شوی
کله کله د خپل ژوند په يادو وير کړي
زمری ١٣٧٦
محمد يوسف خدمتګار مزدورزوی
{/slide}{slide= نهنګ}
ستا په مينه تهمتي شولومه ښه شوم
که دزړه په سر ټپی شولومه ښه شوم
خير دی که تنکۍ مينه رسوا شوله
دهرچا مينتي شولومه ښه شوم
شمع دی روښانه وي تل ستا دمخ
پتنګ په اورستی شولومه ښه شوم
غرق ستروبحرونو کې خوشحاله وم
نهنګ بند په لښتی شولومه ښه شوم
لويو توپانونو کې لوی شوی يم
کلک او غيرتي شولو مه ښه شوم
اوس خدمتګاره قسمت پيښه کړه
په مينه کې بندي شولومه ښه شوم
چنګاښ ١٣٧٤
محمد يوسف خدمتګار مزدورزوی
{/slide}{slide= غزل غزل وطن}
لوړی زوړی سمه اوغر غزل غزل شول
له پا ميره تر خيبر غزل غزل شول
له هر کانی بوټی پورته دا اواز دی
اسمانونه لر او بر غزل غزل شول
دلته ګل او بلبل نشته بورا نشته
ځکه سروی او نښتر غزل غزل شول
دلته غرونه سوری شوی دی په زړونو
اندامونه او ټټر غزل غزل شول
دلته مينه محبت وسول په اورکی
دريابونه سراسر غزل غزل شول
دا غزل غزل وطن په لوګو پټ دی
دلته هر څه برابر غزل غزل شول
د حرم بی بيانی ووتلی کمپ ته
زيارتونه او ګودر غزل غزل شول
١٣٧٣
{/slide}{slide= عظمت او جهالت}
سوله ژوندون دی ابادی ده
سوله يو والی ورورولی ده
سوله پيشرفت دی ترقی ده
سوله قوت دی ځوانمردی ده
سوله صفت د انسانيت دی
سوله دستر افغان صفت دی
سوله د ګدژوندون اواز دی
سوله د ژوند نوی اغاز دی
جنګ ورک کېدل دی بربادی ده
جنګ کی بيلتون دی جدايی ده
جنګ شاته تلل دی نابودی ده
جنګ کی بايلل دی کمزوری ده
جنګ يو صفت لری وحشت دی
وحشت ورکيدل دی بد اواز دی
جنګ د پناه په لور اغاز دی
سوله يو والی پيوستون دی
سوله جرګه جرګه سمون دی
سوله د جنګ په ضد تړون دی
سوله زمونږ د دين مضمون دی
سوله راحت د انسانانو
سوله قوت د افغانانو
سوله اسلام دی عدالت دی
سوله سياست دی قضوت دی
جنګ کليمه توره ننګينه
پرجنګ غوښتونکو دی ننګ وينه
جنګ سرزوری مدام بدبينه
جنګ کمزوری خوشی غمګينه
جنګ دافغان په ضد قدم دی
جنګ د يووالی ضد هر دم دی
جنګ د عظمت او جهالت دی
کوم چی تحميل نن په ملت دی
١٣٧٣
محمد يوسف خدمتګار مزدورزوی
{/slide}{slide= شاشجاعګان}
د غازی امان په کور کی اور بليږي
نابللي ميلمانه پکې اوسيږي
اتلان د زمانې شولوبې کوره
د احمد او غزنوي خونې ړنګيږي
بريډن وه اکبرخان وزير ويشتلی
اوس يې ځکه په هنر بچي مړه کيږي
ارواحګانې دپلرو به يې لړ زيږي
څومره ډير شاشجاع ګان دلته نازل شول
څوک لويد يځ کې څوک ختيځ کې وي لمسيږي
د جهاد په نوم يې ووژل خپل ورونه
دغوري او احمد خان شملې ټيټيږي
مجرمين او قاتلان را ميلمانه کړۍ
بې ننګانو ته درنې ميندې ژړيږي
د ميلمه لمن کی اور دی دابيرون کړۍ
که سر واخلې ګاونډيان پکې سوزيږي
خپل وطن کې سړي مړه کړی تری راتښتی
دلته سپن کالي په ځان کړي نه شرميږي
زما د پلار نيکه جونګړه پکې وسوه
خدمتګار ځکه په دې وضع ژړيږي
د وږي نهمه ١٣٧٦
محمد يوسف خدمتګار مزدورزوی
{/slide}{slide= ژوندي اميدونه}
وايه وايه تومتونه
د خوږي مينې تورونه
زه په مينه کې رسوا شوم
ځکه خاندي پرهرونه
پکې مات شوم خو ژوندی يم
بيا به ټينګ ږدم قدمونه
د غماز په خوله ورک نه شوم
نه جلا شوم له ژوندونه
چې ټکيړي لا کلکيږي
پولاد ځکه خوري پلکونه
که مې لمر د مينې وخوت
بيا به ورک شي تورتمونه
د تايخ پاڼو ته ګوره
چا وژلي ولسونه
ځان پې پوه کړه خدمتګاره
ژوندي ساته اميدونه
محمديوسف خدمتګار مزدور زوی
{/slide}{slide= دبلبلو چغار}
په وعدو وعدو می نور صبرتمام شو
ساقي وران دمیو ځاې او مات می جام شو
دخوبانو په بازارکې سودایی شوم
د اغیار خندل رټل زما انعام شو
که له خپلو ښکلو سترګو تپوس وکړی
دا د چا مینه کی جوړ راته الزام شو
ګله ولی نن خفه او مړاوې ښکارئ
په یوه خولګۍ خندا می ژوند تمام شو
په مخ سره خالونه مه ږده لمر صفتی
ګوندی دا چی دښکلا عقل دی خام شم
د ښایست دحرم سرو لمبو ته ګوره
پتنګ وسولو ډیوی ته لاس په نام شو
روڼ سبا کړو چا له تور حجابه لاندی
چی پښتون زړوکئ ولویده بدنام شو
له وفا یی جفا ښه ده تل می مل وي
خدمتګارعشق ته تسلیم په دې کلام شو

محمد یوسف خدمتګار مزدورزوې
{/slide}{slide= قصور}
څوک می دودونه رانه وړي اوڅوک مې ژبه اخلي
څوک می کورونه لوټوي ژوند بی موجبه اخلي
څوک کمونست، القا عده، څوک طالبان راتپي
څوک رانه دین د دین په نوم او بی مذهبه اخلي
چا اسامه راته لار ښود کړو چا زلمئ خلیلزاد
ښه پــــه پسته رانه ادب دا بی ا دبه اخـــلي
زه ورته غټئ غټئ ګورم چې نورڅه کوي دا
دا بی حیا شین سترګي کار له ډیر غضبه اخلي
دوئ را ته یو لاس کې ټوپک بل کی قرآن نیولئ
زما ساده ورورنه مانا ترې بی مطلبه اخلي
د کور خاوند ته وایی بیدار شه غله په شا ډبوي
ځانګړئ ګټه دوی زمونږ له اخ اوډبه اخلي
قوم دغفلت په خوب ویده دئ خدمتګار ژړیږي
د لوي افغان دښمن قصور له دې سببه اخلي
{/slide}{slide= دخلکو غږ}
رابیدار شۍ ورورنو څه په مونږه کیږي
دپردې شاته رسوا کړۍ دوښمنان
ددوښمن تبلیغ زونږ منځ کې چلیږي
په هنر مو قتلوي په ورورنو ورونه
،،،،،،،،،،،
پښتانه دي خاوندان دلوړ دستور
په تاریخ کې چیری نه وو ترهګر
دوطن ولس په ننک ولاړ ضرور
آزاد خیال آزادي دوسته حق پرور
تل خلاف دي دوژلو اوترور
خودپت په ځای ودرېږي زړور
ددوې ټولې معا ملې په جرګه کیږي
په جرګو باندې ساتي رسم دودونه
،،،،،،،،،
پښتانه له امو واخله تر اټکه
زاړه بلخ نه تر بخدي املبلاده
درستم له تخته ځه تر منډ یګکه
داسلام نه ډیر په خوا هم له میلاده
په سستان اوبست ًقلا کې دمه وکه
پښتانه پّه پښتنه غیږ کې لوییږي
په دې باب دي لیکل شوي کتابونه
،،،،،،،،
دشمال ایخانم نه ننګرهار ته
په باګرام دکنشکاه دي دربارونه
په هډه کې زوړ تاریخ آمان غفار ته
هدیرئ دخوست کا مې وایی حالونه
دغزني له څلو لاړ شه قندهار ته
داحمد اومیرویس وکړه زیارتونه
لاندی کویټه کې بلو څ پښتون اوسیږي
هر قدم کې زده کړه پوهه تاریخونه
،،،،،،،،،،،،
دسردار عطاالله وکړه سلام
لوړ مقام دصمدخان درنه هیر نه شي
دبوګتي او مري وکړه احترام
چی سلام دمحمودخان درنه هېر نه شي
دبولان دسر ختو کړه انتظا م
پام چی نور درانه مشران درنه هیر نه شئ
ټول دیوافغان بچي دي چی یادیږي
لر اوبر خواره پراته دي لکه غرونه
،،،،،،،،،،،،
له چمنه بیا راځه پّه دیره جاتو
لوړ مقام په اکوړی دخوشال ګوره
آزادۍ دجنګ غازیان په مناجاتو
په هرغره په هره تړه خوشال ګوره
بیلګئ نښې دانګریز مغل دماتو
له مردان تر پیښوره خوشال ګوره
له کوهاټه تر ډیریو ښکاره کیږي
چې په دئ ملک کی اوسیږي نر ولسونه
،،،،،،،،،،،
داجمل خټک غیرت چغه راواخله
ولي خان په سیاست کئ پالون دئ
کاکاجي دستر همت نښه راواخله
اپریدیو کئ لطیف یو ستر انسان دئ
دخټکو اپرا سیاب مشوره واخله
دبشر نوید هرلیک روح دافغان دئ
قلندر مومند په دئ ډیر خوشا لیږي
چې را ټول وي په حجرو پښتانه ورونه
،،،،،،،،،،،،،،
چارسدی نه که تیرا پوری ورتیر شوئ
دپښتون ولس به وګور ی عظمت
باجوړ نه که ورتیر تر سوات بونیر شوئ
دښکلا حسن به وګوري شوکت
دخیبر دالوی ولس غیرتي شمیر کړه
که دلواړګي شا اوخواته شوي اوچت
له مومند و دکونړ ننداره کیږي
دتیمور دماتې واوره داستانونه
،،،،،،،،،،،،
ایمل خان او دریا خان درنه هیرنه شي
دبا بړې شهیدانو سلام وکړه
محمدګل مومند روښان درنه هیر نه شي
دتیرا دشهیدانو سلام وکړه
غنی خان عمرا خان درنه هیر نه شي
د وانا دشهیدانو سلام وکړه
سیدجمال اسعد ابادکه دی یادیږي
میرزمان په ارنوۍ کوي جنګونه
،،،،،،،،،،،،
دخوشال دیوان بیان کړه زاړه ځوان ته
درحمان مومند حمید زیارت له ورشه
دسایل درویش دوعا کوه ارمان ته
دحمزه او دالفت زیارت له ورشه
دخاطر نظر بیان کړه ملنګ جان ته
درښتین خادم رشاد زیارت له ورشه
دوست شینوارئ بینوا ډیر خوشالیږي
افضل خان لالا که یوکړل خپه ورونه
،،،،،،،،،،،،
نورستان کې داصیل کولتور سیل وکړه
بیا ورتیر په لوړو غرو شه بدخشان ته
دپا میر له لوړو څوکو اپیل وکړه
دی ویدو ویدو ولسونو دافغان ته
دملي یووالي غږ په دې خیل وکړه
را بیدارشۍ یو ځل وګورۍ جهان ته
ستاسی ننګ ته قدرتونه تسلیمیږي
که یو نه شولۍ نوجوړ به شي شرمونه
،،،،،،،،،،،،
سره یو پّه ترکستان تاجک ترکمن کړه
دبامیانو هزاره ولس بیدارکړه
دبودا قاتل رسوا لکه دوښمن کړه
دازبکو په نار ه ولس بیدار کړه
په هرات کې نورقومونه پښتون یو کړه
چخانسور کې نارینه ولس بیدارکړه
بست قلا کې به پښتون ولس ټولیږي
که دبیټ نیکه ًقبول شولو سوالونه
،،،،،،،،،،،،
دغوریانو اوسوریانو تاریخ زده کړه
که افغان یی نو پّه لاره دافغان ځه
دوطن دشهیدانو تاریخ زده کړه
په قو ت دعلم پوهی پالوان ځه
دهوتکو ابدالیانو تاریخ زده کړه
نر پښتونه نر ښکار ه په دې میدان ځه
زده کړه پوهه کې دې لار روښانه کیږي
خدمتګاره هم رسیږ ي کاروانونه
،،،،،،،،،،،،،
ددوښمن تبلیغ زمونږ منځ کی چلیږي
په هنر موقتلوي ورونه په ورونه
رابیدارشۍ ورونو څه په مونږه کیږي
دپردی شاته رسوا کړۍ تور مخونه
محمد ېوسف خدمتګار مزدورزوې
کلاکرویک ناروې
۱۳۸۴لمریزکال
{/slide}{slide= د عشق زور}
چې ښکلی ياد مې دصنم راځي
نری فرياد مې په خوله سم راځي
فکر مې نه ځايږې دې نړۍ کې
صياد د مينې مې په چم راځي
د محبت غليمان يو شي سره
عناد کساد يې دم په دم راځي
پتنګ مړ ندی که په مينه مړشي
چراغ دې نه مرې چې تورتم راځي
کاغذه دغه احوال يار له يوسه
زما کوڅې له ولې کم راځي
په انتظار کې يې خوند پاتې ندي
ګريوان مې لوند دی تل پې نم راځی
زما په خپله مينه ټينګ باور دی
که خپله نه وي تل يې غم راځي
د عشق په زور خدمتګار ښه پوهيږي
چغې فرياديې تر قلم راځي
محمديوسف خدمتګار مزدور زوی
{/slide}{slide= د پښتو د ستر مشر په ياد}
له امو نه تر جيلمه يو ټبر دی
يو پښتون دی يو يي کور يو ئي خيبر دی
له مردان نه تر جوزجان او سيتان پوره
په واخان که په سا لنګ يا په سپين غر دي
قندهار نه تر ګنړ او باجوړه
په بنير دې که په سوات يا پيښور دی
له غزنی نه تر بولدک او کوټې پوره
که نيمروزه نه تر چمنه لر او بر دی
دښمنان که پې هرڅو پټارې کش کړي
يو قدم دې يو اواز دې يو لښکر دې
د بابا نغری يو دې بيل به نشی
مکناټن يی د لښکر سره خبر دی
کورني غله که جلا شي له لاټيانو
خدمتګاره يوه حيا ده يو څادر دی
{/slide}{slide= هيلی او ارمانونه}
په خندا خندا ئی سترګی کړلی توری
په ادا ادائی زلفی کړای سمسوری
په ګډا ګډا ئی ساز د مينی سور کړای
په مسکا مسکا که سروشونډوته ګوری
له اشنا اشنا چاپير کړای لاس د مينی
په ښکلا ښلا تهمت د مينی پوری
په پروا پروا ئی هيڅ ت پروا نه وائی
هسی جوړه می دنيا کړای هلته دوری
په ارمان ارمان همدا زمونږ امان دی
ارمان پاک او مقدس دی که ته ښوری
ډنډونه ١٣٣٥١
محمديوسف خدمتګار مزدور زوی

هيلې هاندونه او ارمانونه

١
له ټولګې څخه

١٣٧٩لمريز کال د زمری (اسد) ٢٨ د هيواد د سياسی استقلال د بيرته اخستلو د ٨١ کليزی وياړ
{/slide}{slide= ازموینه}

نه می مينه شوه مالومه نه رندي
زاهدان دزمانې چی می غندي
خوښ په دئ یم چی له نرخه نه یم وتئ
ښار به پریږدم نه وځمه له کندي
که دمینی په کفران می کور تالا شو
د یار نوم مې دئ لیکلئ په تندي
دنفاق اورمی لمنه سوځولې
ځکه سخته ده زما دوستي ګوندي
دمات خوم کودي می ګورم کنډوالو کې
که خومار دزمانو کړم راژوندي
ښکلي ښکلي یادووم مینه پالمه
ښکلوڅڼو کې تړلئ یم بندي
خدمتګاره که دئ ورکړه ازموینه
دمات زړه مین به ګل په تا شیندي
محمد یوسف خدمتګار مزدورزوې
{/slide}{slide= عزم}
د ارمان منزل که هر څومره شې اوږود
مخامخ باندی ورځم دا مې توکل دی
يا به کړمه توری زلفی کمربند خپل
يا مې هرر غشی ديار دستررګو خپل دی
ما اداب دمعشرت واړه ترک کړي
چی شيرينی می زړه وړی په منګول دی
يا به سوزم يا به کړمه مينه خپله
که می زړه په عشق کباب شو زړه می خپل دی
نه به شمه له خپل عزمه پښيمانه
نه به عشق کړمه بدنام که می اجل دی
د دلبر نه ئې غم ښه دی وفادار دی
خپله نه وی غم ئې تل راسره مل دی
خدمتګار به ئې د منډ له خاورو ځارشی
چې په يوه نظر ئی ساز زما ګوګل دی
بر نرنګ
١٣٥٠

محمديوسف خدمتګار مزدور زوی

هيلې هاندونه او ارمانونه
١
له ټولګې څخه

١٣٧٩لمريز کال د زمری (اسد) ٢٨ د هيواد د سياسی استقلال د بيرته اخستلو د ٨١ کليزی وياړ
{/slide}{slide= مات کاودڼي}
چارا نه یو ړلوڅا د رچا مو خولۍ یوړه

چا مورا نیم کړلو خیبرچا مو لنګۍ یوړه

چا فرنګیان کا بل ته راوستل چی دین وساتي

چا د ر وسا نو په لښکرد چاډ وډۍ یو ړه

څوک دایران پورې نښتي خراسان جوړوي

له ملا لۍ نه په ډ ا لر هم چا نتکۍ یوړه

ځینوخپل غله سړی وژونکي کړل په زور اتلان

چا په نامه دکاریګر دچا کوډۍ یوړه

څوک دکالدارو څوک دریال اودتومن نوکران

چا دافغان له لوې ټبر وچه مړۍ یوړه

غل په غلو واوښتلواوس تیاروی ټلوالې

څوک له ژوندونه لاس په سر چاتری پګړۍ یوړه

څوک ټولوي دمیکدې دډیوې مات کاودڼی

چادجومات ممبرپه شا چا مشواڼۍ یوړه

اوس خدمتګاره شمعی ګوره چې رڼا جوړه شي

په ترږمۍ کې چا بزګرچایی ډیرۍ یوړه
محمد یوسف متګار مزدورزوې
ناروې
{/slide}{slide= سوو هيلو او انديښنو ژبه}
ليکه قلمه پټ رازونه ليکه
د زړه په سر باندی داغونه ليکه
کاغذ ته ئی وسپاره چې وئی ساتی
د اند يښنو سوی حالونه ليکه
يو وخت به ګل شی بيا به وغږيږی
ورته د زور ظلم موجونه ليکه
د يتيمانو د زړه راز وايه
د شهيدانو ارمانونه ليکه
په دی وطن باندی چی څه تيريږی
د ورور وژنی تور جنګونه ليکه
د سوو هيلو اند يښنو په ژبه
غلی د خپل ژوندون دردرونه ليکه
د عاشقانو ديوون په خاطر
د پاکو مينو داستانونه ليکه
د خدمتګار ځينی چی هير نشی
د ژوندانه ئی يادداشتونه
لومړی مکريون کابل ١٣٦٦

محمديوسف خدمتګار مزدور زوی

هيلې هاندونه او ارمانونه

١
له ټولګې څخه

١٣٧٩لمريز کال د زمری (اسد) ٢٨ د هيواد د سياسی استقلال د بيرته اخستلو د ٨١ کليزی
{/slide}{slide= اشارې}
چې ګل په تیګوولي هم بلبل په تیګوولي
داڅنګه لیوني دي چې کابل په تیګو ولي
ښکاره خو لا دمیني محبت سندرې وايی
عمل کی بیا په خپله جانان خپل په تیګوولي
مین تر خپلی مړیني ورته پروت وي په کوڅه کی
نوکله قبلوئ شي چی محل په تیګو ولي

دئ کلي دجانان کی اوس اغیار مورچل نیولئ

راټول خپل او پردي دي چی مورچل په تیګو ولي

پاک نوم دمیکدې ورباندی بد شو خدمتګاره

موزي په اشارودپردو خپل په تیګو ولي
{/slide}{slide= بل توپان}
ګریوان ریښئ ریښئ دئ که ټول ځان ریښئ ریښئ دئ

آسمان ریښئ ریښئ دئ که جانان ریښئ ریښئ دئ

پا م وکړه ژور یو ځلی ځان ته شملو ره

داولی ستا ژوندون ته هر میدان ریښئ ریښئ دئ

څه کار دډیورنډ ؤ څه صوبئ اوڅه ضیلې شوې

په دی تورو پټارو لوې افغان ریښئ ریښئ دئ

داچا پتنګ ددین کړئ دا چا ترهګر جوړ کړئ

هما غوی تاته جوړکړې ټول پلان ریښئ ریښئ دئ

تر څوچی دی ریښئ ریښئ ګریوان خپل راټول نه کړې

ستا ژبه درنه اخلي ستا ایمان ریښئ ریښئ دئ

تر څو چې له جیلمه تر امو پورې یو نه شئ

تر هغی ستا هیواد افغانستان ریښئ ریښئ دئ

قوم ویښ کړه خدمتګاره بل توپان ورنه را تاو شو

دوستۍ په نوم توطیه ده خوار انسان ریښئ ریښئ دئ

محمد یوسف خدمتګار مزدورزوې

ناروې
{/slide}{slide= دشعر مورچل}
ََساه نیولئ دې راغلئ یم درشل ته)
( ما په خپله ځان سپارلئ دئ اجل ته
دوست شینوارې
ستا دحسن په کوڅه کې نسکور پروت یم
خپل مغرور تندئ می ایښئ دې محل ته
بس همدومره درنه غواړمه جانانه
که می وګورئ دژوند سوي منزل ته
لوړو زوړو توپانونو کی را لوي شوم
پټ می بد غوندې کتلي دکور غل ته
لره بره دیووالي غاړ ه را کړه
دبیلتون اور لګیدلئ دې بورجل ته
رقیبان به نور له دې حری مه تښتي
شملور که غیږ په غیږ شول یواوبل ته
دپښتو ژبه به نوره هم خوږه شي
دورورۍ مینه که بیا راغله کابل ته
داستاد شینواري روح به وي خوشاله
شاعران به یی غزل لیکي غزل ته
خدمتګار ته یی څو کړي لار ښوونئ
هڅولئ یم هغه دشعر مورچل ته
محمد یوسف خدمتګار مزدورزوې
ناروې
{/slide}{slide= لراوبرمخ}
چې د اوښکوپه اوبو وي لوندبشرمخ
په اسمان دمحبت به لوړ وي سرمخ

د ډيوې دسوز ژړا هله رسوا شوه
چې پتنګ ورباندې وسو برابر مخ

له هيڅ بوټي نه به ګل ميوه ونه شي
څو يې مخ ته برابر نه کړي دلمر مخ

دژونديو، ژوندون هله په ټکون شي
چې په وينو کې يې سور شي دځيګر مخ

د احتياج شرم په صبر زور اور شي
په هنداره کتی نه شي خپل بشر مخ

چې په لاس کې يې دزيار تڼاکې نه وي
نه به ويني خوشالي نه د ګوهر مخ

ماذيګر ګل او ګلزار شي د مئينو
په ګودر چې يو بل وګوري دلبر مخ

خدمتګار په پښتونخوا باندې مئين دی
خيبر پوزه پښتانه يې لراوبر
{/slide}{slide= اختر}
اختر دی خوشحالي ده خلک ټول سره خند يږي
زه ناست اخته په وير يم
نړۍ ده ګلرنګينه چې يو بل ويني خوښيږي
زه ژاړمه زهير يم
اختر دی خوشحالي ده زه په سرو سترګو ژړيږم
په مخ مې رود روان دی
د کور کلي کوڅې مې راياديږي نه صبريږم
زړګی مې پسې وران دی
د تن غوښې مې ورځ په ورځ توييږي او رنځيږم
په برخه مې خزان دی
د لوی وطن ليلا زما په سره اور کې سوځيږي
خپه يمه دلګير يم
ناست يم په يورپ کې سرودونه لور په لور دي
ترې خوند اخيستی نه شم
مغزو کې مې خپل خلک او ولسونه سر په شور دي
يو هم هيروی نه شم
په ما باندې د خپلې خاورې ډير پورونه پور دي
خو هيچ کولی نه شم
نارې وهم له درده درد مې هيڅ نه اراميږي
زه تل سر په شوګير يم
ملک هغه ملک وي چې ولسونو وي ټاکلی
د کور کلي خدمت کړي
نه دا چې استعمار وي په چلونو ګومارلی
پلرونه خجالت کړي
مشرهغه مشر وي چې قام کې وي ښاغلی
خدمت په صداقت کړي
پيسو باندې چې خرڅ شي پښتون کله حسابيږي
پرې پوه لکه وزير يم
دودونه مو خرڅيږي د يو څو کسو تصميم دي
د نورو نوکران دي
سياسې رشوت په وجه نغری زمونږه نيم دی
په بله لار روان دي
پښتو باندې غږيږو د پښتو وطن تقسيم دی
پردي مو واکداران دي
که خپلو کې يو نه شو غيرتونه مو ورکيږي
په خپل کور کې سوالګیر یم
د قام د پرمختګ او ترقۍ بنسټ تعليم دی
چې وې پخپله ژبه
بلوڅ پښتون چې نه لري دا حق د بل تصميم دی
دښمن دی بې ادبه
د يو بابا اولاد مې په کندي کندي تقسيم دی
پښتون پرې پوه کړې ربه
مشران د پښتنو بخپل کاله کې رټل کيږي
په شته جايد اد فقير يم
پښتون چې را زلمی شي کراچۍ ته ځي نوکر شي
دا د چا ګناه ده
يا سود او سلم وکړي او دوبۍ ته ځي نوکر شي
راتنګه پرې دنيا ته
خپل ورور باندې ځان غټ بولي چې بيا کلي له ورشي
دا چا کړې خطا ده
ځوريږي خدمتګار ورباندې ډير ورته کړيږي
هر چاته په تقرير يم

محمد يوسف خدمتګار مزدور زوی
د زمانې غږ د خلکو غږ
٤
له ټولګې څخه
د ١٣٥٨ ل کال د زمري ٢٨ د ګران هيواد د استقلال د بيرته اخيستلو د اغاز ٨٧ کليزې په وياړ٠
{/slide}{slide= افغانه پوه نه شولې}
چا ګودرونه وسول چاديدنونه وسول

چا مو باغچې تالاکړې چا موګلون وسول

افغانه پوه نه شولې

دچاسرونه وسول

چادريابونه وسول چا مو لوړغرونه وسول

څوک مو تاريخ لوټوي چا مو قبرونه وسول

افغانه پوه نه شولې

دچا سرونه وسول

څوک مو رواج خرڅوي چا هنر ونه وسول

څوک را له ژ بې تړ ي چا تاريخونه وسول

ا فغا نه په نه شولې

دچاسرونه وسول

چا د حيا پړ و ني چا څا درونه وسول

چا موباميان وران کړل چا يادګارونه وسول

افغانه پوه نه شولې

دچا سرونه وسول

چاموکابل ړنګ کړو چامو تختونه وسول

چا هم دچا بدل کې ښکلي ښارونه وسول

افغا نه پوه نه شولې

دچاسرونه وسول

د ا ټول د څه لپاره چئ ورونوورونه وسول

وچ او لامده وسولو ز اړه دو دونه وسول

افغانه پوه نه شولې

دچاسرونه وسول

چا د احمد د لنګۍ ستر ستر ولونه وسول

چا دمحمود غزنوي دتخت لالونه وسول

افغانه پوه نه شولې

دچا سرونه وسول

چاد هوتک دتدبير درازرازونه وسول

چا د اکبر شجا عت ستر غورزنګونه وسول

افغانه پوه نه شولې

دچا سرونه وسول

چا دخوشال په غيرت مغل ميړونه وسول

چا درحمان په خصلت لوي تاړاکونه وسول

افغانه پوه نه شولې

دچا سرونه وسول

که ته ترې ځان خبرکړئ ستا اولادونه وسول

دکوم پردي په دستور ستا يادګارونه وسول

افغانه پوه نه شولې

دچاسرونه وسول

ته لر اوبر وسولې ستا اندامونه وسول

چا په هنر وسولې سوچ اوفکرونه وسول

افغانه پوه نه شولې

دچاسرونه وسول

له خوبه ځان بيدارکړه سترمنزلونه وسول

هم دې اولادتباه شو هم دې پلرونه وسول

افغانه پوه نه شولې

دچا سرونه وسول

دخدمتکار واوره ستا تاريخونه وسول

که سره يو نه شولې ستا بنيادونه وسول

افغانه پوه نه شولې

دچا سرونه وشول

 

محمديوسف خدمتګار مزدورزوی
{/slide}{slide=ملي موقع}
موليانو وکړلو جهاد په ټينګ ايمان وختل
بيا د کابل بالاحصار ته انګريزان وختل
موليانو ويلي روس کافر دې پيغمبر نه مني
محمدی دين او اسلام ښه برابر نه مني
څوک چې د دوی کوي دوستي دوي ملحدان وختل
بيا د کابل بالاحصار ته انګريزان وختل
موليانوجوړ کړل تنظيمونه ډلې بيلې بيلې
يو وه ټولو مطلبونه ډلې بيلې بيلې
د دين د پاکې پردې شاته شيطانان وختل
بيا د کابل بالاحصار ته انګريزان وختل
دوی د عربو تښتيدلې مجرمين راوستل
د پاکستان په مشوره يې ماهرين راوستل
د دين په نوم ټول قاچاقبر ترورستان وختل
بيا د کابل بالاحصار ته انګريزان وختل
دوی ايتلاف وکړو د غلو ګلم جمانو سره
سړی وژونکو او د روس د اجنټانو سره
دوی د قدرت په خاطر پورته په قران وختل
چی کله راغل تر کابله حکومت يې ونيو
شوه يې اغاز مقابله سياسې قدرت ئې ونيو
جګړې شوه شروع کور په کور ټول قاتلان وختل
بيا د کابل بالاحصار ته انګريزان وختل
د پاکستان او د ايران دا پخواني ارزو وه
ډير له پخوانه دا دواړو بيرنۍ ارزو وه
نظام يې ړنګ کړو د افغان په ننګ ايمان وختل
بيا د کابل بالاحصار ته انګريزان وختل
هر يو رهبر د ځان لپاره پاچايې غوښتله
هر قوماندان د منطقې خود مختاري غوښتله
افغان وژنه عمومي شوه په دا شان وختل
بيا د کابل بالاحصار ته انګريزان وختل
دوی د روسي او د ايران سره دوستي اعلان کړه
په هسي شان يې پاکستان نه ازادي اعلان کړه
دوی ژبني نقاق رواج کړو چلبازان وختل

بيا د کابل بالاحصار ته انګريزان وختل
ډير عربي پاکستاني موليان خپه وپدې
القاعده ترورستي سازمان خپه و پدې
له خجالته د موليانو په ارمان وختل
بيا د کابل بالاحصار ته انګريزان وختل
بيا پاکستان د دوی خلاف خپل طالبان وروزل
نمک حرامه نالايقه شاګردان وروزل
موليان په تيښته ځنې لاړ په تالقان وختل
بيا د کابل بالاحصار ته انګريزان وختل
د طالبانو حکومت شو موليان وتښيدل
القاعده پې مسلط شو موليان وتښيدل
قرار قرار په دود دوستور ستر افغان وختل
بيا د کابل بالاحصار ته انګريزان وختل
بن لادن د افغانانو پخوانی قاتل و
ډير مجرمين د عربانو عملي شامل وو
د طالبانو حکومت کې واکداران وختل
بيا د کابل بالاحصار ته انګريزان وختل
د تالان شوو مکتبو د روازې بندې شولې
د پوهنتون او روغتونو دروازې بندې شولې
د علم زده کړې دود دستور ستر دوښمنان وختل
بيا د کابل بالاحصار ته انګريزان وختل
څوک چی روغ پاتی وه د دوی له استادانو څينې
له درواغجنو ګلم جمو ملايانو ځنيې
له ملکه يې وشړل سوچه مسلمانان وختل
بيا د کابل بالاحصار ته انګريزان وختل
په چل فريب باندې يې ټول افغانستان لاندې کړو
يو څو غارونونه په غير ټول افغانان لاندې کړو
په بې شرمۍ ترورشروع کړو ناپوهان وختل
بيا د کابل بالاحصار ته انګريزان وختل
ډير انسانان يې بيګناه په قتل ورسول
امريکايان يې په رڼا په قتل ورسول
د دغې پېښې قربانيان پاک افغانان وختل
بيا د کابل بالاحصار ته انګريزان وختل
اميرکايانو اتلاف جوړ کړو جهان سره
ترورستانو په خلاف جوړ کړو جهان سره
په هوايې يرغل يو ځل پدغه شان وختل
بيا د کابل بالاحصار ته انګريزان وختل

دې ائتلاف طالبان مات مات کړل له کابله لاړل
قرار قرار له قندرها هم له زابله لاړل
موليان له سوړو رابيرون شول په يوان وختل

بيا د کابل بالاحصار ته انګريزان وختل
په دې ترتيب بيا حکومت د ملايان راغی
ورسره يو ځان غټ لښکر د انګريزانو راغی
هم د کومک په نوم هم هغی سره روسان وختل

بيا د کابل بالاحصار ته انګريزان وختل
اوس به پوه شوی وې ملت چې جنګ په روان و
د پردې شاته د وحشت غورځنګ په څه روان و
دا موليان نه واړه ورونه د شيطان وختل
بيا د کابل بالاحصار ته انګريزان وختل
اوس رابيدار شی، افغانانو خپل وحدت جوړ کړۍ
دامو موقع ده په يووالي حکومت جوړ کړۍ
ملاتړ ېې وکړۍ که مو خپل ملی مشران وختل
بيا د کابل بالاحصار ته انګريزان وختل
ژر په يوالې سره خپل نظام له سره جوړ کړۍ
په پښتنوالی سره خپل نظام له سره جوړ کړۍ
چی نړيوال مو په کومک او امتحان وختل
د دين مذهب په نوم بيل نشۍ سره خپلو ورونو
د ډلی ګروپ په نوم بيل نشۍ سره خپلو ورونو
په اتفاق کی ملتونه تر اسمان وختل
بيا د کابل بالاحصار ته انګريزان وختل
ملی يووالی بيا تامين کړۍ په عزت سره
د افغانانو په روچ ملی غيرت سره
که نه دبلی پردې شاته ملنګان وختل
بيا د کابل بالاحصار ته انګريزان وختل
دا د مګروملتو پوځ په قدر سره
ملی امنيت د ټينګيدو پوځ په قدرت سره
له خپله ملکه کړۍ رخصت چې په امان وختل
بيا د کابل بالاحصار ته انګريزان وختل
په هسې رنګ ملي غيرت د افغان لوړ وساتۍ
د خدمتګار د ولس پت او نښان لوړ وساتۍ
که د امان په څير مو خپل ملي مشران وختل
بيا د کابل بالاحصار ته انګريزان وختل
مرغومی ١٣٨٠

محمديوسف خدمتګار مزدور زوی
هيلې يادونه او منزلونه
٢
له ټولګې څخه

د ګران هيوات افغانستان د سولې ملي يووالي او خپلوکی د ټينګښت او د دموکراسۍ د راګرزيدلو لپاره د وطن پالو د موکراتيکوقوتونو په خاطر٠
١٣٨٠ ل هه مرعومی٠
{/slide}{slide= ډیوئ}
چاته دشپئ اوورځئ یوشانته بلیږي ډیوئ
چاته دژوندپه تورتمونوکئ مړئ کیږي ډیوئ
د ابه جانان مخ راړولئ وي زما په لو رې
که یی له لورې نسیم راغئ چی مړې کیږي ډیوئ
زه بلووم دژوند دهیلو ډیوئ ټولې تا ته
څو دی دمخ رڼا په سترګو کئ ځلیږي ډیوئ
که دژوندون ښکلادې خوښه وي ډیوه ډیوه شه
دښکلي مخ ډیوه ډیو ته ښکلې کيږی ډیوئ
زړه دې روښانه کړه افغانه ځان په دی پوه کړه
نورو قومو سره دی ولې نه بلیږي ډیوئ
ما په کئ خوې دمتا نت دپښتنو ولیده
په سر یی اور دمیني بل وي نه ښوریږي ډیوئ
په انتظار دمیني مه شه پاڅه ورشه پسئ
به حرکت دژوندانه به دئ روڼیږي ډیوئ
لوی طا قتونه که ثابت وي حرکت ونه کړي
په ودریدو سره دزړونو یی مړې کیږي ډیوئ
لمر مخې لاړله ماښام شوزه ډیوئ بلووم
په توره شپه کې خدمتګاره وځلیږي ډیوئ
محمد یوسف خدمتګار مزدورزوې
{/slide}{slide= د هرات په سفر تللی ګران ځوی پاڅون ته}
خدای دی راوله په خير سره پاڅونه
خفه شوی درپسی دی خويندی ورنه
نه به خوښ ئی که خفه ئی په سفر کی
مونږه دم ګرئ په خدای کوو عرضونه
خدای دی وساته په خپل فضل کرم کی
دمطلب په لور دی ټينګ شه قدمونه
زه تر ژونده تاسی خوښ خوشحاله غواړم
تيروم ستاسی لپاره عذابونه
ستا له ټګ نه می هرات ته مراد داؤ
چی بلد شی وبه ګوری وطنونه
ما وه لس ورځی سفر درسنجولی
خبر نه ؤم چی به ټينګ وی د کانونه
د سپر لی ښکلی هوا به ژمی جوړ شی
راورپږی به شپو شپو بارانونه
نن دی ورځ ده اولسمه چی ئی تللی
زما زړه درپسی ډير کوی دردونه
اوس می ډيره تلوسه او ډير تشويش دی
لوی څښتن دی په خپل وکړی رحمونه
هم ضفيان انډيوالان دی يادوی ډير
شروع شوی دلته ستاسی مکتبونه
غفوری کاکا ته وايه سواد ژر کړی
دهغوی په کور کی هم دی تشويشونه
ځکه وضع نامطلوبه باور نشته
جوړ په هره لويه لاره پاټکونه
چی ته تللی وی ځان خپله مصروف ساتم
د زړه درديا د داشتوم ليکم شعرونه
ورونه مور دی يادوی خويندی دی ژاړی
ما نه ورکی ټولی لاری ګودرونه
له څبنتنه درته مرسته کومک غواړم
په روغتیا خښئ مو سرشه ارمانونه
چالاکی وکړه په خېر راځه خپل کورته
حرکت وکړه چی لنډ شی منزلونه

د تګ تاريخ ٢٣-١٢-١٣٧٤

محمديوسف خدمتګار مزدور زوی

 

هيلې هاندونه او ارمانونه

١
له ټولګې څخه

١٣٧٩لمريز کال د زمری (اسد) ٢٨ د هيواد د سياسی استقلال د بيرته اخستلو د ٨١ کليزی وياړ
{/slide}{slide= پـــښــتــو}
پــــښـــــتـو ژبــــــه د پــــــښــتـو ده د غـــــــيـــــرت ده
پـــښـــــتـو ژبــــــه د يــــــوالـــــي او د وحـــــــــدت ده

پــښـــتــو تـــــــشه پــــه پـــښـــتو خـــبـــــرو نــــــه ده
پــــښــــــتـــو ژبـــــــــه د وروری او مــــــحــــــبــــت ده

پښـتو حــــق د نـــورو پــــيـــژنـــي خـــپـــل ســـاتـــي
پـــــښـــــتـو ژبـــــه د جــــــــرګـــــــو او مـــصــلــــت ده

پـــښـــتـــو کلـــه پـــه بــــې وزلـــو يــرغــل نـــه کــړي
پـــښـــتــو ژبـــــه د ايـــــمــان او شـــــجــــــاعـــــت ده

پـــښــتــو ســـــــاتـــې احـــــتـــرام د نـــــــوم انـــســان
پـــښـــتــو ژبـــه د حـــقـــوقــــو قـــــــانـــونــــــيـــت ده

پــــه پـــښـتو کـــه پــښـــتـون پوه شي پښتو وکړي
پــــښــــــتـــو ژبــــــــه د وفـــــــا او صــــــداقــــــــت ده

پـــــښـــــــتـــو رســــــــم او رواج د پــــــښـــــــتـــو دی
پـــښـــتـــو لـــوړ شـــان او شــوکـت د افـغـانـيـت ده

خــدمــتـــګـار پـــه پـــښـــتــو تـــن او روح بــايـلـلی
چـــې پـــښـــتــو ئـــــې خــــــوږه ژبـــــه د مــــــلــــت ده

 

محمد يوسف خدمتګار مزدور زوی
د زمانې غږ د خلکو غږ
٤
له ټولګې څخه

د ١٣٥٨ ل کال د زمري ٢٨ د ګران هيواد د استقلال د بيرته اخيستلو د اغاز ٨٧ کليزې په وياړ
{/slide}{slide= د وطن ناوې}
وطن دناوې شال مې کړو چاګرو د
چا يي پيڅکه کشوله چا پلو
د بابا لنګۍ له سره راختا شوه
چی بر جونه د ننګو کړل چا کنډو
د سپين سرې مور ژړل به مې هير نشي
چائي خونه ورانوله چا منډو
چا کړو اور د نفاق بل زمونږ په کور کې
چا د بل فصلونه وسول او چا لو
چا پې وکړلو د جهاد چا غنيمت کړل
چا ارام بيت المان چور کړو چا په دو
ننګيالو کړي وينې توی خپلی مور چل کی
د چا ډير بچوړی مړه شول د چا يو
خدمتګار په کی له ملکه فراري شو

چا ګړو پت د افغان ټينګ او چا چلو
{/slide}{slide= زوړغچ}
څوک مې دودونه رانه وړي او څوک مې ژبه اخلي
څوک می کورونه لوټوي ژوند بی موجبه اخلي
څوک کمونیست القاعده څوک طا لبان راتپي
څوک رانه دین د دین په نوم او بی مذهبه اخلي
چا اسامه راته لارښود کړو چا زلمئ خلیلزاد
ښه په پسته رانه ادب دا بی ادبه اخلي
زه ورته غټی غټی ګورم چې نور څه کوي دا
دا بی حیا شین سترګي کار له ډیر غضبه اخلي
دوی راته یو لاس کې ټوپک بل کی قرآن نیولئ
زما ساده ورونه مانا تری بی مطلبه اخلي
دکور خاوندته وایی تبار شه غله په شا ډبوي
ځانګړې ګټې دوې زمونږ له اخ او ډبه اخلي
قوم دغفلت په خوب ویده دئ خدمتګار ژړیړیږي
دلوې افغان دوښمن زوړغچ له دې سببه اخلي
محمد یوسف خدمتګار مزدورزوې
کلاکر ویک ناروې
{/slide}{slide= زما وطن افعانستان دی}
هر دره يې په دنيا جنت نشان دی
الحمدالله زما وطن افعانستان دی
اسعد اباد په ننګ ولاړ دی
املبلاد يی زمونږ وياړ دی
دری زره کاله يې تايخ صرف د باميان دی
الحمدالله زما وطن افعانستان دی
ميوند زمونږ ملي وقاردی
ژوندی تايخ بالاحصار دی
هلته ګورګين دلته انګريز مات سر روان دی
الحمدالله زما وطن افعانستان دی
د بست قلا او لښکر ګاه کی
په پښتونخوا ګندهارا کی
ډير يو لاندې ستر تاريخ د لوی افغان دی
الحمدالله زما وطن افعانستان دی
ائی خانم د تالقانو
بودا تايخ د اريايانو
هډه او خوست يې ستر يادګار د خراسان دې
الحمدالله زما وطن افعانستان دی
زاړه هرات او له سيتان نه
له بدخشان او ترکستان نه
امو درياب نه تر جيلمه يو افغان دی
الحمدالله زما وطن افعانستان دی
ستا له تخاره تر قندهاره
له ستر مزاره تر ننګرهاره
هر يو بچې دې اتل او قهرمان دی
الحمدالله زما وطن افعانستان دی
کابل مرکز د جنبشونو
د ستر ولس سترو دودنو
ستا خدمتګار په تا لاړ په ټينګ ايمان دي
الحمدالله زما وطن افعانستان دی
هر دره يې په دنيا جنت نشان دی
الحمدالله زما وطن افعانستان دی
{/slide}{slide= زما افغانستانه}
هير به رانه نشي که مې روح لاړ شي له ځانه
زما افغانستانه
کنړ غيرت غيرت دی
لغمان پت او عزت دی
غزني نه قربانيږم تير به له پکتيا نه
زما افغانستانه
قندهار کې تاريخونه
ننګرهار کې غورزنګونه
کابل دې لکه زړه دې له لرغونې اريانانه
زما افغانستانه
ستا بلخ املبلاد دی
ستروياړ دی د اولاد دی
قدم قدم دې ننګ دی له هرات تر بدخشانه
زما افغانستانه
باميانو او هډه کې
په شهر غلغله کې
پو خوالی دی معلوم دی په دنيا کې له هر چانه
زما افغانستانه
تا مات کړل قدرتونه
د شرق او غرب پوځونه
اورنګ پرنګ دې وشړل په نره له خپل ځانه
زما افغانستانه
اولاد دې اوس راټول کړه
ورياد ورته خپل تول کړه
ضرور به خدمتګار درله درځي له اروپا نه
زما افغانستانه
هير به رانه نشې که مې روح لاړ شي له ځانه
زما افغانستانه
١٣٧٨
{/slide}{slide= پښتون ته}
پښتونه نوم دی ځا نله بل کيد ه
بيا که غلام شوې نو غلام اسيږ ه
يا خو دی نوم دنيکه خپل کيده
ازادي واخله لوړ مقام اوسيږ ه
چې ا ز اد ي نه و ي پښتو ن څه ما نا
پښتون به نه شي څو ک په لو ظ دپښتون
چې خپلو اکي نه وي ژوندون څه ما نا
ژوندي به نه شي مړه په لوظ دژوند ون
چې ا ر ا مې نه و ي قا نو ن څه ما نا
ا ر ا م به نه شي چې پردی وي قا نو ن
يا لوی خوشا ل له نوم پا ګل کيده
بيا تو ر مغل ته په سلام اوسيږ ه
که د ی شيدې دپښتنې وي تن کې
ځان دسيلانو سره سيال کړه پاڅه
واک اواختيار واخله په خپل وطن کی
وکړه همت جوړ دې چاپير يال کړه پاڅه
پام چې ځان وا نه چوې سپين کفن کې
ځان لوی غازي داستقلا ل کړ ه پا څه
په وياړ دی نوم ځا ن ته ايمل کيده
په لوړ عزت او لوړ مقا م اوسيږ ه
که دی سر لو ړی خپل ژوند ون غواړې
د لر او بر يو و ا لي لا ر وګو ره
که ستر بری حق دپښتون غو اړ ې
نر شه په نره حق د پلا ر وګو ر ه
که ځان مړی مال دقارون غوا ړې
ځان د طن دوښمن غد ار وګوره
د شر م خا ل په ټند ه خپل کيد ه
بيا تر نسلونو خپل بدنا م اوسيږه
که غواړ ې نوم دخوشال خان وساتې
خپلو حد و د و نه د ې ځان خبر کړه
که غواړې ننګ دمير ويس خان وساتې
په و ينو سو ر د ا ز ا د ۍ سنګر کړ ه
که غو ا ړ ې شا ن د ا حمد خان وساتې فخر افغان خو ښ په کا بل کيده
بيا خد متګا ره تل نيک نام اوسيږه
پښتونه نوم دی ځا نله بل کيد ه
بيا که غلا م شوې نو غلام اوسيږ ه
يا خودی نوم دنيکه خپل کيد ه
ازادي واخله لوړ مقام اوسيږ ه

٩/٠٦/١٣٨٤

 

محمديوسف خدمتګار مزدورزوی
{/slide}{slide= یو افغان}

لر اوبر خو ورک وي ولې خپله ځان ته ور ک وایو
موږ چې لمسی ځا ن ته د بیټ او د خټک وایو
موږه یو وجود یو لر ا وبر په مونږ کی نه شته دی
روح او تن مو یو دی ځکه یو امو آټک وا یو
مونږ لکه اوبه یو په ډانګو مو بیلتون نه کیږ ی
مونږ دژوند سندره په غیرت توره ټو پک وایو
څوک چی مونږ ته ورک وایی ورک کیږی به هغه دوښمن
مونږه بنسټونه دورورۍ یووالي کلک وایو
څو ک مو په پټارو دلر بر جلا کوئ نه شي
هر تیري ته یو جواب دیو افغان چټک وایو
مونږ ته له په خوا نه هسی ژوند را رسیدلئ دئ
تل مو په ټا توبي یرغلګر ته په کو تک وایو
نور نو انتظار دزمانې پا تی کیدئ نه شو
ځکه خدمتګاره اوس سبق دستر هوتک وایو

محمد يوسف خدمتګار مزدور زوی
{/slide}{slide= پيغام}
نور دې له غاړې ټوپک لرې کړه قلم واخله
پښتونه ګام د نړيوالو سره سم واخله

نن د زړو وسلو دوران تير شوی بل زمان دی
بچو ته وايه د مکتب په لور قدم واخله

ورور دې له لاسه ځنې ونيسه له خوره سره
ځان د سيالانو سره سيال کړه جام د جم واخله

د اتفاق يووالي ستنې کور کې ودروه
د خوږو زړونو رغيدو لره ملهم واخله

د پلار نيکه شان او شوکت او دبدبه په ياد کړه
بيا دې کور دننه وګوره قدم واخله

لومړی له نه ټولو زده کړه د ژوندون کوله
څه تجربه د ژوندانه له زير وبم واخله

تر څو به ته خوار او حيران اوسې پخپل وطن کې
د نوي ژوند په لوري پوهه له عالم واخله

په منفي سترګه هر څه مه ګوره او لاس په کار شه
قدم د ژوند په طريقه د بنيادم واخله

ملي مشرانو لارښوونکو باندې قام راټول کړه
په علم پوهه واک د حقه سره سم واخله

د خدمتګار دغه پيغام په اولادو تطبيق کړه
د يو سرلوړي ژوند په لور ورله قلم واخله

محمد يوسف خدمتګار مزدور زوی
د زمانې غږ د خلکو غږ
٤
له ټولګې څخه
د ١٣٥٨ ل کال د زمري ٢٨ د ګران هيواد د استقلال د بيرته اخيستلو د اغاز ٨٧ کليزې په وياړ٠
{/slide}{slide= خوشحال بابا ته}
دا نظم ما هغه وخت په الوتکه کښې ليکلی و، چې زۀ د ناروې نه پښتونخوا ته را روان وم او بيا چې په خپلو سترګو د خپلو بچيانو سره د لوئ خوشحال بابا په قبر حاضری وکړه، نو ماته د باچا خان نه راواخله تر لوئ خوشحال پورې د هغو ټولو اتلانو قبرونه راياد شول، چې د پښتنو لوئ نسل ترې ناخبره دی٠

لويه خوشحاله يو ځل پاڅيږه بچی دې ګوره
خپلو منځو کښې سره خوری لکه چينجی دې ګوره
ستا د لونګۍ ستا د قلم تورې پروا نه کوی
ځينې پيسو باندې انښتی لکه سپی دې ګوره
دښمن نيولې پښتونخوا ده ستا زيارت يې ونيو
نن چې په مونږ واک چلوی واړه پردی دې ګوره
لويه خوشحاله اروپا نه مې پيغام راؤړی
بس خالی زړه مې د پښتون په احترام راؤړی
مونږ له غيرت راکه راپاڅه احمدخان خبر که
دريا ايمل که را خبر فخر افغان خبر که
لويه بابا خان صمدخان له مونږه ډير خفه دی
ميرويس اکبر غازی امان له مونږ نه ډير خفه دی
مونږه ننګ توره ده بائيللی په نيکونو وياړو
بس په نامه لونګۍ تړو تش په نومونو وياړو
ځکه د کور کلی اختيار له مونږه بل اخيستی
څۀ ئې په زور د استعمار څۀ ئې په چل اخيستی
مونړ مشران خپل سپکوؤ نور پرې تورونه تپو
ننګ د افغان خپل سپکوؤ نور پرې نومونه تپو
لويه بابا ستا له نامه ستا له ديوانه لوګی
چې ئې په ننګ باندې ولاړ وې، له افغانه لوګی
په خوب کښې ورشه خدمتګار له چې پښتون پاڅوی
دا د تاريخ لوئ پالوان په يؤ تړون پاڅوی
د ليکوال نه .
{/slide}{slide= د آزادی پريښتې ته}
اې د ښکلا پريښتې
اې د رڼا پريښتې
ولې ړنده کڼه شوې
په افغانانو باندې
دلته جنګونه کيږي
ناحق مرګونه کيږي
په انسانانو باندې
اې د سبا پريښتې
اې د رڼا پريښتې
ولې ړنده کڼه شوې
په افغانانو باندې
سپينې سپوږمۍ وګوره
دا ترږمۍ وګوه
د جنګ د اور په منځ کې
ژړا سلګۍ وګوره
اې دا صلاح پريښتې
اې د رڼا پريښتې
ولې ړنده کڼه شوې
په افغانانو باندې
دا ماشومان وګوره
زاړه ځوانان وګوره
خوار انسانان وګوره
د تمنا پريښتې
اې د رڼا پريښتې
ولې ړنده کڼه شوې
په افغانانو باندې
دا سوزول څوک کوي
نا حق وژل څوک کوي
سپينو پردو شاته
بد نامول څوک کوي
اې بې ريا پريښتې
اې د رڼا پريښتې
ولې ړنده کڼه شوې
په افغانانو باندې
دا د ژوندون دوښمنان
د سباون دوښمنان
د دوی څيرې ښکاره کړه
دا ديوون دوښمنان
رښتيا رښتيا پريښتې
اې د رڼا پريښتې
ولې ړنده کڼه شوې
په افغانانو باندې
رڼا رڼا وکړه
د سپين سبا وکړه
د خدمتګار په کور کې
يو ځلې بيا وکړه
اې د حيا پريښتې
اې د رڼا پريښتې
ولې ړنده کڼه شوې
په افغانانو باندې
١٣٧٧
محمديوسف خدمتګار مزدور زوی
هيلې يادونه او منزلونه
٢
له ټولګې څخه

د ګران هيوات افغانستان د سولې ملي يووالي او خپلوکی د ټينګښت او د دموکراسۍ د راګرزيدلو لپاره د وطن پالو د موکراتيکوقوتونو په خاطر٠
١٣٨٠ ل هه مرعومی٠
{/slide}{slide= دتیور خاطره}
زه افغان یم زه بچئ دستر خیبر یم
له امو نه ترجیلمه لر اوبر یم
دپامیرپه سر می کور دئ دبابا
له مردانه تر جوز جانه یو ټبر یم
له چمن کویټی نه پروتیم ترسستانه
په بامیانو په تخار اوپه مقر یم
بدخشان اوکندهار نه ترهراته
زه بابا یم هندوکش یمه سپین غر یم
په پکتیا مزاراوښکلي ننګرهار کئ
زه په سوات او باجوړ او پیښور یم
له عزني اوغور نه لاړم تر ډهلي
دغوري اوغزنوي په دوښمن بریم
دډهلي له تخت اوتاج نه پرې ورتېر شوم
زه دښکلې پښتونخوادغرونوسریم
دپنجاب له رنجت سنګه تپوس وکړۍ
اوړئ ژمئ لوړ ولاړ لکه نښتر یم
مکناټن اوګورګین دواړه پری خبردي
په شا نه یم لګیدلئ په ټټر یم
داسمار غرونه رغونه شاهدان دي
خدمتګاره خاطره دګوډ تیوموریم
دزمري میاشت ۱۳۷۶

محمديوسف خدمتګار مزدور زوی
هيلې يادونه او منزلونه
٢
له ټولګې څخه

د ګران هيوات افغانستان د سولې ملي يووالي او خپلوکی د ټينګښت او د دموکراسۍ د راګرزيدلو لپاره د وطن پالو د موکراتيکوقوتونو په خاطر٠
١٣٨٠
{/slide}{slide= دام}
ما ځان تيارولو خو چا پرې نښووم
ګلبڼ مې جوړولو خو چا پرې نښووم
تکل مې دجانان حرم ته کړی و
قدم مې ايښوولو خو چاپرې نښووم
شپه د هجر څومره توپاني شوله
څراغ مې پلولو خو چا پرې نښووم
يار مې د اغيارو په دام کيواته
دام مې شکولو خو چاپرې نښووم
داغ مې د هجران په زړه کې پاتې شو
ما يار راويښولو خو چا پرې نښووم
زنځير يې د تهمت راته په غاړه کړو
زنځير مې ماتولو خو چا اپرې نښووم
وايه خدمتګاره دا څه پيښ شولو
يو ګل مې ورکولو خو چا پرې نښووم

محمديوسف خدمتګار مزدور زوی
هيلې يادونه او منزلونه
٢
له ټولګې څخه

د ګران هيوات افغانستان د سولې ملي يووالي او خپلوکی د ټينګښت او د دموکراسۍ د راګرزيدلو لپاره د وطن پالو د موکراتيکوقوتونو په خاطر٠
١٣٨٠ ل هه مرعومی٠
{/slide} {slide= افغانه}
افغانه پاڅه تارتخي افغانستان جوړ کړه
د ننګ په توره د خوشال او احمدخان جوړ کړه

 

نن دې افغانه افغانوالی دی د سوال لاندې
ستا موجوديت ملي شته والۍ دی سوال لاندې
ستا د بچيانو چې يووالی دی د سوال لاندې
دې ته تړون پکار دی، کلک پيوستون پکار دی

سمون پاڅون پکار دی

زمان بدل دی بدلون راوله خپل ځان جوړ کړه
د ننګ په توره خوشال او احمد ځان جوړ کړه

وطن څلور خواته تقسيم شو د دريا او سوري
کور دغيرت همت مو نيم شو د يما او غوري
دښمن په کور کې در مقيم شو ستا دستور پټوي
پاڅه همت وکړه، د ملک خدمت وکړه

په صداقت وکړه

توره راپورته کړه له ځانه ايوب خان جوړ کړه
د ننګ په توره خوشال او احمد ځان جوړ کړه

د ازادۍ بيرغ راپورته کړه اکبر جوړ شه
د صمد خان مړی راپورته کړه سنګر جوړ شه
د ايمل خان پټکی راپورته کړه سپين غر جوړ شه
دادې د پلار وصيت، وطن دې ننګ او پت دی

ازادي ستا شوکت دی

ستان پنجده سره يو ځای پښتونستان جوړ کړه
د ننګ په توره خوشال او احمد ځان جوړ کړه

 

ستا شهيدان سترګې په لار دي ازادۍ بيرغ ته
ستا يتيمان سترګې په لار دي خپلواکۍ بيرغ ته
پيغلې ځوانان سترګې په لار دي د ښادۍ بيرغ ته
دادې فرصت دی وروره، ځان د غيرت دی وروره

نوم دې اوچت دی وروره

په ورورولۍ ملي يووالي لوی افغان جوړ کړه
د ننګ په توره خوشال او احمد ځان جوړ کړه

پښتونه ته جرګې جرګې شه ورونه ټول را ټول کړل
افغانه ته څپې څپې قومونه ټول را ټول کړل
د لوی وطن د ازادۍ ګلونه ټول را ټول کړل
په هوښيارتوب سره، زړورتوب سره

په سړيتوب سره

د خدمتګار د زړه اواز ملي ارمان جوړ کړه
د ننګ په توره خوشال او احمد ځان جوړ کړه

 

محمد يوسف خدمتګار مزدور زوی
د زمانې غږ د خلکو غږ
٤
له ټولګې څخه
د ١٣٥٨ ل کال د زمري ٢٨ د ګران هيواد د استقلال د بيرته اخيستلو د اغاز ٨٧ کليزې په وياړ٠
{/slide}{slide=زيری}
څاڅکي څاڅکي سره يو شي سيلاب جوړ شي
توري يو يو سره يو شي کتاب جوړ شي

که د لارې مسافر خپلو کې يو شي
شيريک يون د زمانې انقلاب جوړ شي

پښتنو که د يوالي لار کړه خپله
يو وطن د ابدالي په د اب جوړ شي

خدمتګار به زيری يوسي لوی غفار له
يو پښتون که د يو پلار په حساب جوړ شي

محمد يوسف خدمتګار مزدور زوی
د زمانې غږ د خلکو غږ
٤
له ټولګې څخه
د ١٣٥٨ ل کال د زمري ٢٨ د ګران هيواد د استقلال د بيرته اخيستلو د اغاز ٨٧ کليزې په وياړ٠
{/slide}{slide= پړه}
افسوس افسوس ستا په ژوندون پښتونه
تا نه د پلار نيکه تايخ هير دی
اور مې بليږي په لړمون پښتونه
خپل حقيقت درځنې تريخ هير دی

 

افسوس افسوس د غم نارې وهمه
په هديرو باندې مې لوبې وشوې
چې پښتون پاڅيږي سورې وهمه
دود او جرکو باندې مې لوبې وشوې
ژوند مې توپان شولو څپې وهمه
ديرو حجرو باندې مې لوبې وشوې

 

په اور دې وسومه بيلتون پښتونه
د پښتونوالې درنه بيخ هير دی

 

پښتونه پاڅيږه دنيا وګوره
د اسمان ستورو کې ژوندون لټوي
سر کړه راپورته شاوخوا وګوره
هر څوک د خپل منزل مضمون لټوي
خپل وړاندې وروسته په رښتيا وګوره
د ژوند غوښتنې دې بدلون لټوي

په ټينګ ايمان وکړه پاڅون پښتونه
رسم رواج درنه خپل سيخ هير دی

حال ته دې ګوره لر او بر پښتونه
څو به د پلار نيکه په نوم وياړې
شه د سيالانو برابر پښتونه
که اوچت ژوند او اوچت نوم غواړئ
د وياړ په خوا کې کړه ځان نر پښتونه
که ننګ عزت او د پت نوم غواړئ

يو کړه پخپلو کې پښتون پښتونه
تانه دښمن خپل مخامخ هير دی

ستا غيرتي ولس احتياج د نورو
ته ورور وژلو ته پښتو وايې
ستا خزانې باج او خراج د نورو
ته خوشو لاپو ته پښتو وايې
ته استعمال شوې په مزاج د نورو
دښمن به ورونو ته تر څو وايې

بندې کړه لارې د بيلتون پښتونه
تا نه د پلار ژوندون راسخ هير دی

ستا سرحدونه له امو او جيحون
تا د عمان خليج کې امن راووست
ستا رواجونه د جوګو د قانون
په هندوستان کې به دې امن راووست
اوس ولې ته شوې ډلې ډلې زبون
تا به د جنګ ميدان کې امن راووست

وکړه يووالی پيوستون پښتونه
تا نه تګلوری مخامخ هير دی

تا دې بچي ټول نوکران تربيه کړل
د پرمنتګ کاروان نه پاتې شولې
تا دې نالوستي خپل ځوانان تربيه کړل
د وړاندې تګ کاروان نه پاتې شولې
تا په جنت کې شيطانان تريبه کړل
د مدنيت کاروان نه پاتې شولې

وکړه د نوي ژوند تړون پښتونه
ستا خدمتګار نه ستا پاسخ هير دی

محمد يوسف خدمتګار مزدور زوی
د زمانې غږ د خلکو غږ
٤
له ټولګې څخه
د ١٣٥٨ ل کال د زمري ٢٨ د ګران هيواد د استقلال د بيرته اخيستلو د اغاز ٨٧ کليزې په وياړ٠
{/slide} {slide= تر څو}
بل ولس به په نړۍ کې مظلوم نه وي
لکه نن چې مظلوم شوی لوی افغان دی
خپلې ژبې نه به هيڅوک محرم نه وي
يو بلوچ پښتون له ژبې اويزان دی

 

پښتنو اوبلوڅانو په دستور کې
زده کړه علم او تحصيل د انسان حق دئ
د نړۍ ټولو ملکونو په کولتور کې
خپله ژبه کې تحصيل د هر ځوان حق دئ
د ملګروملتونو په منشور کې
خپله ژبه کې تحصيل د انسان حق دئ

هسې ملک به نن هيچاته معلوم نه وي
چې محروم له خپلې ژبې کور انسان دئ

ازادي د قام هغه وي چې خپل واک وي
پخپل نوم ور معرفي وي ټول جهان ته
خپلواکي مدام هغه وي چې خپل ځواک وي
حق حقوق يې وی ساتلی هر انسان ته
خوشحالي نظام هغه وي چې نيت پاک وي
کار حيثيت پکې معلوم وي زوړ او ځوان ته

دواړو خواوو کې بادار او محکوم نه وي
پښتانه بلوڅ ته ټول جهان حيران دی

کور او کلئ به زمونږه څنګه کيږي
چې مو ژبه او فرهنګ منلی نه شي
ورورولي ملي زمونږ کله ټينګيږي
زمونږ ژبه زمونږ ننګ منلی نه شي
بلواکي په پښتنو کله چليږي
څوک چې مونږ زمونږ غورځنګ منلی نه شي

چې نښان د چا د دود او دستور نه وي
څوک به ووايي چې دا زمونږ نښان دی

سوات بونير بلوچستان کلو بانډو کې
د بلوڅو پښتنو ژوندون ته ګوره
له خيبره تر بولان غرونو رغو کې
دمظلومو پرګنو ژوندون ته ګوره
ديره جات نه تر مردان او په ميرو کې
ماشومانو او زړو ژندون ته ګوره

کومه ورځ به پرې د نورو هجوم نه وي
ظلم زور پرې راټيټ کړی لوړ اسمان دی

ډک سيندونه او بجلۍ زمونږ چور شوې
دا پوښتنه به له چا نه ضروري کړو
غيرتونه او لونګۍ زمونږه چور شوې
د خپل ننګ تپوس له ځانه ضروري کړو
ټول کانونه شتمنۍ زمونږه چور شوې
مونږ زاړه ځوانان د نورو مزدوري کړو

نه غوليږي لوی پښتون به ماشوم نه وي
پښتون تل دی دريدلی ننګ ايمان ته

 

هر يو قام پخپل نامه پيژانده کږي
زه چې خپله نامه واخلمه دښمن شم
دا وضعيت به نور تر څو راسره کيږي
زه به کله مستحق د خپل وطن شم
په بلوڅو پښتنو ظلمونه کيږي
زه به کله خپله خاوره کې واکمن شم

له دې ژونده به نور زهر و زقوم نه وي
لکه نن چې تحمل شوی لوی افغان ته

هسې قام په دی نړۍ کې چا ليدلی
چې په نوم د ازادۍ د بل غلام شي
نه يي نوم نه يې نښان چا اوريدلی
چې له يوه باداره خلاص بل ته په نام شي
پښتنو باندې دا زور دی چليدلی
زور او ظلم به تر کومه په دې قام شي

نور به دوی غوندې نړۍ کې محکوم نه وي
خدمتګاره پښتون ويښ کړه څو دې توان دی

محمد يوسف خدمتګار مزدور زوی
د زمانې غږ د خلکو غږ
٤
له ټولګې څخه
د ١٣٥٨ ل کال د زمري ٢٨ د ګران هيواد د استقلال د بيرته اخيستلو د اغاز ٨٧ کليزې په وياړ٠
{/slide}{slide= دپلار کور}
دلته هر څه ښکلي جوړ دی زمونږ هم یو ښکلئ کور دئ
د کور مخې ته بڼچه د ه په کی ښه دګلو ز و ر د ئ
دلته لوی ماڼۍ ابادې لوی ښارونه دي ښکلا د ه
دلته هر څه شنه ښکاریږي هره خواوطن سمسور دئ
په ښکاره هر څه منظم دي پټ دهر چا عمل خپل دئ
دلته هم زور ازماییل دي دلته هم واک دسودخور دئ
غرونه پټ دي په ځنګلونو چی راوځم ورته ګو رم
کوراوکلئ مې په یادشي دجګړوسیورئ پرې خپوردئ
نه ښکلا ته شم لیدلائ نه رڼا ته شم کتلا ی
پیښوراوکابل ړنګ شول لوی کندارکی ظلم زوردئ
د ا ماڼۍ دي که بڼونه دغه یو هم زمونږ نه دي
زما خپل وطن هغه دئ چې مې چیرئ دپلار ګور دئ
چی تا ر یخ د نړ ۍ لولم د افغا ن په نامه ویا ړي
اوسنئ افغان چې وینم ورور دوښمن دسکه وروردئ
خدمتګاره چې داولې ؟ په دې لوی وطن څه کیږي
لوی افغان ولی غافل دئ؟ لوی بښتون ولې شمکوردئ ؟
{/slide}{slide= پښتنې پیغلې ته}
تا چې څوک په غشو دبڼو باندې ویشتلي دي
کله درنه روغ زړګئ خپل کور ته ګرځیدلي دي
ته د تا تر ې د سر مغر و ر ه پښتنه پیغله
ترکې ښاپیرۍ دې په خپل حسن شرمولي دي
ولې په سالو کې پټه ناسته یی څه نه وایي
تا ته د میوند ملالې ډیر څه در ښوولي د ي
پا څیږ ه ټپه وکړه او ننګ زلمو ته واچوه
تا خو د ناز و انا شعر و نه ا و ر ید لي د ي
ته هم دعینو غوندې زوي ورور له کوره وباسه
څوک چې له مورچله ځیني پټ تا ته درغلي دي
ګوره چې مغلو دخوشال قبر نیولې دئ
نوي لښکریان یی دملا په څیر روزلي دي
غواړي د میر ویس اوابدالي قبر هم لاندې کړي
ورونه دې د دوې په تبلیغا تو غولیدلي دي
پاڅه پښتنې پیغلې نن غږ دزمانې دئ دا
ځکه خدمتګار درته له زړه در لیکلي دي
{/slide}{slide= وچې ویالې}
دزړه ترسیمي بیا هوادپسرلو راځي
که مې بلبل دسترارمان په ولولوراځي
مینه دې ویښه کړه سبادې له پرونه زده کړه
د ا ا واز ونه له مخکښو قا فلو را ځي
زه دچمن له اغزو اورمه چې ژمې تیر دئ
دویدو غوږ ته دخزان سړه ښکا لو را ځي
قدم راواخله سستي مه کوه پښتونه اشنا
وچو ویالو کې اوبه بیاهم په راتلو راځي
پام کوه مینه تسلیم نه کړې په پښتوودریږه
پښتون یی میني له په شان دنومیالو راځي
دخدمتګارپه مطلب ځان پوه کړه چې ورسیږې
د بې خبره خلکو ژ وند په ا ندیښنو راځي
{/slide}{slide= پل}
د درد منومينانو ژړيده دي
د بې دردو غمازانو خنديده دي
مينه اور دی هر سړی ورتللی نه شي
په قسمت د پتنګانو سوزيده دي
که بری په مينه غواړې سر نه تير شه
بويول د سرو ګلانو کړيده دي
زړه پر دې کړه که خپلوي د زړونو غواړې
ابدي د دردمندانو اوسيده دي
لکه پل شه د زړو ځوانو په ليار کې
رالويدل د سربازانو پاڅيده دي
هوښياران په اشاره باندې پوهيږي
بريدل د چلبازانو رالويده دي
خدمتګار مزدورزوی هسې زړګي وخوړ
د رښتينې عشقانو بريده دي
١٣٧٦کب
محمديوسف خدمتګار مزدور زوی
هيلې يادونه او منزلونه
٢
له ټولګې څخه

د ګران هيوات افغانستان د سولې ملي يووالي او خپلوکی د ټينګښت او د دموکراسۍ د راګرزيدلو لپاره د وطن پالو د موکراتيکوقوتونو په خاطر٠
١٣٨٠ ل هه مرعومی٠
{/slide}{slide= تضاد}
چې جهاد ئی په فساد باندی بدل کړو
اتحاد ئې په عناد باندی بدل کړو
د اسلام پر نوم ئی کور او کلی وسول
اعتقاد ئی په الحاد باندی بدل کړو
د مکتب او پوهنتون دړی ئی يوړی
باسواد ئی يی بې سواد باندی بدل کړو
پلارنۍ مينه ئی خرڅه کړه پر نورو
جوړ بنيادئی په برباد باندی بدل کړو
بی سنجشه ئی خپل ځان خپله خراب کړو
اتحاد ئی پر تضاد باندی بدل کړو
جوزا ١٣٧٦

محمديوسف خدمتګار مزدور زوی

 

هيلې هاندونه او ارمانونه

١
له ټولګې څخه

١٣٧٩لمريز کال د زمری (اسد) ٢٨ د هيواد د سياسی استقلال د بيرته اخستلو د ٨١ کليزی وياړ
{/slide}{slide= پت عزت}
د ژوند بهير کی می لوستلی دی کتاب د مينی
ځکه رنځور په زړه ټپی يمه بی تاب د مينی
يو ځله راشه دسرو شونډو جام په ما خالی کړه
خومار می مات کړه راته واړوه شراب د مينی
غرق می نيشه کړه چی د ژوند داستان می ټول بيان کړم
د هر ساعت به درله درکړمه حساب د مينی
د توپانو نو توپانی څپه لمبه لمبه يم
د عشق بحر ته راوړی يم سيلاب د مينی
د تورو سترګو غشی وله چی خطامی نکړی
زما د زړه ټپونه هر يواب وتاب د مينی
زما ارمانه سترارمانه محبت ئی زما
الوزم ستا په لور درځم لکه عقاب د مينی
ره ئی دنيا ته وړی نه يم پت عزت تری غواړم
که راکوی مينه دی راکړی نه عذاب د مينی
بارکنډی
١٣٥٢
{/slide}{slide= خجالت}
څه به کړمه دا ژوندون دغه جهان
چې مې ګران هيواد په وينو کې توغړيږي
د افسوس اوښکې مې څاڅې په ګويوان
په سيالانو کې مې سترګې نه غړيږي

 

نه د خپل بابا په لاره باندې لاړم
نه مې وساتل حدود د پلار د کلي
د پښتون او پښتنو په نامه وياړم
دښمنان مې ورانوي ديادګار څلي
که هر څو نارې وهمه او که ژاړم
پښتانه ويده پراته دي قرار غلي

 

زه غفلت د پښتنو ته يم حيران
لراوبر په رڼا ورځې وژل کيږي

 

ډک سيندونه د اوبو راته بهيږي
زه په غاړه ورته ناست يم يمه تږی
خزانې د ملک مې نورو ته چليږي
غټې غټې ورته ګورم يمه وږی
هديرې مې د پردو په لاس ورانيږي
نه مې تريخی دی چاودلی او نه سږی

 

خالي نوم راباندې پروت دی د افغان
د پلرو غيرت په ما باندې شرميږي

 

نږدې اوه کاله مې وشول اروپا کې
خو يوه شيبه مې کور کلی هير نه دی
هميشه يمه د خپل وطن سواد کې
يو ساعت مې بې خبرۍ سره تير نه دی
دلته هيڅ شی کمبود نشته ژوند زما کې
خو مې روح پکې خوشحاله څه ډير نه دی

 

چې نور ووينم خوشحاله او خندان
له حيرته مې په ځان زړګې سوځيږي

 

خاص الخاص چې کله وينم ماشومان
چې روان وي ښوونځي ته زړه مې ژاړي
ښکلي ښکلي ښايسته لکه ګلان
خپل هيواد کې رانه هسې ښکلا غواړي
په سيالۍ زده کړې کوي پيغلې ځوانان
خپل وطن ته په خدمت کولو وياړي
مونږه پاتې يو نالوستي خوار حيران
نور کډوال پخپل علميت باندې نازيږي

 

افغانان ځينې خپل نوم ليکلی نه شي
بس همدا تپوس کوي که چيرې کار وي
د خپل کور پته صحيح ښوولی نه شي
وچ په وچه دلته هم بل ته په قار وي
چې کار ورکړې هغه سم کولای نه شي
په دريمه ورځ بيکاره ناست اوزګار وي

 

هسې رنګه مو برباد شولو ځوانان
د احتياج ژوندون پرې دلته هم تيريږي

يو خوا وينمه وصعيت د افغانانو
چې خپل کور کلی يې وسيځل پخپله
بل خوا علم او هنر د جهانيانو
نر او ښځې مخکې کيږي يو له بله
پخوانی شوکت زمونږ د مشرانو
لوړ همت يې منطقه کنترولوله

چې تاريخ د افغان ووينم بيا ځان
خجالت شم خدمتګار راته ژړيږي

محمد يوسف خدمتګار مزدور زوی
د زمانې غږ د خلکو غږ
٤
له ټولګې څخه
د ١٣٥٨ ل کال د زمري ٢٨ د ګران هيواد د استقلال د بيرته اخيستلو د اغاز ٨٧ کليزې په وياړ٠
{/slide}{slide= مورې}
اې مهربانی کړيدلی مورې
ډيرو غمونو زورولی موری
ستا په شدو باندی قسم يادوم
هسی د ټولو ميندو غم يادوم
ستا زحمتونه هيرولی نه شم
د زړه زخمونه پټولی نه شم
ستا د قدم خاوری رانجه دی زما
د دی وطن خاوری ليمه دی زما
ستا به ارمان سر کړم په سترګو باندی
رانجه به پوری کړم په غبرګو باندی
د وطن ميندو زوريدلو ميندو
د بيلتون اور کی سوزيدلو خويندو
تا سی بی سيوری بی پړونی مه شی
د بی فايدی اور اور لړونی مه شی

د سترولس بچيانو يو شی سره
د ګران هيواد د ابادۍ لپاره
د بوډۍ مور د خوشحالۍ لپاره
نو موری موری په ماګرانی موری
اوښکی توئی نکړی مهربانی موری
ستا لا بچی د لوی وطن ژوندي دی
اې د وطن ځوانانو يو شی سره
چې سوله نه منی له مونږ پردي دی
نور مونږه جنګ او دوښمني نه غواړو
بيرغ د سولی تل اوچت غواړو
انسان ته ژوند د شرافت غواړو
مونږه يو کيږو د ژوندون لپاره
د اتفاق ملی ټړون له پاره
داد وطن د هر بچی ارمان دی
څوک چی له پلار او مور پيدا افغان دی
{/slide}{slide= وسول}
دلته هم بڼ او هم ګلونه وسول
هم ګودرونه ديدنونه وسول
سپوږمۍ له لمره مروره شوله
چې د سپين مخ يي مشعلونه وسول
لمر سترګې پټې کړي په شپو کې ډوب شو
تنکی زبير ګی شو سهرونه وسول
اسمان په پټو سترګو اور وروي
د کلی کور سره مو غرونه وسول
ائي خانم د تالان ورا راغی
له لوږې تندې نه سندونه وسول
تخت رستم دچا د پښو لاندې شو
املبلاد سره شهرونه وسول
د خدمتګار له زړه لمبې پورته شوې
چې په تخار کی ورونو ورته وسول
زمری ١٣٨٠
د تخار د خلکو په غم کی ليکل شوی دی٠
{/slide}{slide= کڼړ ته}
د ګڼر سنده مسته سنده په څپو شه

خړی اوبه سپيره شاوړی دی بل ته مه ورکوه

د لوړو غرونو لوړ نښتر او د څېړېو پېرګی

شنۍ اوټيټاقی خيرړی دی بل ته مه ورکوه

تندر واچوه اسمانه پردی وباسه کنړنه

ته کنړه توپانی شه کنړی دی بل ته مه ورکوه

ستا د لوړو غرو بچوړی لاندی نشی اوسېدلی

سړی دی غيرتی دی جپل سړی دی بل ته مه ورکوه

سړی ديری ګرمی حجری اوجګی جګی شملی

ښاېسته ځوانان خړی دی بل ته مه ورکوه

څوکې ١٣٦٧
د غلام علی خان کور
{/slide}{slide= دوصال اندیښنئ}
د اد ې په مینه کې اثر د ئ چې توبې ورکې دي

په پیمانومې خومان تش کړل خونیشې ورکې دي

د غر څنو سترګو لټو ن مې د لد ل ستړئ کړ لو

لمر مخې ځکه ز ما ستړ ې حوصلې و رکې دي

څه تورې شپې مې دلیدو په ارمان سپینې کړلې

ا وس د ې د تورو زلفو یاره سلسلې ورکې دي

افسوس لومړئ وئ وروستئ عقله دجانان په خونه

زما ځوانۍ کې ورځې ورکې اوس مې شپئ ورکې دي

ز ما نظر د ئ ستا د مخ له نو ر ه نو ر ا خیستئ

خیر که له تا نه دې دپلار نیکه حجرې ورکې دي

لکه باران مې اوښکې څاڅي د ګر یوان کوڅو کې

چې په ژوندون را نه جانانه ستا کوڅې ورکې دي

زه خدمتګاردې په زړه وړمه دوصال اندیښنې

نور مې له خیاله ځیني واړه اندیښنئ ورکې دي
{/slide}{slide= د ازادۍ پسرلی}
په ټولو پسرلی شو خو په ما باندې خزان دی

په کور مې اور وريږي

پښتون په پښتون وژني ټول جهان راته حيران دی

دا څه په مونږه کيږي

په ټولو پسرلی دی دښتې غرونه ټوکيدلي

بوار او بلبل ګرځي

زما د ازادۍ ګلان خاونده رژيدلي

په زړه مې مغل ګرځي

لراوبر مې دواړه خويندې ميندې ژړيدلې

چاپيره اجل ګرځي

بې درده خلک خوښ دي په دردمندو وطن وران دی

په سر سترګو ژړيږي

په هر لور پسرلی دی بلبلان وايي سندرې

تاويږي له ګلونو

خو ماته په مغزو کې شهيدان وايي بوللې

له لوړو مورچلونو

په چا وکړم عرضونه مشران مې لاړل لرې

اور بل دی د ظلمونو

خاونده بری راکړې د يووالي امتحان دی

که نه، خونه مې نړيږي

عدل انصاف ورک شو غلو د کور خاوند نيولی

جوړ شوی ورته چل دی

ډلې ډلې ګرځي غلو په زور خاوند نيولی

چې غل وي د غلو مل دی

خنديږي په سيالانو غلو د غلو مړوند نيولی

حق سوځي اور پرې بل دی

غيرت خوځيدی نه شي بې غيرتو له ميدان دی

تر څو چې ډزې کيږي

غيرت له منځه لاړلو چې جوړه يې وسله کړه

نصب يې کړلو لاندې

عزت له منځه لاړو بې عزتو پرې حمله کړه

مطلب شو لاندې باندې

پوهانو پورې خاندي ناپوهۍ پورته شمله کړه

وايي پور لرم درباندې

بازار د ړندو لاس کې دی مرګي پکې ارزان دې

نا حق وينې تويږي

په خوله اسلام اسلام وايي عمل يې د شيطان دی

مالوم د ده نصب دی

په حق چې منکريږي دا نو څنګه مسلمان دی

ښکاره دده مطلب دی

رښتيا ځنې ډاريږي په غلطه لار روان دی

جاهل او جاه طلب دی

د سپينې پردې شاته تور دښمن د لوی افغان

اخر به رسوا کيږي

اخر به رسوا کيږي که مونږ يو شو خدمتګاره

ملي مشر مالوم کړو

د يو پښتون بابا لسمي روان شو په يوه لاره

اصلي مشر مالوم کړو

نفاق او جګړې پريدو د پښتون وطن د پاره

پښتني مشر مالوم کړو

زمونږ د ازادۍ پسرلی مونږ ته را روان دی

ډير ژر به را رسيږي

محمد يوسف خدمتګار مزدور زوی
د زمانې غږ د خلکو غږ
٤
له ټولګې څخه
د ١٣٥٨ ل کال د زمري ٢٨ د ګران هيواد د استقلال د بيرته اخيستلو د اغاز ٨٧ کليزې په وياړ٠
{/slide}{slide= دحرم پولې}
چې په ځان دودې نادودې دصنم وړي
له اغیارو نه به خود بار دستم وړي
چې دیار دکوڅې دوړي باد پرې راشي
په مستۍ شي لیوني ګل د شړشم وړي
په هرحال یی بس وصال دیار په خوله وي
دژوندون له باغه کله حاصل کم وړي
هسې سرد سرکشا نو را ټیټ مه شه
چې په ورین تندي دخپلوخلکوغم وړي
دوربل له سیوري لاندې به خوب څه وي
دچا ناوې چې په زړه ډار دعجم وړي
څو د میني د حر م پو لي پخیږ ي
غلیمان به هم کولتور وړي هم قلم وړي
خدمتګار دلوی افغان دبڼ بلبل دئ
د پښتو غزل دعمره پورې سم وړي
{/slide}{slide= تور القاب}
په وعد و د نن سبا شو مه خر ا ب
مړاوي اوښکي مي په مخ شولې سیلاب
چې مخ پټ کړې لا دي حسن لمبه وکړي
ډیر تاوجن وي ډوب په وریځوکې افتاب
تو ر با ڼه د ي لکه غشي را ور یږ ي
طبیب نه کړ ي د رنځو ر هسي جو ا ب
د پښتو ن ا شنا د هجر د و ز خ ګو ر ه
په هر وار ي را کو ي نو ى عذ ا ب
د جا نا ن په لید و ځکه و ا ر ختا شم
هر لیدل يې د بیلتون و ي نوى باب
له وژونکو سترګو رحم غوښتئ نه شې
په سینه کې لر ي ز ړه لکه قصا ب

پښتا نه په سر ښند نه ډګر یو سي
دحا صل په وخت کې تور واخلي القاب
خدمتګاره آرام مه غواړه په عشق کې
په د ې لار ه کې قبول کړ ه اضطر اب
{/slide}{slide= پښتون ته}
له خپل حق نه تیر ید ل مه بوله صبر
حر ا م مه خو ره په غریب مه کوه کبر
د کورواکې دې په خپله لاس کې واخله
د غلا م سړ ي به څه و ي خوند د قبر
چې بیا ن د او ر ید و لیدو يي بند وي
ګیدړ جوړ شي که وي هم له اصله ببر
ا صلیت له خپلې ژ بې ما لو میږ ي
هغه و ر ک شي چې د ژ بې مني جبر
چې لیکل ،لوستل په خپله ژبه نه کړي
لیو ني د ي خپل تندئ و هي په تبر
داکمال دئ چې څوک ډیرې ژبې زده کړي
خپله ژ به هیر و ل کا ر د ئ د ګبر
پښتا نه که د پښتو تپو س و نه کړ ي
په ژوندیني به يي ورک شي ځای د قبر
چې په سوچ دپښتو نه وي پښتون نه دئ
خد متګا ر ه هیڅ سرکو ز ې نه د ئ ببر
{/slide}{slide= ملامتي}
دغه ژوند دغه د نیا له
ا با د ۍ له او بید یا له
حیران پاتې شم په دواړو
هم تو ر تم له هم رڼا له
د خپګان د ټینګي نه یم
په نه شي یمه خو شا له
په سړو کې تا وده ګورم
ځکه و و تم له حا له
که د ژوند مطلب همدا وي
مطلب څه د ئ له کما له؟
که مستي ا و خومار لاړ شي
ژوند په کار نه دئ هیڅچا له
که د ژ و ند ما نا و ي مينه
ز ه یي غوا ړ مه هر چا له
سړیتوب که مینتو ب وي
ما مې ژوند ورکړو اشنا له
سړ یتو ب په پوها و ي د ئ
و لی ژ به تړ ې ما له ؟
تور تم ځکه شو را منځ ته
ځمکه ورکه له هلا له
ز ه پتنګ د ر ڼا ګا نو
که پر ې سوزم یم خوشاله
زه که مر م پا تې کیږ م
مخا مخ ځمه لیلا له
د ر ند ا نو په پیا لو کې
زړې مۍ دیار له خیا له
د شیخا نو په تسپو کې
فلسفه د ه له جنجا له
د زا هد په سجد و کې
بس یو ډار دئ له جما له
که بر ئ د میني غو ا ړې
مخا مخ يي ور ځه خو ا له
خد متګا ر ه ملا مت يي
خبر نه يي له ا حو ا له
{/slide}{slide= ژونــــــــــد}
ژوندون څه وي پو هید ل وي
غور زیدل او پا څید ل وي
هم يی سوز وي هم يي سازوي
خند یدل او ژ ړ ید ل وي
ژوندون مینه ،مینه ژوند دئ
ژوند د زړونو جوړول وي
ژوند دیار د زړه په کور کې
ځا نله ځا ی تیا ر و ل و ي
ژ و ند د پوهې او ر ڼا و ي
ژ و ند خپلو اکه او سید ل و ي
ژ وند ما نا د انسا نیت د ه
د ا نسان د ز ړ ه ګټل و ي
ژ و ند و ر و ر ي ده اتفاق دئ
ژوند ددوست دوښمن منل وي
ژوند له ژوند ځیني تو پیر کړه
ژوند په ژوند ځان پو هول وي
خدمتګاره که ژوند غواړې
ژوند دمیني جو ړو ل وي
{/slide}{slide= ژونــــــــــد}
ژوندکه تش خوړل څټل وي
ګرځید ل او غز یدل وي
بې خوماره بې مستۍ نه
بې جا نا نه اوسید ل و ي
بې له یا ره بې اغیاره
ګل په وچه ر ژیدل وي
نه کړاو وي نه سختي وي
خواړه بې ما لګې خوړل وي
بې له سرو شو نډ و خندا نه
جام په سر را اړو ل وي
د ځوانۍ زور يي اوبه شي
تو ره تیکي کې سا تل وي
یا د ژوند ما نا شهوت وي
خا لي نسل زیا تول وي
نو د سپیو ژوند ون ښه دئ
تش غپل څټل خوړل وي
ژوند حکمت دئ خدمتګاره
ژوند حکمت او پت پالل وي
{/slide}{slide= مالیار}
لټوومه ښکلا حسن سرګردان یم
بې وفا د میني نه یم د جانان یم
چیرې خپل ځان لټوومه پسې ګر ځم
چیرې سترګې رنګوومه ور رو ان یم
تش کالي څټلئ نه شم کار مې نه دئ
زه د ډکو میخانو خومار پټان یم
درندانو په تش جام څه غرض نه وي
مات کنډول کې مې دمیو په آرمان یم
پتنګان د خالي مومو یا ران نه دي
په رڼا شمع له میني سوئ ځان یم
نهنګان د سمندر په منځ کې خوښ وي
زه يي څاڅکئ په للمي ګلو با ران يم
کیمیا ګر که مې سل ځله تجز یه کړي
زما اصل بد لیدئٌ نه شي افغا ن یم
خدمتګار دبڼ مالیار تر ژوندونه
بلبل نه یم چې په مني ترې روان یم
{/slide}{slide= دلیموخبرې}
د همت زلمي که زړونه واړه نه کړي
معشوقې به یو وخت خپلې را واده کړي
زما سترګو ته ، ته ولی په غضب شوې
خپلو سترګو ته دې وګوره چې څه کړي
د سپین مخ رڼا د میني کوي ژبا ړه
که همدا کانې کوي نو ډیر به مړه کړي
له خوږمنو زړونو لاویني جاري شي
په نکریز و چې ښایسته لاسونه سره کړي
زما اوښکو ته يي تور با ڼه را ټیټ کړل
د تو ر سرو درنا وئ خو پښتا نه کړي
که ګر یوان يي د سیني ساتونکئ نه شي
ډیر د حسن لیوني به باندې مړه کړ ي
که همد ا ملا او د ا يي تر ا ویح وي
د جنت د و زخ سود ا به دلته وکړي
دا سړې اوښکې چې مړې په مخ بهیږي
دا به یو وخت ګر یوانونه را تاوده کړي
خدمتګار په اشارو د سترګو پوه شو
چې جانان يي اوس خبرې په لیمه کړي
{/slide}{slide= خيرات}
دپښتنو په ديرو ګرځمه زکات غواړمه
زه د خيبر دسر خيرات غواړمه

د پښتنو په کلي کور ګرځمه
پړئ په غاړه سر سرتور ګرځمه
بل چيرئ نه ځم په خپل ورور ګرځمه
دغيرتي بابا په ګور ګر ځمه

دصمدخان له دوښمنانو نه کسات غواړمه
زه د خيبر د سر خيرات غواړمه

زه دبو لان په لوړو غرو ګرځمه
په لوئ پا مير اوتا ترو ګرځمه
په باجو ړ کی په حجرو ګرځمه
د شهيدانو په قبرو ګر ځمه

زه له امو نه تر اټکه يو جومات غواړمه
ز ه د خيبر د سر خيرات غو ا ړ مه

دا چی خيبر په زړه چاودلئ ښکاري
پښتون له برمه را لويدلئ ښکاري
دميرويس خان پټکئ لويدلئ ښکاري
افغان په خپل کور کړيدلئ ښکاري

کورراويشلئ دوښمنانوتری نجات غواړمه
زه دخيبر دسر خيرات غواړمه

دلوي خيبر ټپ له ملحم غواړمه
د لو ي وطن نه لرې غم غوا ړ مه
پښتو ن بچي له می قلم غواړمه
پردي لا سونه ترینه کم غواړمه

لومړئ يووالئ پښتنو ته دحيات غواړمه
زه دخيبر دسر خيرات غواړمه

زه درياخان او ايمل خان يادووم
وزير اکبر اوايوب خان يادووم
عطاالله ؛فخر افغان يادوو م
زه دبابړې شهيدان يادووم

ز ه دتيرا دشهيدانودوښمن مات غواړمه
زه دخيبر دسر خيرات غواړمه

پښتنو لرې کړۍ پګړۍ له سره
سر ه بيرغو نه و تړ ۍ له سره
د پر د و لر ې کړ ۍ له سره
جوړه مو خپله کړۍ نړۍ له سره

دبري نښه ده ټينګ عزم له پاک ذات غواړمه
ز ه د خيبر دسر خير ا ت غواړمه

نور به ازاد پښتون غلا م نه شي
دوښمن به کورکې دخپل قام نه شي
بل ته به کله په سلا م نه شي
جوړ دپيغور به خاص اوعام نه شيزه

ز ه خدمتګار يي سر لوړي په کاينا ت غواړمه
ز ه دخيبر دسر خيرات غواړمه
دپښتنو په ديرو ګرځمه زکات غواړمه
زه دخيبر دسرخيرات غواړمه
{/slide}{slide= پیغام}
وخته پسرلو ته مې سلام ورسو ه
للمي ګلا ن وچیږ ي دا پیغام ورسوه
وا یه پسرلو ته چې زمونږ چم له هم راشي
په مینه محبت و ر ته الهام و ر سو ه
زړه دې راله بندکړو د بڼو په څوکو باندې
اوس يي خپل حریم ته په آرام ور سوه
اوښکې تویوم پرې خودزړه لمبې ګل نه شوې
ژ ر شه سا قي ورشه ورته جام ور سوه
دا لا څه مقام دئ چې ته هلته او زه دلته
راشه چې جوړه شو دا کلام ورسوه
خصلت د انتقام د محبت قانون کې نه شته
په عفوه تیر ید نه دا انعام و ر سو ه

له تیرو نه پند واخله د راتلونکي ژوند لپاره
عشق دې خد متګاره تر انجام ور سوه
{/slide}{slide= مینه بازار}
د تنکۍ میني افشا او اخفا څه زد ه
د ګلرخو بې له نن او سبا څه ز د ه
د قد م خا و ر ې يي مښي په لیمو
دمئین مینه کې سهو ه ختا څه ز ده
پتنګان ترې په یو ه نظر قر با ن شي
بې لیلا د مجنون بله وینا څه زد ه
چې دعشق په رنځ اخته وي چار يي نه وي
د د ې ر نځ د و ا د پیر او ملا څه زده
چا چې څښلي و ي ز مز م د پاکې میني
په نړ ۍ کې يي د بل څه سو د ا څه زده
د جو مات حرامي پر یږ دۍ شیطانۍ ته
د هغه مینه با ز ا ر کې سودا څه ز د ه
خدمتګا ر ه عز م ټینګ کړ ه متین اوسه
د بې عزمو سست عنصرو رښتیا څه زد ه
{/slide}{slide= دخیال میلمه}
سوځول به دې د حسن پلو شو څوک
که مې خوله دخولې په جام درایښې نه وئ
وایه بل به دې واژه په دې پیالو څوک
ستا په سترګو کې پتنې کو ي نا ز و نه
قبلوئ شي هسې چارې په لیمو څوک
که دې تور وربل له مخه پورته نه کړم
هسې تا به قبلوه په تو ر و شپو څوک
که مې ستاد خیال میلمه په زړه کې نه وئ
مړ و ل به مې د خوږ زړه په ټوټو څوک
ستا په رنګه په نړۍ نه شته بل ښکلئ
نه دې حسن څوک لري او نه پښتو څوک
خدمتګارکه دې دغشو لایق نه وئ
نو ویشتل به دې په غشو دبڼو څوک
{/slide}{slide= زبیرګئ}
چې يي بله ستا د مخ راته ډیوه کړه
بد نوشۍ نه مې ساقي هله توبه کړه
انتظار دې څومره خوږ دئ چې تیریږي
چې وعده پوره کیده بله وعده کړه
که سوزیږم په مجمر کې باندې خیر دئ
دا په دې چې را يي مینه پښتنه کړه
د پلو لاندې دې وکتل موسکۍ شوې
رقیب ځکه د غضب ټنډه تر وه کړه
په هجران کې مې وصال په خوب لیدلو
چې مې شپه د ژوندانه دومره اوږده کړه
که په برخه مې کړاو، او ژړیده وي
یو څه ما هم د ځوانۍ جوړه شیبه کړه
خپه نه شې که زبیرګئ مې خولې نه خیژي
ما د ې شمعې سره تیره توره شپه کړه
عجیبه ده چې لا اوس هم پرې پوه نه یو
کوم اغیار زمونږ د میني ډیوه مړه کړه
اوس هم وخت دئ خدمتګاره که پوهیږې
که برې غواړې جانان دې دلاسه کړه
{/slide}{slide= دوعا}
څنګه ښکلي ښکلي ګو ري
ستا اسما ن کی ښکلي ستوري
ستا له لمر نه صد قه شم
د ژوند ون په لورې ښوري
ستا له ښکلی سپوږمۍ جار شم
تورتم ورک کړې له هر لوري
ز ړه می وران شو کا بل وسو
ا و ر تر ا و سه پر ی را ا و ر ي
پېښو ر ا و کو ېټه ژ ا ړ ي
ا با سين په ر و پۍ پلو ر ي
ما له سيا له سره سېال کړه
ز ما پت عزت سمبا ل کړه
زما قوم ولس بيدا ر کړه
ښا د زړ ګئ د خدمتګار کړه

محمد يوسف خدمتګار مزدورزوې
{/slide}{slide= پیژنم}
و ګو ر ه ر قیبه زه نشه او خو ما ر پیژ نم
سا ز ا و مستي پیژ نم لیلا ا و رخسار پیژنم
ما ته په جنت کې د شر ا بو کیسئ مه کوه
ر ڼا ا و تو ر تم پیژ نم خز ا ن او بهار پیژنم
ز ه د ژ ړ ید و ا و کړ ید و سره عا د ت یمه
ګو ر ه خندا پیژ نم آر ا م ا و قر ا ر پیژ نم
ز ه هم ګل بلبل ، بڼ ا و بو را سره بلد یمه
مینه د د و ې پیژ نم ما ښا م او سهار پیژنم
ماهم تورې سترګې نرۍ سرې شونډې لیدلي دي
شرنګ او غورزنګ پیژنمه یار او اغیار پیژنم
ګوره چې په ما باندې ګومان ایمان ختا نه کړې
خپل او پر د ئ پیژ نم جونګړ ه د پلار پیژ نم
ز ه د غه با ز ا ن چې تا په ګوته کینولي دی
له مخه څټه پیژ نم د ټو لو کر د ار پیژنم
يوڅه چې زه نه پیژنم ټیټ ته ټيټدئ نه شم
زه د لر اوبرو دلوي کور خدمتګار پیژنم
{/slide}{slide= څاڅکي}
بې اختیاره را تودې شوې زما اوښکې
د یا د و نو سلسلې شوې زما اوښکې
په هر څاڅکي کې جفا د ښکلو وینم
غم او درد ما تې وعدې شوې زما اوښکې
چا را وکتل خو پا م يي چا بد ل کړ و
دریابونه شول څپې شوې زما اوښکې
پام چې ته دې مرغلرې را تويي نه کړې
ستا په یو نظر خوږې شوې زما اوښکې
ځوانې هیلي د ځوانۍ دې ژوندۍ ساته
په دې هیلي در جرګې شوې زما اوښکې
و ا یه آ ی د سبا ستو ر یه کله خیژ ې
انتظا ر کې ډیرې مړې شوې زما اوښکې
د وصال د عرش په لورې ستړې نه شوې
خیر دئ لږ څه که تودې شوې زما اوښکې
څا څکي څا څکي مې یادونه د ژوندون شول
خد متګا ر ه پښتنې شو ې ز ما ا و ښکې
{/slide}{slide= کډوال}
کور او کلئ په ما تنګ شو چې مې کډه ځیني وکړه
خپل پردي رانه په څنګ شو چې مې کډه ځیني وکړه
څوک به د خاپوړو کوڅې هیرې کړي په خوښه
لوټه لوټه يي ګړنګ شو چې مې کډ ه ځیني وکړه
لنګۍ داحمد خان او میرویس خا ن را نه چا یوړې
ورورمې ورورسره په جنګ شوچې مې کډه ځیني وکړه
د افغان سعید د پوهې ډیوئ مړې کړلې رقیب
لوي افغان لکه ملنګ شو چې مې کډه ځینی وکړه
د محمود طرزي کرلي ګلان وچ شول په ساحل
بلبل پوخ لکه پتنګ شو چې مې کډه ځیني وکړه
د امان د آزادۍ بیرغ يي وویشتو په ځمکه
غل سقاو بیا په غورزنګ شو چې مې کډه ځیني وکړه
بیرته د دوستۍ په نامه زوړ استعمار راغئ
مشر کشر مې بدرنګ شو چې مې کډ ه ځیني وکړه
بیا بالا حصار ته انګریزان شولو ور پورته
د اکبر قبر مې ړنګ شو چې مې کډه ځیني وکړه
ا و ر د نا پو هۍ نه شو حا کم ملي نفا ق
ورک دننګ دتوري شرنګ شو چې مې کډه ځیني وکړه
خدمتګارغریب مجبور شو چې کډوال را شي ناروې ته

بل بدنام ملي غورزنګ شو چې مې کډ ه ځیني وکړه
{/slide}{slide= دویني کتنځئ}
تانده پیغله وه تازه نولس کلنه
دزنګون دپاسه سره ګرده لمنه
هسکه غاړه لوړه ونه تورې سترګې
له خندا نه ډکه خوله پسته اوبلنه
ټولو دې ته ورلیدل دا په خپل کار وه
په ښکلا خپله پخپله وه شکمنه
خواله راغله دې وې وینه درله ګورم
دغه ستنه چوخووم نه ده دردمنه
ماوې دومره حساس نه یم چې پرې پوه شم
ځان مالوم کړه استعماله دې کړه ستنه
زما زړه په بم الوتئ پرې پوه نه یم
نه خبر یم له پرون اونه له ننه
زه که دومره وئ حساس نوجګ به جوړ وم
دروند به خپل کلي کئ پروت ومه پتمنه
خدمتګاره هغه پیغلئ راته ووئ
قوم دې پوه کړه په خپل کور یوشۍ دننه
{/slide}{slide= دصمد روحاني روح ته}
دلته ساندې او ویرونه
دلته وران ویجاړ کورونه
دا ببرې زږئ ږیري
دا اوږده ببر سرونه
دا خوله وچي ماشومان
د اپه وینو سره قبرونه
د ادچا کمبختو کور دئ
چې راکته پرې سور اوردئ
دلته ولې ځوانان ژاړي
دلته څوک دومره کمزوردئ
زه چې وینم دا خوبست دئ
چې تاریخ ور باندې مست دئ
چاانجیر دئ لشکرګاه ده
د ظالم په سر بلا ده
نو دانور شین سترګي څوک دي
دوې راغلي له کوم توک دي
هغه نور چې دشپې ګرځي
په کورونو باندې غورځي
دغه دواړه دي وژونکي
دغه دواړه غولوونکي
یو دشپې او بل دورځې
یوموسروړي اوبل پزې
دا ړانده چې دلته ناست دي
دا ولاړدي او که ملاست دي
له دوې ټولونه ځان هیر دئ
چې دوښمن ترې را چا پیر دئ
دوې دې غږکړي ایوب خان ته
دوې دې غږ کړي اکبرخان ته
دوې دې ستر احمد له ورشي
دوې دې غږ کړي میرویس خان ته
یا دې یو جوړ میر ویسخان کړي
دتدبیر په لار روان کړي
چې رابیل کړي دوست دوښمن
دیووالي راکړي فن

 

په بمونو نه جوړیږي
په جنګونو نه جوړیږي
څو پښتون کې سر پیداشي
څویو مشر نر پیداشي
پردي ولیږي خپل کور ته
لاره وښايی خپل ورور ته
نوبه سوله په دې کور شي

 

زړه به جمع لږ دمور شي
بیا به هیڅوک هم نه ژاړي
په صمد باندې به ویاړي
خدمتګار وايي سلام
مبارک شه لوړمقام
دهلمند په لرغوني ولایت کې ځوان او وتلي ژورنالیست شهید عبدالصمد روحاني ته
۲۰۰۸جون ۸
{/slide}{slide= مورته}
ستا په نوم کې دنړۍ فضیلت پرو ت دئ
ستا په غیږ کې انساني عظمت پر وت دئ

که ته نه و ئ د ا نړۍ به نه وه جو ړ ه
ستا په پیو کې د ژوند منزلت پروت دئ

ته د ټو لو ښکلا ګا نو لو ی مثا ل يي
ستا په قار کې دنړۍ محبت پروت دئ

ته ښو و نکي يي د پو هې هنر و نو
هر سبق کې دې ادب او عزت پر وت دئ

ته یو نو م د ا نسا ني مقا م او حق يي
په هر سوچ کې دې دحق حقیقت پروت دئ

که ته نه و ئ ز ه به څه وم هیڅ به نه وم
زما روح بدن کې ستا تر بیت پروت دئ

د منډ خا و ر ې د ې ر ا نجه ز ما د سترګو
مورې نور په کې خپلواکه د پت پر و ت دئ

خدمتګاره زر کعبې دې ور نه زار شي
هر قدم لا ندې یي ما ته جنت پر وت دئ
{/slide} {slide= شاعر اولیکوال ته}
ته به څو صفت کوئ دزیړو ګلو
دبورا نغې به وئ یا دبلبلو
هغه بڼ چې سره ګلان يي لویول
هغه بڼ چې بلبلان يي مستول
سوزیدلئ دئ کارغان په کې اوسیږي
سرخوړلي ټپسان په کې چاقیږي
څیروونکي لیوان ګر ځي په کې ښکار کړي
بس زمونږ په ککریو خپل روز ګار کړي
دآفغان دغرو بازان يي دي نیولي
پا ډوګرو مو زمریان اسیران کړي
یا وتلي دي له ملکه درپه در دي
سرګردانه لالهند کډه په سر دي
ځیني نا ست دي پټه خوله خپل تجارت کړي
بس که پوه شي نوضرور به شهامت کړي
ځکه وایمه شاعره او لیکواله
دوطن دپڼ بلبله وطنواله
لاس تر لاسه دطن سندرې بوله
دخپل کور او خپل مدفن سندرې بوله
کونډې رنډې دې سرتورې په آرمان دي
یتیمان دې دډوډۍ پورې حیران دي
په دودونو دې بې دوده لوبې وشوې
په ننګونودې بې دوده لوبې وشوې
مشران دې په کوتکو وهل کیږي
مجبوریږي له وطنه شړل کیږ ي
ستا پوهان پردو ملکونوکې زاړه شول
وسلوال دې دملت په شتوماړه شول
حکومت اوطالبان يو مصلحت دي
بس خواران بې وزله خلک ملامت دي
طالبان يي دحکومت په تور سنګسار کړي
خار جیان يي دطالب په نوم په دار کړي
مجاهد يي ډاروي وايي خلکي دئ
قاچاچئ يي زوروي وايي دولتي دئ
ځکه وایمه شاعره اولیکواله
دوطن دبڼ بلبله وطنواله
لاس تر لا سه دوطن سندرې بوله
دخپل کور او خپل مدفن سندرې بوله
دغه واړه بس یوته رسواکوئ شې
داویده تیروتئ قوم راويښوئ شې
پيښوري دې آې . اٍس . آې نه په عذاب دي
هر زلمئ دې اوس تیار دانقلاب دي
سوات بونیريي دخیبره سره وران کړل
په وزیرو کې يي مړه ټول مشران کړل
لوي کندارکې داحمد قبر ورانیږي
په میوند کې ملا لۍ پیغلې ژړیږي
دغه چوپ ولسونه پا څوه نور بس دئ
اوس نودغه کار یواځې ستا په وس دئ
ټه کوئ شې چې افغان قومونه یو کړې
ته کوئ شې چې بیل شوي ورونه یوکړې
دوښمنان مورسوا کیږي په یووالي
افغانان ټول را ویښیږ ي په یووالي
ځکه وایمه شاعره اولیکواله
دوطن دبڼ بلبله وطنواله
لاس تر لاسه دوطن سندرې بوله
دخپل کور او خپل مدفن سندرې بوله
ددې ټولو یو ژور سنجش په کار دئ
دښو بدومنځ کې فرق او ویش په کاردئ
راشه ګوره عجبه دموکراسي ده
له بمونوراوځي سوټه کراسي ده
افغانان چې چا په خپل منځ کې ویشلي
اوس زمونږ بیا جوړونې ته راغلي
سوداګر دي دکوکنار و دآپین
جوړوي ترې مورفین او هیروین
بس مافیا ده دقانون لباس کې پټه
دافغان ددود يي وویستله سټه
دوطن نه موجوړ شوئ پلیګون دئ
بس وسلې ازمائيل کیږي وسلتون دئ
څوک خدمت کوي چې بیا خراسان جوړ کړي
څوک خدمت کوي چې مات پاکستان جوړ کړي
ځکه وایمه شاعره او لیکواله
دوطن دبڼ بلبله وطنواله
لاس تر لاسه دوطن سندرې بوله
دخپل کور او خپل مدفن سندرې بوله
دلته سل ګوندونه جوړ سیاست بازاردئ
دغه واړه مصلحت داستعماردئ
دلته نوم دتورریزم مطلب بل دئ
اسامه له امریکا راغلئ غل دئ
دلته واړه وسلوال القاعده دي
دغه واړه دپردیو په فایئده دي
دلته څوک نه شته ددې ملت په غم کې
ولسونه موپراته جهل تورتم کې
دتورمخو اوشین سترګو واک چلیږي
دکم ذاته جاسوسانوز واک چلیږي
چې پرون به يي ډانډس واهه له لوږې
اوسیدل به په غارو کې لکه مږې
نن يي وګوره پیسئ قوماندنان دي
راوستلي دلته دوې امرکایان دي
ځکه وایمه شاعره او لیکواله
دوطن دبڼ بلبله وطنواله
لاس ترلاسه دوطن سندری بوله
دخپل کور او خپل مدفن سندرې بوله
دغه اوس ستاریخي مکلفیت دئ
ددې غلو رسوا کول افغانیت دئ
دوې زمونږ ملي دودونه خرڅوي
دوې زمونږه سکه ورونه بیلوي
دوې په دین مذهب اوژبه تجارت کړي
لوي افغان ته سپکاوي او حقارت کړي
وسلوال او قاچاقچیان وژونکي دوې دي
طالبان او دترور پالونکي دوې دي
دوې په خپله دوښمنان دي دقانون
دوې په خپله استا ذان ددې مضمون
دوې پخپله طالبانوسره لاس دي
دوې پخپله بهرنیانو سر لاس دي
ځکه وایمه شاعره او لیکواله
دوطن دبڼ بلبله وطنواله
لاس تر لاسه دوطن سندرې بوله
دخپل کور اوخپل مدفن سندرې بوله

ته کوئ شې چې تورتم لارې رڼې کړې
ته کوئ شې د رښتیا بلې ډیوئ کړې
خدمتګار ستاسې په هره کرښه ویاړي
سراسر ټینګ امنیت خپلواکي غواړي
{/slide}{slide= په بیړۍ کې}

دآرام سمندر منځ کې په بیړۍ کې
هر څوک ډوب وو دخیالونوپه نړۍ کې

څلور لورو ته ښکلا دطبیعت وه
چې راتلا ې نه شوه دعقل په کړۍ کې

خوبس زه جانانه هلته بې تا نه وم
زړه مې غوښتل راسره وئ دې ګړۍ کې

یا سپین غر په سر کیږدۍ کې دواړه ناست وئ
بې خبره وئ پراته زړه شړۍ کې

وچ سٌکړک اوسپوره روټه موخوراک وئ
دکونړ اوبه مو څښلئ کوزړۍ کې

یاروان وئ دواړه غبرګ هلمند ناورته
کٌرت شوملې دواړو خوړلئ په مړۍ کې

خدمتګاربه له یورپه څه خوند واخلي
دپښتون ټاټوبئ وران دئ دې نړۍ کې

محمد يوسف خدمتګار مزدورزوې
{/slide}{slide= وطنه !}
وطنه تا سره پيمان دی زما
په يو پاڅون به دی ازاد کړمه
په ننګ غيرت او ټينګ ايمان دی زما
په يو بدلون به دې اباد کړمه

يا خو به ګرځم د نرانو سره
يا به مې قبر په سنګر جوړ شي
پښتون به سيال کړم د سيالانو سره
يا به مې ستا خاورې بستر جوړ شي
نه منم ژوند د غلامانو سره
که مې د جنګ دوزخ په سر جوړ شي

ژوندون له تا ځنې قربان دی زما
که په سمون جوړ اتحاد کړمه

 

ماشوم دې غيږ کې رالوی کړی يمه
پښتون وطنه د پښتون وطنه
په ناز عزت دې زه روزلی يمه
ته زما ساه زما ژوندون وطنه

ښه دی په ننګ همت پوه کړی يمه
ستا حفاظت د ژوند مضمون وطنه

ستا ازادي د ژوند ارمان دی زما
په او ښتون به اعتماد کړمه

څوک به پيسې څوک به دنيا غواړي
زه خپلواکي او ستا يوالي غواړم
څوک به د سپينې خولې خندا غواړي
زه ستا خوښي او ابادوالی غواړم
څوک زليخا ا و څوک لیلا غواړي
زه ازدي او سرلوړوالی غواړم

ارمان ارمان پښتونستان دی زما
په پيوستون به يې ازاد کړمه

ګرځم په کلو او ميرو باندې
ستا غيرتي ولس ته ژاړمه زه
په سم و د شتو لوړو غرو باندې
افغان بچي يووالی غواړمه زه
د هر پټکي په ول يې وياړمه زه

ملي مشرانو ته اعلان دی زما
ملي ټړون به يې بنياد کړمه

شم خجالت او ملامت وطنه
چې شاوخوا ته دی نظر واچوم
زمونږ ايمان زمونږ عزت وطنه
نورې دنيا ته چې نظر واچوم
زمونږ نفاق شو ستا ذلت وطنه
ستا اريانا ته چې نظر واچوم

ستا ابادي ملي ارمان دی زما
ستا په تاريخ به استناد کړمه


تا کې پردي واکمن ليدلی نه شو
د لوی پښتون بيرغ اوچت غواړمه
د غلامۍ ژوندون منلی نه شم
خپلواک غښتلی خپل ملت غواړمه
کور مې وطن دی خرڅولی نه شم
ځان ته ژوندون د لوړ عزت غواړمه

دخدمتګار دغه پيمان دی زما
ځان به مې ځار له خپل هيواد کړمه
{/slide}{slide= دوعا}
تاپه خوله ستا یلئ نه شم
په قلم لیکلئ نه شم
ستا انځور ویستلئ نه شم
ستا صفت کولئ نه شم

ته له هر څه نه خبر يي
ته په هر ځاې کې حا ضر يي

تا په لمر باندې رڼا کړل
تورتمونه کهکشا ن کې
تا آسمان ستوري ښکلا کړل
مثالونه دې جهان کې

تا انسان هسې دانا کړو
خلیفه دې د مولا کړو

ستا چې هر څه شئ غر ض ؤ
زه پر نه شم پو هیدلئ
دا روغتیا وه که مرض ؤ
زه يي نه شم پیژندلي
خو هغه چې تا پوهان کړل
هغوې ټول ملکونه وران کړل

که رضا دې ورانول وي
ورانول دپوهې ضد وي
په انسان دبل وژل وي
نو وژل دپوهې ضد دي

ته په ټولو مهربان يي
ته قدرت دټول جهان يي

که رښتیا وي نوبیا ولې
تفاوت دئ دې نړۍ کې
جوړې ورانې کړي بیا ولې
جهالت دئ دې نړۍ کې
که نه سمدم بغاوت دئ
چا جوړ کړئ شرارت دئ

دا زمونږه نا پوهي ده
که ستا هم پرې رضایت دئ
نیمګړ تیا ده بې خبري ده
که نه ستا په کې حکمت دئ
مونږه هم ستا بنده ګان یو
دمړۍ پورې حیران يو
زمونږ ملک بیرته ودان کړه
واک عزت راکړه په کور
بیرته جوړ افغانستان کړه
سوال کولئ نه شو نور
خدمتګاره خداې ځوکمن دئ
څه چې غواړي هغه کیږي

په هرڅه باندې واکمن دئ
څه چې غواړي هغه کیږي
{/slide}{slide= سړیتوب}
تخم ولویږي په خاورو زړه يي وچوي بوټئ ګل شي
دغره تیګې توږل وزغمي غمئ شي دوربل شي
سړئ پوخ شي په لویدواوپاڅیدوکې سبق واخلي
چې د،ولس په غم ککړ شي عقل لاړ شي لوي پاګل شي
خلک ویښ شي او توپان شي توپانونه کړي خچپچ
چې هر څوتوپان کې وران شي نمونه لکه کابل شي
څوک به خښتې دسرو زرو دلیلا په غاړه نه کړي
چې په لا س دزرګر ورشي نو امیل شي یا چار ګل شي
هسې نور سرونه ډیر دي چې لونګۍ پرې تړل کیږي
چې لونګۍ پرې ښه ښکاریږي هغه سر په قام جلبل شي
سړیتوب په روپو نه دئ نه بازار کې خرڅیدئ شي
سړئ هله سړئ شي چې ولس پرې راټول خپل شي
خدمتګاره له بابا وروسته دي څوک مونږ ته را پاتې
چې يووالئ دقام غواړي محمود خان شي یا افضل شي
{/slide}{slide= ارمان}

چې نظر وکړم تاريخ او تير زمان ته
سترګې نه شم غړولی ملامت شم
چې د زړه په سترګو وګورم جهان ته
سيالي نه شمه کولی خجالت شم

نور مې صئبر حوصله ده ختمه شوې
ځکه خيژي مې له خولې نه فريادونه
پښتنو کې پښتونواله کمه شوې
هديري يې خرڅوي خپل او لادونه
د بابا د ننګ شمله ده ټيټه شوې
ځکه نور په پښتنو کوي امرونه
پښتو نوم دی پښتنو ته هم افغان ته
ملامته مې پښتو ته په غفلت شم

که په خپل و ګويوانو کې فکر وکړه
يو ځل وګورو خپل حال او بيا نړۍ ته
د ژوندون په لارو چارو نظر وکړو
نظر واچوو د خپل بابا پګړۍ ته
مقايسه د خپلې پوهې هنر وکړو
چې مونږ ولې يو حيران يوې مړۍ ته
څوک به ورکاندي جواب پښتون ايمان ته
جار قربان له پښتونوالې او غيرت شم
زه به ټولو نه لومړی بيلګه کړم ځان
شرمنده يمه خپل حال او خپل ژوندون ته
تجربه د ژوندانه به کړم عيان
که عبرت شي غيرتي ولس پښتون ته
عفوه وکړۍ که شوخي کړم په بيان
هيله من يم غوږ مې ونيسۍ مضمون ته
يو رښتينی جواب راکړۍ دې بيان ته
چې په لور د ملي هيلو منزلت شم

ډير مې وليدل ملکونه وطنونه
د افغان ننګ او غيرت مې پيدا نه کړو
پرمختللي ولسونه دولتونه
اوسنی پښتون غفلت مې پيدا نه کړو
لورهر په زده کړه علمونه هنرونه
ځان وژنه جهالت مې پيدا نه کړه
اوس نو ووايي چې څه ووايم ځان ته
په څه سترګو د چا مخ کې را واچت شم

پښتانه لر له جيلمه تر مزاره
يو د بل وينو ته ناست بې اتفاق دي
له کونړه تر چمن بادغيس تخاره
يو په بل نومونه ږدي سر په نفاق دي
بلوڅان او هزاره په بله لاره
تاجکان او ازبکان په بل ميثاق دي
زه نو څنګه سترګې پورته کړم جهان ته
دعوه ګیر څنګه د پلار د ننګ او پت شم

پلار خو ماته و راکړی لوی وطن
له پاميره تر عمانه کور زما ؤ
ازادي ساتل زما روح او بدن
له ډيلي تر ترکستانه کور زما ؤ
ابادي وه زما دنده په خپل تن
له بولانه ترسستانه کور زما ؤ
اوس چې وګورم خپل لوی افغانستان ته
د شهيد بابا مزار ته خجالت شم

ډک سيندونه د اوبو راته بهيږي
زمونږ ځمکې وچې دشتې او ډاګونه
اولادونه مو بې علمه رالوييږي
مونږ هير کړي د پلرونو وصيتو نه
د خيرات غوښتلو لاس مو نه ټوليږي
د سبا ورځې مو مړه دي څراغونه
حيران شوی يم دې عقل دې وجدان ته
خوشې لافو ته چې زه ور ملتفت شم

څلور خوا ته دښمنان په مونږ بلوسيږي
مونږ نه ځان او جهان هير دي خدمتګاره
ځانځاني ملي نفاق زمونږ خوشيږي
چا زمونږ د ور کيدو نيولې لاره
هوښياران خلک ژور په دې پوهيږي
پښتون ژوند نه شي منلی ډک له عاره
ځکه ټول پښتون يو کيږي لوی ارمان ته
صدقه له پښتني عزم همت شم
{/slide}{slide= موقع}
چې ستره لار د پر مختګ د کاروانو نه ويني
لوی جنبشونه شور او زوږ د زمانو نه ويني

هغه قومونه دي ړانده يا په غلطه روان
چې ګرد او دوړې څوک د مخکې قافلو نه ويني

د بل د لاس په اشارو چې قوم پرې پرې شي
له لوګو پرته به بل څه په اسمانو نه ويني

قوم دې د خپلې ناروغۍ علاج پخپله وکړي
پخپل کاله کې دې نوکر ځان د پردو نه ويني

څوک چې طلب د ځلاند لمر کړي لار دې يوه کړي خپله
نو به ګلونه د سپرلو په ژړيدو نه ويني

د چا چي خوښي وي د سرو شونډو پيالې د ميو
بې ميخانې نه رندان لار بله د تلو نه ويني

د لوی افغان قسمته پاڅه وخت د خوب پوره دی
دښمن دې خوب د يو کيدو بې ورک کيدو نه ويني

ته د ختيځ لويديځ بلا لر نه تر بر وخوړې
ته بې خبر څه طريقه د پاڅيدو نه ويني

که درنه دا موقع خطا شوه وار دې ونه کړلو
نو خدمتګاره! پښتو لاړه بيا پښتو نه وي
{/slide}{slide= د وخت اواز}
په کوڅه يې نسيم کړی دی ګوزار بيا
چې د مشکو بوی ترې خيژي عنبر بيا

 

د ښکلا د پسرلو د ګلو بوی دی
که يوسف د زليخا اخلي خبر بيا

 

د ننګرهار د نارنجانو ګل يې راووړ
کاڼي بوټي شول په عطرو معطر بيا

 

د زګو خاورو لا دوړې پکې شته دي
دخمار مستي مې راغلله په سر بيا

 

دا کيسه د پسرلي وه نسيم وکړه
ما وې حال د افغان راکړه لر او بر بيا

 

نيسم ويلې لوی افغان به بيا افغان شي
ننګ غيرت سره که جمع کړي هنر بيا

 

پښتانه که د يووالي جرګې وکړي
له امو تر اباسينه شي لښکر بيا

 

پتيمان کونډی کډوال سره راټول کړي
د ورورۍ لاسونه ورکړي برابر بيا

 

لوی وطن د ابدالي به يې بيا جوړ شي
خدمتګاره! که راويښ شي لر او بر بيا
{/slide}{slide= زنداني ناره}
لکه محشر مینه شوه هیره ځانځاني شوه

زمونږه چم کې چې دوینو آرزاني شوه

ستا تنکۍ دګل په څیر شونډې شوې وچې
په ما تیره په بیدیا شپه بارا ني شوه

تا چې مخ راځیني واړوه تورتم شو
د سپرلي هوا ترخه شوه خزاني شوه

ما ګودر د میني نه ؤ صحیح کړئ
د سفر بیړۍ مې ځکه توپاني شوه

ته مغروره د کچه حسن د بڼ وې
په ما تیره انتظار زما ځواني شوه

په کوڅه کې محتسب څو کیداري کا
چې ناره د آزادۍ مې زنداني شوه

خدمتګار دې د یادونو ډیوئ ګوري
ستا په مخ باندې مې پاتې نښاني شوه
{/slide}{slide= عظمت او جهالت}
سوله ژوندون دی ابادی ده
سوله يو والی ورورولی ده
سوله پيشرفت دی ترقی ده
سوله قوت دی ځوانمردی ده
سوله صفت د انسانيت دی
سوله دستر افغان صفت دی
سوله د ګدژوندون اواز دی
سوله د ژوند نوی اغاز دی
جنګ ورک کيدل دی بربادی ده
جنګ کی بيلتون دی جدايی ده
جنګ شاته تلل دی نابودی ده
جنګ کی بايلل دی کمزوری ده
جنګ يو صفت لری وحشت دی
وحشت ورکيدل دی بد اواز دی
جنګ د پناه په لور اغاز دی
سوله يو والی پيوستون دی
سوله جرګه جرګه سمون دی
سوله د جنګ په ضد تړون دی
سوله زمونږ د دين مضمون دی
سوله راحت د انسانانو
سوله قوت د افغانانو
سوله اسلام دی عدالت دی
سوله سياست دی قضوت دی
جنګ کليمه توره ننګينه
پرجنګ غوښتونکو دی ننګ وينه
جنګ سرزوری مدام بدبينه
جنګ کمزوری خوشی غمګينه
جنګ دافغان په ضد قدم دی
جنګ د يووالی ضد هر دم دی
جنګ د عظمت او جهالت دی
کوم چی تحميل نن په ملت دی

محمد يوسف خدمتګار مزدورزوی
{/slide}{slide= د يووالي غږ}
د ملنګۍ کچکول په غاړه ګرځم
زه افغانانو ته وحدت لټووم
په ابادۍ سمه او شاړه ګرځم
ويدو زمريانو ته نصرت لټووم

کچکول په غاړه دريدلی نه شم
خپلو ځوانانو ته عذرونه کوم
د بابا قبر خر څولی نه شم
زه د نقاق په اورلتاړه ګرځم
ملي مشرانو ته سيرت لټووم

مشر پښتون نه مشرتوب غواړمه
تاجک ازبک او هزاره ورونه دي
بلوڅ ترکمن نه دا سترتوب غواړمه
ايماق پارسيان زمونږ سکه ورونه دي
د قزلباش عرب خپلتوب غواړمه
نورستانيان زمونږ درانه ورونه دي

شاړو ګوجرو ته له وياړه ګوځم
ټولو قومونو ته شوکت لټووم

دلته دا ټول د يو افغا ن بچي دي
له بدخشان بلوچستانه پورې
دوی دخوشال او احمد خان بچي دي
له اکوړي نه زوړ سستانه پورې
دوی د ايمل، خان غفار خان بچي دي
چمن مردان نه تر جوزجانه پورې

زه د اميد پړی په غاړه ګرځم
دې اتلانو ته همت لټوم
دوی ته ميرويس دوی ته اکبر يادووم
دوی ته ملاله ايوب خان ښايم
دوی ته ميوند دوی ته خيبر يادووم
دوی ته شهيد خان صمد خان ښايم
دوی ته کابل او پيښور يادووم
دوی ته روښان او دريا خان ښايم

زه په ژړا خو هسکه غاړه ګرځم
د لوی افغان بيرغ اوچت لټووم

که څوک دعوه د افغانيت کوي نن
ملي يووالي ته دې کار وکړي
که څوک دعوه د خپل عزت کوي نن
ملي شته والي ته دې کار وکړي
که څوک رښتيا د ملک خدمت کوي نن
خپل افغانوالي ته دې کار وکړي

زه خدمتګار منمه دواړه ګرځم
ولس وطن ته لوړ عزت لټووم
{/slide}{slide= د وطن بچيانو ته}
کوومه يو بيان غوږ ونيسۍ ځوانانو
زده کړه تعليم وکړۍ نور بې زده کړې ژوندون سخت دی
ناپوه سړی بدبخت دی
ليدلی مې يو ځوان ؤ ****** صورت کې پالوان ؤ
نازولی زوی د خان و
په عقل ډير نادان و، ؤ مغرور د پلار دنيا ته

ښه غوږ ونيسه ماته
بې ځايه ګرځيدلو ****** په نورو خند يدلو
په کار به شرميدلو

چرس به يې لوګی کړل وبه سرې سترګې روان
کومه يو بيان
زلمی و ډير مغرور ****** بې عقله بې شعور
تنبل و مشهور

د پلار نصيحت يې نه نانه مدام به پټيدلو
سبق يې نه ويلو
فيشن به يې کولو د کور واک يې غوښتلو
خو پلار يې نه منلو
بد نيته بد عمله بد ګومان و په خپلوانو
غوږ ونيسۍ ځوانانو

پلار د ده لوی خان و ډير سخت د ده ګرران و
دبل زوی په ارما و

ظالم و بد نصيبه ډير به ده کول ظلمونه
خپه وو ځنې ورونه

چا وويشت په ټوپک ****** ټپي شولو ډير کلک

زوی يې ويل چې ژر شي ورک

پيښور ته يې روان کړو چې د پلار ټپ مې ډير سخت دی
ناپوه سړی بدبخت دی

 

ډکه کې په دوی شپه شوه ****** تروږمۍ پرې راخوره شوه

د پلار ته تبه توده شوه

زوی يې لاړ دوکتور پسې چې ژر يې راولمه
د پلار علاج کوومه

دی بيرته راغی ښار ته ****** مرکز د ننګرهار ته

اوس ګوره د ده کار ته

دوکتور ورځنې هير شو ډير يې واخيسته سامان
کوومه يو بيان

لونګۍ ډيرې جامې ****** د خانۍ ښې علامې
نوکر و له کامې

 

نوکر يې پر ې ښه بار کړو دا لا نه و بيرته راغلی
دادا له نړۍ تللی

دا پريږدۍ په بازار کې ****** په شوق د خپل سينګا رکې

پلار پروت په نتظار کې

 

خان صاحب چې مړ شو نو وراره يې کړلو بار
نور نه شو انتظار

په دريمه يې زوی راغی پرې خندل ټولو خانانو
غوږ ونيسۍ يارانو

چې واک اختيار يې خپل شو ****** خوشحاله يو په سل شو

د ژوند رونق يې بل شو

 

د ځمکو په خر څون يې شروع وکړله بې باکه
کيسه شوه شرمناکه

راټول به وو چرسيان ****** بنګيان نور نيشه يان

سازونه او سازيان

 

لنګر به يې چالان و ما ليدلی په خپل وخت دی
ناپوه سړی بدبخت دی

ده درې کړل و دونه ****** پرې مات يې کړل دودونه

غږيدل به سرودونه

 

څو ورځې به چالانه ښه پلو چلو چرګان وو
چرسيان به را روان وو

ډير ژر يې ملک تمام شو ****** رسوا په خاص او عام شو

رڼا ورځ يې ماښام شو

څه کسب يې زده نه ؤ غټ کمال يې مهرابي وه
هغه هم قلابي وه

تړۍ به يې تړلې ****** کنځلې به يې کولې

تڼۍ به يې وې شليدلې

هر چا به پرې خندلې په ويالو به و روان
کوومه يو بيان

ولسونه ترې خپه وو ****** خويونه يې ښه نه وو

دوستان خپلوان يې نه وو

مهرابي هم ځنې لاړه خپل يوه باغ ته کيناستلو
ارمان به يې کولو

لري ښکلي زامن ****** هوښيار او قدرمن

په دې حالت غمجن

ښايسته ښکلي زامن يې اوس احتياج د بزګرانو
غوږ ونيسۍ ځوانانو

اوس پروت په سترګو ړوند دی ****** ناروغه ځيګر خون دی

مرض يې د لړمون دی

چې خپله مور يې مړه شوه هسې وه لکه ملنګه
دا تللې وه له جنګه

راغلی دی اوس بيرته ****** وتلی نه شي چيرته

دی ناست د ګوتو شمير ته

اوس تاسو فکر وکړۍ چې حالت يې څومره سخت دی
ناپوه سړی بدبخت دی

 

څو ورځې به چالانه ښه پلو چلو چرګان وو
چرسيان به را روان وو

ډير ژر يې ملک تمام شو ****** رسوا په خاص او عام شو

رڼا ورځ يې ماښام شو

څه کسب يې زده نه وغټ کمال يې بهرابي وه
هغه هم قلابي وه

تړۍ به يې تړلې کنځلې به يې کولې
تڼۍ به يې وې شليدلې

هر چا به پرې خندلې په ويالو به و روان
کوومه يو بيان

ولسونه ترې خپه وو خويونه يې ښه نه وو
دوستان خپلوان يې نه وو

مهرابي هم ځنې لاړه خپل يوه باغ ته کيناستلو
ارمان به يې کولو

لري ښکلي زامن هوښيار او قدرمن
په دې حالت غمجن

ښايسته ښکلي زامن يې اوس احتياج د بزګوانو
غوږ ونيسۍ ځوانانو

اوس پروت په سترګو ړوند دی ناروغه ځيګر خون دی
مرض يې د لړمون دی

چې خپله مور يې مړه شوه هسې وه لکه ملنګه
دا تللې وه له جنګه

راغلی دی اوس بيرته وتلی نه شي چيرته

دا تللې وه له جنګه

راغلی دی اوس بيرته وتلی نه شي چيرته
دی ناست د ګوتو شمير ته

اوس تاسو فکر وکړۍ چې حالت يې څومره سخت دی
ناپوه سړی بدبخت دی

ما وکړو دا بيان ****** چې پوه کړمه ځوانان

مثال مې کړو عيان

وروستۍ پښيمانۍ نه لومړي ژوند ته فکر وکړۍ
مضمون ته نظر وکړۍ

چې څو در پکې توان دی ****** او يا څومره چې امکان دی

دا خواست د دې زمان دی

ټول زور موپکار واچوۍ تر څو چې شۍ سيالان
کوومه يو بيان

سبق کې کوشش وکړۍ ****** خدمت کې مو هوش وکړۍ

خبرې د جوش مه کړۍ

سړی هغه سړی دی چې د کا رکسب څښتن وي
هر چاته قدرمن وي

بې کسبه بې کمال ****** ژوندون وي له جنجاله

خبر شوۍ خان له حاله

پټه خوله ده غوره له پوچ ويلو هوښيارانو
غوږ ونيسۍ ځوانانو

تيار کړۍ خپل ځانونه ****** دي ډير ستاسې کارونه

وطن کړي انتظارونه

که نن څوک زحمت وکاږي سبا ته اراميږي
هوښياران په دې پوهيږي

نور ورک کړۍ ټوپکونه ****** را واخلي قملمونه

ټينګ کيلۍ قدمونه

چې خان صيب خپه نه شي خدمتګاره خواره يې بخت دی
ناپوه سړی بدبخت دی

کوومه يو بيان غوږ ونيسۍ ځوانانو
زده کړه تعليم وکړۍ نور بې علمهه ژوندون سخت دی
ناپوه سړه بدبخت

********
******
***
*
{/slide}{slide= ازموينه}
نن دی بيا ډګر تيار د ازموينې
تماشې ته دې ولاړه ده نړۍ
دا په تا ستا د فطرت دي لورونې
ميړه نه خوري د پیغور منت مړۍ

ای پښتونه ځان بيدار کړه نړۍ ګوره
نن دوران د انټرنيټ او کمپيوټر دی
اولادونه دې هوښيار کړه نړې ګوره
ستا اولاد له خپله ځانه بې خبر دی
خپل غفلت خپله اظهار کړه نړۍ ګوره
چا په دوه ګوتو پټ کړی در نه لمر دی

درته ګوري دښمن لار له منځه وړنې
ټولو پیريښې ده په تا باندې څړۍ
ستا د کور په ورانولو يې ځان جوړ کړو
بې خبره تا پخپله وران کړو کور
خپل ژوندون ستا په وژلو شيطان جوړ کړو
ته خبر نه شوې پخپل طاقت او زور
په هنر يې ستا پلورلو ميدان جوړ کړو
ته يې بوخت کړې په وژولو د خپل ورور

هر ګوزار ستا د تاريخ نابودونی
تا تاو کړې ده په ځان زړه شړۍ

ستا د لوی احمد وطن تقسيم تقسيم شو
دښمنانو پکې وکښلې پټاری
د ميرويس لمسيانو وکړې هسې چارې
د ملا لباس کې ستا دښمن مقيم شو
ځکه ته دښمن ته خوار او ذليل ښکارې

ستا غلام د زمانو کړې لاسوهنې
درته اچوي د خپل نيکه کړۍ

روح او تن په ژوندانه کله بيليږي
که بيليږی روح له تنه سړی مړ شي

آزادي له پښتنو اخيستل کيږي
که پښتون د بل غلام شي ښه چې مړ شي
د آسمان ستوري په ځمکه نه کوزيږي
که کوزيږی په قیامت به په مخ په ځوړ شي

ژوندون نه دی بې پښتو د قبلونې
ستا د هيلو د کاروان بنده بيړۍ

که د پلار نيکه په څیر ژوندون دې خوښ وي
قرباني د ځان پيشه کړه آزاد اوسه
که آزاد د شير په څير ژوندون دي خوښ وي
د خوشال توره تيره کړه آزاد اوسه
که د بلخ او بخدي تير ژوندون دې خوښ وي
د یووالي تلوسه کړه آزاد اوسه

په تا پور دښوونځيو جوړونې
د پلرو به دې راپورته شي پګړۍ

پلار نيکونه دې له مخې سربازان وو
له دښمن ځنې يې نه کولو څنګ
هر ميدان به يې ګاټه پالونان وو
په ظالم به يې کولو غوڅ غورځنګ

واړه ستا د کمال پوهې په ارمان وو
کوم چې ستا مخې ته دي لکه ګړنګ

په تدبير د ګړنګو د سمونې
نوبه هله دا وړۍ شي ستا شړۍ

غرض دادی چې قلم کاغذ ته لاس کړه
علم پوهه کړه حاصله که پښتون يې
شپه او ورځ په ځان یوه په ډیر اخلاص کړه
د همت ښکاره کړه نښه که پښتون يې
د دښمن څيره ښکاره کړه له سپين لباس کړه
دې ميدان کې ځان ښکاره کړه که پښتون يې

بيا به شي ستا دبدبه د خوښوونې

خدمتګار له به بيا خوند ورګړي مړۍ
{/slide}{slide= افغان}
افغان هغه دی چې د لوی وطن یووالی غواړی
چې د نفاق په لارو ځي هغه دښمن دی زمونږ

زه د وطن له خاورو ‍‍‍‍‍‍‍‍‍ جوړ یمه غیرت غیرت یم
بې همتي په ژوندانه باندې منلی نه شم
وطن مې مور ده مور روزلی يمه پت خمت يم
زه د وطن دښمن ته کله ټيټيدلی نه شم
پرون د تورې پالوان نن د ملي وحدت يم
د پلار وطن تقسيميدل مې قبلولی نه شم

روح مې په تن دی اسوده ملي يووالی غواړي
څوک چې په ژوند قوم خرڅوي هغه دښمن دی زمونږ

پلار مې نيکه غوندې اتل ؤ چې غلام نه شولو
دوی د غيرت سرو سنګرو کې تل ژوندي پاتې شول
خپلو حقوقو له غوښتلو نه ارام نه شولو
ځکه سرلوړي لوړو غرو کې تل ژوندي پاتې شول
په هيڅ حالت کې خپل دښمن ته په سلام نه شولو
ځکه خوشحاله وينه سرو کې تل ژوندي پاتې شول

اوس ارواحګانې د هغوی ملي شته والی غواړي
څوک چې ولس خپل بيلوی هغه دښمن دی زمونږ

زه به د پلار نيکه له وينو ګلستان جوړ کړم
اوس مې سنګر دی ټينګ نيولی د کمال او پوهې
په ځای د تورې به قلم کاغذ نشان جوړ کړم
ما پيژندلې ده ښکلا جمال کمال د پوهې
په علم پوهه به دا وران وطن ودان جوړ کړم
ما حاصل کړی دی وصال حسن کمال د پوهې

د پلار رښتيني زامن هسې رنګ جوړوالی غواړي
چې موله پوهې ستنوي هغه دښمن دی زمونږ

څوک چې د ملک خدمت کوي نو ښونځی جوړوي
چې ورانول کوي نوکر د دښمنانو دی دا
څوک چې وطن ابادوي نو پوهنځی جوړوي
چې سوځول کوي نوکر د دښمنانو دی دا
چې ولسونه يو کوي جرګې ملي جوړوي
چې بيلول کوي نوکرد د ښمنانو دی دا

چې خدمتګار ورله مخ تور او رسوا والی غواړي

چې ورور په ورونو قتلوي هغه دښمن دی زمونږ
{/slide} {slide= ویدې قافلې}
ژړا مې څه کوې ته رنګ ته مې ګوره
اواز مې کيناستلو وسوم بې اوره

نم مې روان دی په مخ لوند مې ګريوان شولو
ورځ مې په غم تيریږي شپه مې شمکوره

رندان مې لاړل خو مار ماتې پيالې شولې
حالات بدل بدل شول کيسه شوه نوره

ځمکه وه کلکه ديره آسمان ؤ لرې
چې پښتنه خورکۍ مې شوله سر توره

چا خپل ژوندون ورکړلو چې پت عزت وساتي
د چا تور سرې لاړې په زور له کوره

په تومتونو کې مې ژوندون راتنګ شولو
د پښتون لوي څادر شو ډک له پيغوره

يو خوا زمونږ سرداران خیرات خوړونکي شولو
بل خوا وژل او تړل له خپله وروره

څوک د اسلام په نامه په مونږه وژني يو بل
څوک مو دودونه ژبه اخلي په زوره

ښه نو اوس ته ووايه چې غيرت څه ته وايې
اوري وسلې او نفاق له کومه لوره

دا د دوستۍ جامو کې دغه زاړه دښمنان
څنګه دوستان شول زمونږ مطلب يې ګوره

دغه مکارې دوستۍ يو په بل مړه کړو مونږه
بيا يې جلا جلا کړو ورونه له وروره

چا د خوشال ديوان نه توره قلم واخیستل
د ميرويس خان چپنه ګورګين کړه توره

د ابدالي لونګۍ مو په رنجت سنيګ خرڅه شوه
زوي شو له پلاره جلا لور يې له موره

د پښتنو قافلې ويدې ويدې پاتې شوه
سيالان ترې مخکې شولو له هره لوره

ملالۍ څه شولې ته ناهيد ته لاس ورکړه
د ننګ ټپې ووايه ډکې له شوره

ژر ايوب خان خبر کړۍ چې چې بل ميوند جوړ کړي
غازي امان راولۍ بيرته تر کوره

د ګوډ ملا د بچو تورې څيرې رسوا کړۍ
چې رڼا ورځ يې کړله په کوډو توره

د خدمتګار ولسه ملي يوالی ټينګ کړۍ
که نه وي ورک به مو کړي له کور او ګوره
{/slide}{slide= د آزادۍ د لارې د شهيد د مزار چراغ ته}
سل وياړورنه دې په تا وي ته په پټه خوله سوځيږې
لوی ارمان دی دئ په زړه کې چې سوځيږې او بليږې

 

ته مضمون د مجلسونو چې ياران درباندې وياړي
اور دې سور په سربليږي خو تورتم سوزئ خنديږې

 

زه په تار د رواجونو کې تړلی بندي اوسم
ته ريښه د هسې ګل يې چې سوځيږې راټوکيږې

 

ته د خپل ارمان تدبير وې چې تقدير ته تابع نه شوې
ته بليږې روانيږې خوږو زړونو ته رسيږې

 

زه په تاباندې پوه نه شوم چې ته اور يې که رڼا يې
ستا په اور زړونه پاخه شول ته د اور سره خنديږې

 

زه چې وينم تر آسمانه ستا نړۍ ښکلې رنګينه
ته د سترو منزلونو د ارمان په لور خوځيږې

 

زه هم غواړم ستا په ډول چې په سر مې اور کړم پورې
ته مشعل زما د ليارې تل مې ته زړه کې اوسيږې

 

ته رڼا د خدمتګار يې ته ډیوه زما د ژوند يې
ته زمونږ لپاره وسوې رڼاګانو ته خوښيږې
{/slide}{slide= وطنه}
له امو تر اباسينه لوی وطنه
هر بچی دې د يووالي په ارمان دی
افغانان درباندې تير له ځان و تنه
هر زلمی د رته ولاړ په ټينګ ايمان دی

ستا له لوړو غرو نه سل ځله قربان شم
هر يو لوړ په ننګ غيرت له کهکشان دی
صدقه دې له هر کاڼي هر انسان شم
چې روزلی دې هر يو په ننګ ايمان دی
ستا سپين سترګي تور دښمن لره حيران شم
بې شرمۍ او چل او ل کې پالوان دی

دښمنان به شي پناه ستا له د کنه
که خبر شي چې ولاړ څوک په ميدان دی

هر پښتون چې پښتنې وې زیږولئ
تل تر تله ستا بيرغ رپانده غواړي
څوک چې دی په پښتونوالې پوهيدلی
د بخت ستوری دي تل لوړ ځلانده غواړي
بې ننګان و به وي تل سر ټيټ نيولی
د بل ور کې به مدام ژړانده ژاړي

ځانته نه پريږدي پيغور د چا پتمنه
په رښتيا سره چې زوی د لوی افغان دی

پښتانه له خپل فطرته زړور دي
د غيرت له خټې جوړ کور د پښتون دی
آزاد خياله او خپلواکه بختور دي
هسې رنګه د پښتون ولس ژوندون دی
که پخلپلو کې اخته لاس په خنجر دي
خو د ملک دښمن ته جوړ ملي تړون دی

پښتون کله په شا نه ځي له دښمنه
دوی ورکړی په تاريخ کې امتحان دی

چې د ملک د چارو واک اختيار يې نه وي
د پيسو خانان دې ځار شي خدمتګار نه
غريبي د چا پيغور او څه عار نه وي
د پيسو وږي دې خوار شي خوار له خوار نه
نام او ننګ چې چا خرڅ کړی پکار نه وي
صدقه شه د غيرت تورې شرنګار نه

مزدورزوی په دې خوشحاله دی وطنه

چې پښتون تل بريالی په هر ميدان دی
{/slide}{slide= نيمګړی څلی}
پښتون زلمی افغان یمه خپل حق مې پیژندلی
په ټينګ عزم اپمان
وطن ځنې قربان يمه ما سر په لاس نيولی
نن بيا دی امتحان
وطنه ستا لپاره زه يم تير له مال او سره
دا لاره د پښتون ده
که سل ځله مړ کيږم غلامۍ نه ده بهتره
دا غوره له ژوندون ده
يووالي اتفاق نه بله لاره نشته غوره
ليلا د خپل مجنون ده
وطن زمونږ ناموس دی په ناموس مې مرګ منلی
همدا زما اعلان
اتل که د جګړې ومه پرونه نن د قلم يم
دا نښه د غیرت ده
به لاس مې کتابونه پوهنځي په لاره سم يم
ښه زده کړه مې همت ده
غليم مې پيژندلی دی په عزم مصمم يم
دا لارزمونږ د پت ده
زما د ننګ تاريخ دی ټول جهان ژور لوستلی
مالوم يم په جهان
زه لويه آريانا وم خراسان شومه افغان يم
د لمر غوندې ځليږم
صفت مې خپلواکي ده دې صفت سره عيان يم
په دې پيژندل کيږم
جګړې ته که اړ نه شمه د سولې نګهبان يم
زه تل په دې نازيږم
که چا جګړې ته اړ کړمه بیا نه يم شاته تللی
ګټلی مې ميدان
دښمن دې په دې پوه شي خپل غوږونه دي کړي خلاص
که نن وي يا سبا وي
د لوی احمد وطن به جوړومه په اخلاص
خبره دې دنیا وي
پښتون به بيا جرګه شي د يووالي په وسواس
بچی که د بابا وي
اخر به خدمتګار کړی مکمل نیمګړی څلی
په ننګ د لوی افغان
نمیګړی څلی = نيمګړې آزادي
{/slide}{slide= اختر}
چې د وه سترګې د دلبر وي
یو موسکئ موسکئ نظر وي
ز ړ و نه ډک وي له ر ڼا نه
و ر و ر ولي پو هه هنر و ي
خوږاحساس وي سازوي شوروي
خوله په خوله دشونډو سر وي
آ ز ا د ي و ي خپلوا کي و ي
خپل وطن وي خپل رهبر وي
نړ ۍ ټو له و ي ر نګینه
په هر لورې جو ړ اختر وي
یاران ټول سره را ټول وي
د ید نو نه و ي ګود ر و ي
مشر کشر ا حتر ا م و ي
مینه مینه سرا سر وي
کور او کلئ جم او جو ش وي
نه کډ و ا ل نه مها جر وي
خویندې میندې وي خوشاله
خد متګا ر ه تل ا ختر وي
{/slide}{slide= د غيرت چغه}
پښتونه پاڅيږه غيرت وکړه
د پلار نيکه په څير همت وکړه
وطن آزاد کړه آزاد ځان جوړ کړه
د احمد شاه افغانستان جوړ کړه

وتړه ملاپه لوړ همت پښتونه
ساته د کور کلي عزت پښتونه
د آزادۍ ژوندون وقار د انسان
د غلامۍ ژوندون دی عار د انسان
وو ستا پلرونه پتنګان د وطن
چې يې ځانونه کړل قربان له وطن
ته به تر څو د بل غلام اوسيږې
اړ او محتاج به لاس په نام اوسيږې
د چا په چل او فريب مه غوليږه
دخپلو کونډو پورې وشرميږه
پام چې سر ټيټ نه کړې دښمن په لوري
نظر کوه د پلار مدفن په لوري

دغه دې وخت دی شجاعت وکړه
ملي يووالی او جر ‌‌‌‌‌ئت وکړه

په سياسي پوهه خپل ځوانان جوړ کړه
د احمد شاه افغانستان جوړ کړه

پښتانه لر دي او که بر ورونه دي
په هر دګر د يو سنګر ورونه دي
د خپل وطن تاريخ ژور وګورۍ
له هندوکشه تر خيبر وګورۍ
په تړه تړه دي د وينو نښې
په هديړه په جوماتونو نښې
د پلار نيکه وينې دې خرڅې نه کړې
د کونډو رنډو هيلې خرڅې نه کړې
ستا آزادي ستا پښتونواله وروره
ستا خپلواکي ستا پښتونواله وروره
چې پلار دې قبر کې خجل نه کړې
د پښتنو صفت بدل نه کړې
په هوښيارتيا پوهه جرئت وکړه
د آزادۍ بيرغ اوچت وکړه

 

خپل کور او کلی دې ودان جوړ کړه
د احمدشاه افغانستان جوړ کړه

له هنده واخله افريقا پورې
بنګال لاتينې امريکا پوره
ټولو قومونو آزادي واخيسته
په ملي عزم خپلواکي واخيسته
ته آزادۍ په نوم غلام شولې نيم
زاړه غلام ته په سلام شولې نيم
افسوس افسوس ستا په غيرت پښتونه
شه رابيدار وکړه همت پښتونه
لونګۍ جامې دې دي د پلار په شانته
ديرې حجرې دې دي د پلار په په شانته
په هديرو کې دې دښمن ګرځي بيا
نن دې په خاوره بريډن ګرځي بيا
که نر يې پاڅه نر خصلت وکړه
په يتيمانو شفقت وکړه

د شهيدانو لوی ارمان جوړ کړه
د احمد شاه افغانستان جوړکړه

 

ستا ناريڼتوب ستا خپلواکي ده وروره
ستا پښتونتوب ستا آزادي ده وروره
وطن ليلا ته يې مجنون پښتونه
پښتونستان دی د پښتون پښتونه
په چل فريب زاړه انګريز نیولی
رنجت قاجار زاړه چنګيز نيولی
بچو ته خپل حدونه وښايه ته
دښمن ته خپل ملکونه وښايه ته
ټول سرحدونه رابيدار کړه خپل
ويده قونونه دې هوښيارکړه خپل
چې آزادي څوک په پيسو خرڅوي
دا بې ننګان د پلار پښتو خرڅوي
ته غير تمن يې خپل غيرت وکړه
يومتين عزم شهامت وکړه

 

د خدمتګار د زړه ارمان جوړ کړه
د احمد شاه افغانستان جوړ کړه
{/slide}{slide= دخلکو غږ}
رابیدار شۍ ورورنو څه په مونږه کیږي
دپردې شاته رسوا کړۍ دوښمنان
ددوښمن تبلیغ زونږ منځ کې چلیږي
په هنر مو قتلوي په ورورنو ورونه

،،،،،،،،،،،
پښتانه دي خاوندان دلوړ دستور
په تاریخ کې چیری نه وو ترهګر
دوطن ولس په ننک ولاړ ضرور
آزاد خیال آزادي دوسته حق پرور
تل خلاف دي دوژلو اوترور
خودپت په ځای ودرېږي زړور
ددوې ټولې معا ملې په جرګه کیږي
په جرګو باندې ساتي رسم دودونه
،،،،،،،،،
پښتانه له امو واخله تر اټکه
زاړه بلخ نه تر بخدي املبلاده
درستم له تخته ځه تر منډ یګکه
داسلام نه ډیر په خوا هم له میلاده
په سستان اوبست ًقلا کې دمه وکه
پښتانه پّه پښتنه غیږ کې لوییږي
په دې باب دي لیکل شوي کتابونه
،،،،،،،،
دشمال ایخانم نه ننګرهار ته
په باګرام دکنشکاه دي دربارونه
په هډه کې زوړ تاریخ آمان غفار ته
هدیرئ دخوست کا مې وایی حالونه
دغزني له څلو لاړ شه قندهار ته
داحمد اومیرویس وکړه زیارتونه
لاندی کویټه کې بلو څ پښتون اوسیږي
هر قدم کې زده کړه پوهه تاریخونه
،،،،،،،،،،،،
دسردار عطاالله وکړه سلام
لوړ مقام دصمدخان درنه هیر نه شي
دبوګتي او مري وکړه احترام
چی سلام دمحمودخان درنه هېر نه شي
دبولان دسر ختو کړه انتظا م
پام چی نور درانه مشران درنه هیر نه شئ
ټول دیوافغان بچي دي چی یادیږي
لر اوبر خواره پراته دي لکه غرونه
،،،،،،،،،،،،
له چمنه بیا راځه پّه دیره جاتو
لوړ مقام په اکوړی دخوشال ګوره
آزادۍ دجنګ غازیان په مناجاتو
په هرغره په هره تړه خوشال ګوره
بیلګئ نښې دانګریز مغل دماتو
له مردان تر پیښوره خوشال ګوره
له کوهاټه تر ډیریو ښکاره کیږي
چې په دئ ملک کی اوسیږي نر ولسونه
،،،،،،،،،،،
داجمل خټک غیرت چغه راواخله
ولي خان په سیاست کئ پالون دئ
کاکاجي دستر همت نښه راواخله
اپریدیو کئ لطیف یو ستر انسان دئ
دخټکو اپرا سیاب مشوره واخله
دبشر نوید هرلیک روح دافغان دئ
قلندر مومند په دئ ډیر خوشا لیږي
چې را ټول وي په حجرو پښتانه ورونه
،،،،،،،،،،،،،،
چارسدی نه که تیرا پوری ورتیر شوئ
دپښتون ولس به وګور ی عظمت
باجوړ نه که ورتیر تر سوات بونیر شوئ
دښکلا حسن به وګوري شوکت
دخیبر دالوی ولس غیرتي شمیر کړه
که دلواړګي شا اوخواته شوي اوچت
له مومند و دکونړ ننداره کیږي
دتیمور دماتې واوره داستانونه
،،،،،،،،،،،،
ایمل خان او دریا خان درنه هیرنه شي
دبا بړې شهیدانو سلام وکړه
محمدګل مومند روښان درنه هیر نه شي
دتیرا دشهیدانو سلام وکړه
غنی خان عمرا خان درنه هیر نه شي
د وانا دشهیدانو سلام وکړه
سیدجمال اسعد ابادکه دی یادیږي
میرزمان په ارنوۍ کوي جنګونه
،،،،،،،،،،،،
دخوشال دیوان بیان کړه زاړه ځوان ته
درحمان مومند حمید زیارت له ورشه
دسایل درویش دوعا کوه ارمان ته
دحمزه او دالفت زیارت له ورشه
دخاطر نظر بیان کړه ملنګ جان ته
درښتین خادم رشاد زیارت له ورشه
دوست شینوارئ بینوا ډیر خوشالیږي
افضل خان لالا که یوکړل خپه ورونه
،،،،،،،،،،،،
نورستان کې داصیل کولتور سیل وکړه
بیا ورتیر په لوړو غرو شه بدخشان ته
دپا میر له لوړو څوکو اپیل وکړه
دی ویدو ویدو ولسونو دافغان ته
دملي یووالي غږ په دې خیل وکړه
را بیدارشۍ یو ځل وګورۍ جهان ته
ستاسی ننګ ته قدرتونه تسلیمیږي
که یو نه شولۍ نوجوړ به شي شرمونه
،،،،،،،،،،،،
سره یو پّه ترکستان تاجک ترکمن کړه
دبامیانو هزاره ولس بیدارکړه
دبودا قاتل رسوا لکه دوښمن کړه
دازبکو په نار ه ولس بیدار کړه
په هرات کې نورقومونه پښتون یو کړه
چخانسور کې نارینه ولس بیدارکړه
بست قلا کې به پښتون ولس ټولیږي
که دبیټ نیکه ًقبول شولو سوالونه
،،،،،،،،،،،،
دغوریانو اوسوریانو تاریخ زده کړه
که افغان یی نو پّه لاره دافغان ځه
دوطن دشهیدانو تاریخ زده کړه
په قو ت دعلم پوهی پالوان ځه
دهوتکو ابدالیانو تاریخ زده کړه
نر پښتونه نر ښکار ه په دې میدان ځه
زده کړه پوهه کې دې لار روښانه کیږي
خدمتګاره هم رسیږ ي کاروانونه
،،،،،،،،،،،،،
ددوښمن تبلیغ زمونږ منځ کی چلیږي
په هنر موقتلوي ورونه په ورونه
رابیدارشۍ ورونو څه په مونږه کیږي
دپردی شاته رسوا کړۍ تور مخونه
محمد ېوسف خدمتګار مزدورزوې
کلاکرویک ناروې
{/slide}{slide= بده کمي}
که خواران د پښتو شته دی پښتنو کې غني هم شته
په دې ورانو کنډوالو کې فلسفی ليوني هم شته

تاته څه ښکاره رقيبه دغه سپينې سپينې خولې
د دې سپينو تيږو شاته قهريدلي زمري هم شته

د خوشال له اکوړي نه د حمزه خیبر ته ګوره
هر قدم په دغو غرو کې ستر احمد او غوري هم شته

د بابړې شهيدانو صمد خان او ايمل یو کړۍ
د دې لوی ارمان خاوند مو صنوبر کاکاجي هم شته

زه له خپلو نه جدا شوم د پردو په خپلولو
د بيلتون په لاره درومي خپلو منځ کې پردي هم شته

له زلمو که پوره نه شو پښتنو پيغلو راپاڅۍ
دا ويده ويده راويښ کړۍ په ويدو کې سړي هم شته

د دې تورو غرونو کاڼي تور سکاره دي د ډبرو
پام چې کم نظر ونه کړۍ پکې سره سره غمي هم شته

که ګورګين په شان د سپيو غلچکۍ حملې شروع کړي
لويه غيږه د نازو کې ميرويس رنګه بچي هم شته

تور تمونه او جنګونه که تپلي په مونږ نورو
د سبا د اميدونو ملا تړلي زلمي هم شته

دا نوم رکي شهيدان چې مو د لمر په لوري خاندي
دې خندا کې ستر رازونه د جمال د پټکي هم شته

د پامير خيبر له سره تر سستان بلوچستانه
ارمانونه ژوندۍ هيلې د تره کي کوچي هم شته

د نفاق تورې تيرې دي بښتانه يې سره بيل کړل
خدمتګاره! دې ولس کې دغه بده کمي هم شته
{/slide}{slide= د ورورۍ بلنه}
د افغان روح او ايمان افغانستان دی
بدن مړ شي چې روح ووځي له تنه
د وطن واحد ساتل دين او يمان دی
څوک به غړي جلا نه کړي له بدنه

چې افغان وي د افغان يوالی غواړي
سر او مال نه د و‌‌‌‌طن په لاره تير وي
که يې وينې پرې تويږي دا پرې وياړي
هر قدم يې د خپل پلار نيکه په څير وي
هغه سر چې د وطن په مينه ژاړي
مړ به نه شي که د مرګ په پوله ګير وي

پتنګ څنګه په ډيوه سيځلی ځان دی
د وفا نارې وهي تر زنکدنه

د افغان د تن هډو کي غوښې ګوره
په سيالۍ له خپل وطنه قربانيږي
د وطن په هره تړه ګوښي ګوره
بيرغونه د غازيانو پرې رپيږي

هر بچي د لوی افغان کې نښې ګوره
دغيرت وينې يې ټول تن کې چليږي

په بري يې تل ګټلی هر ميدان دی
شاته نه دي تښتيدلي له دښمنه

چې افغان خاړپوڅې کړې په کوم ځای وي
که هر نوم پرې غليم ږدي کور د افغان دی
ژريا وروسته يې ګټلی په ايمان دی
پښتنې چې څوک روزلی په کوم ځای وي
په تاريخ کې يې ورکړی امتحان دی

دا چې نن له مونږ اشغال پښتونستان دی
زوړ دښمن رانه نيولې ده لمنه

بې ننګان د زمانې دلته پيدا شول
غواړي خرڅ پښتونستان په پوه دهليز کړي
شيطانان د زمانې رسوا رسوا شول
غواړي خرڅ خپل ګلستان په يوه دهيلز کړي
د ملت لوی دښمنان دلته پيدا شول
غواړي خرڅ دين او ايمان په يوه دهيلز کړي

خو افغان ملت ولاړ په ټينګ ايمان دی
تير به نه شي له يو کاڼي يو ويښته نه

دا چې څنګه دا چې ولې په مونږ کيږي
له بلوڅو نه ورګوره پښتونخواته
په څه ډول دسيسې مونږ ته جوړيږي
لارښوونکي د زمان مو بدناميږي
له جمال، امان، نه واخله تر نن ساته

مونږ هير کړی خپل تاريخ د تير زمان دی
ځينې ځيني دستور اخلي له دښمنه

اوس حالت دی بدل شوی د نړۍ
په يو نوي رنګ کې پورته نوی شور دی
جنګ جګړه راتپل شوې خونړۍ
هغه څوک به يې ګټي چې يو يې زور دی
دهغو به پکې ورکه شي مړۍ
دا موقع چې څوک بايلي نفاق پرې زور دی
خدمتګاره! لر او بر په دې ارمان دی
چې يو بل ته د ورورۍ ورکړي بلنه
{/slide}{slide= پسرلي ته پيغام}

تا چې پسرليه له تيارو نه رڼا جوړه کړه
چاته دې دا ښکلې د ګلونو دنيا جوړه کړه

دلته نه توتيان او بلبلان ټول شړل شوي دي
دلته نغمې نشته ټولې ژبې ګنډل شوې دي
دلته تنکۍ څانګې د ګل ونې سيځل شوې دي
دلته ساندې اوښکې دي تا څنګه خندا جوړه کړه
چا ته دې دا ښکلې د ګلونو دنيا جوړه کړه

دلته ژوند ارمان دی ټول رنګونه سوځيدلي دي
دلته د خندا مينې نومونه سوځيدلي دي
دلته مستي نشته اميدونه سوځيدلي دي
تا زمونږ د ژوند پورې د مکر موسکا جوړه کړه
چاته دې دا ښکلې د ګلونو دنيا جوړه کړه

 

ستا نسيم هم سوی دی اسمان ته اشارې کوي
الوځي توديږي او سوځيږي چې ښيرې کوي
ستا د رنګ او حسن کيسه څه ته مسخرې کوي
تا د چاله خوب نه د نازونو ليلا جوړه کړه
چاته دې دا ښکلې د ګلونو دنيا جوړه کړه

يو څل ورته وګوره چې کونډې يتيمان سوځي
شاو خوا د حق او تنکۍ مينې شهيدان سوځي
ښکلي شا زلمي مو د بل کار کې په ارمان سوځي
ستا، سوو، غاټولو، ته کډوالو ژړا جوړه کړه
چاته دې دا ښکلې د ګلونو دنيا جوړه کړه

دلته که راځې نو پسرليه اتفاق راوړه
مونږ ته د يووالي محبت ښکلي اخلاق راوړه
واخله داوسلې له مونږ ژوند ته اشتياق راوړه
دا زمونږ پيغام دی مونږ ته داسې رڼا جوړه ګړه
چاته دې دا ښکلې د ګلونو دنيا جوړه کړه

 

مونږ نه پردو لاسونه لنډ کړه زمونږ کور جوړ کړه
زمونږ زړونه رڼا په علم فن کړه زمونږ کور جوړ کړه
مونږ ته د پلرو غيرت څرګند کړه زمونږ کور جوړ کړه
غواړي خدمتګار له تانه بيا اريانا جوړ کړه
چاته دې دا ښکلې د ګلونو دنيا جوړه کړه
{/slide}{slide= وطن ته}

زه دخيـــــــال دســــا قـــــي يــــاريم ډک جامونه مې په سر
ځکه تښتم بې غمۍ نه د خنـــــــــد اپــــه تــــــش ګــــــــــودر

عجيــــــــبه غــــــونــــــــدې جنـــــون يمــــه دهيـلورڼا ګانو
خــــواحســـــــاس زمــــا بـــنــــــدي دی دزاړه دود اوکلچر

زمــــــــا ژونــــد کـــوشـــش لټون دی د ارمان د ښکلا ګانو
پــــــــه زړه فــــــــکر پـــــــسرلــــــی يــــم ابــــا دي دلراو بر

ته بــــيړۍ لـــــه ګـــــــلو ډکــــــه تـــــوپانــــونه درنه تاودي
زه دې بيخ دستر دريــــا ب يـــــم دي چــــپي زمـــا پـــه سر

ته هم جام يې هم ســــاقــــي يــــې هـــم وصال يې هم کمال
ته ساز يې هم اوازيې هـــــــــم زمــــــــــا پـــــه حــــال خــــبر

ستا غمونه هسې نه دي چې يې ډوب کړمه په جـــــام کې
زما هيــــلي هســــې ښــــکلي لـــــــکه ستــــا دمــــاذيــګر

ستا پــه مست ښکلي سبا چې تورو لړو ماښام جوړ کړو
دا ميـــــد سپـــــوږمـــــۍ روښــــــانـــه ګرځوومه ورپه ور

خير که زه دې رابـــــهر کـــړم په لمــــــسون دزوړ اغـــــيار
زه به وياړم ستا په ميـــــــنه چــــــــې پــــــه سمــه يم که غر

تــــه ډاډه اوســــه وطنـــه زمـــا مر ګ او ژوندون ستا دی
هيربه نه کړم ستا ډاګـــــونــــه کــــــــه شــــم شاه دبحر وبر

ته مستي زما دژوند يې تـــه نغـــــمه زمــــــــا دميـــــنـــې
خدمتـــــګار درځينـــــې ځـــا رشـــه لــوی وطن دلوی ټبر

محمد يوسف خدمتګار مزدور زوی
{/slide}{slide= سيالي}
له افسوسه مې زړه تنګ شي ډير خوږيږي
چې نظر وکړم د خپل ولس روز ګار ته
بې له اوره مې بيا ټول بدن سوځيږي
خجالته شمه ډير قبر دپلار ته

د افسوس نارې وهم که څوک يې واوري
پښتانه راپاڅومه له غفلته
ورور په ورور ځان کڼوي خبره نه اوري
چې لږ موړ شي غريب ورور وهي په لته
له حسرته مې له خولې خيژي کوکارې
د نيکونو د غيرت ګورمه پته

له ژړا ژړا مې سراو ځان خوږيږي
حوصلې مې ټينګې نه شوې انتظار ته

د سيالانو له سيالۍ نه شولم پاتې
چې فقط د خپل بابا په توره وياړم
نن کومه پښتنو ته ننواتی
زه د ننګ په ديرو ګرځم ورته ژاړم
نورې مه کوۍ په خپلو بچو زياتې

کلی کور په پوهه زده کړه اباديږي
يو ځل وګوره پښتونه خپل کردار ته

واوره ای وروره پښتونه ځان خبر کړه
څنګه ژوند کوي نړۍ کې انسانان
ته له دوی ځنې کم نه يې خو ځان نر کړه
تاريخونه د وطن کوي بيان

پلار ګټلې په اسانه مصر فيږي
د تنبل بچي پيغور يې کيږي پلار ته

په نړۍ د افغانانو لوړ عزت ؤ
چې يووالی اتفاق پکې موجود ؤ
په هر لور يې د بري بيرغ اوچت ؤ
د هر يو موخه د خلکو وطن سود ؤ
هسې رنګه د دوی لوړ شان او شوکت ؤ
آبادي د ملک د هر افغان مقصود ؤ

خو چې کله د نفاق په لار سميږي
ډير په لاس د غليم پورته شولو دار ته

که په خپل کرايوان کې هر يو فکر وکړو
د غفار بابا په ياد کړو نصيتحت
د پښتون په څير خپل ځان ته نظر وکړو
فکر وکړو په ټوټه ټوټه ملت

مطمًن يم قناعت مو حاصليږي
که مو پام شولو نړۍ او خپل روزګار ته

بس غيرت له ځينو ځينو ځنې تللی
ورنه هير دی د خپل پلار نيکه دستور
پښتانه ته پښتنو ټوپک نيولی
ملک پنځه ځايه ويشلی ژوند ترور
ځينو خړې سترګې بل ته لاس نيولی
جوټه خور پښتون ته مرګ له دې ضرور
دا په زړه د خدمتګار کله جوړيږي
چې غلام د غلامۍ کړي خيال بادار ته
{/slide}{slide= د قبر رنګ}
افغانه جوړ کړه خپل ملي يووالی
خپلو کې مينه ورورولي وکړه
لکه پلرونه خپل منځي يووالی
ملي وحدت عزيزولي وکړه

افغانه يو کړه ميليتونه ورونه
بلوڅ تاجک په يوه مرکز راټول کړه
نورستاني او نور قامونه ورونه
ترکمن ازبک په يوه مرکز راټول کړه
ستا هزاره ايماق نسلونه ورونه
ورونه دې کلک په يوه مرکز راټول کړه

 

جوړ کړه د ورونو بيا اصلي يووالی
پښتونه ته مشرولي وکړه

له اريانا تر خراسانه پورې
ته د قدرت او اعتبار خاوند وې
ته له يما تر احمد خانه پورې
دپت عزت او اقتدار خاوند وې
له ډير پخوا تر نن زمانه پورې
د شان شوکت او لوړ وقار خاوند وې

جوړ د بچو وکړه خپل قوي يووالی
خوی د افغان بچي اصلي وکړه

ستا موجوديت راغلی سوال لاندې
په هوښيارتوب مظاهره وکړه
ستا حريت راغلی سوال لاندې
په سړيتوب خپله چاره وکړه
ستا افغانيت راغلی سوال لاندې
ښه په نرتوب او په ښکاره وکړه

کلک بيرته جوړ کړه افغاني يووالی
پښتونه ته پښتونولي وکړه

خپلو کې يو شه تنګ نظر ورک کړه
زمان دې بيا نن آزموينه کوي
په لوړه پوهه بنيادګر ورک کړه
جهان دې ننګه او پالنه کوي
پردی جاسوس پردی نوکر ورک کړه
آسمان په تا نن لورينه کوي

نړۍ دې ټوله نن څيړي يووالی
سيال شه سيالانو کې سيالي وکړه

که غواړې واوسې آزاد پښتونه
تعليم او زده کړه دې کړه دنده خپله
که غواړې ملک دې شي آباد پښتونه
پوهه حاصله ښه درنه کړه خپله
پام چې وخت تير نه کړې برباد پښتونه
د نړۍ وضع تجربه کړه خپله

پوهه په تا کې راولي يووالی
ننګ او غيرت د ابدالي وکړه

يو ځلې ځان او بيا جهان وګوره
له ديره جاتو؛ نه سستانه پورې
په پاکه خاوره شهيدان و ګوره
وزيرسستان بلوچستانه پورې

 

ويش دې په لوی افغانستان وګوره
وکړه حيا د پاکستانه پورې

په پوهه واخله خپلواکي يووالی
د شهيدانو تسلي وکړه

د لوی خوشال قبر به رنګ وباسي
که د افغان بيرغ پرې وغوړيدو
د ايمل خان قبر به رنګ وباسي
که لوی افغان يې په ننګ ودريدو
فخر افغان قبر به رنګ وباسي
که تشدد، نه پښتون وګرځنيدو

د خدمتګار ارمان اصلي يووالی
که لراوبر مې ورورولي وکړه
{/slide}{slide= د ټپ ناسور}

زمونږه دود هسې دستور هسې دئ
مونږه دبل دستور منلئ نه شو
دخپلواکۍ دژوند غرور هسې دئ
دغلامۍ ژوندون کولئ نه شو
،،،،،،،،
زمونږ دګټو خټو خړ کورونه
دآزادۍ دپتنګانو ځالې
دغه په سرو وینو ککړ کورونه
دلوړو غرونو دبازانو ځالې
دغه لویدلي سوي شړ کورونه
دي دنوم ورکو شهیدانو ځالې
زمونږ تاریخ زمونږ ظهور هسې دئ
مونږه په ژوند سر ټیټولئ نه شو
،،،،،،،،،،،،،،
دانسانیت دسړیتوب حقونه
زمونږ دکلو په جرګو کې پټ دي
دبشریت دخوندیتوب حقونه
ددې په و ګړ کړواو وړوکې پټ دي
دتربیت او ژوندیتوب حقونه
په دې شډلو پرګنو کې پټ دي
زمونږژوندون زمونږ قصور هسې دئ
مونږ دوطن دوښمن بخښلې نه شو
،،،،،،،،،،،،
زمونږساده شډل بډل وګړي
دچل فریب په هنر نه پوهیږي
ځانونه وژني یو په بل وګړي
دخپل وطن په مینه ښه پوهیږي
دايو ټبر او یوګوګل وګړي
په نتیجه دبیلتون څه پوهیږي
زمونږ حجره جومات تربور هسې دئ
خیانت دورونو هم زغملئ نه شو
،،،،،،،،،،،،،
په مونږه مه تپۍ رسمونه پردي
مونږ تنګنظرجګړه غوښتونکي نهیو
له مونږه لرې کړۍ بمونه پردي
مونږ قاتلان سړي وژونکي نه یو
لنډکړۍ له مونږه تور لاسونه پردي
مونږه په بل حمله کوونکي نه یو
دخدمتګار د ټپ ناسور هسې دئ
کله چل ول هم پیژندلئ نه شو
محمد یوسف خدمتګار مزدورزوی ناروی
{/slide}{slide= د غيرت خبرې}

د پلرونو په ميړانه مه نازيږه
دغيرت نښې ښکاره کړه په میدان کې
د سیالانو سره سيال شه راپاڅيږه
خپل هنر عقل ښکاره کړه په میدان کې

پلار ګټلې خوړل زوی ته وي اسانه
همت وکړه اوپخپله يې پيدا کړه
يو ځل وګوره نړۍ غيرتي ځوانه
د غيرت غيرت ويل ځانته مانا کړه
ځان خبر کړه د پلرونو له زمانه
د ژوندون په طریقه دې ځان اشنا کړه

بې سنجشه بې مفهومه مه غږيږه
د جرګې تميز پيدا کړه پخپل ځان کې

د جامو ټوکر دې کوم ځان نه راغلی
راته وښايه هنر او لياقت خپل
دا پټکی چې دې په سردی چا اوبدلی
کوم چې ته يې غرور بولې د ملت خپل
د ګنډلو ستنه نه شې جوړولی
ورور وژلو ته بيا وايې شجاعت خپل

 

سر راپورته کړه له خوبه راويښيږه
نور غفلت ليدلی نه شم په افغان کې

 


که غيرت لرې نو وګوره دنيا ته
خپل ټوټه ټوټه وطن ورسره سم کړه
د خيرات لاس دې نيولی دی هر چاته
د ټوپک پر ځای راپورته نور قلم کړه
له تورتم جهل نه ووځه رڼا ته
افغاني همت ښکاره په ټول عالم کړه

بيا نو نرزوی د پښتون يې پرې نازيږه
سرلوړي دې په نصيت شه هر ميدان کې

چې په دې نه شې خپه حوصله وکړه
ما د زړه له درده وکړې دا خبرې
د نیکۍ په کار کې تل عجله وکړه
په خبرو کې مطلب نه مه ځه لرې
په هر کار کی په تد بير فيصله وکړه
خوښي نه شي درکولی مرغلرې

که خوښي غواړې مکتب ته روانيږه
د بخت ستوری به دې پورته شي آسمان کې

څوک چې علم پوهه نه لري ړانده وي
ټول ژوندون يې په کړاو باندې تيريږي
په هر کار د بل محتاج او پسمانده وی
تل د نورو له دباو لاندې اوسيږي
مشر کشر يې د نورو نشانده وي
بې خبره وروسته وړاندې پاتې کيږي

په ټينګ عزم مخکې درومه مه ودريږه
بې ننګي نشته پښتون د بچي شان کې


زه چې ګورم پر مختګ د نور جهان ته
په يواولی اتفاق کوي کارونه
په علميت پوهه روان دي پاس آسمان ته
انټرنيټ او کمپيوټر يې مثالونه
خو چې ووينم پښتون او لوی افغان ته
په وژنه د خپل ورور کوي وياړونه

اوس نو ته قضاوت وکړه وګړيږه
څوک به لوری ورکوي پاتې کاروان ته

له جامو تر کور سامان او خوراک پورې
مونږ له نورو هيوادونو نه راغواړو
د خپل ورور د مرګ وژنې تر ځواک پورې
مونږ له لويو قدرتونو نه راغواړو
د صابون ستنې خولۍ او مسواک پورې
چې له نورو وطنو وي مونږ پرې وياړو

سترګې خلاصې کړه له ځانه وشرميږه
خدمتګاره خجالت يم دې ميدان کې

محمديوسف خدمتګار مزدورزوی
{/slide}{slide= دوه غړي یوځان}
پيښور او کابل دوه غړي د ځان دي
پوزه سترګې په ښایسته مخ د جانان دي

دا په یو بدن کې وینه ده چلیږي
شارګونه يي خیبر په لا ر روان دي

دا زمونږ دبابا کور او دايي ګوردئ
داچې ټول يوځای اوسیږي افغانان دي

دپښتو او پښتنوالي مانا یوه ده
پښتانه يي دډګر پالوانان دي

مونږ خبر نه یو له ځانه ډیر افسوس دئ
چې کورونه مودچا له لاسه وران دي

په تاریخ او جغرافیه کې حد مالوم دئ
هم مالوم زمونږ نړۍ ته اتلان دي

په ډانګیو نه بیلیږي خدمتګاره
ډک سیندونه داوبو چې راروان دي

محمد يوسف خدمتګار مزدورزوې
{/slide}{slide= پل}
د درد منومينانو ژړيده دي
د بې دردو غمازانو خنديده دي
مينه اور دی هر سړی ورتللی نه شي
په قسمت د پتنګانو سوزيده دي
که بری په مينه غواړې سر نه تير شه
بويول د سرو ګلانو کړيده دي
زړه پر دې کړه که خپلوي د زړونو غواړې
ابدي د دردمندانو اوسيده دي
لکه پل شه د زړو ځوانو په ليار کې
رالويدل د سربازانو پاڅيده دي
هوښياران په اشاره باندې پوهيږي
بريدل د چلبازانو رالويده دي
خدمتګار مزدورزوی هسې زړګي وخوړ
د رښتينې عشقانو بريده دي
کب ١٣٧٦
هيلې يادونه او منزلونه

د محمد يوسف خدمتګار مزدورزوی دشعرونو مجموعه
{/slide}{slide= یادونه}
چی دی سپین مخ تورو زلفو کي ښکاره شي

لکه شپه چئ په سپو ږۍ باندی خپره شي

غرڅنۍ سترګئ باڼه دی غشي ولي

دنړۍ خوبان یی ټول په ننداره شي

دښکلا ګلونه مخ په پاڼو پټ کړي

پښتانه حسن ته ګوري بیچاره شي

له سرو شونډو نه دئ مۍ دناز څڅیږي

جام په لاس ورته رندان آ ر ه آ ر ه شي

چئ پلو ستا دپښتون پړوني ویني

دنړۍ شالونه خوشئ مسخره شي

سر او ځان مې له تا ځار شه پښتون عشقه

خو چې وخاندئ اغیار ته زړه پاره شي

زه به څنګه دبل مخ سترګو ته ګورم

ستا چې مل خواږه یادونه منظره شي

خدمتګاربه دې اخر دغاړې هار شي

درقیب به راښکاره اصلي څیره شي

محمد یوسف خدمتګار مزدورزوې
{/slide}{slide= پیژنم}
و ګو ر ه ر قیبه زه نشه او خو ما ر پیژ نم
سا ز ا و مستي پیژ نم لیلا ا و رخسار پیژنم
ما ته په جنت کې د شر ا بو کیسئ مه کوه
ر ڼا ا و تو ر تم پیژ نم خز ا ن او بهار پیژنم

ز ه د ژ ړ ید و ا و کړ ید و سره عا د ت یمه
ګو ر ه خندا پیژ نم آر ا م ا و قر ا ر پیژ نم
ز ه هم ګل بلبل ، بڼ ا و بو را سره بلد یمه
مینه د د و ې پیژ نم ما ښا م او سهار پیژنم
ماهم تورې سترګې نرۍ سرې شونډې لیدلي دي
شرنګ او غورزنګ پیژنمه یار او اغیار پیژنم
ګوره چې په ما باندې ګومان ایمان ختا نه کړې
خپل او پر د ئ پیژ نم جونګړ ه د پلار پیژ نم
ز ه د غه با ز ا ن چې تا په ګوته کینولي دی
له مخه څټه پیژ نم د ټو لو کر د ار پیژنم
يوڅه چې زه نه پیژنم ټیټ ته ټيټدئ نه شم
زه د لر اوبرو دلوي کور خدمتګار پیژنم

محمد يوسف خدمتګار مزدورزوې
{/slide}{slide= دپښتودانقلابي نظم پلار}

خدای بښلي اجمل خټک بابا ته
نن دکونړ له لوړو غرونونه فریاد راخیژي
له اباسینه کوکي خیژي دچایاد راخیژي
دتاترې اوښکې راڅاڅي نن خیبر ژاړي
نن د خټک بابا په غم کې لر او بر ژاړي
،،،،،،،،
نن اکوړه کی خلک ټول دي نن شملې ژاړي
ځلمیان ژړیږي پیغلې ژاړي لوپټې ژاړي
نن له پامیره تر سپین غره یو لوږئ پورته دئ
نن په بولدک او پیښور کې پښتنئ ژاړي
نن ګلغنډۍ کی غاټول مړاوي دي خپه خپه دي
نن هندوکش کی ماتم جوړدئ سترګې سرې ژاړي
نن دپښتو آدب مورچل ژاړي سنګر ژاړي
نن دخټک بابا په غم کی لر او بر ژاړي
،،،،،،،
نن دپښتو انقلابي نطم یتیم پاتی شو
دآزادۍ سالار تری ځي دده غلیم پاتی شو
دغیرت چغه او دژوند کیسه نیمګړی شوله
بس خالي نوم یی بی قدرانو ته سلیم پاتی شو
نن یی دیره نن یی حجره کی شاعران نه شته دئ
د آزادۍ ملي سرود ورځیني نیم پاتی شو
هغه پاګل ملنګ خټک ته پیښور ژاړي
نن دخټک بابا په غم کی لر او بر ژاړي
،،،،،،،
څوک به پوره کړي دبابا دغه نیمګړئ ارمان
څوک به راویښ کړي دا ویده په خوب کی ستړئ افغان
څوک به باتور کچکول په غاړه دوخت چغه جوړشي
څوک به ګلونه تکلونه ګل پر هر کړي بیان
څوک به بیا سرې غنچې راجمع، افغان ننګ ولیکي
څوک به حالت دمزدورانو او بزګر کړي عیان
څوک به ددې وطن په غم شپه تر سهر ژاړي
نن دخټک بابا په غم کې لر او بر ژاړي
،،،،،،،
هغه له زوکړې نه تر مرګه درڼا پسې تلو
ځان ته یی هیڅ شئ په کار نه ؤ ما او تا پسې تلو
هغه زنځیر دغلامۍ غاړه کې نه منلو
هغه دوخت داستعمار جیل له سبا پسې تلو
هغه دپلار دویشل شوي کور یووالئ غوښته
هغه په نره او ښکاره دخپل بابا پسې تلو
دخپلواکۍ په مینه مست ټول سراسر ژاړي
نن دخټک بابا په غم کې لر اوبر ژاړي
،،،،،
هغه دسولې روغې جوړې او جرګو مشعل ؤ
هغه اجمل دخوشالو او مرکو اجمل ؤ
هغه دسوات وزیرستان دجګړو ضد ولاړ ؤ
په ملکنډ او لوی خیبر کی برخلاف دچل ؤ
هغه دلوی افغان په کور کی جګړه نه غوښتله
هغه ترژونده خیرغوښتونکئ تل دسولې مل ؤ
ځکه یی نن وجنازی ته فن هنر ژاړي
نن دخټک بابا په غم کی لر او بر ژاړي
،،،،،،،،
نن اروپا او امریکا کی دوعاګانی وشوې
غیابي لمونځونه جنازې او ژړاګانې وشوې
ټولو وعدې وکړې چی لاره به یی مخکی بیاوو
په ویاړ اوفخر یی لیکنې املا ګانی وشوی
نن مساپرو هم بابا ته ځان حاضرګڼلو
ډیر له اخلاصه په هر کورکی حلواګانی وشوی
خوار خدمتګار یي په ناروی کی رو ګودر ژاړي
نن دخټک بابا په غم کی لر او بر ژاړي
،،،،،
نن دکونړ له لوړو غرونونه فریادراخزیژي
له اباسینه کوکي خیژي دچا یاد راخیژي
له تاتري اوښکی راڅاڅي نن خیبر ژاړي
نن دخټک بابا په غم کی لر او بر ژاړي
محمد یوسف خدمتګار مزدورزوی
کلاکرویک ناروی
۲۰۱۰ . ۰۲.۰۸
2010-02 .08
{/slide}